پایداره کرنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پایداره کرنه یا پرمالکچر د ځمکې د مدیریت او د مېشت‌ځای د ډیزاین یا طراحۍ یوه تګلاره ده چې په ودانو یا بسیا طبیعي ایکوسیستمونو کې لیدل شوي ترتیبات عملي کوي. په دې کې د ډیزاین یو لړ هغه اصول شاملېږي چې د ټول سیستم د تفکر په مرسته ترلاسه شوي دي. دغه اصول په بیاتولیدي کرنه، ښاري پلان جوړونه او د ټولنې په پایښت کې کاروي یا عملي کوي. پایداره کرنه په لومړیو کې له «دایمي کرنې» څخه اخیستل شوې وه، خو وروسته د «دایمي فرهنګ» په معنا وکارول شوه او ټولنیز اړخونه یې را ونغښتل. دغه اصطلاح په ۱۹۷۸ کال کې «مولیسون» او «ډېوېډ هولمګرن» مطرح کړه او دا مفهوم یې په کرنه کې د څه ناڅه دودیزو او طبیعي کړنلارو پر ځای په مدرنو صنعتي مېتودونو سره فورمول‌بندي کړ.[۱][۲][۳]

پایداره کرنه ګڼې څانګې لري چې ایکولوژيک ډیزاین، ایکولوژيکي انجنیري، بیاتولیدي ډیزاین، چاپېریالي ډیزاین او ودانیزې چارې یې د بېلګې په توګه یادولی شو. همدا راز د اوبو د سرچینو مدیریت، پایداره معماري او بیاتولیدي او ځان‌ساتي مېشت‌ځایونه او له طبیعي ایکوسیستمونو څخه د کرنې ماډل شوي سیستمونه هم په کې شاملېږي.[۴][۵]

پایداره کرنه د ټول سیستم د تفکر پر بنسټ ولاړې ډیزایني پروسې کاروي او په جریان کې ټول هغه موجود توکي او انرژي په پام کې نیسي چې پر وړاندیزي بدلونونو اغېز کوي یا یې تر اغېز لاندې راځي. له عملي پلوه په دې معنا ده چې د بېلګې په توګه د ځمکنیو اوبو د جریان تر اصلاح وړاندې سرچینې ته نږدې او له سرچینې لرې ټولې اغېزې په پام کې ونیول شي. یا کله چې د نباتاتو د ګڼې ګوڼې په څېر ستونزه یادوو، پر دې فکر کوو چې له منځه وړل یا بدلول یې پر خاوره او حیواني ژوند څه ډول اغېز کوي او دغه متقابل ځواکونه د وخت او ځای له مخې څه ډول تکامل کوي.

معمولې طریقې[سمول]

کرنیز ځنګلونه[سمول]

کرنیز ځنګل له کرنیزو محصولاتو سره د ونو او سریو یا ګلپوټیو د ترکیب یا یوځای کېدو له تعامل څخه کار اخلي. دغه چاره د ځمکې د بېلابېل، ښېرازه، ګټور او پایدار کارندوالي د سیستمونو رامنځته کولو لپاره کرنیزې ټکنالوژۍ د ځنګلدارۍ له ټکنالوژيو سره ترکیبوي. ونې یا ګلپوټي تر ډېره په کرنیزو سیستمونو کې کارول کېږي یا هم نالرګین ځنګلي محصولات په ځنګلي چاپېریالونو کې کرل کېږي.[۶][۷]

په ځنګلي بڼوالۍ یا غذايي ځنګلونو کې داسې سیستمونه شاملېږي چې د طبیعي ځنګلونو په تقلید جوړ شوي دي. ځنګلي بڼونه د پایدارې کرنې د نورو ډیزاینونو په څېر داسې پروسې لري چې ډیزاینران یا طراحان یې په طبیعي ایکوسیستمونو کې ارزښتناکې بولي.[۸][۹][۱۰]

د لرګیو خښول[سمول]

هیوجیکلچر په ځمکه کې د لرګیو خښولو ته ویل کېږي او موخه یې دا ده چې په خاوره کې د اوبو د پاتې کېدو یا خوندي کېدو کچه لوړه کړي. د لرګي سوری سوری یا داسې جوړښت چې اوبه ترې تېرېدای شي، تر ځمکه لاندې د تجزیه کېدو پر مهال د سفنج په ډول عمل کوي. د باراني موسم په جریان کې دغه خښ شوي لرګي کافي اندازه اوبه جذبوي تر څو د وچ موسم په جریان کې د محصولاتو د ساتنې لپاره کار ورکړي. دغه تخنیک یوه دودیزه طریقه ده چې د څو پېړیو په لړ کې په اروپا کې رامنځته شوی او په دې وروستیو کې د پایدارې کرنې پالونکو منلی یا تایید کړی دی. دغه تخنیک د ځمکې پر مخ د غونډیو د جوړولو او همدا راز د باغونو د لوړو تختونو یا کیاریو له لارې اجرا کولی شو. په لوړو تختونو یا کیاریو کې دغه عمل یا طریقه د لرګي په تجزیه کې د موجودو طبیعي مغذي موادو له څرخې او د عضوي اوبو د ساتنې له لوړ ظرفیت څخه تقلید کوي، د دې تر څنګ د ځمکې جوړښت او د ځمک‌لاندې اوبو له خواصو سره هم مرسته کوي. دغه کار د تخت په بېخ کې د لرګینو موادو تر اېښودو وروسته او پر سر یې د عضوي خاورې او کمپوزېټ تر راټولېدو وړاندې کېږي. هغه څېړنه چې د لوړو تختو د غونډیو د اوبو د ساتنې ظرفیت یې له هغو تختو سره پرتله کاوه چې غونډۍ نه وې په کې ښکېلې، ویې ښوده چې د غونډیو لرونکې تختې د اوبو کمې خړوبونې ته اړتیا لري، هم یې ساتنه یا حفاظت کم دی او هم د اوږد مهال لپاره کارندې دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

اهلي حیوانات[سمول]

اهلي حیوانات تر ډېره د ساحو په ډیزاین کې را ښکېلېږي. حیوانات د هر پایدار ایکوسیستم حیاتي برخه ده. څېړنې ښيي چې د حیواناتو له مرستې پرته ایکولوژيکي یووالی کمېږي یا له منځه ځي. هغه فعالیتونه چې په سیستم کې ونډه لري، د مغذي موادو د څرخې لپاره د وښو لټون، د لوېدلیو مېوو پاکول، د هرزه بوټو یا وښو ساتنه، د تخم خپرول او د افتونو ساتنه ده. مغذي مواد د حیواناتو له خوا دوران یا څرخې ته لوېږي او د هضم له لږ وړ حالت څخه پر غلیظه سره یا کود بدلېږي.[۱۶][۱۷]

د غواوو، وزو، چرګانو، قازانو، سویو او چینجیو یا حشراتو په ګډون ګڼ حیوانات کولای شي په دغه عمل کې ونډه ولري. د بېلګې په توګه داسې چرګوړي شته چې د خاورې د ګرولو لپاره کارېدای شي، په دې توګه سطحي خاوره ماتېږي او مدفوع مواد د کود یا سرې په توګه کارېدای شي. د وخت‌بندۍ او عادتونو په څېر فکتورونه یا عوامل ډېر مهم دي. د بېلګې په توګه حیوانات د نباتاتو په نبست ډېرې ورځنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.[۱۸]

سمندري سیستمونه[سمول]

پایداره کرنه یا پرماکلچر په کرنه کې ریښې لري، خو همدغه اصول په ځانګړي ډول بنسټیز اخلاق یې په سمندري کرنه په ځانګړي ډول د اوبړیو په پالنه کې هم کارول کېدای شي. بېلګه یې سمندري کرنه یا سمندري پرماکلچر دی چې په هغه کې د سمندر د سړو او ژورو اوبو مصنوعي راپورته کېدنه القا کېږي. کله چې د اوبو له دغسې راپورته کېدنې سره د نښلون بستر برابرېږي او سپوروفیټ سمندري نباتات موجود وي، په دې ډول د سمندري نباتاتو یو ځنګلي ایکوسیستم رامنځته کېدای شي (سمندري نباتات په دغسې چاپېریال کې د موجودو محلولو مغذي موادو وچې تودوخې ته اړتیا لري). کوچنۍ اوبړۍ هم تکثیر کوي. د سمندري ځنګلونو مېشت‌ځایونه د کبانو ډېرو نوعو ته هم ګټور دي او سمندري نباتات د خوړو، د حیواناتو د غذا، درملو او نورو سوداګریزو محصولاتو لپاره هم یوه نوې کېدونکې سرچینه ده. د دې تر څنګ د کاربن د تثبیت لپاره هم یوه ځواکمنه وسیله ده. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Birnbaum Fox, Juliana (9 June 2010). "Indigenous Science". Cultural Survival Quarterly. 33 (1) – عبر Indiana University. Bill Mollison, often called the 'father of permaculture,' worked with indigenous people in his native Tasmania and worldwide, and credits them with inspiring his work. "I believe that unless we adopt sophisticated aboriginal belief systems and learn respect for all life, then we lose our own," he wrote in the seminal Permaculture: A Designers’ Manual. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Holmgren, David (2007). "Essence of Permaculture" (PDF). Permaculture: Principles & Pathways Beyond Sustainability: 7. This focus in permaculture on learning from indigenous, tribal and cultures of place is based on the evidence that these cultures have existed in relative balance with their environment, and survived for longer than any of our more recent experiments in civilisation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Schaeffer, John (2014). Real Goods Solar Living Sourcebook. New Society Publishers. د کتاب پاڼې 292. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780865717848. Bill Mollison and a younger David Holmgren, who were studying the unstable and unsustainable characteristics of Western industrialized culture [...] They were drawn to indigenous worldviews... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mars, Ross (2005). The Basics of Permaculture Design. Chelsea Green. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85623-023-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hemenway 2009، ص. 5.
  6. "USDA Agroforestry Strategic Framework" (PDF). United States Department of Agriculture. 1 August 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "USDA National Agroforestry Center (NAC)". UNL. 1 August 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اگسټ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Edible Forest Gardening". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Graham Bell's Forest Garden". Permaculture. Media mice. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مارچ ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Establishing a Food Forest" (film review). Transition culture. 11 February 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wheaton, Paul. "Raised garden beds: hugelkultur instead of irrigation" Richsoil. Retrieved 15 July 2012.
  12. Hemenway 2009، صص. 84–85.
  13. Feineigle, Mark. "Hugelkultur: Composting Whole Trees With Ease" Archived 28 September 2015 at the Wayback Machine.. Permaculture Research Institute of Australia. Retrieved 15 July 2012.
  14. Gordon Glore, Angela (2014). "A worldwide tour of (almost) permaculture". Journal of Agriculture, Food Systems, and Community Development. 5: 151. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Laffoon, Megan; Meier, Albert; Groves, Chris (2015). "Potential Application of Hugelkultur to Increase Water Holding Capacity of Karst Rocky Desertified Lands". National Cave and Karst Management Symposium. 21: 9–11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Backyard Animals | Permaculture Institute". Permaculture.org (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mollison 1988، ص. 5: 'Deer, rabbits, sheep, and herbivorous fish are very useful to us, in that they convert unusable herbage to acceptable human food. Animals represent a valid method of storing inedible vegetation as food.'
  18. "Permaculture Animals as a Discipline to the System". The Permaculture Research Institute. 7 March 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Climate Foundation: Marine Permaculture". Climate Foundation (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Jospe, Christophe (14 August 2018). "Five ways farming at sea is a climate game changer". Medium (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Santa Barbara Permaculture Network - local to global, an educational non-profit since 2000 - Events". Sbpermaculture.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Flannery, Tim (2017). Sunlight and Seaweed: An Argument for How to Feed, Power and Clean Up the World. Melbourne, Victoria: Text Publishing House Melbourne. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781925498684. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Jiang, Zhibing; Liu, Jingjing; Li, Shanglu; Chen, Yue; Du, Ping; Zhu, Yuanli; Liao, Yibo; Chen, Quanzhen; Shou, Lu; Yan, Xiaojun; Zeng, Jiangning; Chen, Jianfang (10 March 2020). "Kelp cultivation effectively improves water quality and regulates phytoplankton community in a turbid, highly eutrophic bay". Science of the Total Environment (په انګلیسي ژبه کي). 707: 135561. Bibcode:2020ScTEn.707m5561J. doi:10.1016/j.scitotenv.2019.135561. ISSN 0048-9697. PMID 31972904. S2CID 209725048. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hollarsmith, Jordan A.; Buschmann, Alejandro H.; Camus, Carolina; Grosholz, Edwin D. (1 January 2020). "Varying reproductive success under ocean warming and acidification across giant kelp (Macrocystis pyrifera) populations". Journal of Experimental Marine Biology and Ecology (په انګلیسي ژبه کي). 522: 151247. doi:10.1016/j.jembe.2019.151247. ISSN 0022-0981. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Wernberg, Thomas; Krumhansl, Kira; Filbee-Dexter, Karen; Pedersen, Morten F. (1 January 2019), Sheppard, Charles (المحرر), "Chapter 3 - Status and Trends for the World's Kelp Forests", World Seas: an Environmental Evaluation (Second Edition) (په انګلیسي ژبه کي), Academic Press, د کتاب پاڼي 57–78, doi:10.1016/b978-0-12-805052-1.00003-6, S2CID 134294676, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-805052-1, د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Belanche, Alejandro; Jones, Eleanor; Parveen, Ifat; Newbold, Charles J. (2016). "A Metagenomics Approach to Evaluate the Impact of Dietary Supplementation with Ascophyllum nodosum or Laminaria digitata on Rumen Function in Rusitec Fermenters". Frontiers in Microbiology (په انګلیسي ژبه کي). 7: 299. doi:10.3389/fmicb.2016.00299. ISSN 1664-302X. PMC 4785176. PMID 27014222. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Girão, Mariana; Ribeiro, Inês; Ribeiro, Tiago; Azevedo, Isabel C.; Pereira, Filipe; Urbatzka, Ralph; Leão, Pedro N.; Carvalho, Maria F. (2019). "Actinobacteria Isolated From Laminaria ochroleuca: A Source of New Bioactive Compounds". Frontiers in Microbiology (په انګلیسي ژبه کي). 10: 683. doi:10.3389/fmicb.2019.00683. ISSN 1664-302X. PMC 6465344. PMID 31024480. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Laurens, Lieve M. L.; Lane, Madeline; Nelson, Robert S. (6 May 2020). "Sustainable Seaweed Biotechnology Solutions for Carbon Capture, Composition, and Deconstruction". Trends in Biotechnology (په انګلیسي ژبه کي). 38 (11): 1232–1244. doi:10.1016/j.tibtech.2020.03.015. ISSN 0167-7799. PMID 32386971. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Buschmann, Alejandro H.; Prescott, Steven; Potin, Philippe; Faugeron, Sylvain; Vásquez, Julio A.; Camus, Carolina; Infante, Javier; Hernández-González, María Carmen; Gutíerrez, Alfonso (1 January 2014), Bourgougnon, Nathalie (المحرر), "Chapter Six - The Status of Kelp Exploitation and Marine Agronomy, with Emphasis on Macrocystis pyrifera, in Chile", Advances in Botanical Research, (په انګلیسي ژبه کي), Academic Press, 71, د کتاب پاڼي 161–188, doi:10.1016/b978-0-12-408062-1.00006-8, hdl:10533/128618, د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Flannery, Tim, Can seaweed help curb global warming? (په انګلیسي ژبه کي), د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Krause-Jensen, Dorte; Lavery, Paul; Serrano, Oscar; Marbà, Núria; Masque, Pere; Duarte, Carlos M. (30 June 2018). "Sequestration of macroalgal carbon: the elephant in the Blue Carbon room". Biology Letters. 14 (6): 20180236. doi:10.1098/rsbl.2018.0236. PMC 6030603. PMID 29925564. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)