پر انساني بدن د وړانگو اغېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ټولیزه توگه په طبعیت کې د وړانگو دوه ډوله چینې شته چې د وړانگو طبیعی چینې او د وړانگو مصنوعی چینو په نامه یادیږي. کیهانی وړانگې، ستاسو په خوړو کې د راډیواکټیف توکو شتون، په خاوره، تیگو او غرونو کې د راډیواکټیف بڅرکو شتون، ستاسو د کورونو په پخو دیوالونو کې د راډون او راډیوم شتون ټول د طبیعی وړانگو چینې بلل کیږي. همدا راز د ایکس ری،سی ټی سکن، او نور تشخیصیه او درملیز ماشینونونه د مصنوعی وړانگو چینې بلل کیږي. وړانگې په هرډول چې وي د انسان ژوند او چاپیریال گواښوي خو د گواښ دغه کچه د وړانگو په ډول او کچې پورې نیغ تړاو لري. د سایسنپوهانو لپاره دا ډیر ستونزمن کار دی چې د وړانگو اغیزې او نورو بهرنیو عواملو اغیزې سره بیلې کړي. خو د وړانگو د میخانیکیت او په دې اړه ژورې څیړنې کولای شي د دغو دوو ډولو اغیزو په بیلتوب کې مرسته وکړي. وړانگې د عمل د میخانیکیت له پلوه په دوو برخو ویشل کیږي چې د آیونایزکونکوو او نه آیونایزکونکو وړانگو په نامه یادیږي. آیونایز کونکې وړانگې هغو وړانکو ته ویل کیږي چې له یوه اټوم څخه یوه یا څو الکترونونه وباسي اوپه پایله کې اټوم په چارچ لرونکې بڅرکي باندې واړوي او هغه ته برښنايز خاصیت ورکړي په لنډه توگه آیونایز کونکې وړانگې اټومونه له خنثی حالت څخه چارچ لرونکې کوي او نه آیونایزکونکې وړانگې بیا د آیونایز کولو ځواک نه لري.

وړانگې څنگه په کیمیاوي اړیکو باندې اغیزه کولای شي ؟[سمول]

د ژوندیو انساجو اعمال د مالیکولونو(د بیلابیلو اټومونو ترکیب چې د کیمیاوي اړیکو له امله مینځ ته راځی) په واسطه ترسره کیږي.ځینې دغه مالیکولونه په کافی اندازه غټ وي چې د دغو مالیکولونو ښه کار کول د هغو په ترکیب او ظاهری جوړښت پورې اړه لري چې دغه جوړښت د کیمیاوي اړیکو په بدلون سره بدلیدای شي، آیونایزکونکې وړانگې په کافی اندازه ځواک لري چې دغه اړیکې گډې وډې کړي. دا اصل مونږ ته دا بیانوي چې آیونایز کونکې وړانگې واړه خو حساس جوړښتونه زیانمن کوي، دا دې ته ورته دی چې د کاراټې یو لوبغاړی د بشپړ دیوال په ځای خپله ټوله انرژی د یوې خښتې ماتولو ته متوجه کوي. په بدن کې د حساسو جوړښتونو له ډلې یو یې ډي ان اې دی چې وړانگي یې زیات زیانمنوي.

ډي ان اې DNA څه شی ده ؟[سمول]

د بدن د ټولو مالیکولونو په پرتله ډی ان ای تر ټولو حساس مالیکول دی. دا مالیکول جنسي خواص له یوه نسل څخه بل نسل ته لیږدوي او د یوې ژونکې ډیر وړوکی مالیکول بلل کیږي چې تل د یوه ځنځیر بڼه لري چې د دغه ځنځیر اوږدوالی تر دوو مترو پورې رسیږي او دې ځنځیر ته کروموزوم ویل کیږي. دغه کروموزومونه په یوه ژونکه کې ۲۳ جوړې وي او قطر یې ۱۰ مایکرو متره دی چې د دغه کروموزوم میخانیکیت په ۱۹۵۳ کې وپیژندل شو.

آیونایزکونکې وړانگې څنگه ډي ان اې زیانمنولای شي ؟[سمول]

که چیرې آیونایزکونکې وړانگې یو الکترون له ډي ان اې او یا هم د هغې له گاونډ مالیکول څخه وباسي نو دې ته د وړانگو مستقیم عمل وايي. دا عمل ډیر چټک او د یوې ثانیې په ملیاردمه برخه وخت کې ترسره کیږي. خو که چیرې وړانگې یو الکترون وباسی او بیا دا الکترون په بدن کې د شته اوبو مالیکولونو څخه آزاد راډیکالونه جوړ کړې نو راډیکالونه د بیرته اوبو جوړونې په هدف له نورو مالیکولونو سره چټک تعامل کوي چې دلته بیا په پایله کې ډي ان اې آیونایز کوي د وړانگو دې ډول عمل ته غیر مستقیم عمل وايی چې دا ډول آیونایزیشن د اکس ری اخیستلو په وخت په بدن کې را مینځ ته کیدای شي. دا عمل دهغه بل په پرتله ډیر چټک نه وي او د یوې ثانیې په لس زرمه برخه وخت کې ترسره کیږي. نیوترونونه چې آیونایز کونکې وړانگې نه بلل کیږي له دې میخانیکیت څخه به پشپړ توپیر کار کوي. نیوترونونه له الکتروني کړیو څخه تیریږي او هستې ته ځان رسوي چې په پایله کې هسته راډیواکټیف کوي چې د غټو چارچ لرونکو بڅرکو لکه الفا، بیتا او داسې نورو د وتلو لامل گرځی چې بیا دغه بڅرکي په خپله ستر آیونایزیشنونه را مینځ ته کوي.

آیونایز کونکې وړانگې په ژوندیو ژونکو څنگه اغیزه کوي ؟[سمول]

هر ډول آیونایزیشن ډیر چټک مانا تر یوې ثانیې په زرهاوو ځله لږ وخت کې را مینځ ته کیږي خو د هغو بیولوژيکی اغیزې بیا په څنډ سره را مینځ ته کیږي. که چیرې له وړانگو څخه را مینځ ته شوی زیان د ژونکې د مرگ لامل شي نو بیولوژیکی اغیزې په څو ساعتونو یا ورځو کې لیدل کیدای شي. وړانگې په دوه ډوله ژونکې وژلای شي. لمړی دا چې د داخلی آیونایزیشن له امله ژونکه نور له کار لویږي، چې تر ۱۰۰ گرې پورې وړانگې دا کار کولای شی او دوهم دا چې ژونکه بیا تولید نشی کولای خو خپل کار سرته رسولای شي چې تر ۲ گرې پورې وړانگې دا کار کولا شي. دا چې د دې دواړو مرگونو میخانیکیت د ژونکې په مینځ کې څه ډول دی ؟ تر اوسه پورې په بشپړه توگه ندی تشریح شوی خو هغه ژونکې چې په پرله پسې ډول نوی کیدلو ته اړتیا لري لکه د وینې ژونکې د دایمی مرگ او له مینځه تللو گواښ یې ډیر دی. که چیرې د وړانگو دوز تر ۲ گرې لږ هم وي بیا هم ژونکې په کافی اندازه زیانمنې کولای شي. په ټولیزه توگه ویلای شو چې وړانگې اوږدمهاله او لنډ مهاله اغیزې لري.

وړانگې په اوږده مهال کې څه اغیزې لرلای شي ؟[سمول]

که وړانگې په کافی اندازه کمزورې وي او ونشي کولای چې ژونکې مړې کړي نو لږه تر لږه دا ځواک لري چې د ډي ان اې کوډونه زیانمن کړي چې په پایله کې بیا ډي ان اې هغه خپله دنده په غلطه توگه ترسره کوي چې دا اغیزه بیا کروموزوم زیانمنوي چې د جنیټیک بدلون لامل او په پایله کې یا سرطان را مینځ ته کوي او یا هم د زیږون په وخت کې ماشوم ناقص زیږي.

وړانگې څنگه سرطان را مینځ ته کوي ؟[سمول]

وړانگې هغه مهال سرطان را مینځ ته کوي چې ژونکې مړې نکړي خو د ډي ان اې په کوډ کي یې بدلون را مینځ ته کړي چې دا د ژونکې د کنټرول له لاسه ورکولو لامل گرځي او په پایله کې ژونکه ټوټه کيږي. دا اغیزه کیدای شي د ډیرو کلونو لپاره احساس هم نشي. له وړانگو څخه را مینځ ته شوی سرطان د نورو عواملو څخه را مینځ ته شوي سرطان څخه توپیر نه لري ځکه خو د وړانگو سرطان دقیقه احصایه نده مالومه.

آیونایزکونکې وړانگې څنگه جنیټیک بدلون را مینځ ته کوي ؟[سمول]

وړانگې کولای شي چې په هره ژونکه کې ډي ان اې زیانمنه کړي. کله چې وړانگې د انسان سپرم او یا هم اووم ته ورسیږي نو په دوۍ کې د دبدلون لامل گرځی چې دا بدلون نورو نسلونو ته د لیږد وړتیا لري او کولای شي چې یو نه یو نسل متناقص کړي. د وړانگو جنیټیکی اغیزې کیدای شي څو نسله وروسته تر ظاهرې شي، له وړانگو څخه را مینځ ته شوي سرطان ته ورته د وړانگو جینیټیکی بدلون هم د نورو جینیټیکی بدلونو سره نشي بیلیدای نو ځکه دا ډیره سخته خبره ده چې مونږ د یوه جینیټیکی بدلون لامل په نیغه توگه وړانگې وگڼو. تر اوسه پورې ۱۳۰۰ داسې ناروغۍ پیژندل شوې دي چې له جنټیکي بدلون څخه را مینځ ته کیږي. ځینې جنیټیکی بدلونونه گټور هم دي چې د تکامل لامل گرځی. له وړانگو څخه را مینخ ته شوي جینیټیکی بدلونونه د نورو طبیعی جینیټیکي بدلونونو په پرتله دوه برابره دي. په پایله کې ویلای شو چې ۱۰۰ ریمه وړانگې کولای شي د جینیټیکی بدلونونو کچه دوه برابره کړي.