پر اوکراين د روسيې په برید کې د سولې خبرې اترې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر اوکراين د روسيې له خوا د 2022ز کال د بريد د مخنيوي او په اوربند سره د روسيې-اوکراين د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د مذاکراتو څو پړاونه تر سره شوي دي. لومړۍ ناسته د بريد له پيل څلور وځې وروسته د 2022ز کال د فبرورۍ په اته وېشته نېټه په بيلاروس کې وشوه. دا ناسته له کومې پايلې پرته پای ته ورسېده، په داسې حال کې چې د دواړو خواوو پلاوي خپلو پلازمينو ته د مشورو لپاره ستانه شول. د خبرو دويم او درېیم پړاو د 2022ز کال د مارج په اومه نېټه د بيلاروس او اوکراين پر پوله، د بيلاروس د «ګوميل» سيمې په يو نامعلوم ځای کې وشول. د خبرو څلورم او پنځم پړاونه په ترتيب سره د مارچ په لسمه او څوارلسمه نېټه د ترکيې په انتاليه کې وشول. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د مۍ نهمې په اونۍ کې د اوکراين په پارلمان کې د سولې د مذاکراتو او نړيوالو پولو د ثبات په اړه نور بحثونه وشول. په 2022ز کال کې د اوکراين د ختيځ ځوابي بريد څخه وروسته، روسيې د سولې مذاکراتو د تازه کولو غوښتنه وکړه. د اوکراين مشرانو د خبرو اترو بيا پرانيستل رد کړل، او ادعا يې وکړه چې د روسيې حکومت په ريښتيني معنا د سولې لپاره ژمنتيا نه لري، او يوازې وخت ته ګوري، په داسې حال کې چې ځواکونه يې بېرته سره یوځای کېدو په حال کې دي.[۷]

مخينه[سمول]

روسيې د 1994ز کال د بوداپست د سياسي تړون پر هوکړه ليک لاسليک کړی و، او په دې ډول يې اوکراين ته امنيتي باور ورکړی و. روسيې په 2009ز کال کې يوځل بیا د دې ډاډ تاييد وکړ. له هغه وروسته چې په 2014ز کال کې د روسيې له خوا د کریميا نيواک پيل شو، پوټين ادعا وکړه چې د وقار اوښتون يوه نوې سياسي هسته منځ ته راوړې ده، او له همدې امله له اوکراين سره هر ډول پخوانی تړون لغوه دی.[۸][۹]

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، روسيې بيا بیا منجمدې شخړې طرحه کړې، تر څو د پخواني شوروي اتحاد د اغېز په دايره کې د ناټو يا اروپايي اتحادېې د نفوذ مخه ونيسي. شخړې هغه مهال "منجمدې" بلل کېږي، کله چې جګړه درېدلې وې، خو سياسي حل لاره نه وې تر لاسه شوې. په 2014ز کال کې، روسيې په اوکراين کې بېلتونپال خوځښتونه منظم کړل، او د روسيې نيابتي ځواکونو د «ډونباس» جګړه پيل کړه. له هغې وروسته چې د 2014ز کال تر اګست پورې اوکراين د پام وړ ډېره سيمه بېرته تر لاسه کړه، روسيې د دوديزو ځواکونو په مټ مداخله وکړه، د کومې په پايله کې چې په 2014 او 2015ز کلونو کې د «منسک» تړونونو په مټ د اوربند پر سر مذاکرات وشول. دې اوربندونو د شخړې د منجمد کولو وړتيا درلوده، خو د روسيې له ملاتړ څخه د برخمنو بېلتونپالو له خوا خال خال جګړې روانې وې. سره له دې چې روسيه د «منسک» د تړونونو يو اړخ و، وروسته يې هر ډول مسئولت رد کړ، او ادعا يې وکړه چې د اوکراين او بېلتونپالو ځواکونو تر منځ يې يوازې د منځګړي حيثيت درلود.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د 2022ز کال د فبرورۍ په څلور وېشتمه نېټه، روسيې پر اوکراين د روسيې –اوکراين د جګړې د چټکوالي په توګه بريد پيل کړ.[۱۷]

مذاکراتي دريځونه[سمول]

روسيه[سمول]

له بريد مخکې، روسيې په قانوني ډول د لازم الاجراء ضمانتونونو غوښتنه کړې وه، چې اوکراين به په ناټو کې نه شاملېږي.[۱۸]

د بريد په لومړيو پړاونو کې د روسيې په غوښتنو کې له روسيې سره د کريميا يوځای کېدل، د «لوهانسک» او «ډونيټسک» د خپلواکۍ تر څنګ د اوکراين غېر پوځې کېدل او "غېر نازي کېدل" (له نازي نفوذ خلاصېدل) په قانوني ډول منل شامل وو. بريد ته د رسېدو په لار کې روسي تبليغاتو د اوکراين پر مشرتابه د «نو نازي» (د نازيزم احياء) کېدلو يا «ډونباس» په نسل وژنه کې ښکېلتيا ناسم تور ولګاوه. د روسيې په دولتي رسنۍ کې د "روسيه بايد له اوکراين سره څه وکړي" تر عنوان لاندې يوه خپره شوې سرمقاله کې غېر نازي کېدل د اوکراين د ملي پېژندګلو د بشپړې خاتمې په توګه تشریح کړای شوه. د نسل وژنې يو پوهاند «يوجين فنکل» وويل چې دا سند په اوکراين کې د نسل وژنې د نيت اعتراف دی. روښانه نه ده چې دا سرمقاله تر کومه بريده د دولتي تګلارې (پاليسۍ) ښودنه کوي، خو اوکرايني-کاناډايي ديپلومات «رومان واشوک» وويل چې د «بوچا» د ناورين سره په يو وخت کې د دې سرمقالې ظاهري بڼې مذاکرات نور هم ستونزمن کړل.[۱۹][۲۰][۲۱]

د زيلنسکي د «Servant of the People party» د ګوند د څانګې مشر «ډيوډ رااکاميا» په 2023ز کال کې وويل چې روسيې د 2022ز کال د پسرلي په موسم کې د خپل بريد پای ته رسولو وړانديز وکړ، په دې شرط که اوکراين په ناټو کې پر نه شاملېدو راضي شي، او د بې پرېتوب تګلاره خپله کړي.[۲۲][۲۳]

وروسته له دې چې روسيې د «کيرسن» او «زاپوريزهيا» د يو اړخيز يوځای والي اعلان وکړ، د کريملن وياند «دمتري پيسکوف» وويل چې د دې اضافي ادعاوو منل د هر ډول سولې د طرحې لپاره اړين شرايط دي.[۲۴]

د 2023ز کال د اپريل په مياشت کې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير «سرګي لاوروف» وويل چې هغه غواړي د سولې په هر ډول مذاکراتو کې د متحده ايالاتو د نړيوالې بالادستۍ د مقابلې لپاره پر 'نوي نړيوال نظم" جوړلو توجه متمرکزه کړای شي.[۲۵]

اوکراين[سمول]

د اوکراین ولسمشر «ولاديمير زيلنسکي» د 2022ز کال په نومبر کې د سولې لس ماده ييز پلان وړاندې کړ، چې له لاندې مواردو جوړه وه:[۲۶]

  1. د زيپوريژیا د هستوي بټۍ خونديتوب
  2. د خوړو د وېش خونديتوب
  3. د اوکراين د انرژۍ د زېربنا بيا رغول
  4. د بنديانو خوشې کول او روسيې ته د تبعيد شويو اوکرايني ماشومانو بېرته ستنول
  5. د کريميا د يو ځای کولو څخه مخکې د 2014 کال مهال ته د اوکرايني پولو بېرته ستنول
  6. له اوکراين څخه د روسي پوځي ځواکونو بشپړ وتل
  7. پر اوکراين د روسيې په بريد کې د جنګي جرايمو محاکمه کول
  8. د کاخوکا د ډيم له ويجاړولو څخه د شويو چاپېريالي زيانونو غرامت ورکول
  9. په راتلونکي کې د تېرې پر وړاندې ضمانتونه
  10. د سولې ګڼ اړخيز کنفرانس

د 2022ز کال د مارچ او اپريل د مياشو په مذاکراتو کې، اوکراين يو بې پرې حيثيت خپلولو ته چمتو و، چې اوکراين به هېڅ ډول پوځي ايتلاف سره نه يوځای کېږي، نه به په خپله خاوره د نورو هېوادونو ځواکونو ته ځای ورکوي. د 2022ز کال د ديسمبر په مياشت کې د روسيې هوايي بريدونو ته په ځواب کې، د اوکراين د بهرنيو چارو وزير «ديميترو کوليبا» وويل، "په پراخه کچه د دا ډول جنګي جرمونو په وړاندې بايد هېڅ ډول "بې پريتوب" نه وي. د 'بې پريتوب' بهانه به د روسيې د پلوۍ سره برابره وي".[۲۷][۲۸]

د 2022ز کال د اګست په مياشت کې زيلنسکي ويلي و چې هغه به له اوربند سره موافقه ونه کړي، او روښانه يې کړه چې، "په کومه نقطه چې موږ يو، موږ د اوربند لپاره چمتو نه یو. موږ روښانه کړې ده چې هېڅ منسک-3، منسک-5، يا منسک-7 به نه وي. موږ به دا لوبې ونه کړو، موږ په دې ډول د خپلې سيمې ځينې برخې له لاسه ورکړي دي...دا يوه لومه ده".[۲۹]

د 2022ز کال د سپتمبر په مياشت کې، زيلنسکي د «کرزون» او «زاپوريزهبا» د روسيې د سیمه ييزو ادعاوو د سمبوليک رد په توګه د ناټو د غوښتنليک پاڼې لاسليک کړې. اوکراين له ناټو سره له يوځای کېدو مخکې د لنډمهالو اقداماتو په توګه د خونديتابه د بېلا بېلو ضمانتونو غوښتنه وکړه، خو د ناټو په داخل کې د دا ډول سيستم په اړه هېڅ توافق نه شته.[۳۰][۳۱]

د اوکراين مذاکره کونکی «ميخايلوف پوډولياک» له روسيې څخه اوکراين ته د غرامت ورکولو او د جنګي جرمونو ځواب ويلو غوښتنه وکړه. «پوډولياک» همدا راز له نيول شويو سيمو څخه د هغو خلکو د ايستلو غوښتنه هم وکړه چې په روسي ژبه خبرې کوي.[۳۲]

د اوکراين د حکومت رسمي دريځ دا دی چې د کريميا په ستنولو هېڅ ډول مذاکرات نه شي کېدای، خو د ولسمشرۍ د دفتر مرستيال مشر «اينډری سايبيها» او يو شمېر نورو چارواکو په غېر رسمي ډول وويل چې د سولې لپاره د کريميا بدلول توجيه کېدای شي.[۳۳]

د مذاکراتو زماني جدول[سمول]

د سولې مذاکرات: د بريد لومړی پړا (د 2022 د فبرورۍ له 24 څخه د اپريل تر 7مې پورې)[سمول]

د کريميلين د دفتر مرستيال رئیس «دمتري کوزاک» د 2022ز کال کې وويل چې هغه د بريد په څو ورځو کې له اوکراين سره د يو تړون په اړه مذاکرات کړي و. په دې جوړجاړي سره به په ناټو کې د اوکراين د نه شاملېدو د ضمانتونو په بدل کې دوښمني پای ته ورسېږي. که څه هم دا تړون پوتين ودراوه، چا چې "د اوکرايني سيمې د ډېرې برخې د شاملولو لپاره خپلې موخې پراخه کړې". د کريملين وياند دا کيسه رد کړه.[۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. (په 2022-02-28 باندې). Initial talks between Russia and Ukraine yield no resolution.. The New York Times.
  2. (په 2022-03-02 باندې). 2nd round of talks between Russia and Ukraine end with no cease-fire. ABC News.
  3. (په 2022-03-07 باندې). Ukraine and Russia hold third round of talks. Deutsche Welle.
  4. (په 2022-02-28 باندې). {{{title}}}.
  5. (په 2022-03-10 باندې). 'No progress' as top Russia, Ukraine diplomats talk in Turkey. Al Jazeera.
  6. (په 14 March 2022 باندې). Russia keeps up attacks in Ukraine as two sides hold talks. Associated Press.
  7. "Why Russia is pushing a return to negotiations The Kremlin wants to buy time to prepare for a 'full-scale offensive' in early 2023, sources say". Meduza (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Budapest Memorandums on Security Assurances, 1994 - Council on Foreign Relations". Cfr.org. 5 December 1994. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 2023-05-05 باندې). We knew in 2011 Putin would attack Ukraine, says Bill Clinton. The Guardian.
  10. Jukic, Luka (February 20, 2019). "How Russia Keeps Post-Soviet States in Its Orbit". Palladium Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Orttung, Robert; Walker, Christopher (February 13, 2015). "Putin's Frozen Conflicts". Foreign Policy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Post-Soviet Frozen Conflicts" (PDF). per Concordiam. 3 (4): 42. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Grossman, Erik J. (June 1, 2018). "Russia's Frozen Conflicts and the Donbas". The US Army War College Quarterly: Parameters. 48 (2). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kofman, Michael; Migacheva, Katya; Nichiporuk, Brian. "Lessons from Russia's Operations in Crimea and Eastern Ukraine" (PDF). RAND Corporation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kirby, Paul (May 26, 2022). "Donbas: Why Russia is trying to capture eastern Ukraine". BBC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Merezhko, Oleksandr (July 14, 2020). "Russo-Ukrainian War: Kremlin denials prevent progress towards peace". Atlantic Council. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. . Russia launches military attack on Ukraine with reports of explosions and troops crossing border. CNN.
  18. Balmforth, Tom (September 30, 2022). "Ukraine applies for NATO membership, rules out Putin talks". Reuters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 2022-03-03 باندې). Ukrainian and Russian delegates leave latest peace talks feeling 'great regret'. ABC News (Australia).
  20. (په July 2, 2022 باندې). How the Russian Media Spread False Claims About Ukrainian Nazis. The New York Times.
  21. Brown, Chris (April 5, 2022). "A Kremlin paper justifies erasing the Ukrainian identity, as Russia is accused of war crimes". Canadian Broadcasting Corporation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 27 November 2023 باندې). Ukrainian negotiator: Russia promised peace if Ukraine dropped NATO aspirations. The Jerusalem Post
  23. (په 26 November 2023 باندې). Russia Offered to End War in 2022 If Ukraine Scrapped NATO Ambitions – Zelensky Party Chief. Kyiv Post
  24. (په 30 December 2022 باندې). British Defense Ministry Notes 'Continued Churn of Senior Russian Officials'. VOA News.
  25. (په 7 April 2023 باندې). Any Ukraine Peace Talks Should Be About 'New World Order' – Lavrov. The Moscow Times.
  26. Shashkova, Maryna (August 13, 2023). "EXPLAINED: Zelensky's 10-Point Peace Plan". Kyiv Post. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 30 December 2022 باندې). British Defense Ministry Notes 'Continued Churn of Senior Russian Officials'. VOA News.
  28. (په 29 March 2022 باندې). Ukraine offers neutrality in exchange for NATO-style security guarantees at Russia talks. Reuters.
  29. Lock, Samantha (August 23, 2022). "Russia-Ukraine war latest: what we know on day 182 of the invasion". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Bayer, Lili (June 8, 2023). "The West isn't ready to give Ukraine the security pledges it wants". Politico. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Balmforth, Tom (September 30, 2022). "Ukraine applies for NATO membership, rules out Putin talks". Reuters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 11 April 2023 باندې). Crimea Has Become a Frankenstein's Monster. Foreign Policy.
  33. (په 11 April 2023 باندې). Crimea Has Become a Frankenstein's Monster. Foreign Policy.
  34. Times, The Moscow (2022-09-14). "Putin Rejected Early Ukraine Peace Deal to Pursue 'Expanded' Annexation Goals – Reuters". The Moscow Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 2022-09-14 باندې). Exclusive: As war began, Putin rejected a Ukraine peace deal recommended by aide. Reuters.