پالرمو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پالرمو ( /pəˈlɛərmoʊ, -ˈlɜːr-/ pə-LAIR-moh, -⁠LUR- په ايټالوي ژبه [paˈlɛrmo] (اورېدل   ) په سیسیلي ژبه: پالیرمو[paˈlɛmmʊ] په سیمه‌ییز ډول هم د پالیمو یا پاليئموپه نوم یادیږي) په سویلي ايټالیا کې پروت ښار چې د سیسیلي د دواړو خپلواکو/خودمختاره سیمو پلازمېنه او د پالرمو مورنی ښار دی، دا ښار مورنۍ ولایت احاطه کوي. دې ښار د تاريخ، کلتور، معمارۍ او غوره خوړو د پېژندنې له امله چې د موجودیت په بهیر کې يې مهم رول لوبوي د خلکو پام ځانته اړولی؛ دا ښار ۲۷۰۰ کلن دی. پالرمو د سیسیل ټاپو په شمال لویديځه برخه او د پالرمو خليج ته څېرمه په ټیرنین سیند کې پروت دی.  [۱][۲][۳]

دا ښار له میلاد څخه مخکې په ۷۳۴ کال کې د فینیکیانو له‌خوا د سیس (ګل) په نوم رامنځته شو. پالرمو وروسته د کارتاژ تر ولکې لاندې راغی. دوه یوناني مستعمرې رامنځته شوې چې په ټولیز ډول د پانورموس په نوم پېژندل کېږي؛ کارتاژیانو له ميلاد څخه مخکې تر پنځمې پېړۍ وروسته دا نوم پر خپلو سیکو کاروه. دا له زرګونو کلونو څخه زیات د پاناموس په توګه د روم امپراتورۍ او روم جمهوریت یوه برخه و. له ۸۳۱ کال څخه تر ۱۰۷۲ کال پورې کله چې دا ښار د لومړي ځل لپاره د سیسیل پلازمېنه شو د سیسیل په امارت کې د عربو تر واکمنۍ لاندې و. د دې وخت په بهیر کې دا ښار د بالارم په نوم پېژندل کېده. د نورمن‌یانو تر فتحې وروسته، پالرمو له ۱۱۳۰ څخه تر ۱۸۱۶ پورې د سیسیل پاچاهۍ په نوم د نوې پاچاهۍ پلازمېنه شو.  [۴][۵]

د يورواسټاټ له‌خوا د پالرمو د ښاري سیمې نفوس ۸۵۵۲۸۵ کسان اټکل شوی، حال دا چې ښاري سیمه يې د ۱.۲ میلیون کسانو له لرلو سره د ايټالیا پنځمه ښاري سیمه ده. د دې ښار په مرکزي سیمه کې شاوخوا ۶۷۶۰۰۰ کسان ژوند کوي. اوسېدونکي يې د پالرمیتاني یا په شاعرانه تعبیر پانورميټي سره پېژندل کېږي. وګړي يې په ايټالوي ژبه او د سیسیلي ژبې په پالرميتانوی ګړدود/لهجه خبرې کوي.

پالرمو د سیسیل کلتوري، اقتصادي او سيلاني پلازمېنه ده. دا ښار له موسیقۍ، هنر، کلتور او خوړو څخه غني دی. ډېری سیلانیان د دې ښار د جذاب مدیترانه‌یي اقلیم، خوړو او پېژندل شویو رسټورانتونو، کلیساګانو، ماڼيو او په رومي سبک جوړو شویو، باروک، ګوټیک او ارت نوا ودانیو او شپني ژوند او موسیقۍ له امله جذبېږي. پالرمو د سیسیل اصلي صنعتي او سوداګریز مرکز دی: چې سیلانیتوب، د خدماتو وړاندې کول، کرنه او سوداګري یې په اصلي صنعتي برخو کې شاملېږي. اوس‌مهال پالرمو یو د پام‌وړ پټ اقتصاد او یو نړیوال هوايي ډګر لري. پالرمو په حقیقت کې د کلتوري، هنري او اقتصادي لاملونو له امله د اروپا تر ټولو لوی مدیترانه‌يي ښار و او اوس‌مهال په ايټاليا او اروپا دواړو کې د سیلانیتوب تر ټولو غوره ځای دی. په دې ښار کې د عرب -نورمان پالرمو او د سفالو او مونرېله جامع کلیساګاڼې د یونیسکو د نړیوال تاریخي ميراث اصلي ځایونه دي. دا ښار همدارنګه په احتیاط د بیارغونې  په حال کې دی او د يورو – مديترانه‌يي سیمې په یو لوی ښار بدلېدلو ته تياری نیسي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

رومي کاتولیک مذهب د پالرماتین په کلتور کې ډېر مهم دی. د پالرمو ساتونکی پير سانټا روزاليا دی چې د جشن ورځ يې د جولای په ۱۵مه نمانځل کېږي. دا سیمه هر کال د پام‌وړ شمېر سیلانیان ځانته راجلبوي او د پالرمو په زړه کې د ووچېریا، بالرو او کېپو په نوم د ميوې، سابو او کباڼو د رنګارنګ بازارونو له امله په پراخه کچه پېژندل شوی دی.  [۱۱]

جغرافیه[سمول]

پالرمو په یو ډنډوکي/حوض کې پرته ده چې د پاپيريتو، کمونیا او اورټو له سیندونو څخه جوړ شوی دی. دا ډونډوکی په ۹مه پېړۍ کې د عربانو له‌خوا د کانکا ډورو/ Conca d'Oro (طلایي ډنډوکي) په نوم ونومول شو. دا ښار د يوې غرلړۍ په‌واسطه احاطه شوی دی چې د ښار په خپل نوم نومول شوې ده. دا غرونه تیرنین سیند ته مخامخ دي. پالرمو يو طبعي بندر او د سیند عالي منظرې لري چې په ځانګړي ډول له مونټ پليګرو څخه يادونه کولی شو.

اقلیم[سمول]

پالرمو نیمه‌استوايي/ نيم‌تود مدیترانه‌يي اقلیم او ګرم اوړی له منځني موسمي بدلون سره تجربه کوي (د کوپين د اقليم وېش/طبقه‌بندي: Csa) اوړي يې د نیمه استوايي فشارلرونکي سیستم د تسلط له امله ډېر اوږدمهاله، ګرم او وچ دي، حال دا چې ژمي يې معتدل او د بدلون وړ وي او د قطبي جبهې له امله يې هوا باراني ده. د تودوخې درجه د مني او پسرلي په موسم کې معمولاً ګرمه وي. پالرمو په اروپا کې یو له ګرمو ښارونو څخه دی (تر ډېره د هغه د تودو شپو له امله) د هوا د تودوخې منځنۍ کلنۍ کچه يې د سانتي ګرېډ ۱۸ درجې (د فارنهایت ۶۴ درجې) ده؛ دا په ايټاليا کې له یو تودو هېوادونو څخه دی. په کال کې نږدې ۲۵۳۰ ساعته لمر ترلاسه کوي. د واورې ورېدنه یوه نادره پېښه ده چې له ۱۹۴۵ کال راهیسې شاوخوا ۱۰ ځله واوره په‌کې شوې ده. له ۱۹۴۰مې لسیزې څخه تر نن پورې لږ تر لږه ۵ ځله د پام‌وړ واورې ورېدلې دي. د تودوخې درجه معمولا په مني او پسرلي کې ګرمه وي. په ۱۹۴۹ او ۱۹۵۶ کلونو کې کله چې د تودوخې درجه لږ تر لږه د سانتي ګرېډ (د فارنهایټ ۳۲ درجه) صفر درجې ته راټيټه شوه، ښار په څو سانتي متره واوره پوښل شوی و. د واورې وورښت هم په ۱۹۸۱، ۱۹۸۶، ۱۹۹۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې شوی. د سیند د تودوخې کلنۍ منځنۍ کچه له ۱۹°C (°F ۶۶) څخه لوړه ده؛ چې په فبروري کې د سانتي ګرېډ تر ۱۴ درجې (۵۷ فارنهایټ) او په اګست کې د سانتي ګرېډ تر ۲۶ درجو (۷۹ فارنهایټ) پورې رسېږي. له نوامبر څخه تر مې پورې دوره کې د سیند د تودوخې منځنۍ کچه د سانتي ګرېډ تر ۱۸ درجو (۶۴ فارنهايټ) پورې بدلون مومي او له جون څخه تر اکتوبر پورې دوره کې د سیند د تودوخې منځنۍ کچه د سانتي ګرېډ له ۲۱ درجو (د فارنهایټ ۷۰ درجې) څخه لوړيږي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Wells, John C. (2008). Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd). Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cappello, Teresa; Tagliavini, Carlo (1981). Dizionario degli etnici e dei toponimi italiani (په اطالوی ژبه کي). Bologna: Pàtron. د کتاب پاڼې 387. کينډۍ:ICCU. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ([[لاتين ژبه|]]: Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist.) , from لرغونې يونانيScript error: The function "د ژبې نوم" does not exist. Script error: The function "د ژبې نوم" does not exist.; older کينډۍ:Lang-ar
  4. Trabia, Carlo. "Discovering the Kalsa". Best of Sicily. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ مې ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Palermo | History, Attractions, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Anthony Blunt, Sicilian Baroque.
  7. "Palermo". Art Nouveau European Route : Cities. مؤرشف من الأصل في ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Travel: Palermo, Sicily". Sicilian Culture. 9 March 2002. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Sicily". europa.eu. 23 July 2010. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Palermo – Culturforum – Italian language courses In Palermo". مؤرشف من الأصل في ۰۵ اگسټ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 8 January 2008 باندې). In Palermo, Life Vibrates in a Fading Market.
  12. "Palermo, Sicily Climate Palermo, Sicily Temperatures Palermo, Sicily Weather Averages". www.palermo.climatemps.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "DOSSIER neve a Palermo! Nel 1986 nevicò persino a Natale!". 3 January 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The snowfall of 1956". www.italyheritage.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Tutte le nevicate su PALERMO!". meteolive.leonardo.it. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Tutte le nevicate su PALERMO!". meteolive.leonardo.it. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)