پرمخ د ځوانۍ دانې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پرمخ د ځوانۍ دانې چې په پښتو کې ورته ځوانکې هم وايي؛ انګلېسي او طبي نوم يې (acne vulgaris) دی او په دري ژبه کې رُخ‌جوش ورته وايي. دې ته ځکه د ځوانۍ دانې ويل‌ کېږي چې دا ناروغي زياتره په ځوانانو نارينه وو او ښځينه وو کې پېښېږي. دا د پوستکې ناروغي ده. acne vulgaris داسې کومه مرګوني او دردناکه ناروغي نه ده خو غټه ستونزه يې  دا ده چې د ظاهري ښکلا او د مخ خرابۍ سبب کږي. د پوستکي دا ناروغي تر ډېره پر مخ، د ملا په پورتنۍ برخه، اوږو، اورميږ او سينه باندې پيدا کيږي.

انځور کې يوه شل کلنه مېرمن لیدل کېږي‌ چې پر مخ یې د ځوانۍ دانې پيدا شوي

نښې[سمول]

- پر مخ سپينې دانې را پيدا کيږي، چې ځيني يې سپين او ځيني يې بيا تور سرونه لري؛ 

- که څرګندې دانې نه وي بيا پر هغه ځايونو چې دغه ناروغي خپره شوې وي، پوستکی نازک او سور رنګ لرونکی کيږي؛

- د پوستکې لاندې هم دانې پيدا کيږي، چې سخت درد لري. د دغه نښې - نښانې يې عادي او لومړنۍ دي. په ځينو کې کسانو کې دغه ناورغي يو ډېر بد پړاو ته هم رسيږي. هغه مهال شونډې، سترګې، ژبه او مخ په کې پړسيږي او د مريو د ټپ کېدو له امله ساه اخېستنه مشکله کيږي. 


لاملونه[سمول]

دا ناروغي ډېر وخت د ځوانۍ پر وخت کې وي او په همدې بنسټ يې پښتو نوم ځوانکې ناروغي ده. شونې ده چې د عمر په نورو دورو کې هم پيدا شي خو د ځوانۍ پړاو چې د وجود د جوش پړاو دی دا ناروغي په کې ډېره وي.

د ځوانکې/آکنه يا (Acne) ناروغۍ ځيني لاملونه[سمول]

۱- د پوستکي د غړو د تشريح ډېروالی. هغه کسان چې پوستکی يې غوړ وي او بيا د پوستکي د غړو توليد يې له نارمل اندازې ډېر شي، نو پر مخ يا د پوستکي پر ځينو نورو برخو يې ځوانکې راپيدا کيږي. 

۲- يو بل لامل يې دا چې د مړو ژونکو يا حجرو او د پوستکي د غوړو له امله د وېښتانو د غدو ترشحات بند شي؛ 

۳- د پوستکي يو ډول مضرې بکترياوې دي چې د فعاليت له امله يې د ځوانکې/آکنه يا (Acne) ناروغي پيدا کيږي؛ 

۴- د پوستکي التهابي کېدل چې له لارې يې ځيني ويروسونه او بکتريا پوستکي ته لار پيدا کوي او د دوی د فعالت په پايله کې مخ او د وجود د نورو برخو پوستکی په دې ډول کيږي؛ 

۵- د هورمونو ګډوډي له امله هم ځوانکې پيدا کيږي. هغه هورمون چې د پوستکي غوړ کنټرولوي؛ بلوغ ته د رسېدو پر مهال، ښځو کې د مياشتۍ ناروغۍ پر وخت، د حمل وخت کې، هغه مهال چې د حمل د مخنيوي ځيني درمل خوړل کيږي او د اندېښنو له امله هورمون غير منظم او زيات توليديږي چې پايله کې دغه ستونزه پيدا شي؛ 

۶- ځيني د وېښتانو او مخ کريمونه او شامپوګانې هم ځوانکې/آکنه يا (Acne) ناروغي پيدا کوي؛

۷-  که څوګ دا درمل (steroids, testosterone, estrogen او phenytoin) خوري؛ جانبي عوراض يې ځوانکې هم کيږي؛ 

۸- که وجود ډېر خولې شي نو ښايي چې ځوانکې ناروغۍ ته لار هواره کړي؛ 

۹- ځيني کسانو د خپل پوستکې د سخت ګرولو له امله د پوستکي ځينې دفاعې حجرې وژلې او په پايله کې ورته ځوانکې ناروغي پيدا شوې؛ 

سرچينه[سمول]

پر مخ د ځوانۍ دانې -