پروپاګانډا په نازي المان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په نازي المان کې د حکومت له خوا پروپاګانډا (تبلیغات) د الماني نشنلیزم او د المان د نازي ګوند د موخو او په خپله د همدې ګوند د پراختیا لپاره کارول کېده. واک ته د رسیدو په مهال او له ۱۹۳۳څخه تر ۱۹۴۵ کلونو پورې د المان د حکومت د مشر په توګه د اډولف هټلر د واکمنۍ په مهال له تبلیغاتو څخه د واک ساتنې او د نازي ګوند د تګلارو د پلي کېدو لپاره کار اخیستل کېده.

تبلیغات په زما جګړه (Mein Kampf) کې[سمول]

اډولف هټلر په ۱۹۲۵ کال کې په خپل کتاب (زما جګړه) کې دوه څپرکې د تبلیغاتي چارو مطالعې ته وقف کړي و، که څه هم په خپله دا کتاب یوه تبلیغاتي وسیله وه. هټلر په خپل کتاب کې ادعا کوي چې د تبلیغاتو ارزښت یې هغه مهال زده کړ کله چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د پیاده سرتیري په توګه د بریتانیا له اغیزناکو او د المان له بې اغیزه تبلیغاتو سره مخ وو. دا استدلال چې ګواکې المان په لومړۍ نړیواله جګړه کې زیاتره د بریتانیا د تبلیغاتو له کبله جګړه وبایلله او لکه څرنګه چې هټلر دا موضوع په خپل کتاب کې هم ذکر کړې ده، د هغه وخت د الماني نشنلیستانو یوه عامه ادعا وه. که څه هم دا ادعا ناسمه وه، ځکه چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د بریتانیا په پرتله د المان تبلیغات ډېر پرمختللي وو، خو د موضوع په نازي المان کې په حقیقت اوښتې وه.[۱][۲][۳]

د هټلر په کتاب کې د نازیانو لپاره د تبلیغاتي هلوځلو طرحې شاملي دي. هټلر د خپلو مخاطبینو د ارزونې لپاره په شپږم څپرکي کې لیکي:

تبلیغات باید تل زیاترو خلکو ته ورسیږي. (...) ټول تبلیغات باید په مشهور ډول سره وړاندې شي او باید خپله فکري کچه خپلو مخاطبینو ته داسې ثابته کړي چې د مخاطبو روڼ اندو له کچې څخه پورته نه وي. (...) تبلیغات باید داسې هنر ولري څو وکولای شو د خلکو تخیل د هغوی د احساساتو له مخې را وېښ کړو او د روان پیژندنې داسې مناسبه بڼه باید ومومو چې د خلکو پام ځان ته را واړوي. خلک کوم ډیپلوماتان یا د عمومي فقې ښوونکي نه دي او نه هم کوم داسې عادي کسان دي چې په ځانګړو مواردو کې د قضاوت لرونکي و نه اوسي، بلکې هغه زړه نا زړه انساني ماشومان دي چې تل د یوې او بلې ایډیې تر منځ د تزلزل په حال کې دي. (...) د یوه ملت زیاتره برخه د شخصیت او لیدلوري له اړخه هومره ښځینه دي چې د هغو پر اندیشه او کړو وړو باندې د هوښیارانه استدلال پر ځای احساسات حاکم دي. خو دا احساس کوم پیچلی شی نه ده، بلکې ډېره ساده او ثابت دی. دا دومره توپیر هم نه لري، خو یوازې له مینې او کرکې څخه منفي او مثبت، سهي او غلط او حقیقي او درواغ  تصورات دي.[۴]

هټلر د کاریدونکو مواردو د لارو چارو په اړه داسې توضیح ورکوي:

تبلیغات نه باید حقیقت تر کومه ځایه چې مقابل لوري ته مطلوب وي په عیني توګه سره وڅېړي یا هغه د عدالت د نظري قواعدو له مخې وړاندې کړي. بلکې باید د حقیقت یوازې هغه اړخ وړاندې کړي چې د خپل لورې لپاره یې مطلوب وي. (...) د خلکو د منلو ځواک ډېر محدود او درک یې ډېر کمزوری دی. مهمه لا دا چې هغوی هر څه ډېر ژر هیروي. په داسې حالاتو کې، ټول اغیزناک تبلیغات باید په څو اړینو موضوعګانو کې را لنډ او د امکان تر بریده پورې په کلیشه اې فورمول کې وړاندې شي. دا شعارونه باید په پر له پسې توګه سره تکرار شي تر څو وروستی کس هم وکولای شي وړاندې شوې نظریه درک کړي. (...) د تبلیغاتي پیغام په موضوع کې چې هر بدلون رامنځته کېږي، باید په ورته نتیجه ګیري باندې ټینګار ولري. اصلي شعار باید له بېلابېلو اړخونو او زاویو څخه وښودل شي، خو په پای کې باید تل بیرته د ورته فورمول ټینګار ته ور وګرځو.[۴]

د نازي تبلیغاتو تاریخچه[سمول]

د نازي ګوند لومړي کلونه (۱۹۱۹-۱۹۳۳)[سمول]

هټلر دا نظریات د نازي ګوند (NSDAP) له خوا د ۱۹۲۵ کال د فبرورۍ له میاشتې رادې خوا د Völkischer Beobachter په نوم د ورځپاڼې په بیا جوړولو سره عملي کړل، چې تر ۱۹۲۹ کال پورې یې د چاپ تیراژ ۲۶۱۷۵ ته ورسید. دغه اخبار بیا په ۱۹۲۷ کال کې د جوزیف ګیبلز له ورځپاڼې، Der Angriff سره یو ځای شوه، چې دا هم یوه له تر ټولو ډېره بې پروا او بې رحمه تبلیغاتي ورځپاڼه وه.

د اپوزیسیون په موقف کې نازیان زیاتره د تبلیغاتي وسایلو له اړخه محدود پاتې و. ټولیزو رسنیو ته د لږ لاسرسي لرلو له کبله، نازي ګوند تر ۱۹۲۹ کال پورې زیاتره په عامه غونډو کې د هټلر او څو نورو کسانو خبرو باندې اکتفا کوله. د یوې څېړنې د موندنو له مخې، د وایمار حکومت د دولت پلوي راډیويي تبلیغاتو تر ډېره پورې د نازیانو د ودې مخه ډوب کړې وه. د ۱۹۳۹ کال د اپریل په میاشت کې هټلر د ګوند د تبلیغاتو د مشر په توګه ګیبلز وټاکه، چې تر دې وړاندې هغه یو ژورنالیست او په برلین کې د نازي ګوند افسر پاتې شوی و، چا چې په بېړه سره خپل مهارتونه په اثبات ورسول. د هغه له لومړیو بریاوو څخه د هغو بلواګرو لاریونونو سازماندهي وه چې و یې کولای شول په المان کې د جګړې ضد امریکايي فلم (All quiet in the western) ممنوع کړي.[۵][۶][۷]

د قدرت په مهال (له ۱۹۳۳ تر ۱۹۳۹)[سمول]

د نازي ګوند تر ټولو ستر سیاسي او ایدیالوژيکي اصل د یوه ستر المان تر چتر لاندې د ټولو هغو اصیلو المانیانو متحد کول و چې د رایش له پولو بهر یې ژوند کاوه (د بېلګې په توګه په اطریش او چیک سلواکیا کې). هټلر په خپل کتاب، زما جګړه کې له المان څخه بهر اوسیدونکو المانیانو دړد او بدبختي غندلې او د یوه پلرني ګډ پلار د لرلو خوب یې اعلان کړ چې باید د هغه لپاره ټول المانیان مبارزه وکړي. هټلر په خپل ټول کتاب کې، د نړۍ په هر ځای کې اوسیدونکي المانیان تر دې فشار لاندې وینول تر څو د سیاسي ځواک او خپلواکۍ لپاره مبارزه په خپل اصلي تمرکز باندې بدل کړي، چې دا موضوع د هایم این رایش په تګلاره کې په ۱۹۳۸ کال کې رسمي هم شوه.[۸][۹][۱۰]

د ۱۹۳۳ کال د مارچ په ۱۳مه، درېیم رایش د تبلیغاتو وزارت رامنځته او جوزیف ګیبلز یې د هغه د وزیر په توګه ونوماوه. د دې وزارت موخې د عامه خلکو په ذهن کې د دښمنانو راوستل وو: بهرني دښمنان چې پر المان باندې یې د وارسای تړون تپلی و او کورني دښمنان لکه یهودان، رومیان، همجنسبازان، بولشویکان او د «فاسد هنر» په ګډون کلتوري تمایلات.

په ۱۹۳۹ کال کې د دویمې نړیوالې جګړې له پیلیدو څخه څو میاشتې وړاندې، د المان ورځپاڼو او رهبرانو د یوه ملي او نړیوال کمپاین په تر سره کولو د پولنډ چارواکي پر دې تورن کړل چې په پولنډ کې له الماني نژاد لرونکو خلکو سره ظلم کوي او د هغوی د تصفیې په لټه کې دي. د هغه کال د اګسټ په ۲۲مه اډولف هټلر خپلو جنرالانو ته وویل:[۱۱]

زه به یوه تبلیغاتي د جګړې بهانه (کسوس بیللي casus belli) جوړه کړم. د دې کار اعتبار مهم نه دی. له فاتح څخه هېڅکله د هغه حقیقت ویلو پوښتنه نه کېږي.[۱۲][۱۳]

د همدې تبلیغاتي کمپاین اصلي برخه د هیملر د درواغو د بیرغ عملیات و، کوم چې داسې طراحي شوی و چې خلکو ته وښايي پولنډ د المان په وړاندې تیری کړی دی، تر څو پر پولنډ باندې پوځي تیری توجیه کړي.[۱۳][۱۴][۱۲]

څېړنو موندلې چې د نازيانو له خوا د راډیويي تبلیغاتو کارول له دوی سره مرسته وکړه تر څو واک په اختیار کې ولري او د ګوند غړي یې زیات کړي. [۱۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. These are chapter VI, "War Propaganda", and XI, "Propaganda and Organization".
  2. , Welch, 10; see Mein Kampf, ch. VI.
  3. Welch, 11.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Mein Kampf citations are from the Project Gutenberg-hosted 1939 English translation by James Murphy
  5. Welch, 13.
  6. Adena, Maja; Enikolopov, Ruben; Petrova, Maria; Santarosa, Veronica; Zhuravskaya, Ekaterina (1 November 2015). "Radio and the Rise of The Nazis in Prewar Germany". The Quarterly Journal of Economics. 130 (4): 1885–1939. CiteSeerX = 10.1.1.394.6814 10.1.1.394.6814. doi:10.1093/qje/qjv030. ISSN 0033-5533. S2CID 4689404. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Welch, 14.
  8. Peter H. Merkl (2010). German Unification in the European Context. Penn State Press. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-271-04409-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. Hitler, Adolf. Mein Kampf. Boston: Houghton Mifflin, 1999
  10. Erica Carter (2004). Dietrich's ghosts: the sublime and the beautiful in Third Reich film. British Film Institute. د کتاب پاڼې 164. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85170-882-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  11. "German newspaper editor outlining the claims of Polish atrocities against minorities". Nizkor.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Roy Godson; James J. Wirtz (2011). Strategic Denial and Deception: The Twenty-First Century Challenge. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 100. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4128-3520-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Lightbody, Bradley (2004). The Second World War: Ambitions to Nemesis. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-64458-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. Manvell, Roger; Fraenkel, Heinrich (2007). Heinrich Himmler: The Sinister Life of the Head of the SS and Gestapo. Greenhill Books. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60239-178-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. Adena, Maja; Enikolopov, Ruben; Petrova, Maria; Santarosa, Veronica; Zhuravskaya, Ekaterina (1 November 2015). "Radio and the Rise of The Nazis in Prewar Germany". The Quarterly Journal of Economics. 130 (4): 1885–1939. CiteSeerX = 10.1.1.394.6814 10.1.1.394.6814. doi:10.1093/qje/qjv030. ISSN 0033-5533. S2CID 4689404. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)