پر المان بندیز (۱۹۳۹-۱۹۴۵ز کلونه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر المان بندیز چي په ۱۹۳۹ز کال کې پیل او په ۱۹۴۵ز کال کې پای ته ورسېد، د اقتصادي جګړې په نوم هم یادیږي.په دې بنديز کې پر نازی المان باندي د بریتانوي سترواکۍ او فرانسې له خوا د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د اړتیا وړ منرالونو، تیلو، فلزاتو، خوراکي توکو او ټوکرونو رسول محدود شول چي وروسته همدا کار د فاشیست ایټالیوي ګوند له خوا هم ترسره شو، ترڅو خپلې جګړې ته دوام ورکړي. دغه اقتصادي جګړه زیاتره د سمندري بندیز نه جوړه وه، کوم چي د اتلانتیک د پراخې جګړې برخه وه، خو له اقتصادي پلوه اړینې موخې بمباري کول او د محور قدرتونو ته د دوی د پلور مخه نیولو لپاره د بې طرفه هېوادونو نه د جنګي موادو اخیستل شامل وو.

بندیز څلور جلا پړاوونه درلودل: [۱]

  • لومړۍ دوره په ۱۹۳۹ز کال د سپتمبر په میاشت کې د اروپا د دښمنۍ نه پیل او د «فوني جګړې» تر پای ته رسېدو پوري یې دوام وکړ، د متحدینو او محور دواړو قدرتونو ولیدل چې د خپلو دښمنانو په لاره کې د تحویلۍ نیولو لپاره بې طرفه سوداګریزې بېړۍ لاسوهنه کوي. په دې وخت کې سمندري بندیز لږ اغېزمن ثابت شو، ځکه چې محورهېوادونو کولی شوی، د ۱۹۴۱ز کال تر جون میاشتي پوري له شوروي اتحاد نه مهم توکي ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې برلین المان ته د جنګي توکو د واردولو لپاره په هسپانیا کې بندرونه کارول.
  • دویمه دوره هغه وخت پیل شوه کله چي د ۱۹۴۰-۱۹۴۱ز کلونو ترمنځ د محور هېوادونو له خوا په چټکی سره د اروپا د ځمکې ډېری برخې، لکه: سکندیناویا، بینیلکس، فرانسه او بالکان اشغال شوې چې په پایله کې یې د صنعت او کرنې لوی مرکزونه د محور هېوادونو له خوا کنټرول کېدل.
  • درېیمه دوره د ۱۹۴۱ز کال په پای کې او وروسته له هغې چي د متحده ایالاتو او د جاپان سترواکې ترمنځ  دښمني پیل شوه، چي دا دښمنې د دې لامل شوه چي امریکا د اروپا جګړې کې برخه واخلي.
  • وروستۍ دوره هغه مهال پیل شوه کله چې د ۱۹۴۴ز کال په جون کې تر D-Day پورې او له D-Day وروسته کله چي محور هېوادونو پوځي ماتې وخوړه او جنګ د محور هېوادونو لمنې ته راغی، چې د متحدینو د پراخو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د اشغال شوو سیمو نه د محور هېوادونو د تدریجي وتلو لامل شو.

تاریخي مخینه[سمول]

په ۱۹۱۴ز کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې بریټانیا د نړۍ د سوداګریزو بېړیو د تحرک لپاره د خپل ځواکمن سمندري او جغرافیایي موقعیت نه کار واخیست. بریتانیا په شمالي سمندر، اتلانتیک سمندر او مدیترانې سمندر تسلط پیدا کړ او له فرانسې سره د سویس کانال د کنټرول له امله د متحدینو بېړیو لپاره د هند سمندر ته د ننوتلو او بهر ته رسېدل د دې لامل شو، چي د دوی دښمنان اړ شول، چې د افریقا شاوخوا ته لاړ شي. د بندیزونو وزارت د توکو یو جامع لیست خپور کړ، چې بې طرفه سوداګریزې بېړۍ نه شې کولی مرکزي ځواک (المان، اطریش- هنګري او عثماني سترواکۍ) ته توکي انتقال کړي. په دې کې خوراکي توکي، وسلې، سره زر او سپین زر، زغر، کاغذ، ورېښم، کاپرا، معدنیات، لکه: د اوسپنې کانونه او د څارویو هغه برخې شاملې وې چې د بوټانو په جوړولو کې کارول کېږي، ځکه چې بریتانیي او فرانسې په ګډه سره له ۲۰ نه ۱۵ د تیلو ډکولو ځایونه د عمده بار وړلو لارو په اوږدو کې کنټرول کولې ، دوی وتوانیدل چې د دوی د بنکر د تیلو کنټرول تاسیساتو په ایستلو سره هغو کسانو ته ګواښ وکړي چې له دوی نه اطاعت نه کوي.[۲][۳][۴]

په لومړۍ نړیواله جګړه کې بې طرفه بېړۍ د نشه یي توکو د لټون لپاره درول کېدې. یو لوی ځواک چي د ډوور پټرول په نوم پیژندل کېده د شمالي سمندر په  یوه خوا کې ګزمه کوله په داسې حال کې چې په بله خوا کې ټینت کروزر سکواډرون انتظار کاوه. د مدیترانې سمندر په دواړو سرونو کې بند شوې و او د ګرند فلیټ ویره لرونکي جنګي بېړۍ د سکاپا فلو ته په تمه وه ترڅو د المان د هر ډول برید او ګواښ مخه ونیسې. د جګړې په وروستیو کې د ماینونو یو لوی ډګر چې د شمالي بیراج په نوم یادیږي، د فارو او د ناروې د سواحلو ترمنځ ځای پر ځای شو چې د المان د بېړیو حرکت محدود کړي.[۵]

بریتانیې سمندري محاصره د جګړې بشپړه مشروع طریقه ګڼله،  چې مخکې یې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د ناپلیون د بېړیو مخه ونیوله او ناپیلیون هم د بریټانیا مخه نیولې وه. المان په پراخه کچه په بهرنیو وارداتو تکیه کوله او د بندیز نه ډېر زیانمن شوی و. د دوی عصري جنګي بېړی په کیل او ویلهلمشاوین کې خپلو اډو ته دننه شوې او ډېری یې د مشرتابه له خوا د وتلو نه منع شوي. المان د متحدینو سوداګرۍ (Handelskrieg) پر وړاندې د جګړې په لړ کې خپل خورا اغېزمن ضد بندیز ترسره کړ، د هغې U بېړیو ډېری د متحدینو سوداګریزې بېړۍ ډوبې کړې. په ۱۹۱۷ز کال کې دې جګړې نږدې د مرکزي واکونو لاره بدله کړه. په پای کې د متحدینو دوامداره بندیز د ۱۹۱۸ز کال په وروستیو کې د المان د وسله والو ځواکونو د ماتې لامل شو.[۶]

د المان بمباري کیدل[سمول]

په کمو هېوادونو او فرانسې باندې د المان له یرغل لږ وروسته، انګریزانو د ستراتیژیک هوایي برید د پرانیستلو پرلور لومړني ګامونه پورته کړل، چې موخه یې المان ته د جګړې لېږدول و. د ۱۹۴۰ز کال د مې میاشتي په ۱۱ مه  RAF د مونچینګلادباخ ښار بمبار کړ. [۷]

د روهر د کان کیندنې او تولید سیمه چې ډېری وختونه د بریټانیا په میډلینډز کې د 'Black Country' سره پرتله کېږي، د نړۍ ترټولو لوی د فلزاتو د تولید او پروسس او همدارنګه د کیمیاوي او ټوکر فابریکو نه ګڼل کېږي. همدارنګه روهر د مصنوعي تیلو د تولید فابریکه هم وه. د دي صنعتونوله خوا دومره لوګی تولید شوی و چې دقیق بمباري کول کابو ناشونې و. دا د المان ترټولو مهمې صنعتي سیمې په توګه د قوي هوایی دفاع سره سمبال شوی و هرمن ګورینګ دمخه اعلان کړی وو چي « روهر به د هېڅ بم په واسطه تابع نه شي که چیرې د دښمن بمبار روهر ته ورسیږي نو زه ما نوم به هیرمن ګورینګ نه وي » دا ځکه چي لوګي شتون لري او د الوتکو په واسطه هوايي عکس اخیستلو لپاره زمینه نه ده مساعده، بریټانیا ونه شو کولی، په دې ځان پوه کړي چې دا برید څومره اغېزمن و، په حقیقت کې د دې برید زیان د پام وړ نه و.[۸]

سرچينې[سمول]

  1. Massie, Robert K. (2004). Castles of Steel: Britain, Germany, and the Winning of the Great War at Sea. New York: Ballantine Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-345-40878-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Holland, Robert F. (1991). The Pursuit of Greatness: Britain and the World Role, 1900–1970. Hammersmith, London: Fontana Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-0068-6110-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Massie, Robert K. (2004). Castles of Steel: Britain, Germany, and the Winning of the Great War at Sea. New York: Ballantine Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-345-40878-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sondern, Frederick (15 January 1940). "Contraband Control: England's Ministry of Economic Warfare Seeks a Death Grip on Germany's Trade". Life. 8 (3): 44–50. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Churchill, Winston (1948). The Twilight War. 2. New York: Time, Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Massie, Robert K. (2004). Castles of Steel: Britain, Germany, and the Winning of the Great War at Sea. New York: Ballantine Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-345-40878-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 13 February 2015 باندې). Dresden was a civilian town with no military significance. Why did we burn its people?. The Daily Telegraph.
  8. Margaritis, Peter (2019). Countdown to D-Day: The German Perspective: The German High Command in Occupied France, 1944. Philadelphia; Oxford, UK: Casemate. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61200-769-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)