پروين فيض زاده ملال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پروين فيض زاده ملال

پروین ملاله د پښتو د معاصرې شاعرۍ يوه پېژندل شوې څېره ده. د پښتنو ښځمنو شاعرانو په کتار کې د هغې شاعري ځانگړي مقام لرونکې ده.

مخينه

پروین ملال د ۱۳۳۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۱ مه نېټه د کندهار ښار په درېیمه ناحیه کې د ارواښاد عبدالشکور خان پوپلزي دراني په علمي کورنۍ کې زېږېدلې ده. په شاعرۍ کې ځانگړى نوم لري.

پروین ملال په ۱۳۶۲ لمریز کې د هېواد ستر فرهنگي شخصیت ارواښاد سید جان ملال سره واده وکړ،د واده څخه شپږ کاله پس په ۱۳۶۸لمریز کې ښاغلی ملال پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو او پروینه د ژوند سړو او تودو ته یوازې پاتې شوه، په همدې کال اغلې پاکستان ته کډواله شوه او نن سبا په کراچۍ کې ژوند کوي.

زده کړې

پروين فيض زاده ملال خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه وکړې، بیا تر دوولسم ټولگي یې د زرغونې انا په لېسه کې زده کړې ترسره کړې.

دنده

تر زده کړو وروسته مېرمن ملال د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو د پاڼې مسووله شوه، په ۱۳۵۹ لمریز کې د افغانستان د ملي راډيو په سیاسي او ټولنیزه اداره کې د پروډیوسر د مرستیالې او بیا د پروډیوسرې په دنده وگمارل شوه. هلته یې د لسو کلنو تر مودې په ترسره کړې دنده کې ډېرې پروگرامونه لیکلي او توليد کړي دي.

ادبي هلې- ځلې

پروین ملال د شاعرۍ تر څنگ د لنډو کيسو په برخه کې د پام وړ هڅې کړي دي. د هغې په لوړ تخیل کې درد هم شته او رومان هم، جمال هم شته او جلال هم. دپروین شاعري بیخي فطري ده ـ پروین د خپلې قوي تجربې او ژورې مشاهدې په مټ په دا ډول پنځونې کړي دي چې هر انسان یې د خپل زړه درزا او دضمیر اواز گڼي.

د شعر چاپي اثار

  1. د اوښکو تصور
  2. تبجنه سپوږمۍ
  3. سپوږمۍ په ځنگلزار کې
  4. د خزان طلايي پلونه