پروژه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سريزه[سمول]

دمصر اهرام، دچين ديوال....اوداسې نور دبشريت دلومړيو پروژو څخه ګڼل کيږي. په همدی توګه داډيسن لخوادBulb (څراغ ) اختراع هم ديوې پروژې په توګه ترسره شوې وه. په لومړيو کې دپروژی دمديريت څخه عمدتا د تحقيق او پراختيا او يا هم دپوځی وسلو دجوړولو اونورو پيچلو برخو کې کار اخستل کيده که څه هم په اوسنې وخت کې شخصی کمپنۍ او سازمانونه له يوه اړخه اودولتي ادارې له بله اړخه دپروجيکټ منجمنټ څخه په ډيره پراخه پيمانه ګټه اخلي اوخپل ډيرو فعاليتو نه دپروژو په توګه پرمخ وړي. دهمدې اهميت په نظرکی نيولو سره اوسمهال د پروژې مديريت په پوهنتونونوکې ديو مضمون په توګه تدريسيږي. راتلونکي څوپاڼې هم په همدغې موضوع ليکل شويدي. دکرني دپراختيا اودکرنيزوتوليداتودلوړولوپه خاطرضروري ده چي په کرنه کي هم دنوروسکتورونوپشان مختلفي پروژي تطبق شي .

د پروژې تعريف[سمول]

پروژه د يو سلسله فعاليتونو مجموعه ده چې د مشخصو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره پکار اچول کيږي او معين وخت او ټاکلې بوديجه ولري . يا په بل عبارت: پروژه د څو هماهنګو او مرتبطو فعاليتونو دمجموعي څخه عبارت دي چي ديو خاص مقصد دلاس ته راوړلو په منظور، په خاصو مصارفو او معين وخت کي ترسره شي .

د پروژې عناصر[سمول]

هره پروژه بايد لاندې عناصر ولري:

  1. ټاکلى هدف/اهداف
  2. معين وخت (پيل او پاى)
  3. ټاکلې سرچينې ( مالي منابع يا بوديجه، بشري منابع ...)
  4. Characteristics of a project
  5. Resources (Constraints of availability)
  6. Specific objective/Purpose
  7. Complex and unique(بې ساری (activities
  8. . Definite start and end
  9. Specific budget
  10. Constraints of time, cost and quality
  11. دفعاليت محدوده ساحه

منا بع[سمول]

هره اداره يا پروژه عموماً څلور ډوله منابع لري:

اطلاعات يا معلومات[سمول]

هره اداره بايد د خپلو مشتريانو، سيالانو، بازارونو او اجناسو په اړه هر اړخيزه او دقيق معلومات ولري او د هغې څخه په صحيحه توگه استفاده وکړي. همدارنگه د يوې پروژې د پيل کېدو څخه د مخه د هغې څخه د کټې اخستونکو (Beneficiaries) شريکانو(Stakeholders) او همدارنگه د نوموړي پروژې د اقتصادي گټورتوب په هلکه بايد معلومات راټول شي او د هغې په اساس تصاميم ونيول شي.

بشري منابع[سمول]

ټول هغه فني او غير فني پرسونل چې په يوه اداره کې کار کوي او يا يوه پروژه پر مخ وړي په بشري منابعو کې شامليږي. بشري منابع بايد دقيق ډول انتخاب شي، په مناسبو دندو و گمارل شي او په خپلو دندو کې ورته لازم ټريننگ ورکړى شي.

مالي منابع[سمول]

هره پروژه يوه معينه بوديجه لري چې د پروژې د پيل څخه وړاندې پېشبينې کيږي. بايد کوښښ وشي چې مالي منابع په داسې ډول سره مصرف شي چې پروژه د ټاکل شوي بودجې په حدودو کې خپلو اهدافو ته ورسيږي.

فزيکي منابع[سمول]

په فزيکي منابعو کې ماشين الات، ساختمان، کمپيوترې، تجهيزاب، عراده جات او داسې نور شامليږي. دغه منابع بايد په سمه توگه په کار واچول شي او معقوله استفاده ترينه وشي.

د پروژي د مديريت تعريف[سمول]

د پروژې مديريت د کمپنۍ د منابعو د پلان، تنظيم او کنټرول څخه عبارت دى.تر څو ددغو منابعو په واسطه هغه لندمهاله ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي چې د کمپنۍ عمومي اهدافو ته درسيدو په خاطر وضع شوي. ياپه بل عبارت: د پروژې د مديريت اصطلاح د باارزښته او هدفمندې طريقې څخه عبارت دى چې پلانول، هدايت کول او همآهنګي د ټولو پروسو او منابعو کنترول پکې شامل دى او يا په لنډ ډول ويلاې شو چې د پروژې مديريت د پروژې د همآهنګۍ او رهبرۍ څخه عبارت دى. Project management is the discipline of organizing and managing resources in such a way that these resources deliver all the work required to complete a project within defined scope, time, and cost constraints.

دپروژي اوپروګرام ترمنځ توپير[سمول]

پروګرام دپروژو ديو ګروپ څخه عبارت دي . يا پروګرام ديو تعداد مرتبطو فعاليتونو څخه عبارت دي چي دنسبتآ لويو مقاصدو دلاس ته راوړلو په منظور استعماليږي . چي هرددې هر يو مقصدو دلاس ته راوړلو لپاره بيلا بيل فعاليتونه په کار دي Program is a group of projects. Or program is a group of interrelated activities which is used for achieving larger aims, that for achieving every objective separate small activities are needed to be achieved د پروژې د مديريت د کارونې هدف: د کاري مسوليتونو تعين د ذکر شوو فعاليتونو په وړاندې

  • د راپورونو طبقه بندي
  • د پروګرام د ترتيبولو لپاره د زماني محدوديت تعينول
  • د مشکلاتو په نښه کول مخکې لدينه چې رامنځته شي
  • د راتلونکو پروژو لپاره د ښو تخمينونو پيدا کول
  • پدې پوهيدل چې په څه وخت کې د پروژې اهدافو ته نه رسيږو.

د پروژي دوران[سمول]

دپروژي دوران دپروژي دژوند څخه عبارت دي چي دابتدايي(لومړني ) مفکوري څخه شروع او د پروژي په تکميليدو خاتمه مومي . د هغه فعالېتونوڅخه عبارت دې چې د پروژې د مقاصدو لاسته راوړلو او دپروژې تکمېلېدو لپاره سرته رسېږې. پرته له مواقعو( چانسونه) او پېچلو مرحلو څخه ېوه پروژه ېوتعداد مرحلې د خپل ژوند په دوران کې سرته رسوۍ. دپروژي دوران د پروژي ديو سلسله مراحلو څخه متشکل ده .

د پروژې د مديريت دند ې[سمول]

  1. پلان جوړونه
  2. سازماندهي/ تنظيم
  3. لارښوونه
  4. کنټرول

د پروژې کامياب مديريت کوم دي ؟[سمول]

کله چې يوه پروژه لاندې خصوصيات ولري نو ويل کيږي چې پروژه په ښه او کاميابه ډول سره اداره شوې:_ پروژه پخپل وخت تکميل شي      (Within time)

_ د خپلې بودجې په حدودو کې (Within Specified budget) _ مطلوب اجرات (کارونه) تر سره شي (At desired performance) د پروجيگټ منجمنټ گټې: Benefits of Project Management 1. د وظيفوي مسوليتونو تشخيصول: يعنې د ډيپارتمنټونو د آمرينو او معاوينينو لپاره خپلې مسوليتونه او وظايف ښودل کيږې. 2. د مسلسل او غير ضروري راپورونو مخنيوى اويا حد اقل ته رسمول. 3. د سرته رسيدلو کارونو مقايسه د پلان سره. 4. پروخت د راتلونکو ستونزو تشخيص. 5. د راتلونکي لپاره د پيش بينې توانايي لوړيدل. 6. په دې پوهېدل چې څه وخت اهداف نه شي تر لاسه کېداى او يا کار د اهدافو څه زياتيږي. د پروجيکټ منجمنټ په وړاندې خنډونه: Obstacles to Project Management:

1. د پروژې پيچلتيا 2. د پروژې څخه د گټې اخستونکو ( مشتريانو) ځانگړې غوښتنې 3. د سازمان د سختار تغيرول: ځينې وخت نوې پروژې ددې ايجاب کوي چې په سازمان کې نوي ډيپارتمنټونه ايجاد شي او نوى پرسونل استخدام شي چې دا پخپله د سازمان د ساختار د تغييريدو باعث کيږي. 4. د پروژې خطرونه: ځينې وخت پروژې د طبيعي آفاتو يا امنيتي ستونزو سره مخامخ کيږي او يا هم د خلکو د عکس العملونو سره مخ کيږي. د بيلگې په توگه زمونږ د هېواد په مختلفو برخو کې ډېرې پرمختيايي پروژې د امنيتي دلايلو له امله د ستونزو سره مخ دي. 5. په تکنالوژې کې تغيرات: ځينې وخت د يوې نوي پروژې پيل ددې ايجاب کوي چې عصري ماشين الآتو څخه استفاده وشي چې دا پخپل وار د زياتو مصارفو باعث گرځي او د پروژې د مديريت لپاره يو خند دى. 6. د مخه پلان جوړونه او قيمت تعيينول: د هرې پروژې د پيل څخه د مخه بايد د هغې لپاره بوديجه او پلان ترتيب شي او په هغې کې د استعماليدونکو مواو قيمت، د تعمير کرايه، د پرسونل معاشونه و غېره تخمين شي چې دا يو ستونزمن کار دى ځکه په هر ا قتصاد کې انفلاسيوني حالت موجود دى چې د هغې په اساس قيمتونه ورځ تر بلې فرق کوي. د پروجيکټ منجمنټ حدود Constraints of Project Management

١ _ وخت Time ٢ _ مصرفCost ٣ _ اجراءات Performance ٤ _ د مشتريانو سره ښې اړيکې Good Customer Relations

د پروژې مديريت بايد د کمپنۍ منابع کنټرول کړي د وخت، مصرف او اجراءاتو په نظر کې نيولو سره. ١ _ پېسې: بايد کوښښ وشي چې د پروژې کارونه د ټاکل شو پېسو په حدودو کې ترسره شي او که زياتو پېسو ته ضرورت پېښيږي نو بايد مسولو او باصلاحيته اشخاصو ته د هغې په اړه راپور ورکړل شي.

٢ _ بشري قوه ( Manpower): ټيلر(Taylor) وايي چې د بشري قواوو د ا ستعمال لپاره بايد فني اقدامات وشي د کارگرانو عزت وشي، عادلانه معاش ورکړل شي، نور سهوليتونه لکه بيمه، تقاعد ... و غيره ورته برابر شي.

د پروژې کارکوونکي د کار وړتيا لري خو دا د منيجر پورې اړه لري چې هغه له دوې څخه په څه ډول کار اخلي. ٣ _ تجهيزات (Equipment) ٤ _ اسانتياوې (Facilities) ٥ _ مواد (Materials) ٦ _ معلومات (Information) پروجيکټ منجمنټ بايد پورتني ټول منابع کنټرول او د پروژې د هدافو د لاسته راوړلو لپاره ورڅخه په ښه ډول گټه پورته کړي.

په پروژه کې ښکيلي خواوې[سمول]

له هغه خواو څخه عبارت دى چې د پروژې په فعاليتونو کې برخه لري يا د ګټې او تاوان سره يې علاقمندي لري او يا داچې د پروژې فعاليتونه ورباندې په يو نه يو ډول تاثير ولري. په پروژه کې ذيدخلې خواوې په لاندې ډول دې: 1. برخه لرونکي 2. کار کونکي 3. مشتريان، تمويلونکي 4. وړاندې کونکي 5. د سيمې خلک

په يوه پروژه کې درې ګروپه کليدې نقش ادا کوې:

١-د پروژې مشتريان: د پروژې مشتري هغه څوک دى چې د پروژې لاسته راوړنه يا خدمات تمويل يا خريداري کوي، مشتري يا تمويلونکې منابع کيداې شي داخلي يا خارجي وي، د پروژې د خريدار لپاره همدا دوه اصطلاحګانې مشتري يا تمويلونکي کارول کيږې. ۲.د پروژې مدير: مدير هغه څوک دى چې له خپل ټيم سره يو ځاى د پروژې د مديريت دنده په غاړه لري.د پروژې د موثر او ګټور مديريت په خاطر مدير بايد د لاندې مهارتونو لرونکى وي:  تخنيکي مهارت  ميتودولوژيکي مهارت  اجتماعي مهارت

د پروژې د منيجر رول Project Manager Role[سمول]

١ _ د پروژې په ټيم کې د کارکوونکو تر منځ د اړيکو مينج ( اداره) کول:

Managing human interrelationships within the project team ٢ _ د پروژې د تيم او وظيفوي سازمانونو دات البييني اړيکو اداره کول: Managing human interrelationships between the project team and functional organizations ٣ _ د پروژې د ټيم او لوړې سطحې د منجمنټ تر مينځ د اړيکو اداره کول: ٤ _ د پروژې د ټيم او د مشتريانو ( افراد/سازمانونه) تر مينځ د اړيکو اداره کول:.

د پروژې د مديريت پړاوونه[سمول]

Phases of project management د پروژې بشپړ مديريت عموماٌ په پنځو پړاوونو کې صورت نيسي : ۱ ـ د پروژې سکوپ (وسعت، محتوا) Scope of the project ٢ ـ د پروژې پلان جوړول Developing the project plan ۳ ـ د پلان د عملي کولو پيل کول Launch the plan چې به دې پړاو کې لومړی پايد د پروژې د ټيم استخدام او منظم شي او بيا د ټيم د فعاليت لپاره قوانين او مقررات جوړ شي همدارنګه کارونه دسته بندي او د هغوې لپاره مهال وېش ترتيب شي او بالآخره د هر دسته کارونو لپاره منظم اسناد ترتيب شي . ۴ ـ د پروژې مونيټورېنګ او ارزيابي : وروسته تر څېړنې لاندې نيول کيږي . ۵ ـ د پروژې بندول Close out the Project

دپروژی پلانګذاري اوسازماندهي[سمول]

لومړی : دپروژی پلانګذاري The Process of setting organizational goals and deciding in advance the action taken to achieve these goals د پروژې د پلان جوړونې څخه هدف په منطقي دول سره د پروژې د کارونو منظم کول دي تر څو د پروژې مقاصد په موثرډول سره تر لاسه شي . په پروژه کې د پلان لرل ډېر مهم دی ځکه له يوې خوا د پروژې په جريان کې د کنټرول د وسېلې په توګه ور څخه استفاده کيږي او له بلې خوا د پروژې د بشپړېدو څخه وروسته دا روښانه کوي چې آيا پروژه خپلو اهدافو ته رسدلې او کنه د پلان جوړونى ګټى ١-څه بايد وکړو ٢-د خلکود استفادي لپاره ليکلى شکل جوړيدل ٣-د پروژي د کاميابى لپاره قضاوت ٤-د اهدافو ښودل ٥-همکاري رامنځته کول ٦-دکار دموثريت زياتول او په لګښت کې سپما ٧-د مراجعينو همکاري راجلبول ٨-دراتلونکى پروګرام لپاره اصلاحات

هغه مهم مراحل چى پلان احتوا کوى ۱.تر هرڅه مخکى بايد ضرورتونه ارزيابى شى ۲.د سيمى ټول خلک بايد په بر کى ونيسى ۳.پدى پوهيدل چى پلان د سيمى ټولو خلکو ته ګټور دى ۴.د پلان د جوړولو عمليه ۵.ارزيابى

د پروژې په پلان جوړونه ګې عموماٌ ځېنې موضوعات لکه د پروژې د نېټورک پلان جوړول د کارونه په کوچنېو برخو وېشل ......او داسې نور تر څېړنې لاندې نېول کيږي. د يوه فعال ټيم جوړول د ټيم تعريف او مفهوم ټيم د يو شمېرهمغږو همکارانو څخه عبارت دى چي د يوه مشترک مقصد لپاره کار کوي اود کار په جريان کي خپلو کړنو ته ژمن ، حساب ورکونکې او يو د بل د مهارت تکميلونکې وي. يو ټيم دوه او يا هم له دوو ډېر غړي لري. چې مشخصې کاري موخې لري تر څو مقاصدو ته پرې ورسېږي. اهدافو ته د رسېدو په خاطر د ټيم د غړيو تر منځ همغږي يو حتمي کار دى. د يو ښه ټيم خصوصيات: تر ټولو ښه ټيم ژمن غړي لري چې يو پر بل باور لري او د څرګند هدف لرونکي وي. د ټيم د غړيو تر منځ اغېزناک ارتباطات په پرېکړو کې ګډون او بالاخره هغه پروسه تعقيبول چې د ټيم په اهدافو کې مرسته کوي. د ټيم د انکشاف کليدي لاملونه: د يوه ټيم په پرمختګ او ترقۍ کې شپږ ډوله عمده لاملونه وجود لري: تعهد باور هدف ارتباط فعاليت او د پروسې په اړه لارښودنې

تعهد[سمول]

د ټيم غړي خپل ځان ټيم پورې تړلى ګڼي، نه په يوه شخص او فرد پورې او بايد د يوه فرد په توګه کار وکړي.

دوى بايد د ټيم په اهدافو باندې معتقد وي.

باور:[سمول]

د يوه ټيم غړي بايد په دې باوري وي چې يو پر بل اعتماد لري، يو د بل احترام وکړي يو له بل سره مرسته وکړي. او په عامه توګه د يوه بل په وړاندې له ښه سلوک څخه کار واخلي.

هدف:[سمول]

د ټيم غړي کولي شي چې هدف ته په څه ډول د موسسي ياا اداري له چارو سره تناسب ورکړي. د ټيم غړي بايد د خپلو نقشونو په اړه خبر وي او د خودۍ احساس ورسره وي تر څو د ابتکاراونوښت قابليت پيداکړي.

ارتباط:[سمول]

ارتباط د غړيو تر منځ د متقابل عمل پراختيا د معضلاتو حل، د پرېکړو او د ورځنيو چارود ښه پرمختګ سبب ګرځي.

برخه وال کېدل:[سمول]

د ټيم هر يو غړى د يوه نقش لرونکى دى. د موجودو توپيرو سره سره د ټيم غړي بايد د مشارکت او همغږۍ ذهنيت د يوه بل په وړاندې ولري. مرسته او کمک يوه عمده او د قدر وړ اړتيا ده چې له کار څخه مخکې بايد په يوه ټيم کې وليدلى شي.

د مرحلو د تطبيق پړاونه:[سمول]

کله چې يو ټيم د يوه ځانګړي هدف (چې ولې يوه بل سره يو ځاى دي او يو ځاى ځي) لرونکى وي، پس مقصد ته د رسېدو په غرض بايد ځينې پړاونه ترسره کړي. پورتنې پروسه د داسې مسايلو لکه د معضلو حل، د پلان جوړونې روشونه او طريقې، منظمې غونډې او له ستونزو سره د مبارزې لرونکې وي.

د فعالو ټيمونو اته صفتونه:[سمول]

د ويلسن څېړنې څرګندوي، هغه ټيمونونه چې ښه فعاليتونه کوې ددي اته صفتونولرونکې وي. مشارکتي رهبري: د ازادې فضاء او نورو ته د خدمت له لارې يو بل ته د لزوميت او ملزميت د فضاء ايجادول د ويلسن څېړنې څرګندوي، هغه ټيمونونه چې ښه فعاليتونه کوې ددي اته صفتونولرونکې وي. ۱.مشارکتي رهبري: د ازادې فضاء او نورو ته د خدمت له لارې يو بل ته د لزوميت او ملزميت د فضاء ايجادول ۲.د مسؤليتونو په اړه مشارکتي مساعدت: د داسې فضا ايجاد چې په هغې کې د ټيم ټول غړي د يوه امر په توګه د مسووليت احساس کوي. ۳.له اهدافو څخه پیروي: د دې په اړه چې ولې ټيم جوړ شوى او د هغه د اجرا خدمت څه دى بايد د هدف يو عمومي ذهيت موجود وي.

۴.عالي ارتباط : د صادقانه ارتباط، ازادې فضاء او د اعتماد د فضاء ايجادول.
۵.راتلونکي ته پاملرنه: د ترقۍ او پرمختګ لپاره د بدلونو څخه د يوه فرصت په توګه ګټه اخېستل. 
۶.کار ته پاملرنه: د غونډو جوړول او د پايلو په اړه بحث. 
۷.د نوښتونو قابلیت: د قابليت او توانايي  څخه ګټه اخېستنه. 
   ۸.ګړندۍ ځواب: د فرصت تشخيص او له هغه څخه ګټه.   

په يوه ټيم کې د فعاليت بنسټونه[سمول]

هر شخص بايد ټول مشکلات درک کړي. هر شخص بايد پوه شي چې څنګه وکړى شي د ستونزو د حل لپاره همکاري څرګنده کړي. هر شخص بايد د ټيم د نورو غړيو له همکارۍ څخه خبر وي. د نورو د ستونزو درک هم ضروري ګڼل کېږي. تر څو له هغې لارې د لازياتې همکارۍ لپاره چمتو شي. هغه ډله يا ګروپونه چې د خپلو ستونزو د حل لپاره ډېره پاملرنه کوي، په عمومي ډول له هغو نورو ګروپونو څخه مؤثر وي چې بې پروايي کوي. د پروژې بررسي ، کنټرول او ارزيا بي Monitoring, Controlling and Evaluating a Project پدې چپټر کې پدې بحث کوو چې يوه پروژه څه ډول بررسي، کنټرول او بلاخره ارزيابي کيږي. لومړۍ برخه : د پروژې بررسي (Monitoring a Project) د منيټورنګ څخه هدف د پروژې د اجرااتو په اړه د هر اړخيزه معلومات را تولول ،ثبتول او د هغې څخه د راپورونو تهيه کول دي . Monitoring is collecting, recording and reporting information concerning any and all aspects of project performance. هر عمل ديو خاص مقصد لپاره پلان او اجرا کيږي دعمل دڅرنګوالي او جريان څخه ځان باخبر ساتل سړی مطمين کوي تر څو دمقاصدو په لور په منظمه توګه ورسيږي که زمونږ هدف کابل ته تګ وي نو لمړي دسفر پلان جوړوو دپلان څخه مخکي دلاري امنيت ،امکانات، دسفر وسايل او نور ضروري معلومات اخلو او دهغو پر بنا دخپل سفر پلان جوړوو دسفر دشروع سره سم زمونږ خپلوان په دي هڅه کي وي چه زمونږ دسلامت رسيدو خبر واوري. که چيري خداي مه کړه په لاره کي څه مشکل سره مخامخ شو نو هغوي دمشکل دعلت پيدا کوي او دحل لياره يي لټوي په ټولو انکشافي پروژو کي ټول فعاليتونه دخاصو مقاصدو لپاره پلان او اجرا کيږي .ددي لپاره چه دغه فعاليتونه دپلان مطابق په تعين شوي وخت کي په منظمه توګه دمقاصدو دحصول لپاره پر مخ ولاړ شي دهغو دخبر دتهيه کولو عمليه چه دمانيتورينګ په نوم ياديږي ډيره ضروري بريښي


دمونيتورينګ موخي!

 دپروګرام دفعاليتونو دښي اداري لپاره  دپروژي دقابليت او موثريت چټکتيا  دپروګرام پر مختګ دمقاصدو او پلان مطابق  دپروګرام دقوي او ضعيفو نقطو تشخيَص،ستونځي او موانع مخکي له دي چه ډير ګران شي بايد حل او بر طرف شي  ددي لپاره چه متيقن شو چه پلان شوي وخت،پيسي او فعاليتونه دمطلوبه نتايجو په لاسته راوړلو کي گټور دي او که تغير ته ضرورت دي  دپروګرام دمثبتو برخو دارزيابي په پايله کي به دازمينه برابره شي تر څو ديو بل دتجاربو څخه څه زده کړو  دپروګرام دمقاصدو او فعاليتونو داصلاح لپاره دمعقولو او پر ځاي تصاميمو نيول  دښي اداري لپاره لاره هموارول او د شه والي رامنځ ته کول. Why monitoring? بررسي ولي کوو؟ (تکرار)

دبررسي مقاصد (objectives of monitoring) 1. Establishing standards of performance. 2. Measuring actual performance. 3. Comparing the actual performance with the established standards and identify deviations, if any. 4. Identify the reasons ,, causes of deviations,, 5. Deciding about the actions ,,measure to be taken to correct deviations,, 6. Implement the corrective action.


دمونيتورينګ ډولونه!  دمالي منابعو مونيتورينګ  دستاف مونيتورينګ  دعملياتو مونيتورينګ دمالي منابعو مونيتورينګ:يو عام اومتداول ډول دي چه  دپيسو،وسايلو دتګ راتګ په اړه معلومات برابروي  دمالي شرايطو او امکاناتو دفعاليتونو او اهدافو تر منځ انډول واضح کوي  دمنابعو څخه دايستل شوو پيسو او وسايلو په باب دمعلوماتو راټولول چه ايا دغه پيسي په خپلو اختصاصي برخو کي مصرف شوي؟  ايا دمطلوبه پايلو په لاسته راوړلو کي کافي دي؟ سټاف منیټورينګ  ايا دپروژي موجوده ستاف داړتيا مطابق او کافي دي؟  دستاف دحقوقو او تريننګ چاري څنګه دي؟  دوظايفو داجرا کمي او کيفي اړخونه څنګه دي؟ په ساحه کي دکار تناسب،دوخت پابندي،تخنيکي مهارتونه،ددندي داجرا معيار،ابتکار،برخورد اوداسي نور دعملياتو مونيتورينګ  دټولو هغو فعاليتونو،عمليو چه دپروژي څخه مخکي دپلان کولو او دپلان دتطبيق په دوران کي سر ته رسيږي  داړتياو او ستونځو په باب معلومات را ټولول  دمنابعو او امکاناتو او دعمل کولو دشرايطو څيړل  دمقاصدو تعين او دپلان داجراتو ټول فعاليتونه تر نظارت لاندي نيول .  دعملياتو ټول ضعيف او قوي نقاط په ګوته کول  دمشکلاتو او موانعو په هکله توضيحات برابرول  دتغيرآتو،آصلآحآتو آو تصميم نيولو لپآره منآسب کمک کوونکي دلآيل وړآندي کوي  دآدآري سيستم دښه تنظيم آو موثره آنکشآف لپآره يوه ښه وسيله ده


منيټورنګ د پلان او کنټرول سره نږدې اړيکې لري او په شريکه سره يو دوران ( Cycle) جوړوي چې په پروجيکټ منجمنټ کې ورته (Planning-Monitoring-Controlling Cycle) وايي. وخت يا مهال وېش مصارف (بوديجه) او اجراات هغه درې مهم عناصر دی چې بايد کنټرول، پلان او بررسي شي . پدې کې هيڅ شک نشته چې ځينې سازمانونه په پلان جوړولو باندې کافي وخت او انرژې نه مصرفوي بلکې مستقيماٌ د پروژې کارونه پېل کوي اوداورته ګټور بريښي خو دغه ډول سازمانونه معمولاٌ له تاوانونو سره مخ کيږي او نشي کولای چې په اقتصادي ډول سره خپلې پروژې پر مخ يو سي. ددې لپاره چې د پروژې کنټرول په اغيزمن ډول تر سره شي بايد د پروژې لپاره د منيټورنګ يو ښه سيستم ډيزاين او پکار واچول شي.

د پروژې را پورنه[سمول]

Project Reports کله چې د پروژې د اجرااتو د بېلابېلو اړخونو په هکله معلومات راجمع شي نو د هغې څخه بايد راپورونه تهيه او اړونده مسولينو ته وليږدول شي. تعريف راپور هغه سند دي چي د يوي پروژي مالومات اوياداشت د نظرياتو،تصاميمو اوپشنهاداتو لپاره وړاندي كوي. راپور.. د يوي خاصي موضوع په اړه په ليکلي ډول بل چا ته د خپلو نظرياتو انتقالول دي چي کيداي شي د کار په اړه خپل سفارشونه هم وکړي دراپورليكلوبنسټيزاصول راپور بايد دقيق وي راپور بايد خلص وي راپور بايد واضح وي

            (دقيق،خلص،واضح)

د ښه را پور خصوصيات مكمل اوخلص وي شامل د مهمو مضوعاتو وي ساده وي او په ښه الفاظو كي بيان شوي وي تكراري موضوعات په كي نه وي په زړه پوري وي اومربوطه موضوعات پكي رانغښتي وي ښه ترتيب شوي وي شفاف وي (دلوستولواودچاپ د لحاظه) راپور بايد دسفر نامي په شکل نه وي نه بايد دمکتوب په شکل وي دشاعرانه قصي په توګه بايد ونه ليکل شي په راپور کي دځنو کلماتو دليکلو څخه ډده وشي لکه:فرضاُ،تخميناُ،زه،مونږ،بعضي اونور


د بي مفهومه او غير قابل اجرا راپور خصوصيا بي معنى او بي مفهومه جملي په كي وي بند(پرگراف) شامل د يو نظرئي نه وي بلكه شامل د دو نظرياتو وي چي لوستونكي مشوش كوي دراپورجوړښت په صحيح ډول نه وي نامکمل مالوماتو لرونکي وي. دراپور ليکني عمده مرحلي! دراپور اماده ګي (پلان کول) دراپور دمحتوياتو يا ساختار ليکل دراپور دمسودي امتحان کول دراپور ارايه يا تقديمول

د را پور جوړولو مقصد Purpose of report writing د راپور ليکلو د پروسې په جريان کې تر ټولو مهمه خبره چې بايد په ذهن کې وساتل شي هغه داده چې دغه راپور ددې لپاره ليکل کيږي چې بل څوک يې ولولي. هغه راپور چې يواځې د ليکلو لپاره ليکل شوي وي يو با ارزښته را پور نشي کيدای. نو په همدې خاطر مخکې له دي چې دراپور په ليکلو پېل وشي بايد ددغه راپور لوستونکي (audience) په نظر کې وساتل شي دغه لوستونکي کېدای شي مشاورين، د ارزيابې کمېټه، د لوړې سطحې منجمنټ او ياهم راتلونکی نسل وي چې د شوي کار څخه زده کړه کوي او يا هغه لا غني کوي.

د را پور جوړښت Structure of report يو راپور عموماٌ لاندې برخې لري: 1ـ سرليک او لنډيز Title and abstract 2- پېژندنه Introduction 3- پسمنظر Background 4- تخنيکي بخشونه Technical Sections يا اساسي بدنه (Main body) 5- پاېله اخېستنه Conclusion که څه هم دا کوم منل شوی اصول او يا قانون نه دی بلکې د يو لارښود حيثيت لري، کېدای شي ځېنې راپورونه له دې څخه زياتې برخې ولري او يا هم په بل ډول سره ترتيب شوي وي. 1- سرليک او لنډيز د راپور هغه برخې دي چې د راپور تر بلې هرې برخې زيات لوستل کيږي او د نور راپور د لوستلو لپاره د توجه د جلبولو وسيله ده . د پروژې سرليک بايد په داسې ډول سره ټاکل شوي وي چې د پروژې کارونه ښې توګې منعکس شي. لنډيز بايد مختصر وي او عموماٌ له دوه پراګرافونو (250 کلمو) څخه نه زياتيږي او د ټول راپور جوهر(Essence) په کې راوړل کيږي چې د هغې د لوستلو څخه وروسته لوستونکي پريکړه کوي چې مخکې نورراپور ولولي او کنه . لنډيز عموماٌ په لاندې څيزونو مشتمل وي:- د پروژې د پېل کولو لپاره اساسي هڅونه (Motivation) د پخواني کارونو سره يې توپېر مېتډالوجې (Methodology) او ځېنې په زړه پورې پايلې که چېرې موجود وي. 2- پېژندنه Introduction:- زياتره راپورونه د پېژندنې لپاره جلا سېکشن (برخه) لري چې عموماٌ لاندې پوښتنې ځوابيږي: 1- دغه پروژه د کومې ځانګړې ستونزې د حل کولو لپاره پکار اچول شوې؟ چې دېته د ستونزې څرګندونه (Problem statement) وايي. 2- ددغه پرابلم حل کول ولې مهم دي؟ (هڅونه) 3- د پرابلم حل کول ولې مشکل دی؟ (د پروژې په واړندې چلنجونه) 4- تاسې څرنګه دغه پرابلم حل کړی؟ ( د خپلې طريقې او ميتود بيان) 5- اساسي پايلې کومې دي؟ 6- متباقي (the Remaining) راپور څه ډول ترتيب شوی؟ 7- په کومو شرايطو کې ستاسې حل د تطبيق ور(Applicable) دی.... او داسې نور.

3- د سازمان پسمنظر (Background) په دې برخه کې لوستونکو ته د سازمان د پسمنظر په اړه هغه معلومات وړاندې کيږي چې د يو عام لوستونکي لپاره د پروژې پر جزياتو د پوهېدو څخه د مخه ضروري دي. 4- تخنيکي بخشونه (Technical Sections ) د راپور په دې برخه کې د پروژې د کارونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کيږي او په حقيقت کې د راپور اساسی بدنه (Main Body) تشکيلوي. دغه بخش کېدای شي پخپل وار بېلابېل بخشونه ولري. چون د راپور دابرخه دېر زيات د پروژې د تخنيکي اړخ اوکارونو پورې اړه لري نو په همدې اساس دلته پرې دېر بحث نه کوو. خو د يادولو وړ ده چې په دې برخه کې شکلونه (Figures) جدولونه(table) او انځورونه (Picture) ځانګړی اهميت لري اوبايد له نظره ونه غورځول شي. اوپه همدې ډول سره ټول هغه سمبولونه اواصطلاحات چې په کاروړل کيږي بايد ځای پر ځای تعريف شي او کوښښ وشي چې په ټول راپور کې د يو شان اصطلاحاتوڅخه کار واخيستل شي. 5- پايله اخيستنه (Conclusion) لوستونکی عموماٌ سرليک، لنډيز، پېژندنه او پايله اخيستنه لولي نو په همدې اساس دې سيکشن ته بايد خاصه پاملرنه وشي. پدې سيکشن کې بايد لوستونکي ته يوځل بيا ور په ياد شي چې دا ټول راپور د څه په هکله وو او څه شی په کې ذکر شوي وو. په راپورونو کې ځېنې نورې برخي هم وي لکه :- 1- فهرست Table of Content 2- ماخذونه References 3- ضميمي Appendices

راپور ډولونه Type of Reports راپور دېر ډولونه لري خوهغه راپورونه چې په پراجېکټ منجمنټ کې ورڅخه استفاده کيږي عموماٌ درې ډوله لري چې عبارت دی له :- 1- عادي راپورونه Routine Report 2- استثنايي راپورونه Exceptional Reports 3- دځانګړي تحليل راپورونه Special Analysis Reports

==د پروژې کنټرول== Controlling Project په تېر فصل کې مو د پروژې د بررسۍ او معلوماتو د راټولولو پروسه تشريح کړه کوم چې د پروژې د منيجر سره د پرورژې په کنټرولولو کې مرسته کوي. د پلان د بررسۍ کنټرول په دروان (Cycle) کې تر ټولو وروستی عنصر دی. د اجرااتو په هکله معلومات راتوليږي، د مطلوبې سطحې (پلان) سره پرتله کيږي ددې لپاره لازم اقدامات کيږي. بايد په ياد ولرو چې داجرااتو په اړه راپور ورکول دمطلوب او واقعي(Actual) کار پرتله کول او ددې سنجش کول چې ولې دغه توپير(Variance) موجود دي ټول د کنټرول دپروسۍ برخې دي. کنټرول په حقيقت کې د پلان او واقعيت تر مينځ د توپير کمولو عامل ته ويل کيږي. کنټرول عموماٌ په دريو عناصرو ډېر تمرکز کوي چې عبارت دي له : اجراات ، مصارفو او وخت څخه.

د کنټرول اساسي موخې (the fundamental purpose of Control) : کنټرول دوه عمده هدفونه لري : 1- د فعاليتونو د بدلولو له ليارې د پايلو منظمول Regulating results through alteration of activities 2- د سازمان د شتمنيو څارنه Stewardship of Organizational Assets

د پروژې کنټرول ساختارProject Control Structure د کنټرول د يو موثر (Effective) او اقتصادي efficient ساختار د رامينځته کولو لپاره بايد لاندې ګامونه پورته شي. - د اساس Baseline پلان ترتيبول. - د پرمختګ Progress او اجرااتو Performance اندازه کيږي. - د پلان او واقعيت actual پرتله کول. - سموونکی Corrective اقدامات • Baseline Plan د اجرااتو د اندازه ګيرۍ لپاره عناصر برابروي دغه پلان دWBS او همدا رنګه د منابعو د مهال ويش څخه اخيستل کيږي. • پرمختګ او اجراات عموماٌ په دوه ډوله سره اندازه ګيږي چې يو يې په مقداري Quantities ډول سره د وخت او بوديجې اندازه کول دي چې نسبتاٌ اسانه او ساده کار دی او بل يې د کيفيت اندازه کول دی د بېلګې په توګه د يو توليد دندې Functions of a product د مشتري د تخنيکې غوښتنو پوره کول او داسې نور چې دا ډول اندازه ګيري زياتره وخت د مشاهدې Observation پلټنې inspection او يا د استعمال Actual use په وسيله ټاکل کيږي. • په دريم پړاوو کې بايد اجرا شوی کار د پلان سره پرتله شي. که څه هم ددې خبرې کول دېر اسانه دي چې پروژه په خپل وخت، مخکې له وخته او يا هم دخپل وخت څخه وروسته ختميږي خو په عمل کې د اجرااتو پرتله کول د پلان يا بوديجې سره دېر ستونزمن کار دی . کېداې شي چې د پلان ترټولو ستره ستونزه همدا وي چې څرنګه يې توقع کيږي. هغسې نه رښتيا کيږي نو له همدې امله دا دېره لازمي خبره ده چې پلان دواقعيت سره پرتله، توپير Variance اندازه او د ضرورت په صورت کې لازم اقدامات وشی. د پروژې دوره يې (Periodic) بررسي اوکنټرول دېر لازمي دی ځکه که ستونزې پروخت تشخيص شي نو د هغې حل کول دېرې لږې هڅې Effort ته اړتيا لري او کېدای شي چې په اسانې سره حل شي. که د پلان او واقعيت ترمينځ مهم توپيرونه موجود وي نو ددې لپاره چې پروژه بېرته د پلان سره تطابق وکړي نو اصلاحي اقداماتوته ضرورت پېښيږي. ==د پروژې ارزيابي== Project Evaluation ارزيابي د ارزښت د ټاکلو په معنی دی. د پروژې ارزيابي د پروژې د پرمختګ او اجرااتو ارزښت ټاکي يا د پلان شوي پرمختګ او اجرااتو سره په پرتله او يا هم د نور مشابهو پروژو د پرمختګ او اجرااتو سره په پرتله. ددې لپاره چې د تېرې تجربې څخه ګټه واخستل شي نو پر هغې پوهېدل لازمي دی چې پوهيدل بيا ارزيابۍ ته ضرورت لري. بايد په ياد ولرو چې د پروژې ارزيابي يواځې د پروژې په پای کې صورت نه نيسي که څه هم د ټولې پروژې ارزيابي هغه وخت صورت نيسي چې پروژه بشپړه شي. خو د پروژېې د جريان پر مهال هم بايد په مختلفو نقطو کې د پروژې اجراات ارزيابي شي. دارزيابي مراحل stages of evaluation . دارزيابي په دريو مراحلو کي سرته رسږي 1. دپروژي دشروع څخه مخکي ارزيابي،pre-project evaluation 2. متوسطي مراحلي ارزيابي،mid-term Evaluation . 3. نهايې ارزيابي ،Final, Impact Evaluation.

د پروژې ارزيابي بايد له يوې خوا د پروژې منجمنټ (د چا لپاره چې ارزيابي صورت نيسي) او له بلې خوا د پروژې ټيم ته (د چا کارونه چې ارزيابي کيږي) د منلو وړ وي. نو په همدې اساس د پروژي ارزيابي بايد په دېر احتياط سره پرمخ يوړل شي.

د پروژې د ارزيابی موخې Purposes of project evaluation بې له شکه هره پروژه ددې لپاره ارزيابي کيږي چې د هغې کاميابي او يا ناکامي تثبيت شي، د يوې څېړنې له مخې د ۱۲۷ پروژې مديرانو څخه په کې پوشتنې شوی وی، د پروژې د کاميابۍ څلور بعده (Dimensions) په نښه شوي. لومړی بعد:- اقتصاديت Efficiency اقتصاديت په دې مانا چې پروژه له يوې خوا د بوديجې او له بلې خوا د خپل مهال وېش مطابق سرته ورسوي. دويم بعد:- د اخيستونکي رضايت Customer Satiations په دې بعد کې له يوې خوا د پروژې د تخنيکي او عملياتي ځانګړتياوو پرځای کول او له بلې د مشتريانو وفاداري، او بيا اخستنې(Repurchase) د اهميت وړ دی. دريم بعد:- د بزنس کاميابي (مستقيمه کاميابي) Business/ Direct success دغه بعد اساساٌ د سوداګريزې کاميابۍ د کچې (Commercial Success level) او همدارنګه په مارکيټ کې د ونډې (Market Share) په اساسي اندازه کيږي. څلورم بعد:- راتلونکی پوتنشيل Future Potential په دې کې هغه فکتورونه شامل دي چې د نوي مارکيټ د خلاصولو، د نوي تکنالوژۍ را مينحته کولو،.... او داسې نورو سره اړه لري. د پورتنيو څلورو بعدونو اندازه ګيري د ارزيابۍ هسته جوړ وي.

د پروژې بندول Closing a Project د پروژې ختمونه په پروسو کې تر ټولو وروستۍ پروسه ده او زياتره وخت له نظره غورځول کيږي.\ د پروژې ختمونه څلور مهم اړخونه لري چې عبارت دي له :- 1- د کار د بشپړتيا او صحت (Accuracy) کتل. 2- د رسمي منلو مستندکول documenting formal acceptance 3- د پروژې ختمونې د معلوماتو خپرول disseminating project closure information 4- د ياد شوو درسونو او سوانحو په ارشيف کې ساتل Achieving records and lessons learned د پروژې د ختمونې پروسه عموماٌ دوه فرعي پروسې لري چې عبارت دي له:- (A) د قراردادختمول Contract close out (B) اداري ختمونه Administrative Closure (A) د قرارداد ختمول د اداري ختمونې څخه مخکې صورت نيسي او له يوې خوا د قرارداد د معاملاتو د تصفيه کولو او له بلې خوا د قرارداد د شرايطو(Terms) سره د قرارداد د بشپړولو پورې تړلي. د قرارداد ختمول دوه حاصله (Outputs) لري چې عبارت دي له:- 1- د قرارداد دوسيه Contact tile 2- د رسمي منل او ختمونه formal acceptance and Closure څخه. (‌‌B) اداري ختمونه دپروژې د هر پړاوو په پای کې صورت نيسي او همدارنګه د ټولې پروژې په پای کې هم. په اداري ختمونه کې د رسمي منلو مستندول او دقبلولو acceptance اعلاميي لېږل ټولو شريکانو، اخستونکو او نورو ته شامل دي. د پروژې څخه ياد شوي درسونه (Learned lessons ) د پروژې کاميابي او ناکامي مستندوي . زياتره وخت يادشوي درسونه نه مستنديږي ځکه د ټيم غړي نه غواړي چې د هغوي نومونه د ناکاميو او يا غلطيو سره وتړل شي. له تېر څخه د ياد شوي درسونو مستندول په راتلوونکو پروژو کې د عينې غلطۍ د تکرار مخنيوی کوي.