پروفیسر ولي محمد خان سیال کاکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر لطیف یاد

دجنوبی پښتونخوا ستر مورخ ، لیکوال، فولکلوریسټ  او اکیډیمیک شخصیت ښا غلي پروفیسر ولي محمد خان سیال کاکړ صیب پښتو ادب او تاریخ ته دقدر  او ستاینې  وړ خدمتونه کړي دي . 

 پروفیسر ولی محمد خان سیال کاکړصیب دجنوبی پښتونخوا یو نومیالی تا ریخپوه  دی او ډیر کتابونه یې په پښتو ژبه لیکلي دي. کله چې ما خپل  د( پښتني قبیلې ) کتاب لیکه نو دجنوبي پښتونخوا دپښتنو قبیلو په اړوند مې دده دکتاب( پښتو اوپښتانه په سهیلي پښتونخوا کې) نه ډیره ګټه اخیستې وه .

ښاغلي پروفیسر سیال کاکړ صیب دامهال سخت ناروغه دی .نن خبرشوم چې دافغانستان ولسمشراشرف غني  ورته د سید جما ل ا لدین افغان میډال ورلیږلی دي ، خو کاشکې دغه میډال یې هغه وخت ورکړای  وای چې دی روغ او رمټ و. 

ت.رازمحمد محمدی