پارانتروپوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پارانتروپوس د منقرض/ ورکو شویو انسانانو یا هومینین یو جېنس دی چې: د پارانتروپوس روباستوس او پارانتروپوس بویسي دوه ډولونه يې په پراخ ډول منل شوي. که څه هم د پارانتروپوس پر اعتبار بحث دی او ځینې وختونه له استرالوپېتیکوس سره مترادف په بلل کېږي. هغوی د پیاوړو استرالوپیتکین په نوم هم یادیږي. هغوی تقریباً له میلاد څخه ۱.۲ تر ۲.۹ میلیون کاله پخوا (mya) د پیلیوسین جيولوژیکي دورې له پای څخه تر منځني پلیستوسن پورې ژوند کاوه.

پارانتروپوس له پیاوړو کوپړيو او د بدن د منځۍ کرښې په اوږدو کې له ګوریلا ته ورته واضېح ساجیتال تاج سره مشخصیږي- چې د ژوولو د پیاوړو عضلاتو، پلنو بوټي خوړونکو غاښونو ښکارندويي کوي چې د سولولو لپاره کاريږي. که څه هم هغوی په احتمالي ډول د کلکو او نامناسبو خوړو پر ځای نرمو خوړو ته ترجیح ورکوله، خو د پارانتروپوس روبوستوس ډول عمومي خوړونکي و او په ډېر احتمال یو هر څه خوړونکی ډول وو حال دا چې پارانتروپوس بویسي بوټي/واښه خوړونکي وو چې عمده ډول یې د پولبوټیوبر په نوم بوټي خوړل. هغوی دوه پښې لرونکي وو. هغوی له خپلو پیاوړو سرونو سره سره نسبتاً کوچني بدنونه لرل. د نارینه د وزن او قد منځنۍ کچه د پارانتروپوس روبوستوس د نارینه‌وو لپاره په ۱۳۲ سانتي مترو (۴ فوټه) کې ۴۰ کیلوګرامه (۸۸ پونډ) او د پارانتروپوس بویسي د نارینه‌وو لپاره په ۱۳۷ سانتي مترو (۴ فوټه او ۶ اېنچه) کې ۵۰ کیلوګرامه (۱۱۰ پونډه) د پ. روبوستوس د ښځینه‌وو لپاره په ۱۱۰ سانتي مترو (۳ فوټه او ۷ اېنچه) کې ۳۴ کیلوګرامه (۷۵ پونډ) ۱۲۴او د پ. بویسي د ښځینه‌وو لپاره په سانتي مترو (۴ فوټه او یو اېنچ) کې ۳۴ کیلوګرامه (۷۵ پونډ) ده.

هغوی معمولاً څو ودونه کوونکي او له خسرګنۍ (د خاوند له کورنۍ سره) سره ژوند کوونکي وو، خو د استرالوپیتسین ټولنو ته هېڅ ورته معاصره ټولنه نه‌شته. دوی له هډوکنیو وسایلو سره تړاو لري او له اور څخه د ګټې اخیستنې د لومړنیو شواهدو په توګه پرې بحث کېږي. هغوی معمولاً په ځنګلونو کې ژوند کاوه او د انسان له ځینې لومړنیو ډولونو لکه افریقايي استرالوپیتیکوس، ماهر انسان او نېغ انسان سره يې یوځای ژوند کاوه. هغوی د هم‌هغه وخت د لویو غوښه خوړونکو تمساح‌ګانو، پړانګانو، خنجري غاښ لرونکو پيشوګانو اوکفتارانو په واسطه ښکار کېدل.  

ډلبندي[سمول]

انواع/ ډولونه[سمول]

د پارانتروپوس جېنس د لومړي ځل لپاره سکاټلنډي-سویلي افریقايي لرغونپوه رابرټ بروم په‌واسطه په ۱۹۳۸ کال کې د پارانتروپوس روبوتوس ډول له نوعې سره جوړ شو. «پارانتروپوس» د παρα para  له یوناني کلیمې څخه چې د څېرمه یا تر څنګ په معنا ده او άνθρωπος  څخه چې د انسان یا بشر په معنا ده اخیستل شوی دی.  د نوعې یوه نمونه چې د نارینه کوپړۍ د ماغزو کیسه وه او  TM 1517 ونومول شوه، د سویلي افریقا د پروتوریا د سویل لویدیځي برخې په شاوخوا ۷۰ کیلومترۍ (۴۳ مایلی) کې د کرومداري په فوسیلي سیمه کې زده‌کوونکي ګرټ تربلانج کشف کړه. تر ۱۹۸۸ کال پورې د هم‌هغه سیمې په شاوخوا کې لږ تر لږه ۶ کسان کشف شول چې اوس‌ مهال د بشریت د زانګو په نوم پېژندل کېږي. [۱][۲][۳]

په ۱۹۴۸ کال کې سویلي افریقايي لرغونپوه جان ټالبوت رابینسون تقریباً د هم‌هغې کرومداري بروم  په ګاونډ کې د سوارتکرانز په کنده کې د SK 6 په نوم د یو فرعي بالغې زامې پر اساس پ. کرسېډینس  تشرېح کړ. هغه باور درلود چې وروستي پارانتروپوسان د مورفولوژیکي/ظاهري اوصافو له پلوه په مخکیني غار کې له لومړنیو پارانتروپوسانو سره توپیر لري- یعنې دا چې د سوارتکرانز پارانتروپوس د مثل د تولید له پلوه د کرومداري له پارانتروپوس څخه بېل شوي او بالاخره سپېسیشن/ ډولونه رامنځته شوي. تر ۱۹۸۸ کال پورې له سوارتکرانز څخه نمونې په پ. کرسېډینس کې ځای پر ځای شوې. په هرحال دا له هم‌هغه مهال راهیسې د پ. روبوستوس مترداف بلل کېږي ځکه داسې نه بريښي چې دا دواړه دې ډېر جلا نفوسونه وي. [۴][۵]   

پ. بویسي[سمول]

پ. بویسي د تانزانیا په الډوای تنګي کې ماري لیکي (د OH 5 ډول) کشف کړ. د هغې خاوند لوئیس هغه زېنجانتروپوس بویسي/ Zinjanthropus boisei ونوماوه. ځکه هغه باوري و چې له پارنتروپس او استرالوپيتیکوس سره ډېر زیات توپیر لري. دا نوم د «زېنج» له لرغونې عربي کلیمې څخه چې د افریقا د ختيځو سمندرغاړو په معنا ده او بویسي چې د دوی مالي مدد کوونکي چارلېز واټسون بویسي ته اشاره ده اخیستل شوی. که څه هم دا نوعه د پان افریقا له څلورمې کنګرې څخه مخکې د ښاغلي لیکي په ارایه کې تر تاریخ مخکې رد شوه ځکه د یوې واحدې نمونې پر اساس وه. د پېنج د لاندینۍ زامې کشف د دې لامل شو چې لیکي‌یان خپل ډولونه په ۱۹۶۴ کال کې بیاځلي د استرالوپیتیکوس (زېنجانتروپوس) بویسي په توګه ډلبندي کړي، خو په ۱۹۶۷ کال کې د سویلي افریقايي لرغوني انسانپوه فلیپ وي. توبیاس په استرالو پیتیکوس کې د ا. بویسي په توګه راټول کړ. په دې توګه د ډېرو نمونو له پیدا کولو سره د پارانتروپوس ترکیب ډېر وپېژندل شو.[۶][۷][۸] [۹]

دا مناظره موجوده ده چې ایا د زامې په اندازه کې د تنوع پراخ طیف د دوو جنسي بڼو ښکارندويي کوي او یا د یو نوي ډول د پېژندلو لپاره یوه زمینه ده. د ځمکې د هغې کتلې په توګه یې تشرېح کولی شو چې تر مړینې وروسته په طبعي ډول رامنځته شوي ترکونه ډکوي، چې د هډوکي درک شوې اندازه پړسوي. پ. بویسي هم د کوپړۍ د اناتومۍ په برخه کې پراخ توپیر لري، چې له ډلبندۍ سره هېڅ اړیکه نه لري. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

پ. اېثیوپیکس[سمول]

فرانسوي لرغونې ژوند پوهانو کامیل ارامبورګ او ایوکوپنر په ۱۹۶۸ کال کې د اېتوپیا له شنګورا فورمېشن سیمې څخه د ترلاسه شوې بې غاښو زامې (Omo 18) پر اساس «پارا استرالوپیتیکوس اېثیوپیکس» تشرېح کړ. په ۱۹۷۶ کال کې امریکايي انسانپوه فرانسیس کلارک هاول او بریتوني انسانپوه ایو کوپنز هغه د افریقايي استرالوپیتیکوس په توګه بیا ډلبندي کړه. په ۱۹۸۶ کال کې د KNM WT 17000 په نوم کوپړۍ تر کشفېدو وروسته انګلیسي انسانپوه الن واکر او ریچارډ لیکي هغه په پارانتروپوس کې د پ. اېثیوپیکس په توګه ډلبندي کړه. دا چې ایا دا د پ. بویسي لپاره یو مترادف دی لا بحث دی، د کوپړۍ د بېل‌والي لپاره اصلي استدلال دا دی چې د سختو بوټو د ژوولو لپاره لږ مساعده ښکاري.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په ۱۹۸۹ کال کې لرغونپوه او ژوپوه والټر فرګوسن د KNM WT 17000  کوپړۍ نمونه بیاځلي د واکري په نوم ډلبندي کړه، هغه د کوپړۍ د نوعیت پر تعیین شک درلود ځکه په هغه کې یوازې کوپړۍ شامله وه حال دا چې د پ. اېثیوپیکس په هلوټایپ کې یوازې لاندینۍ زامه شامله وه. د فرګوسن ډلبندي تقریباً په نړیواله کچه له پامه وغورځول شوه او له اېثیوپیکس سره متردافه وبلل شوه. [۱۹][۲۰][۲۱]

نور[سمول]

فرانسوي توکم کښ چارلز کوردیه په ۱۹۶۳ کال کې کله چې په  ګانګو کې و، پ. کانجنسیس ته له یو لوی دیو ته ورته شادی-انسان سره چې د «کېکومبا»، «اپماندي»، «ابنانجي»، « زولوزوګو» یا «ټېنګوم» په نومونو یادیده نسبت ورکړ. [۲۲]

ایتوپيايي لرغونې انسانپوه یوهانس او همکارانو يې په ۲۰۱۵ کال کې د ایتوپیا له افار سیمې څخه ترلاسه شوی ۳.۵-۳.۲ Ma ا. دیرمدا د زامو د درېیو هډوکو پر اساس تشرېح کړ. هغوی څرګندونه وکړه چې که څه هم له پارانتروپوس سره ډېر ورته‌والی لري، خو دا امکان لري چې له هغه سره هېڅ اړیکه ونه لري ځکه د جېنس مشخصه چې لوی مولر غاښونه دي دوی يې نه لري. له دې سره په ۲۰۱۸ کال کې خپلواک څېړونکي یوهان نیګرن د غاښنیو او خوراکي رژیم د ورته‌والي له امله پارانتروپوس ته د هغه لېږد سپارښتنه وکړه.  [۲۳][۲۴]

اعتبار/ باور[سمول]

شېروو واشبورن او برس ډي. پیټرسون لومړني کسان وو چې وړاندیز یې وکړ چې پارانتروپوس باید د استرالوپیتيکوس د یو ځوان مترداف په توګه په پام کې ونیول شي ځکه لومړنی یواځې په هغه وخت کې د ټوټه ټوټه پاتې‌شونو له مخې پېژندل کېده او د غاښونو توپیرونه یې دومره جزئي وو چې د دلیل په توګه يې په پام کې نه‌شو نیولی. خو لیکي رابېنسون يې په دغه لوی ګروپ کې د ځای پر ځای کولو پر وړاندې د هغه له اعتبار څخه دفاع وکړه. نور بېلابېل لیکوالان تر هغه لا ډاډمن نه وو چې بشپړ پاتي‌شوني يې وموندل شول. پارانتروپوس ځینې وختونه د استرالو پیتیکوس د فرعي ډول په توګه ډلبندي کېږي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Broom, R. (1938). "The Pleistocene Anthropoid Apes of South Africa". Nature. 142 (3591): 377–379. Bibcode:1938Natur.142..377B. doi:10.1038/142377a0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Paranthropus". Merriam–Webster Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Constantino, P. J.; Wood, B. A. (2004). "Paranthropus Paleobiology". Miscelanea en Homenaje a Emiliano Aguirre. III. Museo Arqueológico Regional. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Broom, R. (1948). "Another new type of fossil ape-man". Nature. 162 (4132): 57. doi:10.1038/163057a0. PMID 18106151. S2CID 4126221. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Constantino, P. J.; Wood, B. A. (2004). "Paranthropus Paleobiology". Miscelanea en Homenaje a Emiliano Aguirre. III. Museo Arqueológico Regional. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Morell, V. (2011). Ancestral Passions: The Leakey Family and the Quest for Humankind's Beginnings. Touchstone. د کتاب پاڼې 193. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4391-4387-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Leakey, L. S. B.; Leakey, M. B. (1964). "Recent discoveries of fossil hominidsin Tanganyika, at Olduvai and near Lake Natron". Nature. 202 (4927): 5–7. Bibcode:1964Natur.202....5L. doi:10.1038/202005a0. PMID 14166721. S2CID 4162123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wood, B. (2005). "A tale of two taxa". Transactions of the Royal Society of South Africa. 60 (2): 91–94. doi:10.1080/00359190509520483. S2CID 83659439. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Leakey, L. (1959). "A New Fossil Skull from Olduvai". Nature. 184 (4685): 491–493. Bibcode:1959Natur.184..491L. doi:10.1038/184491a0. S2CID 4217460. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Silverman, N.; Richmond, B.; Wood, B. (2001). "Testing the taxonomic integrity of Paranthropus boisei sensu stricto". American Journal of Physical Anthropology. 115 (2): 167–178. doi:10.1002/ajpa.1066. PMID 11385603. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Constantino, P. J.; Wood, B. A. (2007). "The Evolution of Zinjanthropus boisei". Evolutionary Anthropology. 16 (2): 49–62. doi:10.1002/evan.20130. S2CID 53574805. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wood, B.; Constantino, J. (2007). "Paranthropus boisei: Fifty Years of Evidence and Analysis". Yearbook of Physical Anthropology. 50: 106–132. doi:10.1002/ajpa.20732. PMID 18046746. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Wood, B.; Lieberman, D. (2001). "Craniodental variation in Paranthropus boisei: a developmental and functional perspective" (PDF). American Journal of Physical Anthropology. 116 (1): 13–25. doi:10.1002/ajpa.1097. PMID 11536113. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ferguson, W. W. (1989). "A New Species of the Genus Australopithecus (Primates: Hominidae) from Plio/Pleistocene Deposits West of Lake Turkana in Kenya". Primates. 30 (2): 223–232. doi:10.1007/BF02381307. S2CID 28642451. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Walker, A.; Leakey, R. E.; Harris, J. M.; Brown, F. H. (1986). "2.5-Myr Australopithecus boisei from west of Lake Turkana, Kenya". Nature. 322 (6079): 517–522. Bibcode:1986Natur.322..517W. doi:10.1038/322517a0. S2CID 4270200. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Wood, B.; Constantino, J. (2007). "Paranthropus boisei: Fifty Years of Evidence and Analysis". Yearbook of Physical Anthropology. 50: 106–132. doi:10.1002/ajpa.20732. PMID 18046746. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wood, B.; Richmond, B. G. (2000). "Human evolution: taxonomy and paleobiology". Journal of Anatomy. 192 (Pt 1): 34–38. doi:10.1046/j.1469-7580.2000.19710019.x. PMC 1468107. PMID 10999270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Arambourg, C.; Coppens, Y. (1968). "Sur la decouverte dans le Pleistocene inferieur de la valle de l'Omo (Ethiopie) d'une mandibule d'Australopithecien" [On the discovery in the Lower Pleistocene Omo Valley (Ethiopia) of an Australopithecine Mandible]. Comptes Rendus des Séances de l'Académie des Sciences (په فرانسیسی ژبه کي). 265: 589–590. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ferguson, W. W. (1989). "A New Species of the Genus Australopithecus (Primates: Hominidae) from Plio/Pleistocene Deposits West of Lake Turkana in Kenya". Primates. 30 (2): 223–232. doi:10.1007/BF02381307. S2CID 28642451. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Wood, B. (2011). Wiley-Blackwell Encyclopedia of Human Evolution. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼي 298–299. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-4247-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Leakey, R.; Lewin, R. (1993). Origins Reconsidered: In Search of what Makes Us Human. Anchor Books. د کتاب پاڼي 132–133. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-385-46792-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Cordier, C. (1963). "Deux anthropoïdes inconnus marchant debout au Congo ex-Belge" [Two unknown, upright-walking anthropoids in the ex-Belgian Congo]. Genus (په فرانسیسی ژبه کي). 19 (1/4): 175–182. JSTOR 29787553. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Haile-Selassie, Y.; Gilbert, L.; Melillo, S. M.; et al. (2015). "New species from Ethiopia further expands Middle Pliocene hominin diversity" (PDF). Nature. 521 (14448): 483–488. Bibcode:2015Natur.521..483H. doi:10.1038/nature14448. PMID 26017448. S2CID 4455029. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Nygren, J. (2018). "The speciation of Australopithecus and Paranthropus was caused by introgression from the Gorilla lineage" (PDF). PeerJ Preprints. 6: e27130v3. arXiv:1808.06307. Bibcode:2018arXiv180806307N. doi:10.7287/peerj.preprints.27130v3. S2CID 52054499. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Washburn, S. L.; Patterson, B. D. (1951). "Evolutionary Importance of the South African 'Man-apes'". Nature. 167 (4251): 650–651. Bibcode:1951Natur.167..650W. doi:10.1038/167650a0. PMID 14826894. S2CID 4207075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Robinson, J. T. (1965). "Homo 'habilisکينډۍ:' and the Australopithecines". Nature. 205 (4967): 121–124. Bibcode:1965Natur.205..121R. doi:10.1038/205121a0. S2CID 4196031. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Leakey, L. (1959). "A New Fossil Skull from Olduvai". Nature. 184 (4685): 491–493. Bibcode:1959Natur.184..491L. doi:10.1038/184491a0. S2CID 4217460. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Cela-Conde, C. J.; Ayala, F. J. (2003). "Genera of the human lineage". Proceedings of the National Academy of Sciences. 100 (13): 7684–7689. Bibcode:2003PNAS..100.7684C. doi:10.1073/pnas.0832372100. PMC 164648. PMID 12794185. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)