پاکستاني طالبان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پاکستاني طالبان چې په رسمي توګه د تحریک طالبان پاکستان (د پاکستاني طالبانو تحریک، په اختصاري توګه: TTP) په نوم یادېږي، د بېلابېلو اسلامپالو وسله والو ډلو لپاره یو چتر سازمان دی او د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې فعالیت کوي. دا ډله په ۲۰۰۷ کال کې د بیت الله محسود په لاس تاسیس شوه او اوسنی مشر یې نور ولي محسود دی، چې په عامه توګه یې افغان طالبانو (د افغانستان اسلامي امارت) ته بیعت کړی دی. پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره ګډه ایډیالوژي لري او د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ کلونو په جګړه کې یې له دوی سره مرسته کړې ده، خو دواړه ډلې د عملیاتو او قوماندې بېل تشکیل لري. [۱][۲][۳]

په پاکستان کې د طالبانو اکثریت ډلې د ټی ټي پي تر چتر لاندې را ټولېږي. د ټي ټي پي د موخو له جملې یوه د پاکستان د دولت په وړاندې مقاومت دی. ټي ټي پي هوډ لري چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو او دولت په وړاندې د ترهګریزو عملیاتو په مټ د پاکستان حکومت نسکور کړي. ټي ټي پي د افغانستان او پاکستان پولې په اوږدو کې په قبايلي کمربند تړلي دي، چې له هغه ځايه خپل سرتېري جلب او جذب کوي. نوموړې ډله له القاعدې څخه ایډیالوژیکي لارښوونې ترلاسه کوي او له القاعدې سره اړیکې ساتي. د ټي ټي پي ځینې وسله وال، په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځي عملیاتو وروسته افغانستان ته وتښتېدل، چې ځینې یې د اسلامي دولت – خراسان ولایت ډلې سره یوځای شول، خو نور یې لا هم د ټي ټي پي غړي پاتې شول. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د یو راپور پر بنسټ، تر ۲۰۱۹ کال پورې، د ټي ټي پي نږدې له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې وسله والو په افغانستان کې شتون درلود. د ۲۰۲۰ کال د جولای او نومبر میاشتو تر منځ، د امجد فاروقي ډله چې د لشکر جهنګوي یوه شاخه ده، د موسی شهید کاروان ډله، د تحریک محسود ډله، مهمند طالبان، باجور طالبان، جماعت الاحرار او حزب الاحرار له ټي تي پي سره یو ځای شول. دې کار ټي ټي پي نور هم خطرناک کړ او د بریدونو د زیاتوالي لامل شو. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د څو کلونو ډل بازیو او خپلمنځیو جګړو وروسته، په ۲۰۲۰ کال کې ټي ټي پي د نور ولي محسود تر مشرۍ لاندې بیا تنظیم او بېرته متحد شول. محسود په اساسي توګه ټي ټي پي په یو نوي مسیر روان کړی دی، چې د ملکي خلکو د وژنو په اړه محتاط دي او یوازې په امنیتي او د قانون پلي کونکو ځواکونو یې د بریدونو امر کړی، ترڅو د دې ډلې حیثیت بیا ورغوي او د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له افراطیت څخه توپیر ورکړي.  [۱۲]

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۱ د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته، پاکستان ونه توانید چې افغان طالبان د ټي ټي پي پر ضد عملیاتو ته وهڅوي. پر ځای یې افغان طالبانو د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړ.چې په پایله کې په پاکستان کې د ټي ټي پي د لسګونو بندیانو د خوشي کېدو او د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د لنډمهاله اوربند لامل شو. کله چې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۱۰ نېټه اوربند پای ته ورسېد، ورپسې ټي ټي پي په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه پراخ کړل. داسې برېښېدل چې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۶ د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونه په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو د زیاتوالي په غچ کې په لاره اچول شوي وي.   [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

تاریخچه[سمول]

ریښې او پراختیا[سمول]

د یو سازمان په بڼه د ټي ټي پي ریښې په ۲۰۰۲ کال کې هغه وخت ټینګې شوې چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو بریدونه وکړل چې اساسي موخه یې د هغو بهرنیو (افغان، عرب او منځنۍ آسیا) وسله والو پر وړاندې مبارزه وه چې د افغانستان له جګړې څخه د پاکستان قبایلي سیمو ته تښتېدلي وو. د بي بي سي د ۲۰۰۴ کال په یوه مقاله کې داسې راغلي دي: [۱۸][۱۹]

دا پوځي عملیات د القاعدې پر وړاندې د عمومي جګړې یوه برخه وو. ... د عملیاتو له پیل راهیسې، [پاکستاني] پوځي چارواکو په کلکه ثابته کړه چې په سیمه کې زیات شمېر ازبک، چیچین او عرب وسله وال شته. ... د ۲۰۰۲ کال په جولای کې لومړی ځل و چې پاکستاني پوځیانو د ۵۵ کلونو په اوږدو کې د خیبر په قبایلي ایجنسي کې د تیراه درې (اورکزی ایجنسۍ) ته ننوتل. لږ وروسته د شمالي وزیرستان شوال درې ته لاړل او ورپسې سوېلي وزیرستان ته وخوځېدل. ... دا کار وروسته له هغه شونی شو چې د بېلابېلو قبایلو سره اوږدې خبرې اترې وشوې. قبایلو په دې ډاډ هوکړه وکړه چې د پوځ شتون به بودیجه او پراختیایي کارونه راوړي. خو کله چې په جنوبي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل شول، د وزیرو اړوند يو شمېر قبايلو دا کار د دوی د مطیع کولو هڅه وبلله. د بهرنیو وسله والو په سپارلو کې د هغوی د هڅولو کوښښ ناکام شو، او د چارواکو څرګنده ناسم چلند، د القاعدې د شکمنو اورپکو پر وړاندې عملیات د پاکستاني پوځ او د قبایلي وسله والو تر منځ په نه اعلان شوې جګړه بدل شول. [۲۰]

د ټي ټي پي زیاتره مشران د افغانستان د جګړې سابقه لرونکي دي او د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو په وړاندې یې د سرتیرو، روزنې او لوژستیک په چمتو کولو، د جګړې ملاتړ کړی دی. په ۲۰۰۴ کال کې بېلابېلو پورته ذکر شوو قبایلو، په عملي توګه تر فدارالي ادارې لاندې قبایلي سیمو کې (FATA)  کې یو ځای د پوځي نښتو او له اسلام آباد سره د خبرو اترو له لاري خپل واک رامنځته کړ، چې وروسته د ټي ټي پي د جوړېدو لامل شو. پوځ د خپل کنټرول د ټینګولو لپاره تر دې مهاله په سیمه کې څه کم ۲۰۰ مخالف قومي مشران وژلي دي. همدارنګه یو شمېر پاکستاني شنونکي په سیمه کې د متحده ایالاتو د توغندیو د بریدونو پیل په FATA کې د قبایلي اورپکۍ د زیاتوالي لامل بولي. دوی په ځانګړې توګه د باجور پر یوه مدرسه کې د ۲۰۰۶ کال د اکټوبر لاریون ته اشاره وکړه چې د تحریک نفاذ شریعت محمدي له لوري په لاره اچول شوې و.[۲۱][۲۲]

د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر کې په رسمي ډول د بیت الله محسود په مشرۍ د پاکستان د طالبانو تحریک شتون اعلان شو. دا تحریک په ۲۰۰۷ کال کې تر فدارالي ادارې لاندې قبایلي سیمو کې د القاعدې اورپکو په وړاندې د پاکستان د پوځي عملیاتو په ځواب کې رامنځ ته شو. [۲۳]

پاکستان د ۲۰۰۸ کال د اګسټ په ۲۵، په دې ډله بندیز ولګو، بانکي حسابونه او شتمنۍ یې کنګل کړې، او په رسنیو کې یې له څرګندېدو منع کړه. همدارنګه، حکومت اعلان وکړ چې د ټي ټي پي په مهمو مشرانو به انعامونه ورکول کېږي. [۲۴]

د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په وروستیو کې او د ۲۰۰۹ کال د جنوري په لومړیو کې ملا عمر د ګوانتانامو زندان د پخواني بندي ملا عبدالله ذاکر په مشرۍ یو پلاوی ولېږو ترڅو د ټي ټي پي مخکښ غړي وهڅوي چې اختلافات یوې خواته کړي او په افغانستان کې د امریکا له حضور سره په مبارزه کې له افغان طالبانو سره مرسته وکړي. د فبروري په میاشت کې بیت الله محسود، حافظ ګل بهادر او مولوي نذیر هوکړه وکړه او د اتحاد المجاهدین شورا یې را منځ ته کړه، او په انګلیسي کې (Council of United Mujahedeen) ترجمه شوې چې معنی یې د مجاهدینو د یووالي شورا ده. په اردو ژبه لېکل شوې د یوه پاڼې وینا خپره شوه،  چې درې واړو ټینګار کړی و چې دوی به د امریکا تر مشرۍ لاندې ځواکونو سره د مبارزې لپاره اختلافات لرې کړي او د ملا عمر او اسامه بن لادن سره به خپل بیعت بیا تکرار کړي. خو شورا ډېر دوام ونکړ او د اعلان څخه لږ وروسته ړنګه شوه.  [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د پاکستان له پولې هاخوا ګواښونه[سمول]

په یوه ویډیو کې چې د ۲۰۱۰ کال په اپرېل کې ثبت شوې وه، قاري محسود په ډاګه کړه د ټي ټي پي په مشرانو باندې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې به د متحده ایالاتو  ښارونه "اصلي هدف" وګرځوي. د ۲۰۰۹ کال په ډسمبر کې، ټي ټي پي د افغانستان په چپمن کمپ کې د CIA په تاسیساتو د ځانمرګي برید او همدارنګه د ۲۰۱۰ کال په مې مياشت کې په ټایمز سکویر د بمي برید مسؤلیت په غاړه واخیست.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

ټي ټي پي د  ۲۰۱۲ کال په جولای میاشت کې، په اراکان ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د مذهبي تاوتریخوالي له امله پر میانمار د برید ګواښ وکړ. د ټی ټي پي ویاند احسان الله د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې له میانمار سره اړیکې پرې کړي او په اسلام آباد کې د برما سفارت وتړي او خبرداری یې ورکړ چې که ګام پورته نه شي د برما پر ګټو به بریدونه وکړي. په داسې حال کې چې دا تحریک په پاکستان کې بلواګري کوي،خو په نورو هېوادونو کې د عملیاتو د پراخولو وړتیا یې تر پوښتنې لاندې ده. دا یو نادره موقع وه چې دوی په بل هېواد کې د تاوتریخوالي ګواښ وکړ. [۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. "How Afghanistan's Militant Groups Are Evolving Under Taliban Rule". Voice of America (په انګلیسي ژبه کي). 20 March 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hashim, Asad (10 December 2021). "Pakistani Taliban ends ceasefire, future of peace talks uncertain". Al Jazeera (په انګلیسي ژبه کي). The TTP and Afghan Taliban are allied, although maintain separate operation and command structures. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Militants ambush Pakistani troops in northwest, killing 7". ABC News (په انګلیسي ژبه کي). 15 April 2022. Though separate, the Afghan Taliban and the TTP are close allies and Pakistani Taliban leaders and fighters have over the years sought sanctuary across the border in Afghanistan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Yusufzai, Rahimullah (22 September 2008). "A Who's Who of the Insurgency in Pakistan's North-West Frontier Province: Part One – North and South Waziristan". Terrorism Monitor. 6 (18). مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Carlotta Gall, Ismail Khan, Pir Zubair Shah and Taimoor Shah (په 26 March 2009 باندې). Pakistani and Afghan Taliban Unify in Face of U.S. Influx. The New York Times.
  6. "Country Reports on Terrorisms 2016 – Foreign Terrorist Organizations Tehrik-e Taliban Pakistan TTP". Refworld. United States Department of State. July 2017. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Pakistani Taliban: Between infighting, government crackdowns and Daesh". TRT World. 18 April 2019. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "A Look at Islamic State's Operations in Afghanistan". Voice of America. 29 April 2017. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bajoria, Jayshree; Greg Bruno (6 May 2010). "Shared Goals for Pakistan's Militants". Council on Foreign Relations. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 6 May 2010 باندې). Evidence Mounts for Taliban Role in Car Bomb Plot. The New York Times.
  11. "The Pakistani Taliban Is Back". The Diplomat. 9 March 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Islamabad bids to quell rise in Pakistani Taliban attacks". France 24 (په انګلیسي ژبه کي). 15 November 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Shah, Saeed (28 April 2022). "Pakistani Militants Test Taliban Promise Not to Host Terror Groups". Wall Street Journal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 17 April 2022 باندې). Death Toll From Pakistani Airstrike Rises to 45, Afghan Officials Say. The New York Times.
  15. Khan, Omer Farooq (11 December 2021). "TTP chief asks his fighters to resume attacks". The Times of India (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Jacinto, Leela (9 February 2022). "Pakistan's 'good Taliban-bad Taliban' strategy backfires, posing regional risks". France 24 (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Najafizada, Eltaf; Dilawar, Ismail (19 April 2022). "Rare Pakistan Airstrikes on Taliban Show Tension After U.S. Exit". Bloomberg (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bajoria, Jayshree (6 February 2008). "Pakistan's New Generation of Terrorists". Council on Foreign Relations. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 10 September 2004 باندې). Pakistan's undeclared war. BBC
  20. (په 10 September 2004 باندې). Pakistan's undeclared war. BBC
  21. Fair, C. Christine (January 2011). "The Militant Challenge in Pakistan" (PDF). Asia Policy. 11 (1): 105–37. doi:10.1353/asp.2011.0010. S2CID 155007730. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Carlotta Gall, Ismail Khan, Pir Zubair Shah and Taimoor Shah (په 26 March 2009 باندې). Pakistani and Afghan Taliban Unify in Face of U.S. Influx. The New York Times.
  23. "Country Reports on Terrorisms 2016 – Foreign Terrorist Organizations Tehrik-e Taliban Pakistan TTP". Refworld. United States Department of State. July 2017. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 26 August 2008 باندې). Setback for Pakistan's terror drive. Asia Times.
  25. Carlotta Gall, Ismail Khan, Pir Zubair Shah and Taimoor Shah (په 26 March 2009 باندې). Pakistani and Afghan Taliban Unify in Face of U.S. Influx. The New York Times.
  26. Carlotta Gall, Ismail Khan, Pir Zubair Shah and Taimoor Shah (په 26 March 2009 باندې). Pakistani and Afghan Taliban Unify in Face of U.S. Influx. The New York Times.
  27. (په 23 February 2009 باندې). Taliban rename their group. The Nation.
  28. (په 23 February 2009 باندې). Three Taliban factions form Shura Ittehad-ul-Mujahiden. The News
  29. (په 16 August 2009 باندې). South Waziristan Taliban Groups Clash. The Long War Journal
  30. (په 3 May 2010 باندې). Hakeemullah Mehsud breaks his silence, threatens US. Long War Journal
  31. Bajoria, Jayshree; Greg Bruno (6 May 2010). "Shared Goals for Pakistan's Militants". Council on Foreign Relations. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 6 May 2010 باندې). Evidence Mounts for Taliban Role in Car Bomb Plot. The New York Times.
  33. (په 1 January 2010 باندې). Pakistan Taliban say they carried out CIA attack. NBC News.
  34. (په 11 January 2010 باندې). ANALYSIS – CIA bomber video publicity coup for Pakistan Taliban. Reuters. Thomson Reuters
  35. (په 2 May 2010 باندې). Pakistani Taliban Behind Times Sq. Plot, Holder Says. The New York Times.
  36. Tehreek-e-Taliban Pakistan threaten Myanmar over Rohingya Archived 28 July 2012 at the Wayback Machine., The Express Tribune
  37. (په 26 July 2012 باندې). Pak Taliban threaten to attack Myanmar over Rohingya Muslims.