پراگا وې ۳ اس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پراگا وې۳اس
Praga V3S
هېواد چکوسلواکيا
د موټر جوړونکي Praga
د موټر ډول باروړونکي موټر

پراگا وې ۳ اس (په چېکي:Praga V3S, vétřieska, vejtřaska) د درو ټنو پوځي باروړونکي موټر دي چی د چکوسلواکيا په جمهوريت کی د ۱۹۵۳ کال څخه تر ۱۹۸۵ کال پورې جوړېده او په دي وخت کی دغه موټر د نړۍ تر ټولو ښه باروړونکي موټر وو. دغه باروړونکي موټر په ځانگړي ډول د چکوسلواکیا د پوځ لپاره جوړ شو خو څو کلو وروسته د پراگا غیر پوځی باروړونکي موټر هم جوړ شو.

توصيف

د پراگا وې ۳ اس باروړونکي موټر د ۶ سلننډره ډیزلي ماشین (ټاټرا ۱-۹۱۲ ) لري چی د هوا پواسطه سړېږي. حجم یی ۷۴۱۲ سانتیمتر مکعب دی او قدرت یی ۷۰ کیلو واټو ته رسېږي. د موټر سرعت ۶۰ کیلومټره په ساعت کی دي.