پالایولوګوس
عمومي مالومات | |
---|---|
هېواد |
د پالایولوګوس (Palaiologos) کورنۍ (جمع بڼه یې Palaiologoi؛ په یوناني ژبه: Παλαιολόγος, pl. Παλαιολόγοι، ښځینه بڼه یې Palaiologina؛ په یوناني ژبه: Παλαιολογίνα) چې د انګلیسي ژبې په ادبیاتو کې هم موندل کېږي لکه Palaeologus، یوه بیزانس یوناني کورنۍ وه چې اشرافي حیثیت یې ترلاسه کړ او د بیزانس د سترواکۍ وروستۍ او او تر ټولو اوږده واکمنه کورنۍ ګڼل کېږي. د سترواکانو او اشرافو په بڼه د دوی واکمني نږدې دوه سوه کاله یعنې له ۱۲۵۹ کال څخه په ۱۴۵۳ کال کې د قسطنطنيې تر سقوط پورې یې دوام وکړ.
د دې کورنۍ ریښه ناڅرګنده ده. د دوی د منځنیو پېړیو اصلي کیسې د دوی ریښه د لرغونې رومي ایټالیا له یوې مخورې کورنۍ سره نښلوي، چې د هغو رومیانو له ډلې وه چې په ۳۳۰ کال کې یې لوی قسطنطین د قسطنطنیې په لور بدرګه کاوه. ډېر احتمال دا دی چې دوی وروسته په اناتولیا کې را څرګند شول، ځکه چې د دې د کورنۍ لومړی مشهور غړی، ښایي د هغې بنسټ ایښودونکی، نیکفوروس پالایولوګوس و چې په دې ځای کې یې د ۱۱ پېړۍ په دوهمه نیمایي کې د قوماندان په توګه دنده پر مخ وړه. د ۱۲ پېړۍ په اوږدو کې، د پالایولوګوس کورنۍ غړي زیاتره د پوځي اشرافو برخه وه، چې د اداري سیاسي چارو په برخه کې د دندې کوم ثبت شوي اسناد نه لري او دوی په دوامداره توګه د هغه وخت له واکمنې کومینوس کورنۍ سره ودونه کول تر څو خپل حیثیت لوړ کړي. کله چې په ۱۲۰۴ کال کې قسطنطنیه په څلورمه صلیبی جګړه کې سقوط شوه، د پالایولوګوس کورنۍ غړي د نیکیا سترواکۍ ته وتښتیدل، چې د بیزانس ځای ناستی دولت و چې د لسکریس کورنۍ لخوا اداره کېده. په دې ځای کې دوی فعال ونډه ولوبوله او ډېری لوړ رتبه دفترونه ترلاسه کړل.
په ۱۲۵۹ کال کې، اتم میکائیل پالایولوګوس د کودتا له لارې د ځوان څلورم جان لاسکاریس مرستیال سترواک شو او په ۱۲۶۱ کال کې، د لاتینې سترواکۍ څخه د قسطنطنیه له بېرته نیولو وروسته، څلورم جان له دندې ګوښه او ړوند شو. د میکائیل ځایناستو د تاریخ په کمزوري پړاو کې د بیزانس سترواکۍ واکمني وکړه، او د پالایولوګوس د دورې زیاتره برخه، یو څه د بهرنیو دښمنانو لکه بلغاریایانو، سربیانو او عثماني ترکانو، او یو څه د پالایولوګوس کورنۍ د غړو ترمنځ د پرله پسې کورنیو جګړو له امله، د سیاسي او اقتصادي زوال مهال و. د ۱۵ پېړۍ په پیل کې، سترواکانو ټول واقعي ځواک له لاسه ورکړی و، چې سترواکي په پراخه کچه د نوې عثماني سترواکۍ لپاره یو وابسته دولت شو. د دوی سترواکۍ تر ۱۴۵۳ کال پورې دوام وکړ، کله چې عثماني سلطان محمد فاتح قسطنطنیه فتح کړه او وروستی سترواک یولسم قسطنطین پالایولوګوس د ښار په دفاع کې ژوند له لاسه ورکړ. د پالایولوګوس کورنۍ غړي د سترواکانو په توګه د خپلو د واکمنیو پرمهال، د خپلو د تابعینو له لوري، ډېری یې د دوی د مذهبي لیدلوري له امله، نه خوښېدل. د سترواکانو مکررې هڅې چې د یونان ارتودوکس کلیسا د رومي کاتولیک کلیسا سره متحده کړي، او په دې توګه د بیزانس کلیسا د پاپ تر مشرۍ لاندې تابع کړي، د ارتداد او خیانت په توګه و انګېرل شو. که څه هم یولسم قسطنطین د روم سره په ملګرتیا او ښو اړیکو کې مړ شو (یعنې "مرتد")، د عثمانیانو په وړاندې د قسطنطنیې د دفاع په جګړه کې د نوموړي مړینه، د یونانیان او د ارتودوکس کلیسا له لوري د اتل په توګه و ګڼل شو، چې د دې کورنۍ په وړاندې عمومي نظر بدلوي. په یوناني خاوره د پالایولوګوس کورنۍ د واکمنۍ ونډه، چې د وروستي عیسوي کورنۍ په توګه ګڼل کېږي، دوی یې د عثماني واکمنۍ په دوره کې د یونانیانو تر منځ ډېر مثبت یادګار په توګه پرېښودل.
د پالایولوګوس کورنۍ د سترواکۍ کرښې وروستي ځینې غړي په ۱۶ پېړۍ کې مړه شول، خو د ښځینه لیکې اولاده یې تر نن ورځې ژوندي پاتې دي. پالایولوګوس-مونتفرات چې په ایټالیا کې د یوې پوځي کورنۍ غړی و، تر ۱۵۳۶ کال پورې یې په مونټفرات ساحلي سیمه واکمني وکړه او په ۱۵۶۶ کال کې مړ شو. دا کورنۍ چې د سترواکانو له وړاندې کولو مخکې لویه کورنۍ وه، د پالایولوګوس نوم په مشروع ډول یوازې د شاهي کورنۍ د لویانو له خوا نه کارول کېده. په پایله کې، زیاتره بیزانسی کډوالو چې د قسطنطنیې له سقوط وروسته لوېدیځې اروپا ته تښتیدلي وو، دا نوم د حیثیت د ترلاسه کولو لپاره کارو، چې ځینو یې د سترواکې کورنۍ سره نږدې اړیکو ادعا هم کوله. د عصري څېړونکو لخوا د شاهي کورنۍ د زیاتره پاتې څانګو شجره په پراخه کچه د خیال په توګه رد شوې. د غیر شاهي پالایولوګوس کورنۍ بېلابېلې ریښې، چې د منځنیو پېړیو د پالایولوګوس کورنۍ او یو بل سره یې تړاو روښانه نه دی، تر اوسنۍ دورې پاتې شوي او نن ورځ زرګونه خلک، په ځانګړې توګه په یونان کې، اوس هم د پالایولوګوس تخلص، یا د هغې ډولونه، کاروي.
ریښه
[سمول]د پالایولوګوس کورنۍ اصل ناڅرګند دی. د څو ورستیو شفاهي دودونو پر بنسټ، دا کورنۍ له ایټالیا سرچینه اخلي، چې په لوی ګمان کېدای شي د ویتربو ښار وي. د دې بڼې پر بنسټ، د کورنۍ نوم پالایولوګوس (Palaios logos) لفظي معنی یې: "زړه کلمه") د ویټوس ویربم (vetus verbum) یوناني ژباړه وه، چې د ویټربو یوه مشکوکه ریښه ګڼل کېږي. د پالایولوګوس د اصلي کیسې یوه بله بڼه داسې وایې چې دوی د لرغوني روم ریښه لري او دوی د هغو رومیانو اولاده دي چې د لوی قسطنطین سره یوځای قسطنطنیې ته هغه مهال لاړل چې دا ښار په ۳۳۰ کال کې د روم د سترواکۍ د نوي پلازمینې په توګه تاسیس او نومول شو. د نسب دا دوهمه کیسه د نورو بیزانسي اشرافي لړیو، لکه د دوکا یا فوکاس کورنۍ، کرونیو دودونو ته ورته دی چې دوی هم د لرغوني رومي نسل کیسې کارولې ترڅو خپل حیثیت پیاوړی او د بیزانس سترواکۍ تخت ته، چې د روم سترواکۍ د منځنیو پېړیو تسلسل و، د دوی ادعاوې قانوني کړي. [۱][۲]
د نسب د دې لرغونو او نامتو کیسو په مقابل کې، د پالایولوګوس کورنۍ ښایي اصلاً په یو څه وروسته په اناتولیا کې، ممکن په اناتولیک بڼه کې را منځ ته شوې وي. د شوروي-امریکایي بیزانس څېړونکي الکساندر کازدان له قوله، د دوی د کورنۍ د نوم ریښه "راګمان" ګڼل کېده، چې ښایي د خاکساره کورنۍ اصل ته اشاره وکړي، پداسې حال کې چې فرانسوي بیزانس څېړونکی ژان فرانسوا وینیر په دې باور دی چې کره ایتمولوژي د "لرغونو آثارو راټولونکی" وي. د دې کورنۍ لومړی مشهور غړی، ښایي د هغې بنسټ ایښودونکی، نیکفوروس پالایولوګوس و، چې د ۱۱ پېړۍ په دوهمه نیمایي کې د سترواک اوم میکائیل دوکاس په واکمنۍ کې د میسوپوتامیا پوځي ډلې قوماندان (ښایي دوکس، یا جنرال) و. نیکفوروس د اوم میکائیل په وړاندې د دریم نیکفوروس بوټانیایټس د پاڅون ملاتړ وکړ، خو د هغه زوی، جورج پالایولوګوس، د انا دوکاینا سره واده وکړ او په دې توګه یې د بوټانیایټس په وړاندې د دوکاس کورنۍ او وروسته د انا د کشر لیور اول الیکزیوس کومینوس، ملاتړ وکړ. جورج د اول الیکسیوس په واکمنۍ کې د دیراکیوم د جنرال په توګه دنده ترسره کوله او د کوروپلېتس لقب ورکړل شو. [۲][۳][۴]
په ۱۲ پېړۍ کې، د پالایولوګوس کورنۍ غړي په عمده توګه د نظامي اشرافو د غړو په توګه پېژنل کېدل، چې هېڅ اداري سیاسي واکونه یې په لاس کې نه درلودل. دوی ډېری وختونه د راهبانو د مرسته ورکونکو په توګه ثبت شوي، او د بیزانس سترواکۍ (۱۰۸۱ – ۱۱۸۵) کلونو پرمهال یې څو ځله د کومنینوس کورنۍ سره ودونه کړي. کله چې په ۱۲۰۴ کال کې د څلورمې صلیبي جګړې صلیبیانو قسطنطنیه ونیوله او د نوې، کاتولیک، لاتیني سترواکۍ په ګټه یې د بیزانس سترواکۍ ړنګه کړه، د پالایولوګوس کورنۍ غړي د اول تیوډور لاسکاریس په پیروي د نیکیا سترواکۍ ته لاړل، چې هلته دوی فعاله ونډه درلوده او لوړ رتبه اداري چارې یې په دوامداره توګه ترلاسه کړې. اندرونیکوس پالایولوګوس، چې د وروستي سترواک اتم میکائیل پلار و، د میګاس دومیستیکوس (سر قوماندان اعلی) په توګه، ښایي د سترواک دریم جان دوکاس واتاتز له خوا، اعلان شو. [۲]
د مشهورو بیزانسی کورنیو سره د د پالایولوګوس کورنۍ د غړو زیاتره ودونه د دوی د تخلصونو په ټاکلو کې را څرګند شوي، ځکه چې د شاهي کورنیو پخوانیو غړو د خپل مشروعیت د پیاوړتیا لپاره د څو پخوانیو واکمنو شاي کورنیو تخلصونه کارول. د مثال په توګه، د اتم میکائیل پالایولوګوس بشپړ نوم میکائیل کومنینوس دوکاس انجیلوس پالایولوګوس و.[۲][۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Nicol 1992، مم. 117–118.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Encyclopaedia of the Hellenic World.
- ↑ Vannier 1986، م. 129.
- ↑ Kazhdan 1991، م. 1557.
- ↑ Angelov 2019، م. 121.