پر اوکراين د روسيې د يرغل پر مهال نړيوال بنديزونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د 2022ز کال د فبرورۍ په څلور وېشتمه نېټه پر اوکراين د روسيې له يرغل وروسته، متحده ايالاتو، اروپايي ټولنې، او نورو لوېديځو هېوادونو د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين، نورو دولتي غړيو او په عموم کې د روسي اتباعو پر ضد بنديزونه وړاندې او يا يې په بنديزونو کې پراختيا راوسته. په يو شمېر روسي بانکونو د SWIFT نړيوالو تاديانو د سيستم د کارولو بنديز ولګول شو. دې بنديزونو او د روسيې او بيلاروس څخه پرېکون د روسيې پر اقتصاد اغېز وکړ.[۱][۲][۳][۴]

د بنديزونو او د هغې د ناوړه اغېزو تاريخ او مخينه[سمول]

د بنديزونو تاريخ[سمول]

لوېديځو هېوادونو او نورو له هغې وروسته په روسيه بنديزونه ولګول، کله چې د 2022ز کال د فبرورۍ په يو ويشتمه نېټه ولادمير پوتين په يوه وينا کې د اشغال شويو سيمو، تش په نوم «ډونيټسک» او «لوهانسک خلکو جمهوريت» خپلواکي په رسميت وپېژندله. د 2022ز کال د فبرورۍ په څلوروېشتمه نېټه د بريدونو په پيل کېدو سره، يو زيات شمېر نورو هېوادونو د روسيې د اقتصاد د ويجاړولو په موخه د بنديزونو په نفاذ پيل وکړ. دا بنديزونه په پراخه پيمانه وو، چې افراد، بانکونه، کاروبارونه، صرافيانې، د بانک لېږدونې، صادرات، او واردات يې په نښه کړي وو. له SWIFT څخه د لويو روسي بانکونو پرې کول په دې بنديزونو کې شامل و، کوم چې د نړیوالو اداينو لپاره د نړۍ په کچه د پيغام رسولو شبکه ده، په داسې حال کې چې د ګاز د لېږړدولو لپاره د تادياتو په موخه د تاديې پرله پسې وړتيا باوري کولو لپاره بيا هم محدوده لاسرسي موجوده وه. دې بنديزونو کې همدا راز د روسي مرکزي بانک د پانګو کنګل کول هم شامل و، کومو چې د بهرنيو اسعارو تبادلې لپاره 630 ميليارده ډالره زېرمه درلوده، تر څو د بنديزونو د اغېزو کمولو لپاره د دې پيسو مخه ونسي، د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې، د بنديزونو له امله د روسيې د ټولو کنګل شويو پانګو مبلغ يو ټريليون ډالرو ته رسېدو.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د Apple، IKEA، ExxonMobil، او General Motors په ګډون سترو څو ملتي شرکتونو په انفرادي ډول په روسيه د بنديزونو لګولو پرېکړه وکړه. د اوکرانيانو تر څنګ متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې حکومتونو له نړيول خصوصي سکتور څخه په څرګند ډول د بنديزونو په دوام کې د مرستې غوښتنه وکړه، او اروپايي اتحاديې، انګلستان، او استراليا هم د نړيوالو ډيجيټلي پليټفارمونو څخه په روسيه کې د مرکزونو درلودونکو ويبپاڼو د لېرې کولو غوښتنه وکړه. يو شمېر څو ملتي شرکتونو له روسيې ځانونه ګوښه کړل، تر څو د هغو بنديزونو او د سوداګرۍ له بنديزونو سره سمون پيدا کړي، چې د دې شرکتونو د هېوادونو له خوا تحميل شوي و،، بلکې دا کار يې په خپله خوښه د قانون له غوښتنې څخه ورهاخوا وکړ، تر څو له روسيې سره د سوداګريزو اړیکو د ساتلو سره د تړاو له امله د پيدا کېدونکو اقتصادي او ښه نوم خطرونو څخه ځانونه خوندي کړي.[۱۵][۱۶]

د سويټزلينډ او سينګاپور په څېر ګڼ هغو هېوادونو هم له جزوي بنديزونو سره موافقه وکړه، چې له تاریخي اړخه بې پرې و. يو شمېر هېوادونو په بيلاروسي سازمانونو او افرادو هم بنديزونه ولګول، لکه ولسمشر «اليګزينډر لوکاشينکو»، ځکه چې بيلاروس هم په په دې يرغل کې ښکېل و.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د دې بريد په غبرګون کې، د المان صدر اعظم «Olaf Scholz» د «Nord Stream 2» نل ليکه وځنډوله، او له روسيې څخه يې د انرژۍ د خپلواکۍ د نوې تګلارې اعلان وکړ. سربېره پر دې، المان اوکراين ته د وسلو کڅوړې هم واستولې، دا لومړی ځل و چې المان د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته په جګړه کې ښکېل يو هېواد ته وسلې ورکړې. المان همدا راز د اضافي دفاعي لګښتونو لپاره سل ميليارده يورو غېر معمولي وجهي صندوق هم جوړ کړ. الماني صنعت د روسيې پر طبيعي ګاز تکيې په پرېښودلو سره د نوې کېدو وړ سرچينو څخه د ډېرې انرژۍ پيدا کولو، د برېښنا او حرارت د چمتو کولو لپاره د ګاز او ډېرو ډبرو سکرو د واردولو لور ته ولېږدېد، په داسې حال کې چې د برېښنا د توليد نوې تاسيسات هم جوړېدای شول.  [۲۲][۲۳][۲۴]

د مارچ په څلوروېشتمه نېټه، په برسلز کې د ناټو په فوق العاده سرمشريزه کې د ګډون لپاره له رسېدو سره سم، د متحده ايالاتو ولسمشر روښانه کړه چې په روسيه به نور اقتصادي بنديزونه ولګول شي، په کومو کې چې د روسيې مرکزي بانک په معاملاتو کې د سرو زرو په استعمال محدوديتونه، او په دفاعي شرکتونو، د روسيې د ستر بانک رئيس او د روسيې د فدرالي اسامبلۍ د ولسي جرګې له 300 څخه زياتو غړيو په نښه کولو سره د بنديزونو نوی پړاو شامل و.[۲۵]

د 2022ز کال د فبرورۍ په اوه ويشتمه نېټه، پوټين دې بنديزونو او هغه څه ته چې نوموړي د لوېديځو هېوادونو "يرغليزې څرګندونې" بللې، په دې ډول غبرګون وښود، چې د هېواد "دفاعي ځواکونو" – کوم چې عموماً په دې ډول پېژندل کېږي، چې هستوي ځواکونه هم پکې شامل دي – ته يې امر وکړ تر څو په "ځانګړو جګړه ييزو دندو" واچول شي. دې نوې اصطلاح يو ډول وارخطايي پيدا کړه، په دې ډول چې په دقيق ډول څه د بدلېدو په حال کې و، خو د متحده ايالاتو چارواکو دا عموماً "د کړکېچ زياتونکي" اعلان کړل. د بنديزونو او روسي سوداګرۍ سره د دوی پر اړيکو له نيوکو وروسته، د پرېکون يو خوځښت پيل شو، او ډېرو شرکتونو او سازمانونو په داوطلب ډول له روسي او بيلاروسي بازارونو څخه وتل پیل کړل. دې پرېکونونو په ډېرو خوراکي توکو، تفريح، زده کړه، ټيکنالوژۍ، او سپورت په سازمانونو اغېز وکړ.[۲۶][۲۷][۲۸]

متحده ايالاتو د صادراتو د کنترول بهير پیل کړ، کوم چې يو نوی بنديز و، چې د متحده ايالاتو د کومو پرزو يا معنوي ملکيت څخه جوړو شويو د عالي ټيکنالوژۍ پر پرزو، هارډوير او سافټوير دواړو ته د روسيې د لاسرسي پر محدودولو يې تمرکز درلود. د دې بنديز تقاضا دا وه چې هر شخص يا شرکت چې ټيکنالوژي، نيمه برېښنا لېږدونکي، د معلوماتو د خوندي کولو سافټوير، ليزرونه، يا سينسرونه چې په روسيه يې پلوري، بايد د جواز غوښتنه وکړي، کوم چې په خپله رد کېدل. د پلې کولو په کړنلاره کې د شخص يا شرکت پر ضد هم بنديزونه شامل وو، په داسې حال کې چې په بنديزونو د بېړۍ پر جوړولو، هوايي وسايلو، او دفاعي صنعتونو تمرکز درلود.[۲۹]

د 2022ز کال د سپتمبر په شلمه نېټه د نيويارک په ښار کې د ملګرو متلونو عمومي اسامبلۍ ته د وينا پر مهال، د فرانسې ولسمشر ایمانويل ميکرون پوښتنه کوړه، "دلته څوک د دې نظر دفاع کولای شي چې پر اوکراين برید کوم ډول بنديزونه نه توجيه کوي؟" نوموړي ادعا وکړه چې بې پری هېوادونه د دې جګړې په وړاندې "بې تفاوته" دي. [۳۰]

د 2022ز کال د ديسمبر په نهمه نېټه، کاناډا په روسيې نور بنديزونه تحميل کړل، او د بشري حقوقو څخه د سرغړونې ادعا يې وکړه. په دې پرېکړه کې په 33 اوسنيو يا پخوانيو لوړ پوړو روسي چارواکو او شپږو هستو بنديزونه شامل و، کوم چې په څرګند ډول د هغو روسي اتباعو پر ضد له "بشري حقوقو څخه په منظمو سرغړونو" کې ښکېل و، چې په اوکراين د روسيې د بريد پر ضد يې اعتراض کړی و. [۳۱]

د 2022ز کال د ديسمبر په شپاړسمه نېټه، اروپايي ټولنې د روسيې د اقتصاد پر ضد د بنديزونو نهمه کڅوړه وړاندې کړه. د بلجيم د حکومت يو وياند وويل، "دا بنديزونه په زياتېدونکي ډول سختېږي چې په روسيه تر ډېره بريده اغېز کوي، پرته له دې چې اروپايې ټولنه جانبي زيانونه وويني".[۳۲]

له 2014ز کال راهيسې، اروپايي ټولنې د فدراتيفې روسيې پر ضد د بنديزونو يوولس پړاونه پلې کړي وو. د 2023ز کال د جون په مياشت کې د بنديزونو وروستی پړاو يې، د کمپیوټر د چپونو په څېر دوه ګونو استعمال شيانو متمرکز و، د دې تر څنګ دا هڅه پکې شامله وه چې له بېړۍ څخه بېړۍ ته د بندو شويو توکو انتقالات محدود کړي. په اروپا کې د روسيې خپرونو جوازونو د لا زيات ځنډولو اعلان هم وکړای شو.[۳۳]

بنديزونه[سمول]

لوېديځو هېوادونو او نورو هغه مهال په روسيه محدود بنديزونه لګول پيل کړل، کله چې روسيې ځان اعلانی ډانباس جمهوريت په رسميت وپېژانده. د څلورويشتم فبرورۍ د بريدونو په پيل سره، نورو زياتو هېوادونو د روسيې د اقتصاد د ويجاړولو په موخه د بنديزونو په لګولو پيل وکړ. دا بنديزونه ډېر پراخه وو، چې افراد، بانکونه، کاروبارونه، صرافۍ، بانکي لېږدونې، صادرات او واردات يې په نښه کول. [۳۴][۳۵][۳۶]

له دې وروسته چې روسيې د 2022ز کال د فبرورۍ په څلور وېشتمه نېټه په اوکراين بريد وکړ، دوه هغه هېوادونه چې مخکې يې په بنديزونو کې برخه نه وه اخيستې، يعنې سويلي کوريا او د ملګرو متلونو غړيتوب نه لرونکی تايوان، د روسيې پر ضد په بنديزونو کې ښکېل شول. د 2022ز کال د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه، سنګاپور اعلان وکړ چې په اوکراين د بريد له کبله به په روسيه د بانکوالۍ بنديزونه ولګوي، او په دې ډول په سويل ختيځه اسيا کې دا لومړی هېواد شو چې په روسيه يې بنديزونه ولګول. [۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. Melander, Ingrid; Gabriela, Baczynska (24 February 2022). "EU targets Russian economy after 'deluded autocrat' Putin invades Ukraine". Reuters. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 25 February 2022 باندې). Western Countries Agree To Add Putin, Lavrov To Sanctions List.
  3. Holland, Steve; Chalmers, John; Psaledakis, Daphne (26 February 2022). "U.S., allies target 'fortress Russia' with new sanctions, including SWIFT ban". Reuters. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Collins, Kaitlan; Mattingly, Phil; Liptak, Kevin; Judd, Donald (26 February 2022). "White House and EU nations announce expulsion of 'selected Russian banks' from SWIFT". CNN. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 9 March 2022 باندې). Tracking sanctions against Russia. Reuters.
  6. Melander, Ingrid; Gabriela, Baczynska (24 February 2022). "EU targets Russian economy after 'deluded autocrat' Putin invades Ukraine". Reuters. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Western Countries Agree To Add Putin, Lavrov To Sanctions List". Radio Free Europe/Radio Liberty. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "China State Banks Restrict Financing for Russian Commodities". Bloomberg News. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Western allies will remove Russian banks from Swift". BBC News. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 28 February 2022 باندې). The West declares economic war on Russia. Politico.
  11. (په 26 February 2022 باندې). Italy move adds to EU momentum for cutting Russian banks from Swift. Financial Times.
  12. (په 25 February 2022 باندې). EU leaders agree more Russia sanctions, but save some for later. Financial Times.
  13. (په 22 February 2022 باندې). Scholz takes heat off Germany with decision to freeze Nord Stream 2 project. Financial Times.
  14. (په 1 March 2022 باندې). The West's $1 trillion bid to collapse Russia's economy. CNN.
  15. Sanger, Andrew (17 March 2022). "Piercing the State's Corporate Veil: Using Private Actors to Enforce International Norms". EJIL: Talk!. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. . Why many businesses are getting tougher on Russia than sanctions require. CNN.
  17. (په 28 February 2022 باندې). Switzerland says it will freeze Russian assets, setting aside a tradition of neutrality..
  18. (په 28 February 2022 باندې). Singapore to impose banking, trade restrictions on Russia. Nikkei Asia.
  19. (په 28 February 2022 باندې). Monaco clamps down on Russian assets after Ukraine invasion. Reuters.
  20. (په 28 February 2022 باندې). Singapore to slap unilateral sanctions on Russia in 'almost unprecedented' move. South China Morning Post.
  21. (په 28 February 2022 باندې). Japan joins sanctions on Russian central bank, says 'Japan is with Ukraine'. Reuters.
  22. McGillis, Alec. "How Putin's Invasion of Ukraine Upended Germany". The New Yorker. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Overland, Indra; Loginova, Julia (2023-08-01). "The Russian coal industry in an uncertain world: Finally pivoting to Asia?". Energy Research & Social Science. 102: 103150. doi:10.1016/j.erss.2023.103150. ISSN 2214-6296. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "German industry supports government gas reduction plan". dw.com. Retrieved 7 July 2022.
  25. (په 24 March 2022 باندې). Biden says Russia should be booted from G-20; Russia's economy has shrunk in half since invading Ukraine: Live updates. USA Today.
  26. Kenney, Caitlin; Peniston, Bradley (28 February 2022). "What Just Happened With Putin's Nuclear Forces? Here's What Experts Say". Defense One. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 1 March 2022 باندې). Sanctions on Russia: asset managers are making a disorderly retreat. Financial Times.
  28. "Supermarket chains removing Russian-origin products from shelves". Eesti Rahvusringhääling. 25 February 2022. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 25 February 2022 باندې). America has targeted Russia's technological fabric.
  30. "France: No nation can stay 'indifferent' on Ukraine war" apnews. Retrieved 20 Sept 2022.
  31. (په 2022-12-09 باندې). Canada adds sanctions on Russia, Iran, Myanmar over human rights. Reuters.
  32. "Analysis: EU unity over Russia sanctions falters as Europe's economy wilts" (16 December 2022). Reuters.
  33. "European Union countries agree on a new package of sanctions against Russia over the war in Ukraine" (June 21, 2023). AP. Accessed 25 June 2023.
  34. Melander, Ingrid; Gabriela, Baczynska (24 February 2022). "EU targets Russian economy after 'deluded autocrat' Putin invades Ukraine". Reuters. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 25 February 2022 باندې). Western Countries Agree To Add Putin, Lavrov To Sanctions List.
  36. "China State Banks Restrict Financing for Russian Commodities". Bloomberg News. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 2022-02-25 باندې). Taiwan to join 'democratic countries' in sanctions on Russia. Reuters.
  38. (په 28 February 2022 باندې). Singapore to impose banking, trade restrictions on Russia. Nikkei Asia.
  39. (په 24 February 2022 باندې). Russia-Ukraine crisis: South Korea to support sanctions on Russia. Wap.business-standard.com