Jump to content

پریزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پرزیم (PRISM) د هغه پروګرام شفري نوم دی چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې (NSA) د متحده ایالاتو د بېلابېلو انټرنېټي شرکتونو څخه د انټرنېټي اړیکو معلومات راټولول. دا پروګرام د SIGAD US-984XN په نوم هم یادېږي. پریزم د ۲۰۰۸ کال د FISA د قانون د تعدیلاتو د ۷۰۲ برخې پر بنسټ د انټرنېټ شرکتونو لکه ګوګل د تقاضا پراساس ذخیره شوي انټرنېټي اړیکې راټولوي ترڅو هر هغه ډیټا لاس ته راوړي چې د لټون محکمې له قانوني شرایطو سره سمون لري. له نورو کارونو ها خوا، NSA کولای شي د PRISM غوښتنې د هغو کوډ شوو مخابراتو اړیکو په نښه کولو لپاره وکاروي چې د انټرنېټ په لویو شبکو کې لېږدول کېږي، تر څو په هغه ذخیره شوې ډیټا تمرکز وکړي چې د مخابراتو د فلټر سیسټمونو له وړاندې غورځولې، او هغه دېټا ترلاسه کړي چې شننه یې آسانه وي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

پریزم په ۲۰۰۷ کال کې د بوش د ادارې پر مهال د امریکا د ساتنې قانون د تصویب په پایله کې پیل شو. دا پروګرام د متحده ایالاتو د بهرنیو استخباراتو د څارګرې محکمې (یا FISA محکمې، یا FISC) تر څارنې لاندې د بهرنیو استخباراتو د څارنې قانون (FISA) پر بنسټ پر مخ وړل کېږي. د دې پروګرام شتون شپږ کاله وروسته د NSA د یوه قراردادي، اډوارډ سنوډن په لاس افشا شو، او خبرداری یې ورکړ چې د ډله ایزې دېټا د راټولېدو کچه د خلکو تر پوهاوي ډېره زیاته وه  چې نوموړي دا "خطرناک" او "جنایي" فعالیتونه وګڼل. دا افشاء د ګارډین او واشنګټن پوسټ له لارې د ۲۰۱۳ کال د جون په ۶ نېټه خپره شوه. ورپسې اسنادو د NSA د ځانګړو سرچینو د عملیاتو څانګې (SSO) او د پریزم د شریکانو ترمنځ د میلیونونو ډالرو مالي هوکړې افشا کړې.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

اسناد ښیي چې پریزم "د لومړنیو یا خامو استخباراتي معلوماتو لومړۍ سرچینه ده چې د NSA د تحلیلي راپورونو لپاره کارول کېږي"، او دا د NSA د انټرنېټي ټرافیک ۹۱٪ تشکیلوي چې د FISA د ۷۰۲ برخې د احکامو پر بنسټ ترلاسه شوي. افشا شوي معلومات  له هغه افشا وروسته راووتل چې د FISA محکمې د ویریزون مخابراتي شرکت ته امر کړی و چې NSA ته د خپلو ټولو پیرودونکو د تلیفونونو د تعقیب سوابق تسلیم کړي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو د ګارډین او واشنګټن پوسټ په مقالو کې د پریزم نېوکې بې بنسټه بللې او د پروګرام دفاع یې کړې، او ټینګار یې کړی چې دا له تضمین پرته په کورنیو اهدافو کې نشې کارېدلی. همدارنګه، ادعا یې کړې چې د دې پروګرام پر مټ یې د ترهګریزو کړنو مخه نیولې او دا پروګرام د فدرالي حکومت د اجرایوي، قضایي او مقننه څانګو تر خپلواک نظارت لاندې دی. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۹، آلمان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې د NSA د معلوماتو راټولولو فعالیتونه "یو مشخص او محدود سیسټم دی چې موږ ته لارښوونه کوي توڅو د خپلو خلکو ساتنه وکړو." [۱۹][۲۰][۲۱]

د پریزم رسنیزه رسوايي

[سمول]

پریزم په عامه توګه هغه وخت رسوا شو چې د اډوارډ سنوډن - په هغه وخت کې د NSA قراردادي - په لاس د پروګرام په اړه محرم اسناد، هانګ کانګ ته د سفر پر مهال د واشنګټن پوسټ او ګارډین خبریالانو ته افشا شول. په افشا شویو اسنادو کې ۴۱ پاورپاینټ سلایډونه وو، چې څلور یې په خبري مقالو کې خپاره شوي وو.[۲۲][۲۳]

دې اسنادو په پریزم پروګرام کې د ټیکنالوژۍ ډېر ګډون کوونکي شرکتونه، لکه په ۲۰۰۷ کال کې مایکروسافټ، په ۲۰۰۸ کال کې یاهو، په ۲۰۰۹ کال کې ګوګل، په ۲۰۰۹ کال کې فېسبوک، په ۲۰۰۹ کال کې پالټاک، په ۲۰۱۰ کال کې یوټیوب، په ۲۰۱۱ کال AOL، په ۲۰۱۱ کال کې سکایپ او په ۲۰۱۲ کال کې اپل، رسوا کړل. د واشنګتن پوسټ له خوا په کتل شوي لنډیز سند کې د ویاند یادداشتونه ښیي چې "د پریزم د معلوماتو ۹۸ سلنه د یاهو، ګوګل او مایکروسافټ پر بنسټ ولاړه ده".[۲۴][۲۵]

په سلایډونو کې ویل شوي چې د نړۍ زیاتره برېښنایی اړیکې د متحده ایالاتو له لارې تېریږي، ځکه چې د برېښنایی اړیکو ډیټا له فزیکي اړخه د مستقیمې اړیکې په پرتله خورا ارزانه تمامېږي، او د نړۍ زیاتره انټرنېټي زېربناوې په متحده ایالاتو کې پرتې دي. پریزنټشن وړاندې کوي چې دا حقایق د متحده ایالاتو استخباراتي شنونکو ته لاره هواروي چې د بهرنیو هدفونو اړیکې تعقیب کړي ځکه چې د دوی برېښنایی معلومات متحده ایالاتو ته، یا له دې لارې تېرېږي.[۲۶][۲۷]

د سنوډن په وروستیو رسواییو کې هغه څرګندونو ګډون درلود چې دولتي ادارې لکه د انګلستان GCHQ هم د انټرنېټ او مخابراتو ډیټا ډله ایزه څارنه او تعقیب په لاره اچولی و – چې د آلمان له خوا د ریښتیا کېدو په صورت کې "وحشتانه خوب" وګڼل شو- او ادعا وشوه چې  NSA د نورو هېوادونو د ملکي بنسټونو لکه "پوهنتونونو، روغتونونو، او خصوصي سوداګرۍ" د شبکو په "هک کولو" په "خطرناکه" او جرمي" فعالیت کې ښکیل ده"، او ادعا یې وکړه چې قانوني اطاعت د ډله ایزو معلوماتو په راټولولو باندې (د امریکایانو په شمول ) ډېر لږ محدود اغېز وړاندې کوي  ځکه چې محدودیتونه "د پالیسۍ پر بنسټ دي، نه د تخنیک پر بنسټ، او په هر وخت کې بدلون موندلی شي"، او زیاته یې کړه چې "د دې ترڅنګ، مفتشین په سرسري، نېمګړي، او په آسانۍ سره د غلطو توجیهاتو په واسطه، زیاتره د ځان په استثنا سره، غولول کېږي"، او دا چې د NSA پالیسۍ کارکوونکي هڅولي چې د ابهام په حالت کې د شک له فرضیې څخه ګټه واخلي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سلایډونه

[سمول]

دا لاندې د اډوارډ سنوډن لخوا خپاره شوي یو شمېر سلایډونه دي چې د PRISM پروګرام شاته عملیات او پروسې ښیې. "FAA" ته راجع شوی د FISA د تعدیلاتو قانون ("FAA") 702 برخه ده، او د فدرالي هوايي چلند اداره نه ده، کومه چې د ورته FAA ابتداییزم لخوا په پراخه کچه پیژندل کېږي.


په دندو ګومارل، هغه ټکې چې باید په یاد وي. د متن کاپي: "هرکله چې ستاسو هدفونه د FAA معیارونه پوره کړي، تاسو باید د FAA  غوښتنه په اند کې ونیسئ. ژوند ته د [نامعلومو / سملاسي] ګواښونو په حالاتو کې په دندو د بېړنیو ګومارنو بهیر موجود دی او هدفونه د څو ساعتونو (څارنې او ثبت مکالمې) په ترڅ کې [وړ]  ګڼل کېدای شي. د خپل محصول د FAA ټاکونکو کرښه او د FAA اصول وپېژنئ."

لي مونډ فرانسوي ورځپاڼي د PRISM نوي سلایډونه (۴، ۷، او ۸ مخونو ته مراجعه) افشا کړل چې د ۲۰۱۳ کال د اکټوبر میاشتې د ۲۱  د "PRISM/US-984XN پریزنټشن د مقدمې" څخه اخیستل شوي وو. د ۲۰۱۳ په نومبر کې ګارډین بريتانوي ورځپاڼي د PRISM نوي سلایډونه افشا کړل (۳ او ۶ مخونو ته مراجعه وکړئ) چې له یوې خوا پریزم د معلوماتو د اپلوډ له پروګرام سره پرتله کوي، او له بلې خوا د ملي امنیت د ادارې یا NSA د ګواښو پر وړاندې د عملیاتو مرکز او FBI ترمنځ  همکاري په ګوته کوي.  [۳۴][۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Gellman, Barton; Poitras, Laura (June 6, 2013). "US Intelligence Mining Data from Nine U.S. Internet Companies in Broad Secret Program". The Washington Post. Archived from the original on June 28, 2013. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  2. Greenwald, Glenn; MacAskill, Ewen (June 6, 2013). "NSA Taps in to Internet Giants' Systems to Mine User Data, Secret Files Reveal – Top-Secret Prism Program Claims Direct Access to Servers of Firms Including Google, Apple and Facebook – Companies Deny Any Knowledge of Program in Operation Since 2007 – Obama Orders US to Draw Up Overseas Target List for Cyber-Attacks". The Guardian. Archived from the original on February 7, 2019. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  3. Braun, Stephen; Flaherty, Anne; Gillum, Jack; Apuzzo, Matt (June 15, 2013). "Secret to PRISM Program: Even Bigger Data Seizures". Associated Press. Archived from the original on September 10, 2013. نه اخيستل شوی June 18, 2013.
  4. Chappell, Bill (June 6, 2013). "NSA Reportedly Mines Servers of US Internet Firms for Data". NPR. The Two-Way (blog of NPR). Archived from the original on June 13, 2013. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  5. ZDNet Community; Whittaker, Zack (June 8, 2013). "PRISM: Here's How the NSA Wiretapped the Internet". ZDNet. CBS Interactive. Archived from the original on June 14, 2013. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  6. Barton Gellman & Ashkan Soltani (30 October 2013). "NSA infiltrates links to Yahoo, Google data centers worldwide, Snowden documents say". The Washington Post. Archived from the original on April 6, 2014. نه اخيستل شوی October 31, 2013.
  7. Jennifer Valentiono-Devries & Siobhan Gorman (20 August 2013). "What You Need to Know on New Details of NSA Spying". The Wall Street Journal. نه اخيستل شوی August 21, 2013.
  8. Siobhan Gorman & Jennifer Valentiono-Devries (20 August 2013). "New Details Show Broader NSA Surveillance Reach - Programs Cover 75% of Nation's Traffic, Can Snare Emails". The Wall Street Journal. نه اخيستل شوی August 21, 2013.
  9. "Graphic: How the NSA Scours Internet Traffic in the U.S." The Wall Street Journal. 20 August 2013. نه اخيستل شوی August 21, 2013.
  10. Lee, Timothy B. (June 6, 2013). "How Congress Unknowingly Legalized PRISM in 2007". Wonkblog (blog of The Washington Post). Retrieved July 4, 2013.
  11. Johnson, Luke (July 1, 2013). "George W. Bush Defends PRISM: 'I Put That Program in Place to Protect the Countryکينډۍ:'" Archived July 2, 2013, at the Wayback Machine.. The Huffington Post. Retrieved July 4, 2013.
  12. Office of the Director of National Intelligence (June 8, 2013). "Facts on the Collection of Intelligence Pursuant to Section 702 of the Foreign Intelligence Surveillance Act" (PDF). dni.gov. Archived (PDF) from the original on October 2, 2013. نه اخيستل شوی July 25, 2013.
  13. Mezzofiore, Gianluca (June 17, 2013). "NSA Whistleblower Edward Snowden: Washington Snoopers Are Criminals" Archived September 17, 2013, at the Wayback Machine.. International Business Times. Retrieved June 30, 2013.
  14. MacAskill, Ewan (August 23, 2013). "NSA paid millions to cover Prism compliance costs for tech companies". Archived from the original on November 3, 2015. نه اخيستل شوی August 27, 2013.
  15. Staff (June 6, 2013). "NSA Slides Explain the PRISM Data-Collection Program". The Washington Post. Archived from the original on March 15, 2014. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  16. John D Bates (October 3, 2011). "[redacted]" (PDF). p. 71. Archived (PDF) from the original on August 24, 2013. نه اخيستل شوی August 21, 2013.
  17. Savage, Charlie; Wyatt, Edward; Baker, Peter (June 6, 2013). "U.S. Says It Gathers Online Data Abroad". The New York Times. Archived from the original on February 16, 2017. نه اخيستل شوی June 6, 2013.
  18. Greenwald, Glenn (June 5, 2013). "NSA Collecting Phone Records of Millions of Verizon Customers Daily – Top Secret Court Order Requiring Verizon to Hand Over All Call Data Shows Scale of Domestic Surveillance under Obama". The Guardian. Archived from the original on August 16, 2013. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  19. Staff (June 6, 2013). "Intelligence Chief Blasts NSA Leaks, Declassifies Some Details about Phone Program Limits". Associated Press (via The Washington Post). Archived from the original on December 22, 2015. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  20. Ovide, Shira (June 8, 2013). "U.S. Official Releases Details of Prism Program". The Wall Street Journal. Archived from the original on October 9, 2013. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  21. Madison, Lucy (June 19, 2013). "Obama Defends 'Narrow' Surveillance Programs". CBS News. Archived from the original on June 27, 2013. نه اخيستل شوی June 30, 2013.
  22. Gellman, Barton; Poitras, Laura (June 6, 2013). "US Intelligence Mining Data from Nine U.S. Internet Companies in Broad Secret Program". The Washington Post. Archived from the original on June 28, 2013. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  23. Greenwald, Glenn; MacAskill, Ewen (June 6, 2013). "NSA Taps in to Internet Giants' Systems to Mine User Data, Secret Files Reveal – Top-Secret Prism Program Claims Direct Access to Servers of Firms Including Google, Apple and Facebook – Companies Deny Any Knowledge of Program in Operation Since 2007 – Obama Orders US to Draw Up Overseas Target List for Cyber-Attacks". The Guardian. Archived from the original on February 7, 2019. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  24. Gellman, Barton; Poitras, Laura (June 6, 2013). "US Intelligence Mining Data from Nine U.S. Internet Companies in Broad Secret Program". The Washington Post. Archived from the original on June 28, 2013. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  25. Johnson, Kevin; Martin, Scott; O'Donnell, Jayne; Winter, Michael (June 15, 2013). "Reports: NSA Siphons Data from 9 Major Net Firms". USA Today. Archived from the original on June 7, 2013. نه اخيستل شوی June 6, 2013.
  26. Staff (June 6, 2013). "NSA Slides Explain the PRISM Data-Collection Program". The Washington Post. Archived from the original on March 15, 2014. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  27. Greenwald, Glenn; MacAskill, Ewen (June 6, 2013). "NSA Taps in to Internet Giants' Systems to Mine User Data, Secret Files Reveal – Top-Secret Prism Program Claims Direct Access to Servers of Firms Including Google, Apple and Facebook – Companies Deny Any Knowledge of Program in Operation Since 2007 – Obama Orders US to Draw Up Overseas Target List for Cyber-Attacks". The Guardian. Archived from the original on February 7, 2019. نه اخيستل شوی June 15, 2013.
  28. MacAskill, Ewen; Borger, Julian; Hopkins, Nick; Davies, Nick; Ball, James (June 21, 2013). "GCHQ Taps Fibre-Optic Cables for Secret Access to World's Communicationsکينډۍ:Spaced ndash Exclusive: British Spy Agency Collects and Stores Vast Quantities of Global Email Messages, Facebook Posts, Internet Histories and Calls, and Shares Them with NSA, Latest Documents from Edward Snowden Reveal" Archived October 17, 2017, at the Wayback Machine.. The Guardian. Retrieved June 30, 2013.
  29. Staff (June 22, 2013). "GCHQ Data-Tapping Claims Nightmarish, Says German Justice Minister" Archived January 19, 2019, at the Wayback Machine.. BBC News. Retrieved June 30, 2013.
  30. Mezzofiore, Gianluca (June 17, 2013). "NSA Whistleblower Edward Snowden: Washington Snoopers Are Criminals" Archived September 17, 2013, at the Wayback Machine.. International Business Times. Retrieved June 30, 2013.
  31. Clayton, Mark (June 22, 2013). "When in Doubt, NSA Searches Information on Americans[[:کينډۍ:Spaced ndash]] According to Newly Revealed Secret Documents, the NSA Retains Wide Discretion over Targeting Individuals for Surveillance – Including, Potentially, Americans[[:کينډۍ:Spaced ndash]] Civil Libertarians Say 'It Confirms Our Worst Fears'". Archived from the original on June 26, 2013. نه اخيستل شوی 2013-06-25. {{cite web}}: URL–wikilink conflict (help)نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link). The Christian Science Monitor (via Yahoo! News). Retrieved June 30, 2013.
  32. Staff (June 20, 2013). "Procedures Used by NSA to Target Non-US Persons: Exhibit Aکينډۍ:Spaced ndash Full Documentکينډۍ:Spaced ndash Top-Secret Documents Show FISA Judges Have Signed Off on Broad Orders Allowing the NSA to Make Use of Information 'Inadvertently' Collected from Domestic US Communications Without a Warrant" Archived January 3, 2017, at the Wayback Machine.. The Guardian. Retrieved June 29, 2013.
  33. Bump, Philip (June 20, 2013). "The NSA Guidelines for Spying on You Are Looser Than You've Been Told" Archived June 23, 2013, at the Wayback Machine.. The Atlantic Wire. Retrieved June 29, 2013.
  34. "NSA Prism program slides". The Guardian. 1 November 2013. Archived from the original on March 20, 2014. نه اخيستل شوی March 19, 2014.
  35. "Espionnage de la NSA : tous les documents publiés par 'Le Monde'". Le Monde. 21 October 2013. Archived from the original on October 22, 2013. نه اخيستل شوی October 22, 2013.