پاول ادرین ماورایس دیراک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پاول ادرین ماورایس دیراک ( ۸ اګست ۱۹۰۲- ۲۰ اکتوبر ۱۹۸۴) یو انګلیسی نظري فزیک پوه و چې فکر کېږي هغه د کوانتوم میکانیک ( دنظري فزیک  هغه بنسټیزه  برخه ده چې له فزیکي پدیدو سره په مکروسکوپي مقیاس سر اوکار لري)  او کوانتوم الیکترودینامیک یو له بنسټ ايښودونکو څخه و. هغه د کمبرېج په پوهنتون کې د ریاضیاتو پروفیسور، د فلوریدا په دولتي پوهنتون او د میامي په پوهنتون کې د فزیک پروفیسور او په کال ۱۹۳۳ کې د نوبل د جایزې ګټونکی و. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

دیراک د کوانتوم میکانیکس او کوانتوم الکترو دینامیک په لومړني انکشاف کې بنسټیزه ونډه درلوده. د نور کشفونو په منځ کې هغه د دیراک معادله فورمولبندي کړه دا معادله د فرمیون ( دا هم د پروتون، نیوترون اوالکترون په څیر یو شی دی) خواص تشریح کوي او د مادې ضد موجودیت پېش بیني کوي. دیراک خپله د کال ۱۹۳۳ د نوبل جایزه چې په فزیک کې یې اخیستې وه له ایروین سچرودینګر سره د هغه له خوا د اتومي تیورۍ د نویو مؤلدو بڼو د کشف له امله شریکه کړه. هغه له کوانتوم میکانیک سره د عمومي نسبیت د یوځای کېدو په برخه  کې ستره ونډه درلوده. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

دیراک ته دهغه د ملګرو او همکارانو له خوا د یوه غیر عادی شحصیت په توګه در ناوی کېده. په کال ۱۹۲۶ کې په یو لیک کې چې البرت انشتاین پاول ایهرین فیست ( یو استرلیایی فزیک پوه و) ته د دیراک د مقالې په باره کې استولی و لیکل شوي و، ((زه په دیراک باندې زیار باسم، دا د نبوغ او وحشتناک لیونتوب په مسیر کې د موازنې ساتل دي)). د کامپتون د اغېزې په اړوند په یوه بل لیک کې انشتاین ولیکل (( زه د دیراک په ورکړل شوو جزیاتو هېڅ نه پوهېږم)). [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د شخصي ژوند لومړي وختونه[سمول]

پاول ادرین ماورایس دیراک د کال ۱۹۰۲ د اګست په ۸ د انګلند په بریستول د خپل مور اوپلار په کور کې وزېږېد او د ښار بیشابستون برخه کې لوی شو. د هغه پلار چارلس ادرین لیدیس لاس دیراک د سویس د سنت ماورایس یو مهاجر و چې په بریستول کې یې فرانسوۍ ژبې د ښوونکې په توګه کار کاوه. د هغه مور فلورېنس هنا دیراک نی هولتن د کورنوال په لیسکیرد کې د کورنیش میتودیست په کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغه د فلورېنس نایتینګل په نامه  دهغه د پلار له خوا په دې نومول شوې وه چې دهغې پلار چې د کریمیا د جګړې په مهال د بېړۍ کپټان و نایتینګل ( دا انګلیسۍ نرسه وه چې د کریمیا د جګړې په مهال یې په تر کیه کې روغتون جوړ کړ) لېدلې وه. د هغه مور بریستول ته د یوې ځوانې ښځې په توګه ولېږدېدله او هلته یې د بریستول د مرکزې کتابخونې د کتابدارې په توګه کار کاوه خو هغې لاهم خپل هویت د کورنیشۍ په توګه وساته نه د یوې انګلیسې ښځې په نامه. پاول د بیترایس ایزابېل مارګورایت په نامه یوه ځوانه خور درلوده چې په بیتي مشهوره وه او د ریګینالد چارلس فلیکسيس په نامه له ځان څخه مشر ورور چې په فلیکسیس مشهور و او د کال ۱۹۲۵ د مارچ په میاشت د ځان وژنې له امله مړ شو. دیراک به ویل ((ځما مور اوپلار په وېروونکي ډول پرېشان دي، زه نه پوهېدم چې هغوی به دومره ډېره  د ماشومانو پاملرنه کوي، زه هېڅکله نه پوهېدم چې مور آو پلار به د خپلو ماشومانو دومره پالنه کوي، خو اوس پوه شوم)). [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

چارلس او ماشومان یې د کال ۱۹۱۹ د اکتوبر تر ۲۲  پورې چې هغوی ته تابعیت ورکړل شو په رسمي توګه سویسي اتباع و. د دیراک پلار سختګیر او مستبد و خو هغه به بدنې سزا ( وهل ټکول) ردول. د دیراک اړيکې له خپل پلار سره خړې وې ، هومره خړې چې هغه د خپل د پلار تر مرګ وروسته ولیکل، (( اوس ځان ډیر آزاد احساسوم، زه اوس د ځان سړی یم)). چارلس به خپل ماشومان اړکول چې له ده سره یواځې په فرانسوي ژبه خبرې وکړي تر څو هغوی دا ژبه زده کړي. کله به چې دیراک  دا وموندله چې هغه څه نه شي اظهارولی چې دی یې غواړي په فرانسوي ژبه ووایي نو ده به دا ښه ګڼله چې غلی پاتې شي.  [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

زده کړه[سمول]

دیراک لومړې زده کړې د بیشاپ رود په لومړنې ښوونکې که تر سره کړې، او نورې زده کړې یې مرچنت ونچرر د هلکانو په کالج کې چې وروسته د کوتام کالج په نامه یادېده او د ده پلار هلته د فرانسوۍ ژبې ښوونکې و سرته ورسولې. دا مکتب هغه بنسټ و چې د بریستول له پوهنتون سره نښتی و او کار کوونکې او میدانونه یې سره شریک و. دې کالج په تخنیکی مضامینو لکه د خښتو جوړولو، بوټ جوړولو، فلز کارۍ او عصري ژبو باندې تمرکز درلود. دا حالت په یو وخت کې غیر عادي و چې په برتانیا کې ثانوي زده کړې لاهم په پراخه کچه کلاسیکو مضامینو ته ځانکړې کېدی، داهغه څه و چې دیراک یې وروسته منندوی و. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

دیراک د بریستول د ښار د بریستول  د یوه پوهنتون د یوه سکالرشېېب له لارې د بریستول په پوهنتون کې د برق د انجینیرۍ په برخه کې زده کړه وکړه چې دا پوهنتون د مرچنت وینچرر د تخنییکي کالچ سره په یوه سیمه کې موقعیت درلود.  له دې لږ مخکې چې دی دا درجه په کال ۱۹۲۱ کې تکمیل کړي هغه د کمبریج د سنټ جان کالج ته د داخلیدو ازموینې ته چمتو شو. هغه دا ازمونیه په بریالیتوب سره پای ته ورسوله او د ۷۰ پونډو سکالرشېپ ورته ورکړل شو خو دا پیسې په کمبریج کې د زده کړې او اوسېدو  لپاره د اړینو پیسو څخه کمې وې. که څه هم هغه په انجنیری ساینس کې د لیسانس په کچه لومړی درجه بریالی شو خو له جګړې وروسته اقتصادې وضعیت داسې و چې ده ونشو کولای د یوه انجنیر په توګه کار پیدا کړي. د دې په ځای هغه یو وړاندیز تر لاسه کړ چې په ریاضیاتو کې د بي اې د درجې لاس ته راوړلو لپاره د بریستول په پوهنتون کې وړیا زده کړې وکړي. هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د انجنیرۍ  په درجه کې د فارغېدو لپاره  لومړی کال پاتې کورس ویلو څخه تېر شی. د پيتر فرېسر تر اغیزې لاندې هغه څوک چې دیراک یې د ریاضۍ خورا غوره ښوونکی بولې هغه له تصویری هندسې سره ډېره علاقه پیدا کړه او د دې عملي کول یې د مینکوسکي  ( یو جرمنی ریاضي پوه و چې د اعدادو هندسه یې جوړه کړه او پراختیا یې ورکړه) له خوا جوړه شوې  د نسبیت په هندسي نسخه کې پیل کړل.  [۴۶][۴۷][۴۸]

په کال ۱۹۲۳ کې دیراک یوځل بیا لومړی درجه فارغ شو او ۱۴۰ پونډو یو سکالر شېپ یې د ساینسي او صنعتي تحقیق له برخې تر لاسه کړ. له هغو ۷۰ پوڼدو سکالر شېپ سره چې ده جان له کالج تر لاسه کړی و د ۱۴۰ پوڼدو سکالرشېپ یوځای والي له لارې ده کولای شو چې د کمبرېج په بوهنتون کې  هستوګنه وکړای شي. هغه هلته په کمبرېج کې خپله علاقه د عمومي نسبیت له تیورۍ سره ډیره کړه، داهغه علاقه وه چې چې ده لا پخوا هغه وخت پیدا کړې وه چې په بریستول کې زده کوونکی و. ده همدارنګه د رالف فولر ( یو انګلیسی فزیک پوه و)  تر څارنې لاندې د کوانتوم فزیک سره چې یوه نوې څانګه وه علاقه پیدا کړه.له کال ۱۹۲۵ تر ۱۹۲۸ هغه د شاهي کمیسیون د ۱۸۵۱ نندارتون لپاره  دکال ۱۸۵۱  یو تحقیقي فیلوشیپ دایر کړ. هغه د کال ۱۹۲۶ د جون په میاشت کې خپل د پي اچ ډي سند تر لاسه کړ او د کوانتوم فزیک په اړه یې خپل تېزس برابر کړ چې هر چېرته وړاندې کیدای شو. له دې  وروسته هغه خپل تحقیق ته په کونهاګن او ګوتینجېن کې دوام ورکړ. د کال ۱۹۲۹ په پسرلي کې د ویسکونسین مادیسون په پوهنتون کې د رابلل شوي استاد په توګه دنده تر سره کوله.  [۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

کورنۍ[سمول]

په کال ۱۹۳۷ کې، دیراک د فزیک پوه ایوجېن ویګنر له یوې طلاقې شوې خور مارجیت وېګنر سره واده وکړ. دیراک د مارجیت دوه ماشومان جودیت او ګبریل داسې وروزل چې ګواکې د ده خپل ماشومان  دی . دیراک او مارجیت پخپله دوه لوڼې درلودې چې ماری الیزابت او فلورینس مونیکا نومېدې. مارجېت چې په مانسي مشهوره وه په کال ۱۹۳۴ کې خپل ورور د نیوجرسي په پرینستون کې چې له هنګري راغلی و د انېکس په رستوران کې د شپې د ډوډۍ په مهال (( هغه یوازې ښکاره کیدونکی سړي نژدې میز ته کتل))  لیدلی و. دا ګزارش له یوه کوریایي فزیک پوه وای ایس کیم څخه پاتې ده چې د دیراک تر ډېرې اغېزې لاندې راغلی و، هغه وایي (( دا د فزیک ټولنې لپاره د بخت خبره ده چې مانسي زمونږ له فزیک پوه دیراک څخه ښه ساتنه کړې ده. دیراک  له کال ۱۹۳۹ تر ۱۹۴۶ پورې   یوولس مقالې خپرې کړې. دیراک وکولای شو چې د خپل تحقیق عادي ګټه رسونه وساتي ځکه د هغه مېرمن مانسي د نورو ټولو کارونو مسؤله وه. [۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

سرچينې[سمول]

  1. Simmons, John (1997). The Scientific 100: A Ranking of the Most Influential Scientists, Past and Present (په انګلیسي ژبه کي). Secaucus, New Jersey: Carol Publishing Group. د کتاب پاڼي 104–108. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0806517490. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mukunda, N., Images of Twentieth Century Physics (Bangalore: Jawaharlal Nehru Centre for Advanced Scientific Research, 2000), p. 9.
  3. Dalitz, R. H.; Peierls, R. (1986). "Paul Adrien Maurice Dirac. 8 August 1902 – 20 October 1984". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 32: 137–185. doi:10.1098/rsbm.1986.0006. JSTOR 770111. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Berry, Michael (1998-02-01). "Paul Dirac: the purest soul in physics". Physics World (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Duck, Ian; Sudarshan, E.C.G. (1998). "Chapter 6: Dirac's Invention of Quantum Field Theory". Pauli and the Spin-Statistics Theorem (په انګلیسي ژبه کي). World Scientific Publishing. د کتاب پاڼي 149–167. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9810231149. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Quantum Field Theory > The History of QFT (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". plato.stanford.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bhaumik, Mani L. (2022). "How Dirac's Seminal Contributions Pave the Way for Comprehending Nature's Deeper Designs". Quanta. 8 (1): 88–100. arXiv:2209.03937. doi:10.12743/quanta.v8i1.96. S2CID 212835814. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Quantum Field Theory > The History of QFT (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". plato.stanford.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Discovering the positron". timeline.web.cern.ch. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Berry, Michael (1998-02-01). "Paul Dirac: the purest soul in physics". Physics World (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Zichichi, Antonino (2000-03-02). "Dirac, Einstein and physics". Physics World (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Dirac, Paul (1931). "Quantised singularities in the electromagnetic field". Proceedings of the Royal Society of London. Series A, Containing Papers of a Mathematical and Physical Character (په انګلیسي ژبه کي). 133 (821): 60–72. Bibcode:1931RSPSA.133...60D. doi:10.1098/rspa.1931.0130. ISSN 0950-1207. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Gottfried, Kurt (2011). "P. A. M. Dirac and the discovery of quantum mechanics". American Journal of Physics. 79 (3): 2, 10. arXiv:1006.4610. doi:10.1119/1.3536639. S2CID 18229595. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kragh, Helge (2013-09-10), "Paul Dirac and The Principles of Quantum Mechanics", Research and Pedagogy: A History of Quantum Physics through Its Textbooks, (په انګرېزي ژبه کي), Berlin: Max-Planck-Gesellschaft zur Förderung der Wissenschaften, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-945561-24-9, د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  15. "Discovering the positron". timeline.web.cern.ch. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Nobel Prize in Physics 1933". The Nobel Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Brown, Laurie M. (2006). "Paul A. M. Dirac's Principles of Quantum Mechanics" (PDF). Physics in Perspective. 8 (4): 381–407. doi:10.1007/s00016-006-0276-4. S2CID 120303937. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. McKie, Robin (2009-01-31). "Anti-matter and madness". amp.theguardian.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kemp, R. Scott (2009-06-26). "Gas Centrifuge Theory and Development: A Review of U.S. Programs". Science & Global Security (په انګلیسي ژبه کي). 17 (1): 1–19. doi:10.1080/08929880802335816. ISSN 0892-9882. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Gilinsky, Victor (2010). "Remembrances of Dirac". Physics Today. 63 (5): 59. doi:10.1063/1.3431338. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. کينډۍ:Cite thesis
  22. Hey, Tony; Walters, Patrick (1987). The Quantum Universe (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 124. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521267441. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Zichichi, Antonino (2000-03-02). "Dirac, Einstein and physics". Physics World (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Strangest Man: The Hidden Life of Paul Dirac, Quantum Genius". CERN Courier (په انګلیسي ژبه کي). 2009-08-25. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Strangest Man: The Hidden Life of Paul Dirac, Quantum Genius". CERN Courier (په انګلیسي ژبه کي). 2009-08-25. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Farmelo 2009, p. 10
  27. Farmelo 2009, pp. 18–19
  28. "Paul Dirac: a genius in the history of physics". Cern Courier. 15 August 2002. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Farmelo 2009, pp. 8, 441
  30. Farmelo 2009, pp. 8
  31. Farmelo 2009, pp. 441
  32. Farmelo 2009, pp. 441
  33. Kragh 1990, p. 1
  34. Farmelo 2009, pp. 10–11
  35. Farmelo 2009, pp. 77–78
  36. Farmelo 2009, p. 79
  37. Farmelo 2009, p. 34
  38. Farmelo 2009, p. 22
  39. Mehra 1972, p. 17
  40. Kragh 1990, p. 2
  41. Farmelo 2009, pp. 13–17
  42. Farmelo 2009, pp. 20–21
  43. Mehra 1972, p. 18
  44. Farmelo 2009, p. 23
  45. Mehra 1972, p. 18
  46. Farmelo 2009, p. 28
  47. https://galison.scholar.harvard.edu/files/andrewhsmith/files/2902912.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  48. Farmelo 2009, pp. 46–47
  49. Farmelo 2009, p. 53
  50. 1851 Royal Commission Archives
  51. Farmelo 2009, pp. 52–53
  52. Farmelo 2009, p. 101
  53. Kursunoglu, Behram N.; Wigner, Eugene Paul, المحررون (1990). Paul Adrien Maurice Dirac: Reminiscences about a Great Physicist. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 132. د کتاب نړيواله کره شمېره 0521386888. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "Paul Adrien Maurice Dirac". University of Wisconsin-Madison. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. Farmelo 2009, p. 284
  56. Farmelo 2009, p. 253
  57. Farmelo 2009, pp. 305, 323
  58. Farmelo 2009, p. 256
  59. Farmelo 2009, p. 288