پاټريک متيو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پاټریک متيو (20 اکتوبر 1790-8 جون 1874) د غلو دانو سوداګر، د ميوو کروندګر، ځنګل پالونکی، او بزګر و، چا چې په عموم کې باغواني، ځنګل پالنه او کرنپوهنې په پوهېدو کې خپله ونډه درلوده، داسې حال کې چې ډېره پاملرنه يې برتانوي سمندري ځواک ساتنې او نويو مستعمرو (مستملکات) ته خوراک رسول وو. نوموړي په 1831ز کال کې د طبيعي غوراوي بنسټيز تصور، د تکاملي تطابق او انواع جوړېدنه کې د يو ميکانيزم په توګه وړاندې کړ (يعنې د مثبت طبيعي غوراوي د پايلې په توګه، له دې مخکې په پراخه کچه پېژندل شوی، د بقا په هلو ځلو کې د افرادو په لرې کولو کې د منفي کردار برعکس)، خو خپلو اندونو ته يې زيات پرمختګ او شهرت ورنه کړ. د پايلې په توګه، کله چې چارلس داروين په 1859ز کال کې د «On the Origin of Species» په نوم خپل اثر خپور کړ، هغه او «الفريډ رسل واليس» د دوی ساينسي سيالانو د طبيعي غوراوي په مټ د تکاملي نظريې ابتداء (يو له بل څخه په خپلواک ډول) کونکي وبلل؛ دا وړانديز شوی چې داروين او/يا واليس د متيو د لومړي کار سره مخ شوی وو، خو د دې کوم کره ثبوت نه شته. د « On the Origin of Species» اثر له خپرېدو وروسته، متیو له داروين سره اړیکه ونيوله، چا چې د کتاب په نورو نسخو کې ومنله چې طبيعي غوراوي اصولو اټکل د متيو د لنډ بيان څخه شوې و، کوم چې تر ډېره بريده د هغه د 1831ز کال کتاب «On Naval Timber and Arboriculture» په ضميمو او ملحقاتو کې موجود دی.

ژوند[سمول]

پاټريک متيو د 1790ز کال د اکتوبر په شلمه نېټه په روم کې زېږېدلی و، په پرت شاير کې د سکون پيلس سره نږدې د هغه پلار «جان متيو» يوه کرونده درلوده. مور يې «اګنيس ډنګن» نومېده، چې د «Adam Duncan, 1st Viscount Duncan» خپلوانه وه. پاټريک متيو د «ګورډي هيل» شتمنۍ (د ځمکې جايداد) مديريت په لاس کې واخيست، او د خپلو باغونو د نيال لپاره يې په پوره جديت سره کار پيل کړ، کوم چې بالاخره د 10000 مڼو او ناکو ونو څخه زياتو ونو ته ورسېدې، او په ټوله برتانوي سترواکۍ کې تر ټولو غوره ونې وګرځېدې. په 1807ز کال کې، قانوني عمر ته له رسېدو وروسته، او د خپلې مور «Agnes Duncan » د نږدې خپلوۍ له امله، پاټريک متيو د «Agnes Duncan» له نږدې خپلوان څخه «ګورډي هل» په ميراث وړی و...هغه « Admiral Adam Duncan» د «کيمپر ډاون» لومړی Viscount Duncan و، څوک چې په 1804ز کال کې مړ شوی و. اډميرل «ډنکن» د خپل مشر ورور «اليګزينډر ډنکن» په مړينې سره «ګورډي هل، اچماير» او د سمندر د څنډو شتمنۍ په ميراث کې تر لاسه کړې وې، چا چې له دې مخکې دا درې شتمنۍ د «ايرول» د کوچني کلي سره نږدې، د خپل مور او پلار هر يو د «ګلينيګلز» د «هيلن هالډين» او د «لير اف لنډي» «اليګزينډر ډنګن» چې د «ډنډي» مدير و، څخه په ميراث کې تر لاسه کړې وې، او د چا له کورنۍ سره چې هغه ...د هغه د دويم مشر زوی اډميرل ادم ډنکن... په ګډون له دوه سوه کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره پاتې وه.--< نوموړي په پرت اکاډمۍ او د ايډنبرا په پوهنتون کې زده کړې کړې وې، خو فارغ شوی نه و، ځکه چې د خپل پلار په مړينه او په اولس کلنۍ کې، هغه بايد له «ګورډي هل» سره نږدې، او د پرت او «ډنډي» تر منځ د «د ګووري کرس» کې د «کنروس» د شتمنيو مديريت او مسئولیت په غاړه اخيستی وای. د کلونو په تېرېدو سره هغه د خپلې شتمنۍ کرنيزې ځمکې په برياليتوب سره وپاللې، وکرلې او ډېرې کروندې او څړځايونه يې د مڼو او ناکو په لويو باغونو بدل کړل، چې شمېر يې له 10000 څخه زيات و. نوموړی په ځنګل پالنه او باغوانۍ کې په يو ليوال او همدا راز مشتاق څېړونکي بدل شو، دې دواړو د طبيعيت ړ ځواکونو په اړه د هغه مخ پر زياتېدونکې بيدارۍ کې اغېز درلود. دا بیداري، د هغه د خپلو تجربو تر څګ، د هغه په خپلې معمولي شتمنۍ کې د کلونو لپاره له کار کولو څخه تر لاسه شوې وې، چې وروسته د هغه د خپلو اندونو او نظرياتو د جوړولو لپاره د حوالو يو پياوړی بنسټ وګرځېد.[۱][۲]

د 1807 او 1831ز کلونو تر منځ موده کې (کله چې On Naval Timber and Arboriculture اثر خپور شوی و) نوموړي وخت په وخت اروپا ته سفرونه وکړل، کله د سوداګرۍ لپاره، کله د علمي پوهې يا د کرنيزې يا اقتصادي مشورو تر لاسه کولو لپاره: په 1815ز کال کې پاريس ته، هغه مهال د يو سفر لنډولو ته اړ شو، کله چې ناپليون له «ايلبا» څخه راستون شو. د 1840 او 1850ز کلونو تر منځ يې هغو سيمو ته پراخه سفرونه وکړل چې اوس شمالي المان دی؛ د هيمبرګ د سوداګريزې وړتيا په پېژندلو سره، نوموړي په «شلس وګ هولسټن» کې دوه کروندې وپېرلې.[۳]

متيو په 1817ز کال کې د خپلې مور له خورزې/ورېرې «کرسچن نکول» سره واده وکړ، او دوی اته بچيان درلودل: جان (په 1818 کې زېږېدلی)، رابرټ (1820)، اليکزانډر (1821)، چارلس (1824)، يوفيميا (1826)، اګنيس (1828)، جيمز ايډوارډ (1830) او هيلن اميليا (1833). رابرټ د پايټريک د زړښت پر مهال د «ګورډي هل» په سيمه کې کرونده کوله، اليکزانډر د المان ګټې (شتمنۍ) په واک کې واخيستې؛ نور درې زامن يې کډوال شول، په لومړي سر کې امريکا ته ولاړل. متيو د نيوزيلينډ په استعمار (بيا ابادونه) کې لېوالتيا پيدا کړه، او د سکاټلينډي د ځمکې شرکت په جوړولو کې يې مهمه ونډه درلوده. د هغه په هڅونې سره، جيمز او چارلس متيو نيوزيلينډ ته کډه شول، چېرته چې دوی د «ګورډي هل» د تخمونو او نيالګيو په کارولو سره په «استراليسيا» کې تر ټولو پخواني سوداګريز باغونه جوړ کړل. جان متيو په امريکا کې پاتې شو، چې له هغه ځايه به يې پلار ته د کرنيزو ونو نمونې استولې؛ په دې کې (1853 کې) لومړي نيالګي هم شامل دي، کوم چې په اروپا کې د «Giant Redwood» (Sequoiadendron giganteum) او «Coastal Redwood» (Sequoia sempervirens) (دا د نښتر د ونو ډولونه دي) په دواړو کې لګول شوي وو.د دې انواعو د ونو يوه ډله چې اوس هم د «پرتشاير» د «اينچچر» سره نږدې د رشد په حالت کې دي، له همدې نيالګيو څخه دي. متيو ملګرو، خپلوانو او ګاونډيو ته نور ډېر نيالګي ورکړل، او په «Carse of Gowrie» کې «redwoods» (نښتر) اوس هم موندل کېږي، همدا راز د سکاټلينډ په نورو سيمو کې (لکه د سټرلنګ کيسل سره نږدې په ګليز هل کې) ګومان کېږي چې دې د 1853ز کال له نيالګيو څخه وده کړې ده. په شلمه پېړۍ کې د يوې سیمه ييزې مشهورې څېرې په توګه د هغه شهرت پيکه شو، کله چې نوموړی د يو داسې کردار په توګه ياد کړای شو، چې د خپل پوند په وروستيو کې يې دا منلې وه، چې د هغه زړه ته ډېر نږدې يو څوک، مرغۍ ګرځېدلې، او "هغه ريزن و، او هغه به تور پوستو ته اجازه نه ورکوله چې دا مرغۍ د هغه په باغ کې وولي، دا وېره ورسره وه چې دا به يې بند کړي، تاسو پوهېږئ، سره له دې تورپوستي په ميوه داغ و".[۴][۵][۶]

د متیو کور، ګورډي هل، په 1970 او 80ز لسيزو کې خرابه شو، او هغه مهال په 1990ز کال کې ړنګ کړای شو، کله چې دا سيمې د کوچنيو کورنيو ښارګوټي وګرځېدې؛ ځينې پاتې شوې ډبرې په يو ډبرين باغ کې ځای پر ځای کړای شوې.[۷]

کار[سمول]

د خپلو باغونو د مديريت پر مهال، پاټریک متيو د خوراک د توليد لپاره د باغوانۍ د اصولو اړوند ستونزو سره بلد شو (او په همدې ډول د ځنګل کرنې /پالنې د پراختيا له لارې).

سرچينې[سمول]

  1. Melville L. (1939) The fair land of Gowrie, William Culross & Son, Coupar Angus. Reprints 1975, 1984
  2. Calman, WT (1912) "Patrick Matthew of Gourdiehill, Naturalist", Handbook and Guide to Dundee and District, AW Paton and AH Millar (Eds), the British Association for the Advancement of Science, pp. 451-7 (see The Patrick Matthew Project » More On Matthew
  3. Calman, WT (1912) "Patrick Matthew of Gourdiehill, Naturalist", Handbook and Guide to Dundee and District, AW Paton and AH Millar (Eds), the British Association for the Advancement of Science, pp. 451-7 (see The Patrick Matthew Project » More On Matthew
  4. Calman, WT (1912) "Patrick Matthew of Gourdiehill, Naturalist", Handbook and Guide to Dundee and District, AW Paton and AH Millar (Eds), the British Association for the Advancement of Science, pp. 451-7 (see The Patrick Matthew Project » More On Matthew
  5. Dempster W.J. 1983. Patrick Matthew and natural selection: nineteenth century gentleman-farmer, naturalist and writer. Harris. Edinburgh. with corrections/additions from review of Dempster By G J Tee in "Reviews" (PDF). New Zealand Journal of History: 66–67. 1984. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Melville L. (1939) The fair land of Gowrie, William Culross & Son, Coupar Angus. Reprints 1975, 1984
  7. Sommerville C. (2020) Stone from home. The Garden (RHS) [May 2020], volume 145 part 5, pp.97-100.