Jump to content

پروډنس کرانډل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پروډنس کرانډل
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۳ سپټمبر ۱۸۰۳[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۲۸ جنوري ۱۸۹۰[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
جوړښت
جایزې

پروډنس کرانډل (زوکړه: د ۱۸۰۳ زکال د سپټمبر ۳مه – مړینه: د ۱۸۹۰ زکال د جنوري ۲۷مه نېټه) امریکايي فعاله او د ښوونځي ښوونکې وه. دې په متحده ایالاتو کې د تورپوستو لومړنی ښوونځی («د رنګین پوستو نجونو ښوونځی») اداره کاوه چې د کانکټیکاټ په کانټربری کې یې موقعیت درلود. [۶]

هغه مهال چې کرانډل د سارا هریس په نامه ۲۰ کلنه افریقايي الاصله امریکايي نجلۍ د ۱۸۳۲ زکال پر مهال په خپل ښوونځي کې شامله کړه؛ له دغه مهال څخه وروسته دغه ټولګی په متحده ایالاتو کې د لومړني ګډ ټولګي په توګه په پام کې نیول کېږي. ورته مهال د سپین پوستو ماشومانو کورنیو له دغه ښوونځي څخه د خپلو ماشومانو ویستو ته مخه کړه. پروډنس چې یوه «سخت سرې» نجلۍ وه د دې پر ځای چې یوازې له دغې تورپوستې زده کوونکې وغواړي ښوونځی پرېږدي، پرېکړه یې وکړه چې که چېرې سپین پوستې نجونې له تور پوستو سره په یوه ټولګي کې ګډون نه کوي نو دا به یوازې تورپوستو نجونو ته زده کړې ورکړي. هغه ونیول شوه او یوه شپه یې هم په بند کې تېره کړه. ډېر ژر د سیمې د خلکو تاوتریخوالي اړ کړه خپل ښوونځی وتړي؛ همدا و چې له کانکټیکات څخه یې کډه وکړه او بیا هېڅکله هم دلته راستنه نه شوه. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ډېره موده وروسته د هارټفورډ د یوه وګړي مارک ټواین په لابي ګرۍ د کانکټیکاټ قانون جوړونکو د کرانډل د ستاینې او همدارنګه هغې ته د تقاعد د حقونو د ورکړې په موخه یو پرېکړه تصویب کړه. ټواین دې ته وړاندیز وکړ چې د خپل تقاعد د مهال په موخه په کانټربري کې خپل پخوانی کور وپېري، خو هغې رد کړ. نوموړې څو کاله وروسته په ۱۸۹۰ زکال کې مړه شوه. [۱۲][۱۳]

دا په ۱۹۹۵ زکال کې د کانکټیکات د عمومي اسمبلۍ له خوا د کانکټیکات رسمي اتله وبلل شوه.

لومړنی ژوند[سمول]

پروډنس کرانډل د ۱۸۰۳ زکال د سپټمبر په دریمه نېټه د پارډون او ایستر کارپنټر کرنډال په کورنۍ کې وزیږېده؛ والدین یې کواکران و چې د هاپکیټنون ښار د روډ آیلنډ په کارپېنټر میلز سیمه کې اوسېدل. دې د روبین په نامه یو کشری ورور هم درلود. هغه مهال چې پروډنس نږدې ۱۰ کلنه وه، کورنۍ یې د کانکټیکاټ کانټربري ته څېرمه کډه وکړه. له دې امله چې پلار یې د سیمه ئیز دولتي ښوونځي اړونډ چندان لېوالتیا نه لرله، د هغې د زده کړو لګښت یې د کانټربري ختیځ لوري ته په پنځه مایله فاصله کې د بلک هېل په نامه د کواکرانو ښوونځي ته ورکړ. په دغه ښوونځي کې د نوموړې ښوونکی رولانډ ګرین د غلامۍ پر ضد و او څه موده وروسته یې د تورپوستو زده کړو ته د اړتیا اړوند وینا وکړه چې بیا د ویلیام لویډ ګاریسون په لېبراټور (آزادي ورکوونکی) نومي اخبار کې خپره شوه؛ ده له ایزاک سي. ګلاسګو څخه مننه کړې وه چې خپلې دوې لوڼې یې د رنګین پوستو لپاره د کرانډل ښوونځي ته لېږلې دي. [۱۴][۱۵]

هغه مهال چې کرانډل ۲۲ کلنه وه، د یو کال لپاره یې د نیوانګلنډ د کلنۍ ناستې په نامه ټولنې په ښوونځي کې زده کړې وکړې؛ دغه ښوونځی د روډ آیلنډ په پراویډنس کې کواکر بورډنګ ښوونځی و. یاد ښوونځی د موسی براون په مرسته جوړ شوی و چې د غلامۍ مخالف او همدارنګه د براون پوهنتون یو له بنسټګرو څخه و؛ د دغه ښوونځي نوم په ۱۹۰۴ زکال کې د موسی براون ښوونځي ته واوښت. له فراغت وروسته پراوډنس کرانډل د پلینفیلډ په یوه ښوونځي کې په تدریس لاس پورې کړ. دا په ۱۸۳۰ زکال کې باپتېسته شوه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د بورډېنګ ښوونځي تاسیس[سمول]

پروډنس په ۱۸۳۱ زکال کې له خپلې خور المیرا کرانډل سره یوځای د الیشا پېن کور وپېره څو د کانټربري د نجونو بورډنګ ښوونځی تاسیس کړي؛ د ښوونځي د جوړولو غوښتنه د دغې سیمې اشرافي وګړو د نجونو د روزلو په موخه کړې وه. هغې د خپلې خور او یوې خدمتکارې په مرسته شاوخوا ۴۰ ماشومانو ته د جغرافیې، تاریخ، صرف او نحوې، حساب او لیک لوست په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو اړوند زده کړې ورکولې. د دغه ورځني او شپني ښوونځي د مدیرې په توګه، پروډنس کرانډل د ځوانو نجونو د روزنې په برخه کې بریالۍ وګڼل شوه او یاد ښوونځي د ۱۸۳۲ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې بشپړه وده وکړه. [۲۰][۲۱][۲۲]

وروسته کلونه[سمول]

فرانسېس الکساندر د ۱۸۳۴ زکال په اپرېل میاشت کې د کرانډل یو لوی انځور رسامي کړ؛ ده دغه چاره د ویلیام ګاریسون په وړاندیز ترسره کړه چې د غلامۍ ضد له بېلابېلو ټولنو څخه یې پیسې راغونډې کړې وې. له دې چارې وروسته دا اړ شوه څو په یو لړ غونډو کې د ګډون په موخه بوسټون ته ولاړه شي، چېرې چې نوموړې هره شپه «د غلامۍ ضد ډلو د ناستو په محور واوښته». همدا و چې په بوسټون کې غلامۍ ضد ډلو دا د غلامۍ د له منځه وړو د آرمان واقعي اتله بلله. [۲۳]

کرانډل د ۱۸۳۴ زکال په اګست میاشت کې له کشیش کالوین فیلئو سره واده وکړ چې د کانکټیکاټ په کانټربري کې باپتېست وزیر و. دوی دواړو وروسته له هغه ماساچوستس ته کډه وکړه چې له کانټربري څخه وتښتېدل؛ له دې وروسته یې په نیویارک، روډ ایلنډ او ایلینوی کې هم ژوند وکړ. کرانډل د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې په خوځښت کې فعاله وه او همدارنګه یې د ایلینوی په لاسال ښارګوټي کې یو ښوونځی اداره کاوه. دا په ۱۸۴۲ زکال کې وروسته له هغه له فیلئو څخه جلا شوه چې د هغه «فزیکي او اروايي روغتیایي وضعیت» ورته ستونزه جوړونکی شو. نوموړی د ۱۸۷۴ زکال پر مهال په ایلینوی کې مړ شو. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د مېړه له مړینې وروسته، کرنډال له خپل ورور حزکیا سره د ۱۸۷۷ زکال پر مهال د کانزاس ایلک فالز سیمې ته کډه شوه او دلته یې بیا ورور د ۱۸۸۱ زکال پر مهال ومړ. په ۱۸۸۶ زکال کې د هغې یوه لیدونکي نوموړې د داسې «ملي شهرت لرونکې» په توګه توصیف کړې چې «کور یې له پریمانه کتابونو ډک دی» او له هغې څخه یې داسې نقل کړی:[۲۹][۳۰][۳۱]

زما ټول ژوند په مخالفت کې تېر شو. ما هېڅکله ونشو کولای ځانته نږدې داسې یو کس پیدا کړم چې په بشپړ ډول له ماسره موافق وي. آن تر دې چې مېړه مې د بل هر چا په پرتله له ماسره ډېر مخالفت کاوه. هغه ماته اجازه نه راکوله هغه کتابونه ولولم چې ده لوستی وو، خو ما هغه ولوستل. د ټولو اړخونو لیدلوري مې ولوستل او سربېره پر دې مې په علم، دین او انسانیت کې د حقیقت لټون وکړ. ځینې وختونه فکر کوم چې دا به ښه وي زه بل چېرې ژوند وکړم. دلته په ایلک فالز کې زما د اروايي تغذیې لپاره څه شتون نه لري. هېڅ څه، مګر دا چې د کتاب، ورځپاڼې او ... په ډول بهرنیو منابعو ته لاسرسی ومومم. هېڅ عامه کتابتون شتون نه لري، هلته یوازې یو یا دوه کسان شتون لري چې کولای شم ورسره د اوږد مهال لپاره خبرې وکړم. څوک له ماسره لیده کاته نه غواړي او زه بیا فکر کوم چې دوی له ما ویرېږي. فکر کوم چې وزیران ډارېږي او زه د هغوی مذهبي اعتقادات له منځه وړم، دوی خپلو پیروانو ته لارښوونه کوي چې له ماسره اړیکه وه نه نیسي، خو زه کوم اهمیت نه ورکوم. زه ځینې وختونه د معنویت پالنې اړوند خبرې کوم، خو دا تر ډېره معتدلې دي او ځان د نړیوال قضاوت د ټولنې خپلواکه غړې بولم. زه نه غواړم اوس مړه شم. زه غواړم دومره ژوند وکړم چې وکولای شم یو شمېر دغه اصلاحات پلي کړم. [۳۲]

په ۱۸۸۶ زکال کې د کانکټیکاټ ایالت د قانون جوړونکې شورا د یوه ګام پر مټ چې لیکوال مارک ټواین په کې اصلي لوبغاړی و د کرانډل ستاینه وشوه او هغې ته په دوامداره بڼه په کال کې ۴۰۰ ډالر (اوس مهال شاوخوا ۱۳۰۰۰ ډالر کېږي) معاش وټاکل شو. پروډنس کرانډل د ۱۸۹۰ زکال د جنوري په ۲۸مه نېټه د ۸۶ کلنو په عمر په کانزاس کې مړه او له خپل ورور حزکیا سره یوځای په ایلک فالز هدیره کې خښه کړای شوه. [۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Reference URL: https://en.wikisource.org/wiki/Appletons%27_Cyclop%C3%A6dia_of_American_Biography/Crandall,_Prudence.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w6vq5x4p. Subject named as: Prudence Crandall. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Stated in: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 9003590. Subject named as: Prudence Philleo. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Stated in: FemBio database. FemBio ID: 6567. Subject named as: Prudence Crandall. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  5. Reference URL: https://www.cwhf.org/inductees/prudence-crandall.
  6. Green, Arnold W. (January–March 1966). "Nineteenth Century Canterbury Tale". Phylon. 7 (1): 58–63. doi:10.2307/271285. JSTOR 271285. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Wormley, G. Smith. The Journal of Negro History, "Prudence Crandall", Vol. 8, No. 1, January 1923, pp. 72–80. کينډۍ:JSTOR
  8. Tisler, C.C. "Prudence Crandall, Abolitionist", Journal of the Illinois State Historical Society (1908–1984), Vol. 33, No. 2, June 1940, pp. 203–206. کينډۍ:JSTOR
  9. Small, Edwin W.; Small, Miriam R. (December 1944). "Prudence Crandall Champion of Negro Education". New England Quarterly. 17 (4): 506–529. doi:10.2307/361805. JSTOR 361805. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. The trial of Reuben Crandall, M.D. : charged with publishing seditious libels, by circulating the publications of the American Anti-Slavery Society, before the Circuit Court for the District of Columbia, held at Washington, in April, 1836, occupying the court the period of ten days. New York: H. R. Piercy. 1836. مخونه 35. خونديځ د اصلي څخه September 2, 2020. لاسرسي‌نېټه March 10, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. "Prudence Crandall and the Canterbury Female Boarding School". Country Cultures. May 15, 2011. خونديځ د اصلي څخه July 20, 2019. لاسرسي‌نېټه July 15, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Small, Edwin W.; Small, Miriam R. (December 1944). "Prudence Crandall Champion of Negro Education". New England Quarterly. 17 (4): 506–529. doi:10.2307/361805. JSTOR 361805. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Williams, Jr., Donald E (2014). Prudence Crandall's legacy: the fight for equality in the 1830s, Dred Scott, and Brown v. Board of Education. Middletown, Connecticut: Wesleyan University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8195-7470-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. (په October 8, 1836 باندې). An Address to the Free People of Color in New England and other free States in America..
  16. Rycenga, Jennifer (2005). "A Greater Awakening: Women's Intellect as a Factor in Early Abolitionist Movements, 1824–1834". Journal of Feminist Studies in Religion. 21 (2): 31–59. doi:10.2979/FSR.2005.21.2.31. JSTOR 25002532. S2CID 143451076. خونديځ د اصلي څخه June 2, 2021. لاسرسي‌نېټه March 7, 2020 – په وسيله Project MUSE. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "The Drama of Prudence Crandall." Prudence Crandall Collection, Box 3. Linda Lear Center for Special Collections & Archives, Connecticut College.
  18. Williams, Jr., Donald E (2014). Prudence Crandall's legacy: the fight for equality in the 1830s, Dred Scott, and Brown v. Board of Education. Middletown, Connecticut: Wesleyan University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8195-7470-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Small, Edwin W.; Small, Miriam R. (December 1944). "Prudence Crandall Champion of Negro Education". New England Quarterly. 17 (4): 506–529. doi:10.2307/361805. JSTOR 361805. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Green, Arnold W. (January–March 1966). "Nineteenth Century Canterbury Tale". Phylon. 7 (1): 58–63. doi:10.2307/271285. JSTOR 271285. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "The Drama of Prudence Crandall." Prudence Crandall Collection, Box 3. Linda Lear Center for Special Collections & Archives, Connecticut College.
  22. Small, Edwin W.; Small, Miriam R. (December 1944). "Prudence Crandall Champion of Negro Education". New England Quarterly. 17 (4): 506–529. doi:10.2307/361805. JSTOR 361805. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Williams, Jr., Donald E (2014). Prudence Crandall's legacy: the fight for equality in the 1830s, Dred Scott, and Brown v. Board of Education. Middletown, Connecticut: Wesleyan University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8195-7470-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Green, Arnold W. (January–March 1966). "Nineteenth Century Canterbury Tale". Phylon. 7 (1): 58–63. doi:10.2307/271285. JSTOR 271285. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. "The Drama of Prudence Crandall." Prudence Crandall Collection, Box 3. Linda Lear Center for Special Collections & Archives, Connecticut College.
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Williams, Jr., Donald E (2014). Prudence Crandall's legacy: the fight for equality in the 1830s, Dred Scott, and Brown v. Board of Education. Middletown, Connecticut: Wesleyan University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8195-7470-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Tisler, C.C. "Prudence Crandall, Abolitionist", Journal of the Illinois State Historical Society (1908–1984), Vol. 33, No. 2, June 1940, pp. 203–206. کينډۍ:JSTOR
  29. Green, Arnold W. (January–March 1966). "Nineteenth Century Canterbury Tale". Phylon. 7 (1): 58–63. doi:10.2307/271285. JSTOR 271285. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. (په June 15, 2014 باندې). State Heroine Prudence Crandall Opened Doors.
  31. "More Than Meets the Eye Historical Archaeology at the Prudence Crandall House." Prudence Crandall Collection, Box 3. Linda Lear Center for Special Collections & Archives, Connecticut College.
  32. Small, Edwin W.; Small, Miriam R. (December 1944). "Prudence Crandall Champion of Negro Education". New England Quarterly. 17 (4): 506–529. doi:10.2307/361805. JSTOR 361805. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Small, Edwin W.; Small, Miriam R. (December 1944). "Prudence Crandall Champion of Negro Education". New England Quarterly. 17 (4): 506–529. doi:10.2307/361805. JSTOR 361805. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Williams Jr., Donald. Prudence Crandall's Legacy: The Fight for Equality in the 1830s, Dred Scott, and Brown v. Board of Education. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)