پرمختيايي مرسته

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


پرمختيايي مرسته د باندنۍ، نړيوالۍ يا له هېواد د باندې مرستې هغه ډول دی، چې د مخ پر وده هېوادونو د اقتصادي، چاپيريالي، ټولنيزې او سياسي ودې د ملاتړ په موخه د دولتونو او نورو استازوليو له لورې ورکول کېږي. پرمختيايي مرسته، پرمختيايي همکاري، رسمي پرمختيايي مرسته، پرمختيايي سياست، پرمختيايي ملګرتيا او تخنيکي مرسته له پرمختيايي مرستې سره نږدې تړلي مفاهيم دي. د مرستې دا ډول له انسان دوستانه مرستو سره په دې کې توپير لري، چې پرمختيايي مرستې د لنډ مهاله هوساينې په پرتله په يو مخ پر وده هېواد کې په حالتونو کې تل پاتې پرمختګ په نښه کوي. پرمختيايي مرسته په دې ډول د مخ پر وده هېوادونو لپاره د تل پاتې پرمختګ د لومړۍ موخې “Sustainable Development Goal 1” (په هر ځای کې د بېوزلۍ هره بڼه پای ته ورسوئ) د پوره کولو ستره لاره ګڼل کېږي. [۱]

مرسته کېدای شي دوه اړخيزه وي او د يوه هېواد له لورې په سيده ډول بل هېواد ته ورکول شي، يا ښايي څو اړخيزه وي، چې د مرسته کوونکي هېواد له لورې يو نړيوال سازمان لکه نړيوال بانک يا د ملګرو ملتونو استازوليو () ته ورکول کېږي، چې له دې څخه وروسته د مخ پر وده هېوادونو په منځ کې وېشل کېږي. د دوه اړخيز او څو اړخيزو مرستو تر منځ تناسب ۷۰ او ۳۰ سلنه دی. [۲]

د OECD له لورې د اندازه شوې مرستې نږدې ٪۸۰ د رسمي پرمختيايي مرستې “ODA” په توګه له دولتي سرچينو څخه تر لاسه کېږي. پاتې ٪۲۰ يا زياته مرسته د اشخاصو، سوداګريو، مرستندويه بنسټونو يا نادولتي ادارو (لکه Oxfam) څخه ترلاسه کېږي. زياتره پرمختيايي مرسته د لويديځ له صنعتي شو،ي هېوادونو څخه تر لاسه کېږي، مګر د دوی په پرتله ځيني بېوزله هېوادونه هم په مرته کې ونډه اخلي. [۳]

پرمختيايي مرسته په عمومي ډول له هېواده د باندې له اوسېدونکو يا کارکونکو کډوالو څخه د تر لاسه شوې اداينې د رانغاړلو په توګه (ان که دا ډول مرستې د نړيوال لېږد د پام وړ کچه هم جوړه کړي) ځکه نه درک کېږي، چې د مرستو تر لاسه کونکي د رسمي پروژو او خپرونو په پرتله په عمومي ډول اشخاص او کورنۍ دي. ځيني دولتونه د باندنۍ مرستې په نظريه کې فوځي مرسته هم ګډوي، که څه هم نړيواله ټولنه په عمومي ډول فوځي مرسته د پرمختيايي مرستې سره ورته نه ګڼي.

اړوند اصطلاحات[سمول]

بېلابېل اصطلاحات شته چې په ځينو برخو کې له «پرمختيايي مرستې» سره په ورته ډول د کارونې وړ دي، مګر په نورو برخو کې د پام وړ بېلې معناګانې لري.

مرسته: يو ډېر عمومي مفهوم دی، چې انسان دوستانه مرستې (بېړنۍ هوساينه) او نورې اختياري لېږدونې رانغاړلی شي، مګر په مشخص ډول پرمختګ نه په نښه کوي. په مرستې پورې تړلې نور اصطلاحګانې «باندنۍ مرسته»، «نړيواله مرسته» او «له هېواده د باندې مرسته» دي.

پرمختيايي مرسته “Developmental Aid”: هغه اصطلاح ده چې ځيني وختونه د هغه مرستې د ښودلو لپاره کارول کېږي، چې په عام ډول د ګڼل شوې پرمختيايي مرستې په پرتله په زيات ځانګړي يا ګټور ډول پرمختګ ته متمايل وي.

پرمختيايي همکاري “Development Assistance”: د پرمختيايي مرستې “development aid” ورته ويی دی، چې زياتره وختونه د ملګرو ملتونو او د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان “OECD” په شان نړيوالو ناستو کې کارول کېږي. رسمي پرمختيايي مرسته “ODA” هغه مرسته ده، چې د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د غړو هېوادونو له لورې ورکول کېږي او په ځانګړي ډول د تر ټولو ټيت سړي سر عايد لرونکو هېوادونو اقتصادي پرمختګ او هوساينه په نښه کوي. د مرستې دا ډول انسان دوستانه مرستې او همدا راز په سخت حس کې پرمختيايي مرسته هم رانغاړي. [۴]

پرمختيايي ملګرتيا يا مرسته “Development Cooperation”: دا اصطلاح سره له دې چې په روښانه ډول د منظم عمل د بالقوه پراخه لړۍ وړانديز کوي، ډېری وخت له پرمختيايي مرستې سره په ورته يا مترادف ډول کارول شوې ده. د ۲۱ پېړۍ په لومړيو کې «پرمختيايي ملګرتيا يا مرسته» د ګټورې پرمختيايي مرستې لپاره په نړيوالې ملګرتيا “Global Partnership for Effective Development Cooperation” سره مل وينا کې يوه مهمه اصطلاح ګرځېدلې ده. په دې برخه کې د مرستې دا ډول هغه فعاليتونه رانغاړي، چې ښايي په سيده ډول په مرستې پورې تړاو ونه لري. لکه: د کورنۍ او نړيوالې تګلارې بدلونونه، له ګټې جوړونې او مدني ټولنې هستيو سره مرسته او د لږ پرمختللو هېوادونو تر منځ تبادلې. [۵]

د سرچينې، کانال او تر لاسه کونکي له مخې د پرمختيايي مرستې ډولونه[سمول]

نارسمي پرمختيايي “Non-ODA” مرسته[سمول]

د پرمختيايي مرستې شننې ډېری وخت ځکه پر رسمي پرمختيايي مرسته باندې تمرکز کوي، چې دا ډول مرسته په منظم ډول اندازه کېږي او د ډېری هغه څه رانغاړونکې ښکاري، چې خلک يې پرمختيايي مرسته ګڼي. که څه هم د پرمختيايي مرستې ځينې مهمې ډلبندۍ شته، چې له ODA يا رسمي پرمختيايي مرستې څخه د باندې دي، په ځانګړي ډول خصوصي مرسته، اداينې، لږ بېوزله هېوادونو سره مرستې او د نورو مرستندويه دولتونو مرستې.

خصوصي پرمختيايي مرسته[سمول]

له يوه پلوه د دولتي (رسمي) او له بله پلوه د خصوصي (چې له اشخاصو، سوداګريو او د مرستندويه بنسټونو له پانګو څخه تر لاسه کېږي او د مذهبي ادارو او نورو نادولتي سازمانونو له لارې تېرېږي) مرستو تر منځ زياتره وختونه توپير کېږي. رسمي مرسته ښايي د يو حکومت له لورې بل حکومت سره وي، يا دا چې ښايي د منځګړو ادارو لکه د ملګرو ملتونو د استازوليو، نړيوالو مالي بنسټونو، نادولتي سازمانونو يا نورو تړون کونکو له لارې تېرې شي. نادولتي ادارې يا سازمانونه په دې ډول رسمي او خصوصي دواړه مرستې اداره کوي. د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان ته د راپور ورکړل شوې مرستې نږدې ٪۸۰ رسمي او ٪۲۰ خصوصي مرسته جوړوي. [۶]

اداینې[سمول]

د باندنيو کارکونکو له لورې کور ته استول شوې پېسې ښايي د پرمختيايي مرستې يوه بڼه وګڼل شي، که څه هم په عمومي ډول داسې نه ګڼل کېږي. نړيوال بانک اټکل کوي، چې په ۲۰۱۶ ز کال کې مخ پر وده هېوادونو ته د اداينې بهيرونو ټوله کچه ۴۲۲ بيليون ډالر وه، چې د ټولې رسمي پرمختيايي مرستې څخه خورا زياته کچه وه. د اداينې پيسو اصلي طبيعت او اغېزې لا هم د بحث وړ دي. د پيسو نړيوال صندوق راپور ورکړی دی، چې خصوصي اداينې ښايي پر اقتصادي وده باندې ځکه منفي اغېز ولري، چې دا ډول اداينې ډېری وخت د سيمې يا هېواد د اقتصادي پرمختګ په پرتله د اشخاصو او کورنيو له لورې د خصوصي لګښت لپاره کارول کېږي. [۷][۸][۹]

له بېوزلو هېوادونو سره مرستې[سمول]

رسمي پرمختيايي مرستې يوازې له هېوادونو سره مرستې رانغاړي، چې د رسمي پرمختيايي مرستې د تر لاسه کونکي په DAC لښتليک کې دي. دا لښتليک هغه هېوادونه رانغاړي، چې د نړيوال بانک له لورې د ټيټ يا منځني عايد په توګه ډلبندي شوي دي. [۱۰]

کمزوري امتيازي پورونه[سمول]

د يو دولت له لورې بل ته پور ښايي يوازې هغه وخت رسمي پرمختيايي مرسته “ODA” وګڼل شي، چې اصول يې د بازار د اصولو په پرتله په بنسټيز ډول خورا مناسب وي. د دې لپاره کره اصولو وخت په وخت توپير کړی دی. لږ امتيازي پورونه د همدې له امله ښايي د ODA په توګه ونه ګڼل شي، مګر د پرمختيايي مرستې د يو عنصر د رانغاړونکو په توګه ګڼل کېدای شي. [۱۱]

د نورو مرستندويه دولتونو مرستې[سمول]

ځيني دولتونه د معياري پېژندنو، ډلبنديو او نظامونو په کارونې سره د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان “OECD” ته له راپور ورکولو څخه پرته پرمختيايي مرسته چمتو کوي. د يادونې وړ بېلګې چين او هند دي. “OECD” د ۲۰۱۸ ز کال لپاره اټکل وکړ، چې په داسې حال کې چې ټوله رسمي پرمختيايي مرسته “ODA” نږدې ۱۵۰ بيليون ډالر وه، د لسو نورو دولتونو له لورې له شپږ تر اوه بيليون ډالرو پورې نوره رسمي پرمختيايي مرستې ته ورته مرسته ورکړل شوې وه. (دا اندازې هغه مرسته هم رانغاړي، چې د ځانګړتيا له مخې انسان دوستانه او همدا راز خالص پرمختيايي مرسته ده). [۱۲][۱۳]

د تل پاتې پرمختګ ټول رسمي ملاتړ (TOSSD)[سمول]

په دې پوهېدلو سره چې “ODA” ټول هغه لګښتونه نه رانغاړي چې پرمختګ ته وده ورکوي، په ۲۰۱۴ ز کال کې د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د تل پاتې پرمختګ ټول رسمي ملاتړ (Total Official Support for Sustainable Development) يا په لنډ ډول د “TOSSD” په نوم د يو څه پراخه احصائيوي چارچوکاټ جوړول پيل کړل، چې پر نړيوالو دولتي توکو باندې لګښت به ګڼي. “TOSSD” د ۲۰۲۲ ز کال په مارچ کې د تل پاتې پرمختګ موخو د نړيوال شاخص د چارچوکاټ د ۱۷.۳.۱ شاخص لپاره د معلوماتو د يوې سرچينې په توګه تصويب شو، چې موخه يې د پرمختيايي ملاتړ اندازه کول وه. د ۲۰۲۰ ز کال لپاره د “TOSSD” معلومات د تل پاتې پرمختګ لپاره د ملاتړ په موخه له ۳۵۵ بيليون څخه زيات تاديه شويو امريکايي ډالرو ښيي، چې له نږدې ۱۰۰ چمتو کونکو هېوادونو او بنسټونو څخه راټول شوي وو. پرمختګ ته د ژمنتيا لړيال “Commitment to Development Index” چې په کلني ډول د نړيوال پرمختګ مرکز “Center for Global Development” له لورې خپرېږي، د مخ پر وده نړۍ پر لور د تمويل کونکي هېواد پراخه تګلارو ته د کتلو يوه بله هڅه ده. د فعاليت دا ډولونه د پرمختيايي مرستې د يو ډول په توګه جوړ او درک کېدلی شي، که څه هم په عام ډول داسې نه دي. [۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Development Aid and Economic Growth: A Positive Long-Run Relation" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Total flows by donor (ODA+OOF+Private) [DAC1]". OECD. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. OECD, DAC1 Official and Private Flows (op. cit.). The calculation is Net Private Grants / ODA.
  4. "Official Development Assistance (ODA)". OECD. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Nairobi outcome document" (PDF). Global Partnership for Effective Development Cooperation. 1 December 2016. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۴ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. OECD, DAC1 Official and Private Flows (op. cit.). The calculation is Net Private Grants / ODA.
  7. "Migration and Remittances: Recent Developments and Outlook" (PDF). World Bank. April 2018. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۹ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Are Immigrant Remittance Flows a Source of Capital for Development? - WP/03/189
  9. Are Immigrant Remittance Flows a Source of Capital for Development
  10. "DAC List of ODA Recipients". OECD. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اپرېل ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Official development assistance – definition and coverage". OECD. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Development aid drops in 2018, especially to neediest countries". OECD. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Other official providers not reporting to the OECD". OECD. مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Total Official Support for Sustainable Development (TOSSD)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)