پخوانی انسان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پخوانی انسان (په لاتیني ژبه «مخکښ انسان») د لرغوني انسان یو ورک شوی/منقرض ډول دی چې د د سېرا ډي اتاپورکا په نوم د اسپانیا د تولیدي لرغون پېژندنې په یو ځای کې له ۱.۲ تر ۰.۸ میلیون کاله مخکې د لومړني پلیستوسن (د ځمکپوهنې د دورو یوه فرعي ټولکه، ژباړه) په دوران کې ثبت شوې ده. د دغې ډول نفوس ښايي د لویدیځې اروپا په ګڼو نورو برخو کې هم موجود و او هغه لومړني وګړي وو چې د نړۍ هغه سیمه يې خپله مستعمره ګرځولې وه، له همدې امله په دې نوم نومول شوي دي. لومړني پاتې‌شونې/فوسیل په ۱۹۹۴ کال کې د ګران دولینا په غار کې وموندل شول او دا نوعه په ۱۹۹۷ کال کې په رسمي ډول د نننیو انسانانو او نئاندرتالانو د وروستي مشترک نیکه په توګه تشرېح شو او په دې سیمه کې د هومو هایډلبرګینسیس (د لرغونو انسانانو له‌منځه تللی فرعي ډول، ژباړن) ځای ناستی شو. پخوانی انسان په هغه مهال کې د مدرن/نوي انساني نسل یوه څانګه تفسیر شوې، که څه هم په احتمالي ډول تر نوي انسان/نئاندرتال لږ څه مخکې سره منشعب شوي دي.  

د ډېر لرغونتوب سره سره په ناببره ډول د پخوانیو انسانانو په پرتله ډېر نننیو انسانانو ته ورته دي- یعنې د ټولیز اواروالي او همدارنګه له پورتنۍ زامې سره د یو ځای کېدو په برخه کې د غمبوري د هډوکي ژوروالي کې ورته بريښي – که څه هم دا عناصر یواځې له یوې ځوانې بېلګې څخه پېژندل شوي. د ماغزو حجم د ۱۰۰۰ سي سي (۶۱ مکعب اینچه) یا تر دې ډېر کېدی شي، خو هيڅ بشپړه ککرۍ نه ده کشف شوې. که د نن ورځې له مدرنو انسانانو سره يې پرتله کړو دا حجم په نارینه‌وو کې په منځنۍ کچه ۱۲۷۰ سانتي متر مکعب او په ښځینه‌وو کې ۱۱۳۰ سانتي متر مکعب دی. د ونې/قد اندازه له ۱۶۲.۳ تر ۱۸۶.۸ سانتي مترو (۵ فوټه او ۴ اېنچه – ۶ فوټه او ۲ انچه) پورې اټکل کیږي. پخوانیو انسانانو ښايي د نئاندرتالانو په څېر پراخې او نسبتاً پياوړې سینې لرلې، که څه هم اندامونه يې په نسبي ډول اوږده و او دا ځانګړنه په حاره‌يي نفوسونو کې ډېره عامه وه. د ګونډو ګردي یې نري او کمزروي ټينډوني (پله) الصاقات یې لرل. له پښو څخه يې دا څرګندیږي چې پخواني انسانان د ننیو په پرتله په بېل ډول پر لار تلل.  

پخواني انسان تر ډېره په ساده ډول له کوارتز او چرت ډبرو څخه د ساده ګاټو او بڅرو له جوړولو سره ډبریز اسباب جوړول که څه هم هغوی له بېلابېلو موادو څخه کار اخیست. دا صنعت د اشولي پېچلي صنعت ته ورته‌والی لري، هغه صنعت چې د افریقايي او وروستیو اروپايي سیمو ځانګړنه ده. ښايي ځینې ډلې د ښکاري مېلو لپاره د بارچالانۍ په حال کې وې چې په ساوانا او مخلوطو ځنګلي سیمو کې يې هوسۍ موخه ګرځولې. د پخوانیو انسانانو ډېری بېلګې ښايي د یو کلتوري عمل په توګه انسان خوارې شوې وې. هېڅ داسې شواهد نه‌شته چې هغوی به له اور څخه کار اخیسته او په ورته ډول یواځې د تودو دورو پر مهال په ایبریا کې مېشت وو او احتمال دا دی چې له دې حالت پرته به يې د سمندغاړو په لور شاتګ کاوه.  

ډلبندي[سمول]

د څېړنې تاریخچه[سمول]

د اسپانیا په شمال کې د اتاپوئرکا غرونه له ډېر پخوا راهیسې د فوسیلي پاتې‌شونو لپاره پېژندل شوي وو. ګران ډولېنا («لوی ډنډ») د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۶ کال کې د لرغونپوه فرانسیسکو جوردا له‌خوا په یوه لنډ سیمه‌ییز سفر کې د فوسیلونو په موخه وسپړل شو او هلته يې د حیواناتو او ډبریزو وسایلو څو فوسیلونه وموندل. هغه د خپل کار د ډېر دوام لپاره د بشري سرچینو له کمښت سره مخ و. په ۱۹۷۶ کال کې اسپانیوي لرغونپوه ټرینیډاد ټورس د يېږ د فوسیلونو لپاره ګران ډولېنا وسپړله (هغه د اورسوس يېږو پاتې شوني بیا وموندل) خو د اېډوالیس د غارپوهنې ټيم هغه ته سپارښتنه وکړه چې د سیما ډي لوس هوئسوس («د هډوکو کنده») په شاوخوا کې خپل کار ته دوام ورکړي په دغه سیمه کې يې د يېږو پر فوسیلونو سربېره د لرغونو انسانانو فوسیلونه هم وموندل او د اتاپورکا غره د عظیم اکتشاف لامل شو، چې په لومړیو کې يې مشري د اسپانیوي لرغونپوه امیلیانو اګویر پر غاړه وه، خو په چټکۍ د خوزه ماریا برمودز ډی کاسټرو، اولډ کاربون او خوان لوئیس ارسواګا له‌خوا ونیول شو. دوی په ۱۹۹۲ کال کې د ګران ډولېنا کیندنه بیا پیل کړه او دوه کاله وروسته یې د لرغونو انسانانو پاتې‌شونې وموندل او دا يې په ۱۹۹۷ کال کې په رسمي ډول د نوي ډول، لرغونو انسانانو په توګه تشرېح کړل. د نوعې نوم/هلوټایپ ATD6-5 نمونه دی، د لاندینۍ زامې ښي لورته یوه ټوټه چې مولر غاښونه ساتي او له یو شمېر بېلو غاښونو سره رغېږي. کاسټرو او همکارانو يې په‌خپل اصلي تشریحي بیان کې دا نوعه لومړني انسانان یاد کړل چې اروپا يې خپله مستعمره ګرځولې وه او له همدې امله يې پخواني ونومول («په لاتیني کې د مخکښ پلټونکي» یا «لومړنۍ استوګن») په معنا دی. [۱][۲]

په ګران ډولېنا کې د پلیستوسن رسوبي مواد له  TD1 څخه تر TD11 («trinchera dolina"  یا "sinkhole trench») پورې یوولسو واحدونو وېشل کېږي. پخوانی انسان يې په TD6 واحد کې وموندل شو، چې په پایله کې په سیمه کې د څېړنو په غوره واحد بدل شو. د کیندنې ټيم له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۵ کال پورې په لومړنیو سیمه‌ییزو فصلونو کې په سویل ختیځه برخه کې د ۶ متر مربع (۶۵ فوټ) په مساحت یوه ازمویښتي کنده وکیندله (تر څو وګوري چې په دې واحد کې نورو ډېرو سپړنو ته اړتیا شته که نه). انساني فوسیلونه د لومړي ځل لپاره ارورا مارټین ناجارا کشف کړل؛ دا ۳۰ سانتي متریزه (۱۲ اینچه) سطحه چې یاد پاتې‌شوني په‌کې کشف شول د ارورا (قطبي سپېده داغ) پوړ په نوم یادیږي. د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کې په مرکزي برخه کې د ۱۳ متر مربع (۱۴۰ فوټ) په اندازه یوه مثلثي برخه وکیندل شوه. انساني فوسیلونه په شمالي برخو کې هم وموندل شول. په ټوله کې د پخواني انسان ۱۷۰ نمونې موندل شوې دي. تر ټولو غوره خوندي پاتي شوي واحدونه  ATD6-15  او  ATD6-69 دي (په احتمالي ډول له یو فرد سره تواړ لري) چې په روښانه ډول د مخ اناتومي څرګندوي. له ورپسې سیمه‌ییز فصلونو څخه شاوخوا ۶۰ نورې بېلګې ترلاسه شوې. د پخواني انسان د اسکلېټ ترلاسه شوې برخې دا دي: د مخ عناصر، ګروې/ د ټټر دوه لوی هډوکي، لیڅه/ساعد، ګوتې، ګونډې او څو شمزۍ/فقرې او پوښتۍ. [۳][۴][۵]

په ۲۰۰۷ کال کې د ښکتنۍ زامې یوه ټوټه ATE9-1 له غاښونو سره د سیما ډېل اېلفنټ (د فیل کندې) ته نږدې د TE9 («trinchera elefante ») په واحد کې وموندل شوه چې له ۲۰ تر ۲۵ کلن فرد پورې تړلې وه او په لنډمهال ډول د کاربونیل له‌خوا پخواني انسان ته ځانګړې شوه. په دې سیمه کې سربېره پر دې د ډبرو بڅرکي او د قصابۍ شواهد هم موجود وو. په ۲۰۱۱ کال کې د سیما ډېل الفانته موادو تر یوې ژورې تجزیې او شننې وروسته کارسټرو او ملګري یې د نوعې د ډلبندۍ په اړه ډاډمن نه و او دا یې غوره ګڼله چې د هومو نوعه پرېږدي. (د نوعو د تعینولو په تړاو د کومې نظريې پرته) د ګڼو نورو کشفیاتو په تمه وو. [۶][۷]

په ګران ډولېنا کې د ډبریزو توکو ټولګه په ټوله لویدیځه اروپا کې په ټولیز ډول څو معاصرو توکو ته ورته ده، چې ښايي د هم‌هغه ډول د کار ښکارندويي وکړي که څه هم دا د تایید وړ نه ده ځکه له ډېری سیمو هېڅ فوسیل نه دي تولید کړي. په ۲۰۱۴ کال کې د انګلستان په هاپسبورګ کې له ۱.۲ میلیون څخه تر ۸۰۰۰۰۰ کلونو مخکې مهال اړوند د پښو پلونه کشف شول چې په بالقوه ډول يې د پخواني انسان د یوې ډلې ځانګړنې وې، ځکه دا یواځینۍ انساني نوعه ده چې هغه مهال په لویدیځه اروپا کې پېژندل شوې ده.   [۸]

سرچينې[سمول]

  1. de Castro, J.-M. B. (2015). "Homo antecessor: The state of the art eighteen years later". Quaternary International. 433: 22–31. doi:10.1016/j.quaint.2015.03.049. ... a speciation event could have occurred in Africa/Western Eurasia, originating a new Homo clade [...] Homo antecessor [...] could be a side branch of this clade placed at the westernmost region of the Eurasian continent. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. Bermudez de Castro, J.M.; Arsuaga, J.L.; Carbonell, E.; Rosas, A.; Martinez, I.; Mosquera, M. (1997). "A hominid from the Lower Pleistocene of Atapuerca, Spain: possible ancestor to Neandertals and modern humans". Science. 276 (5317): 1392–1395. doi:10.1126/science.276.5317.1392. PMID 9162001. S2CID 31088294. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Campaña, I.; Pérez-González, A.; Benito-Calvo, A.; Rosell, J.; Blasco, R.; de Castro, J. M. B.; Carbonell, E.; Arsuaga, J. L. (2016). "New interpretation of the Gran Dolina-TD6 bearing Homo antecessor deposits through sedimentological analysis". Scientific Reports. 6 (34799): 34799. Bibcode:2016NatSR...634799C. doi:10.1038/srep34799. PMC 5054435. PMID 27713562. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. Fernández-Jalvo, Y.; Díez, J. C.; Cáceres, I.; Rosell, J. (1999). "Human cannibalism in the Early Pleistocene of Europe (Gran Dolina, Sierra de Atapuerca, Burgos, Spain)". Journal of Human Evolution. 37 (34): 591–622. doi:10.1006/jhev.1999.0324. PMID 10497001. S2CID 25096156. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Carretero, J. M.; Lorenzo, C.; Arsuaga, J. L. (1999). "Axial and appendicular skeleton of Homo antecessor". Journal of Human Evolution. 37 (3–4): 459–499. doi:10.1006/jhev.1999.0342. PMID 10496997. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Carbonell, E. (2008). "The first hominin of Europe". Nature. 452 (7186): 465–469. Bibcode:2008Natur.452..465C. doi:10.1038/nature06815. hdl:2027.42/62855. PMID 18368116. S2CID 4401629. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. de Castro, J. M. B.; Martinón-Torres, M.; Gómez-Robles, A.; Prado-Simón, L.; Martín-Francésa, L.; Lapresa, M.; Olejniczaka, A.; Carbonell, E. (2011). "Early Pleistocene human mandible from Sima del Elefante (TE) cave site in Sierra de Atapuerca (Spain): A comparative morphological study". Journal of Human Evolution. 61 (1): 12–25. doi:10.1016/j.jhevol.2011.03.005. PMID 21531443. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. Ashton, N.; Lewis, S.G.; De Groote, I.; Duffy, S.M.; Bates, M.; Bates, R.; Hoare, P.; Lewis, M.; Parfitt, S. A.; Peglar, S.; Williams, W.; Stringer, C. (2014). "Hominin footprints from Early Pleistocene deposits at Happisburgh, UK". PLoS One. 9 (2): e88329. Bibcode:2014PLoSO...988329A. doi:10.1371/journal.pone.0088329. PMC 3917592. PMID 24516637. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)