پرانیستی سرحد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پرانیستی سرحد هغه سرحد ته ویل کېږي چې د تګ راتګ د بې‌محدودیته قضايي حوزو تر منځ د خلکو (او توکو) د ازاد حرکت یا تګ راتګ امکان برابروي او پر سرحد بنسټیز کنترول نه لري. یو سرحد ښايي له دې امله پرانیستی سرحد وي چې د ارادي قوانینو په دلیل د خلکو د ازاد تګ راتګ امکان برابروي؛ یا هم ښايي یو سرحد له دې امله پرانیستی سرحد وي چې قانوني کنترول پرې موجود نه وي، یا مناسب اجراات نه وي او یا هم کافي څارنه موجوده نه وي. یوه پخوانۍ بېلګه یې د اروپا د اکثرو اقتصادي سیمو د غړو (د اروپا د ازادو سوداګریزو سیمو او اروپايي اتحادیې) تر منځ د شینګن هوکړه‌لیک دی. دویمه بېلګه یې د هند او بنګله‌دېش تر منځ سرحد دی چې د کنترولېدو په حال کې دی. د «پرانیستو سرحدونو» اصطلاح د توکو او خدماتو له جریان پرته یوازې د خلکو جریان، او د خصوصي شتمنۍ د سرحدونو تر څنګ یوازې د سیاسي قضايي حوزو تر منځ سرحدونو ته کارول کېږي.[۱][۲]

دا چې ځینې هېوادونه پر داخلي سرحدونو کنترول ساتي، پرانیستي سرحدونه د خپلواکو هېوادونو په داخلي سرحدونو کې د فرعي برخو تر منځ د سرحدونو معیارونه دي (د بېلګې په توګه د چین د خلق جمهوریت او «هانګ کانګ» او «ماکایو» ځانګړو اداري سیمو تر منځ؛ یا هم د متحدو ایالتونو او نورو سیمو لکه ګوام، شمالي ماریانا، امریکايي ساموا او نورو لرو پرتو ټاپو ګانو تر منځ سرحدونه یادولی شو). پرانیستي سرحدونه د فدراسیونونو د غړو هېوادونو تر منځ هم معمول دي، ښايي د غړو هېوادونو تر منځ حرکت (ډېر لږ) په استثنايي شرایطو کې کنترول شي. فدراسیونونه، کنفدراسیونونه او دې ته ورته ګڼ‌ملیتي اتحادیې معمولاً د یوه ټولیز سرحدي کنترول د سیستم له لارې د بهرنیو سرحدونو کنترول ساتي، د دې تر څنګ له نورو هغو هېوادونو سره د ځانګړو نړیوالو هوکړه‌لیکونو له مخې پرانیستي سرحدونه لري چې غړي نه دي – لکه د شینګن د هوکړه‌لیک هېوادونه چې پاس یې یادونه وشوه.

پخوا ډېرو هېوادونو د قانوني محدودیتونو د نشتون له امله نړیوال پرانیستي سرحدونه نه لرل. د «جان مینارډ کینز» په ګډون ډېرو لیکوالانو د شلمې پېړۍ لومړي کلونه او په ځانګړي ډول لومړۍ نړیواله جګړه د دغه ډول کنترولونو د عامېدو پیل بللی دی.[۳]

د یوه سیاستي انتخاب په توګه د نړیوالو پرانیستو سرحدونو د دودېدو یا عامېدو لپاره تیت پرک هڅې شوې دي. پرانیستي سرحدونه له ۱۸۸۹ ز کال وروسته په چټکۍ سره عام شول. د کډوالۍ نړیوال کنفرانس چې د ۱۹۲۴ ز کال په مې میاشت کې په روم کې ترسره شو، وویل چې که هر څوک وغواړي نو بل هېواد ته د کډوالېدو حق لري. تر ۱۸۸۰یمې لسیزې وړاندې متحدو ایالتونو ته ورتلونکي کډوال په بشپړ ډول نه کنترولېدل. د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې له یوه هېواد څخه بل هېواد ته د خلکو کوچ اسانه شو. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته هېوادونه د ډېرو نویو کاریګرو په لټه کې وو او جرمني د کار لپاره د ډېرو خلکو د جذب په موخه یو کاري پروګرام پیل کړ. وروسته بیا له ۱۹۷۰یمې لسیزې څخه تر ۱۹۸۰یمې لسیزې پورې په صنعتي هېوادونو کې ټینګ یا سختګیرانه سرحدونه رامنځته شول. دا مهال د کم مهارتو او کم عایدو کسانو لپاره کوچېدنه محدوده او څه ناڅه سخته ده.[۴]

د سرحدونو ډولونه[سمول]

په ټوله نړۍ کې بېلابېل ملي سرحدونه کارول کېږي چې ځینې یې دا دي:

مشروط پرانیستی سرحد هغه سرحد ته ویل کېږي چې خلکو ته په کې د یو لړ ځانګړو شرایطو له مخې د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي. دغه ځانګړي شرایط چې په نورو ډولونو عملي کېدونکي سرحدي کنترولونه محدودي، کېدای شي د یوه نړیوال هوکړه‌لیک یا نړیوالو قوانینو له مخې تعریف یا مشخص شي، یا هم دغه ځانګړي شرایط د هغې قضايي حوزې د مقرراتو یا قانون له مخې مشخصېږي چې خلک ورځي. کوم کسان چې نوې قضايي حوزې ته دننه کېږي، باید په مشروطو پرانیستو سرحدونو کې داسې ادعا وړاندې کړي چې وښيي ولې دغې قضايي حوزې ته د ننوتلو په شرایطو برابر دي. قضايي حوزه ښايي دغه کسان تر هغه مهاله پورې ونیسي چې دغې قضايي حوزې ته یې د داخلېدو لپاره کړې ادعا تایید شي، یا یې هم ښايي په دې قضايي حوزه کې د ادعا له ثابتېدو سره سم خوشي شي. کله چې یو مشروط پرانیستی سرحد مجاز وي، باید د دې ډاډمنتیا لپاره ډېره هڅه وشي چې سرحدي کنترولونه به تر داسې حده نه ماتېږي چې د پرانیستي سرحد حالت غوره کړي. د مشروطو پرانیستو سرحدونو بېلګه د هر هغه هېواد سرحد دی چې د ۱۹۵۱ ز کال د کډوالو د کنوانسیون له امله کډوالو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي، یا هم د هغو قوانینو له مخې د تګ راتګ اجازه ورکوي چې ژوند ته د مستقیم ګواښ له امله د تېښتې په صورت کې له سرحده تېرېدل په کې مجاز وي. بله بېلګه یې د ایرلنډ او بریتانیا تر منځ سرحد دی. دغه دوه هېوادونه خپلو وګړو ته د بې محدودیته تګ راتګ اجازه ورکوي، خو که څوک وغواړي چې د ایرلنډ د سیند له لارې لاړ شي او له خپل تګ راتګه خوند واخلي، ښايي له هماغه کس څخه وغوښتل شي چې په بندرونو او هوايي ډګرونو کې داسې اسناد وړاندې کړي چې وښيي د بریتانیا یا ایرلنډ وګړی دی. دا کتنې د کډوالو د افسرانو نه، بلکې د پولیسو له‌خوا کېږي. (د ۲۰۱۸ ز کال له اکتوبر میاشتې را وروسته د دغو دواړو هېوادونو تر منځ په ځمکني سرحد کې دغه ډول کنترول نه‌شته).

کنترول شوی سرحد هغه سرحد ته ویل کېږي چې د بېلابېلو قضايي حوزو تر منځ خلکو ته د تګ راتګ امکان برابروي، خو کله ناکله پر تګ راتګ محدودیتونه لګوي. په دغه ډول سرحد کې ښايي تېرېدونکی کس وېزې ته اړتیا ولري یا هم ښايي په نوې قضايي حوزه کې له وېزې پرته د لنډمهالي سفر اجازه ورکړل شي. په کنترول شوي سرحد کې د اشخاصو د تګ راتګ د ثبتولو لارې چارې موجودې وي تر څو په راتلونکي کې د وېزې له اړوندو شرایطو سره برابروالی وکتل شي. یو کنترول شوی سرحد د تېرېدونکي شخص پر هغه کار محدودیتونه لګولی شي چې په نوې قضايي حوزه کې یې ترسره کوي. دا معمولاً په کاري محدودیتونو کې را څرګندېږي، د دې تر څنګ هغه موده هم محدودولی شي چې یو شخص یې په قانوني ډول په نوې قضايي حوزه کې د پاتې کېدو لپاره لري.[۵]

تړلی سرحد هغه سرحد ته ویل کېږي چې د بېلابېلو قضايي حوزو تر منځ د کمو استثناوو له مخې یا له استثنا پرته د خلکو د تګ راتګ مخه نیسي. دغه سرحدونه معمولاً داسې دېوالونه لري چې هره سرحدي دروازه یې تړلې ده او که دا سرحدې دروازې پرانیستل شي، یوازې په استثنايي حالتونو کې خلکو ته د تګ راتګ امکان برابروي. ښايي په اوس مهال کې د تړلو سرحدونو تر ټولو مشهوره بېلګه د شمالي کوریا او سوېلي کوریا تر منځ غیر پوځي سیمه وي. د برلېن دېوال هم تړلی سرحد بللی شو.[۶]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite conference
  2. "Definition of "open border"". dictionary.cambridge.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Keynes, John Maynard (1920). "2". The Economic Consequences of the Peace. New York: Harcourt Brace. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Casey, John P. (2009). "Open Borders: Absurd Chimera or Inevitable Future Policy?". International Migration. 48 (5): 14–62. doi:10.1111/j.1468-2435.2009.00514.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Orbis | Foreign Policy Research Institute" (PDF). Fpri.org. 2014-05-08. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Smith, Rogers (2013). Citizenship, borders, and human needs. University of Pennsylvania Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)