پالیونټولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پالیونټولوژي تاریخ د ژوندي موجوداتو نه د پاتې شوي فوسیل ریکارډ په مطالعه کولو سره پر ځمکه د ژوند په تاریخ پوهېدلو لپاره د هڅو تاریخ په ګوته کوي. له هغه ځایه چې د تېر وخت د ژوندي موجوداتو په پوهېدو پورې اړه لري، پالیونټولوژي د بیولوژي د یوې څانګې په توګه پېژندل کېدلی شي خو د هغې تاریخي رامنځ ته کېدل له جیولوژي او په خپله د ځمکې په تاریخ د پوهېدلو هڅې سره نږدې تړاو لري.  

په پخوانیو وختونو کې، زینوفانس (د ۴۸۰ نه تر۵۷۰ میلاد وړاندې) کلونه هیروډوټس (۴۲۵ نه تر۴۸۴ میلاد وړاندې) کلونه ایراټوستینیس (۱۹۴ نه تر ۲۷۶ میلاد وړاندې) کلونه او سټرابو (له ۶۴ میلاد وړاندې تر ۲۴ میلاد وروسته) کلونه د سمندري ژوندي موجوداتو د فوسیلونو په اړه لیکلي او دېته اشاره کوي چې ځمکه یو وخت تر اوبو لاندې وه. لرغوني چینایانو دا د اژدهاو هډوکي ګڼل او هغوی یې په دا ډول مستند کول.  د منځنیو پېړیو په اوږدو کې، د فوسیلونو په اړه د فارس طبیعت پوه ابن سینا (په اروپا کې د اویسینا په نوم پېژندل کېږي) له خوا د شفاء کتاب (۱۰۲۷) کې پرې بحث شوی او د ډبرې جوړولو مایعاتو نظریه یې وړاندیز کړې چې د ساکسوني البرټ په ۱۴ پېړۍ کې تشریح کړې ده. چینایي طبیعت پوه یو شین کوو (۱۰۳۱ نه تر ۱۰۹۵) په ډبره بدلېدونکي باڼس څخه د شواهدو پر بنسټ د اقلیم بدلون تیوري وړاندیز کړه.[۱]

د عصري اروپا په لومړیو کې، د فوسیلونو سیستماتیکه مطالعه د هغه د طبیعي فلسفې د بدلونونو د یوې نه جلا کېدونکې برخې په توګه راڅرګنده شوه چې د عقلیت په زمانه کې رامنځته شوه. د فوسیلونو ماهیت او په تېرو وختونو کې ژوند سره د دوی اړیکې د ۱۷ او ۱۸ پېړیو پرمهال په غوره توګه وپېژندل شول او د ۱۸ پېړۍ په پای کې د جورج کووییر اثر د له منځه تللو واقعیت په اړه اوږد بحث پای ته ورساوه او د یوې علمې رشتې په توګه – له پرتله ییزې اناتومي سره یوځای - د پالیونټولوژي په را څرګندېدلو تمام شو. د فوسیل د ریکارډ په اړه پراخه پوهه هم د جیولوژۍ او په ځانګړې توګه د سټراټیګرافۍ په پرمختګ کې ډېر رول لوبولی دی.[۲]

په ۱۸۲۲ ز کال کې، د "پیالونټولوژي" کلمه د فرانسوي ساینسي ژونال د ایډیټور له خوا وکارول شوه او د فوسیلونو له لارې د لرغونو ژوندي موجوداتو مطالعې ته راجع کېږي. د ۱۹ پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د ځمکپېژندنې او پالیونټولوژیکي فعالیتونه د جیولوژیکي ټولنو او موزیمونو په ودې او د مسلکي جیولوجیستانو او د فوسیل متخصصینو په لوړ شمېر سره په غوره توګه تنظیم شول. نوموړي کار پر ځمکه د ژوند د تاریخ په اړه د پوهې په چټکتیا او همدارنګه په لویه کچه د فوسیل د شواهدو پربنسټ د جیولوژیکي وخت پیمانې د تعریف په پرمختګ کې مرسته وکړه. دا چې د ژوند د تاریخ پوهه وده کوي، دا په زیاتېدونکې توګه څرګنده شوه چې د ژوند د پرمختګ لپاره یو ډول پرله پسې نظم شتون درلود. دا به د ډولونو د بڼې د بدلون په اړه د ابتدايي تکامل نظریات هڅوي. وروسته له هغه چې چارلس ډاروین په ۱۸۵۹ ز کال کې د ډولونو اصليت خپور کړ، د پالیونټولوژي ډېری تمرکز د انسان تکامل او تکاملي تیورۍ په ګډون په تکاملي لارو په اړه پوهېدلو ته واوښت.[۳]

د ۱۹ پېړۍ وروستۍ نیمایي په ځانګړې توګه په شمالي امریکا کې د پالیونټولوژۍ فعالیت کې ډېره زیاته پراختیا ولیدل شوه. دغه بهیر په ۲۰ پېړۍ کې دوام وموند او د ځمکې اضافي سیمې د سیستماتیک فوسیل راټولولو لپاره پرانېستل شوه، لکه څنګه چې د ۲۰ پېړۍ پای ته نږدې په چین کې په یو لړ مهم کشفونو سره ښودل شوي دي.[۴][۵]

د ۱۷ پېړۍ نه مخکې[سمول]

د شپږمې پېړۍ په لومړیو کې، یوناني فیلسوف ژینوفینس آف کولوفون (۴۸۰ نه تر ۵۷۰ میلاد وړاندې) کلونه په ګوته کړل چې ځینې فوسیلي صدفونه د شیل فش ماهي پاتې شوني دي چې هغه د دې په کارولو سره استدلال کاوه هغه څه چې په هغه وخت کې وچه ځمکه وه، یو وخت تر بحر لاندې وه. همدارنګه لیونارډو دا ونسي (۱۴۵۲ نه تر ۱۵۱۹ کلونه) په یوه ناچاپ شوي کتابچه کې دې پایلې ته رسېدلي چې ځینې فوسیل سمندري صدفونه د شیلفش پاتې شوني دي. په هرصورت، په دواړو حالتونو کې، فوسیلونه د شیلفش ډولونو بشپړ پاتې شوني وو چې د ژوندي ډولونو سره نږدې ورته والی درلود او له همدې امله یې ډلبندي اسانه وو.[۶][۷]

په ۱۰۲۷ ز کال کې، د فارس طبیعت پوه، ابن سینا (په اروپا کې د Avicenna په نوم پېژندل شوی)، په دې اړه د تشریح  وړاندیز وکړ چې څنګه د شفا په کتاب کې د فوسیلونو ډبرین والي لامل شو. هغه د ارسطو هغې یوې مفکورې ته بدلون ورکړ کوم چې د بخاري تنفس په شرایطو کې دا تشریح کړه. ابن سینا دا د متحجر کوونکو مایعاتو په تیورۍ کې تعدیل کړ (سکس لیپیډیفیکٹس) چې په ۱۴ پېړۍ کې د البرټ ساکسوني له خوا تشریح شوی او په ۱۶ پېړۍ کې د ډېری طبیعت پوهانو له خوا په یوه بڼه کې منل شوی.[۸]

د سونګ امپراتورۍ شین کوو (چینایي: 沈括) (۱۰۳۱ نه تر ۱۰۹۵) د تای هانګ په غرونو کې موندل شوي سمندري فوسیلونه کارولي څو د جیومورفولوژي او د وخت په تېرېدو د سمندري ساحلونو بدلون په څېر د جیولوژیکي پروسو شتون باندې پوهه شي. هغه د شان شي ولايت په يان ان، شانبي سيمه کې د ځمکې لاندې موندل شويو خوندي ډبرین شوي باڼسونو د مشاهدې څخه په استفادې سره د تدريجي اقليمي بدلون د نظريې لپاره استدلال وکړ، ځکه چې شان شي د وچې اقليمي سيمې يوه برخه وه چې د باڼس د ودې لپاره مناسب ځای نه و.[۹][۱۰]

د طبیعت په مشاهده، ډلبندۍ او کیټلاک کولو باندې د نوي ټینګار په پایله کې، په اروپا کې د ۱۶ پېړۍ طبیعي فیلسوفانو پیل وکړ څو د هغو فوسیلي شیانو پراخه ټولګه (همدارنګه د نباتاتو او حیواناتو نمونو راټولول) رامنځ ته کړي چې ډېری وختونه په ځانګړي ډول جوړو شويو الماریو کې ذخیره شوي څو د هغوی په تنظیمولو کې مرسته وکړي. کانراډ ګیسنر په ۱۵۶۵ ز کال کې د فوسیلونو په اړه یو اثر خپور کړ چې د دا ډول المارۍ او ټولګې لومړني تفصیلي توضیحات په کې شامل وو. دغه ټولګه د ژورنالیستانو د پراخې شبکې غړي پورې اړه درلوده چې ګیسنر د خپلو اثارو/کارونو لپاره چمتو کړې وه. د طبیعي فیلسوفانو او راټولوونکو ترمنځ د خبریالانو دا ډول غیررسمي شبکې د ۱۶ پېړۍ پرمهال په زیاتېدونکې توګه مهمې شوې او د هغو ساینسي ټولنو مستقیم مخکښان وو چې په ۱۷ پېړۍ کې یې په رامنځ ته کېدو پیل وکړ. د المارۍ دغه ټولګې او ژورنالیستي شبکو د طبیعي فلسفې په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی.[۱۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Dong 1992
  2. Garwood, Russell J. (2012). "Life as a palaeontologist: Palaeontology for dummies, Part 2". Palaeontology Online. 4 (2): 1–1o. د لاسرسي‌نېټه July 29, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Buckland W, Gould SJ (1980). Geology and Mineralogy Considered With Reference to Natural Theology (History of Paleontology). Ayer Company Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-405-12706-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Prothero, D (2008-02-27). "Evolution: What missing link?". New Scientist. العدد 2645. د کتاب پاڼي 35–40. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bowler Evolution: The History of an Idea pp. 351–352
  6. Desmond pp. 692–697.
  7. Rudwick The Meaning of Fossils p. 39
  8. Rudwick The Meaning of Fossils p. 24
  9. Shen Kuo,Mengxi Bitan (梦溪笔谈; Dream Pool Essays) (1088)
  10. Needham, Volume 3, p. 614.
  11. Rudwick The Meaning of Fossils pp. 9–17