پالولو چېنجي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سمندري چونجیان چې د کورنۍ نوم ېې اوني سیدای او نیریدای ده. د کلاس نوم ېې پولیکیټا او پلرونه ېې انالیډا دي. د دې چونجیانو د مثل تولید ډېر په بې سارې توګه تر سره کیږي. په کال کې خپل وخت، او مالومه مېاشت لري. همداسې د نزدیکت وخت ېې په هر کال او هر موسم کې د سپوږمی رڼا اودښکارېدو کچې سره تړاو لري. دا چونجی په منځ دوه کیږي د لکۍ برخه ېې (اېپیټوک) چې هګۍ او سپرم لري په ځمکه غورزیږي چې له دې برخې ګامټ (هغه حجرات چې دمثل تولید وړ وي) پریږدي. د سر برخه ېې (آټوک) ترې جلا کیږي. په دې چونجیانو کې د اونیسیدای کورنۍ تر ۴۰ سانتي متره پورې اوږدیږي. د دې کورنۍ نر ېې سور رنګه نصواري، او ښځینه ېې نیله رنګه شین رنګ لري. د جنوبي ارام سمندر پالولو چونجیان (پالولوسيسي لینسیس) په سمڅو کې ژوند کوي. کله چې لکۍ له بدن نه جلا شي نو بنسټیز بدلونونه پکې رامنځ ته کیږي: د بدن ځنې برخې ېې له منځه ولاړې شي او ډېر ژر بېرته په وده پېل وکړي. یوه برخه ېې په اوبو کې لامبو پېل کړي او سترګې هم لري بله برخه ېې په سمڅه کې پاتې کیږي. کومه برخه ېې چې جلا کیږي او په اوبو کې په لامبو وهلو پېل کوي هر کال کله چې سپوږمۍ درې برخې پوره شي او څلورمه برخه ېې نامکمله وي په سهار کې را څرکندیږي.

تړلې لیکنې[سمول]

چینجی