پرمختلونکی پير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پرمختلونکی پير (۱۸۹۶-۱۹۱۶ ز) د امريکا په متحده ايالاتو کې د پراخ ټولنيز فعاليت او سياسي سمون پړاو و، چې له ۱۸۹۰ز کلونو نه تر لومړۍ نړيوالې جګړې وخت يې په غېږ کې نيولی و. د پرمختلونکي خوځښت سترې موخې د صنعتي کېدو، ښاري کېدو، کډوالۍ او سياسي فساد نه راولاړو شويو ستونزو ته حل لارې موندل و. ټولنيز اصلاح غوښتونکي تر ډېره بريده د منځنۍ کچې هېوادوال و چې سياسي دستګاوې او د دوی مشران يې په نښه کړل. له واک نه د فاسدو استازو په لرې کولو سره شونې ده چې د ديموکراسۍ لپاره نور وسايل جوړ شي. دوی د باور او شرکتونو په طريقو د انحصاري قوانينو له لارې د انحصاراتو د سمون په لټه کې وو، کوم ته چې د مشروعو رقيبانو د ګټې لپاره مساوي سياليو ته د ودې ورکولو د يوې لارې په سترګه کتل کېدل. دوی د نوي حکومت له دندو او مقرراتو او نويو ادارو نه  ملاتړ وکړ، تر څو دا دندې تر سره کړي، لکه: FDA.[۱]

ځينو پرمختګ پالونکو د الکولي مشروباتو د بنديدو ملاتړ وکړ، په څرګند ډول د دې لپاره چې د هغو سيمه ييزو سياسي مشرانو ځواک له منځه يوسي، چې په سالونونو تمرکز لري، خو د نورو محرک يې بيا مذهبي و. ښځو ته د دې لپاره د رايې حق ورکړل شو، تر څو په سيمه کې د ښځو «پاکې» رايې وکاريږي.درېیمه موضوع په هره برخه کې د یوه اغېزناک خوځښت رامنځ ته کول و، کوم چې کولای شول، د نويتابه وړ زړې لارې چارې وپېژني او په دې برخه کې علمي، طبي او انجنيري لارې چارې پلې کړي، د اغېزناک خوځښت يوه مهمه برخه علمي اداره یا «ټايلوريزم» و. د مايکل مکګر په کتاب «سخته ناخوښي» کې، جين اډمز ويلي دي چې، هغه باور لري چې د صنعتي امريکا د ټولنيزو پولو نه د اوښتو لپاره د «مرستې» پر اړتيا باور لري. [۲][۳][۴]

ډېرکارکوونکي له هغو هڅو سره يو ځای شول، تر څو سيمه یيز حکومت، عامه زده کړې، روغتيا، ماليات، بيمه، صنعت، د اورګاډي لارې، کليساوې او ډېرې نورې برخې سمې کړي. پرمختګپالو ټولنيز علوم، په ځانګړي ډول تاريخ، اقتصاديات او سياسي علوم مسلکي او علمي کړل. په اکاډيميکو برخو کې، د شوقي ليکوال ورځې د څېړنې پروفيسر ته لاره پرانيسته، چا چې په نويو علمي مجلو او مطبوعاتو کې خپرونې وکړې. په ملي سياسي مشرانو کې له جمهوري غوښتونکو نه تيودور روزولټ، رابرټ ايم. لا فولټ او چارلز ايوانز هيوز او له ديموکراتانو نه وليام جنينګز برايان، وودرو ويلسون او ال سميت شامل وو. د ولسمشرۍ له سياسيت ورهاخوا هم د دې خوځښت مشران شته وو: جين ادامز، ګريس ايبټ، ايډيټ ايبټ او سوفونيسبا برکينريج د پرمختلونکي پير د نادولتي اصلاح غوښتونکو له منځه تر ټولو زيات اغېزناک وو.[۵][۶][۷]

په لومړيو کې دې خوځښت، عمدتاً په سيمه ييزه کچه فعاليت کاوه، خو وروسته ايالتي او ملي کچې ته پراخ شو. پرمختګپالو د منځنۍ طبقې ملاتړ تر لاسه کړ، د دوی په ملاتړو کې ډيری قانون پوهان، ښوونکي، ډاکټران، وزيران او سوداګر شامل وو. ځينو پرمختګ خوښوونکو په سختۍ سره د هغو علمي لارو چارو ملاتړ وکړ، چې پر اقتصادياتو، حکومت، صنعت، مالياتو، درملو، ښوونځيو، الهياتو، زده کړې او حتی په کورنيو عملي شوي وو. دوی هغه پرمختګونه تعقيب کړل، چې هغه مهال په لويديځه اروپا کې تر لاس لاندې و او ډېرې تګلارې يې خپلې کړې، لکه په ۱۹۱۳ز کال کې د فدرالي خونديتابه نظام په رامنځ ته کولو سره د بانکي نظام ستر بدلون او په ۱۹۰۸ز کال کې د لومړۍ اعتباري اتحاديې په جوړولو سره متحده ايالاتو ته د مرستندويه بانکدارۍ رسېدل. اصلاح غوښتونکو احساس کړه چې، د زړو تګلارو رويې ضايع او بې اغېزې دي او په ډېر شوق سره د «يوه غوره نظام» په لټه کې وو.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د پرمختګيزو اندونو او هڅو پنځونکي.[سمول]

د مفکرينو، ليکوالانو او فعالانو ځانګړو ډلو د هغو خوځښتونو او اندونو په رامنځ ته کولو او جوړولو کې مهمه ونډه د رلوده، کومو چې د پرمختلونکي پير بڼه وټاکله.

د رسوايي لټون او خپراوی: د فساد رسوا کول[سمول]

په ۱۹۰۰ز کال کې مجلو خپل شهرت او محبوبيت زيات کړ او د ځينو ګډونوال سلګونه زرو ته ورسېدل. د ټوليزو رسنيو د پيل په پړاو کې، د ملي چټکو تبليغاتو پراختيا د دې لامل وګرځېده، چې د مشهورو مجلو د پوښ نرخ په تېزۍ سره نږدې لس سنټه کم شي او په دې توګه د هغې د استعمال په وړاندې مالي خنډونه هم کمښت پيدا کړي. د مجلو په تيراژ کې د پام وړ پرمختګ بل لامل په سياست، سيمه ييز حکومت او سترو سوداګريو کې فساد ته زيات پوښښ ورکول و، په ځانګړي ډول د هغو ژورنالستانو او ليکوالانو له خوا چې د افشاکوونکو (muckrakers) په نوم وپېژندل شول. دوی مشهورو مجلو ته ليکنې کولې، تر څو سياسي او ټولنيزې تېروتنې او نيمګړتياوې رسوا کړي. په خپل څيړنيز ژورنالیزم په تکيه کولو سره، دې رسواکوونکو ډېر ځله داسې کار کاوه، تر څو ټولنيز زيانونه او شرکتي او سياسي فساد رسوا کړي. رسوا کوونکو مجلو چې د يادولو وړ يې McClure's ده، شرکتي انحصارات او سياسي دستګاوې په لاس کې واخستې، په ورته وخت کې يې د اوږدې مودې ښاري بې وزلۍ، ناخوندي کاري شرایطو او ټولنيزو مسائلو په اړه، لکه: د ماشومانو کار کولو په اړه عامه پوهاوی لوړ کړ. ډېرو رسوا کوونکو ناخيالي لیکنې کولې، خو خيالي ښودنو هم ستر اغېز درلود، لکه هغه څه چې د اپټون سينکلر له خوا تر سره شول.  د ۱۹۰۶ز کال په خپل ناول (ځنګل) کې، سينکلر په کڅوړو کې د غوښو د اچولو صنعت ناروغوونکي او نا انساني کارونه رسوا کړل، لکه چې د ځنګل په کتاب کې يې په خپله په څرګند ډول روښانه کړې ده. هغه په کنايه کې وويل: «ما د ولس د زړه نښه ونيوله، خو ناڅاپي مې هغوی په خېټه ووهل» چې په دې ډول لوستونکوسره د غوښتنې د پلټنې د قانون او د سوچه خوراک او درملو د قانون غوښتنه وکړه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

هغه ژورنالستان چې د بې ګټې، فساد او رسوايۍ په خپرولو کې پوه و، په ايالتي او سيمه ييزه کچه فعاليت کاوه، لکه ری ستانارډ بيکر، جورج کريل او برنډ ويتلاک. نورو لکه: ليکلن سټيفنس په ډېرو سترو ښارونو کې سياسي فساد رسوا کړ، ايډاتاربل د « John D. Rockefeller's Standard» د تيلو پر شرکت د نيوکو له امله شهرت وموند. په ۱۹۰۶ز کال کې، ډيويډ ګراهام فيليپس د متحده ايالاتو د سنا پر مجلس د فساد يو توند سند خپور کړ. روزولټ دې ژورنالستانو ته مستعار نوم ورکړ او شکايت يې وکړ، چې دوی د ټولو ستونزو په شيندلو سره مرستندوی نه دي.[۱۸][۱۹]

نوی والی[سمول]

پرمختګ خوښوونکي د نوي تابه لېوال وو، د ټولنې د نيمګړتياوو د لرې کولو لپاره يې په علم او تيکنالوژۍ باور درلود.دوی زده کړې ته د دوی د اوسنۍ بې ګټې ټولنې او په تيکنالوژۍ سره روښانه شوې راتلونکې ټولنې تر منځ شته درز باندې د يوه پل په سترګه کتل. د پرمختګپالنې په ځانګړتياوو کې د ښاري صنعتي ټولنې، د انسان په دې وړتيا باور چې کولای شي چاپېريال او زده کړه ييز ژوند ته وده ورکړي، په اقتصادي اوټولنيزو چارو کې د لاسوهنې مسئوليت، د ماهرينو پر وړتيا او حکومت د مداخلې د اغېزمنتيا په وړاندې مثبت درېځ نيول شامل وو. علمي اداره، څه ډول چې فردريک وينسلو ټيلور اعلان کړی دی، د صنعتي اغېزناکتيا او ضايعاتو له منځه وړلو لپاره يو شعار وګرځېد چې سټاپ واچ يې نښه وه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

بشر دوستي (خېر غوښتنه)[سمول]

د شتمنو کورنيو شمېر خورا زيات شو، په داسې حال کې چې د ۱۸۷۰ز کلونو په اوږدو کې د ميليونرانو شمېر د سل په شا او خوا کې و، دا شمېره په ۱۸۹۲ز کال کې څلورو زرو ته او په ۱۹۱۶ز کال کې شپاړس زرو ته لوړه شوه. ډيریو د انډرو کارنګي په عقايدو کې ګډون وکړ چې د شتمنۍ په انجيل « The Gospel of Wealth» کې بیان شوې وه او وايي چې: دوی د ټولنې په وړاندې د مسئوليت پوروړي دي، دوی پوهنځيو، روغتونونو، روغتيايي څېړنو، کتابتونونو، موزيمونو، دين او ټولنيزپرمختګ لپاره د بشر دوستۍ پر بنسټ د ورکړې غږ پورته کړ.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچینې[سمول]

  1. John D. Buenker, John C. Boosham, and Robert M. Crunden, Progressivism (1986) pp 3–21
  2. James H. Timberlake, Prohibition and the progressive movement, 1900–1920 (1970) pp 1–7.
  3. On purification, see David W. Southern, The Malignant Heritage: Yankee Progressives and the Negro Question, 1900–1915 (1968); Southern, The Progressive Era And Race: Reaction And Reform 1900–1917 (2005); Norman H. Clark, Deliver Us from Evil: An Interpretation of American Prohibition (1976) p 170; and Aileen Kraditor, The Ideas of the Woman Suffrage Movement: 1890–1920 (1967). 134–36.
  4. McGerr, Michael. A Fierce Discontent: The Rise and Fall of the Progressive Movement in America, 1870-1920. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 77. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Richard Hofstadter, The Progressive Historians: Turner, Beard, Parrington (1968)
  6. Joseph Dorfman, The economic mind in American civilization, 1918–1933 vol 3, 1969
  7. Barry Karl, Charles E. Merriam and the Study of Politics (1975)
  8. George Mowry, The California Progressives (1963) p 91.
  9. Daniel T. Rodgers, Atlantic Crossings: Social Politics in a Progressive Age (1998)
  10. Michael Kazin; et al. (2011). The Concise Princeton Encyclopedia of American Political Turn up History. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 181. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400839469. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Credit Union History". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Credit Union History". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Peter C. Holloran et al. eds. (2009). The A to Z of the Progressive Era. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 266. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810870697. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  14. Judson A. Grenier, "Muckraking the muckrakers: Upton Sinclair and his peers." in David R Colburn and Sandra Pozzetta, eds., Reform and Reformers in the Progressive Era (1983) pp: 71–92.
  15. Herbert Shapiro, ed., The muckrakers and American society (Heath, 1968), contains representative samples as well as academic commentary.
  16. The Meat Inspection Act
  17. Arlene F. Kantor, "Upton Sinclair and the Pure Food and Drugs Act of 1906.: 'I aimed at the public's heart and by accident, I hit it in the stomach'." American Journal of Public Health 66.12 (1976): 1202–1205.
  18. Robert Miraldi, ed. The Muckrakers: Evangelical Crusaders (Praeger, 2000)
  19. Harry H. Stein, "American Muckrakers and Muckraking: The 50-Year Scholarship," Journalism Quarterly, (1979) 56#1 pp. 9–17
  20. John D. Buenker, and Robert M. Crunden. Progressivism (1986); Maureen Flanagan, America Reformed: Progressives and Progressivisms, 1890–the 1920s (2007)
  21. Samuel Haber, Efficiency and Uplift Scientific Management in the Progressive Era 1890–1920 (1964) 656
  22. Daniel Nelson, Frederick W. Taylor and the Rise of Scientific Management (1970).
  23. J.-C. Spender; Hugo Kijne (2012). Scientific Management: Frederick Winslow Taylor's Gift to the World?. Springer. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781461314219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Olivier Zunz, Philanthropy in America: A History (2012) ch 1 excerpt and text search
  25. Nikki Mandell, "Allies or Antagonists? Philanthropic Reformers and Business Reformers in the Progressive Era," Journal of the Gilded Age and Progressive Era (2012), 11#1 71–117.
  26. Branden Little. "Review of Jones, Marian Moser, The American Red Cross from Clara Barton to the New Deal" H-SHGAPE, H-Net Reviews. August 2013, online
  27. Zunz, p. 42