پابلو نرودا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پابلو نرودا - (ریکاردو ایلیسر نیفتالی ریایس بوساولتو)

پابلو نرودا د ډیر نامتو شیلیایی شاعر نوم دی چی د شلمی پیړی ډیری ژبی د هغه له نامه سره آشنایی لری، د نرودا اصلی نوم ریکاردو ایلیسر نیفتالی ریایس بوساولتو دی. د هغه آثار د نړی په لسگونو ژبو کی ژباړل شوی دی، او د ویلیام شکسپیر نه وروسته په نړی کی تر ټولو نامتو شاعر دی چی شعرونو یی په پراخ ډول په خلکو کی اغیزه کړی.

نرودا خپل شعرونو په پراخو ډولونو کی ویلی دی، مینه، حماسی - تاریخی او سیاسی شعار ډوله شعرونه د هغه د شعر ځانگړی برخه جوړوی. د هغه د شعرونو ډیره ښکلی او خوندوره برخه په « ډیرو عادی څیزونو غزل لیکل دی» د همدی ځانگړی سبک له امله، یو کولمبیایی ناولست گابریل گراشیا مارکویز نرودا ته « د شلمی پیړی د هری ژبی شاعر» خطاب کړی دی. نرودا په ۱۹۷۱ زیږدیز کال کی د ادبیاتو د نوبل جایزه وگټله.

د خپل ژوند په ترڅ کی نرودا ډیرو لوړو دیپلوماتیکو څوکیو ته ځان رسولی دی چې له هغو څخه د شیلی د کمونست گوند د پارلمان د غړی یا سناتور دنده ده. کله چی د شیلی محافظه کار ولسمشر گونزالز ویدیلا کمونستان وشړل، نو د نرودا د نیولو امر یی په رسمی توگه صادر کړ. مگلرو نرودا په یو کور کی پټ کړ او بیا له هغه ځایه د یوی غریزی لاری ارجنتاین ته مهاجرت وکړ.

کله چی په شیلیا کی کودتا وشوه او اگوستی پینوشی ولسمشر شو ورسره سم په نرودا د سرطان مرض ولگیده، او بیا دولس کاله پس د زړه د دریدو له امه ومړ. نرودا ډیره نامتو څیره وه، نو ځکه د هغه مړینی په شیلیا کی خلک د ماتم کوربه کړل ، په نړی او خلکو کی یی ډیر زیات انعکاس وکړ. پینوشی د هغه د جنازی مراسم په شیلی کی منع کړل، ولی شیلیایانو د هغه خبره ونه منله او سرکونو ته یی ودانگل، په همدی ډول لومړی ولسیز لاریون د شیلیایی پوځی دیکتاتوریزم په ضد بنسټ پیدا کړ.

د ژوندانه لومړی کلونه

نرودا د پارال په ښار کې د لینارس ولایت کې چې د مووال په نامه زون ته مربوط دی ، وزیږید. د هغه پلار جوسی دیل کارمن ریایس مورالیس د اورگاډو په کار کی مامور وه، او د هغه مور روزا نیفتالی باساولتو اوپاز د ښوونځی ښوونکی وه، چی د نرودا له زیږیدنی دوه میاشتی روسته مړه شوه. ډیر ژر نرودا له خپل پلار سره یو بل ښار ته تیموکو ته ولاړل، چیری چی د هغه پلار یوی بلی ښځی ترینیداد کاندیا ماروردی سره واده وکړ. نرودا خپل د ماشومتوب نهه کاله تیر کړل، هغې دی ماشوم ته د رادولف غږ کاوه.

نرودا په ماشومتوب کی د خپلی مور په وړوکی نامه "نیفتالی" یادیده، پلار یی د ده لیکنو او ادبیاتو سره د هغه د بی ساری علاقی په اړه هغه ته په غصه کیده، ولی له نورو څخه یی هڅونی تر لاسه کولی. چی د گابریل میسترال نوم پکی د اخستو دی ، ښاغلی گابریل میسترال بیا وروسته د نوبل د جایزی گټونکی هم شو.

د نرودا لومړنی چاپی اثر د هغه یوه مقاله وه چی یوی محلی ورځپاڼی ته یی ولیکله، په داسی حال کی چی ده دیارلس کاله عمر درلوده. له ۱۹۲۰ زیږدیز کال نه را په دیخوا د پابلو نردوا د مستعار تخلص په ایښودو، نرودا یو شاعر، ژورنالست او غوره نثر لیکونکی شو.

اشعار

یو کال وروسته په ۱۹۲۱ زیږدیز کی نرودا سانتیاگو ته ولاړ او غوښتل د هغه ځای د پوهنتون له لاری د استادی څانگه غوره کړی، ولی ډیر ژر یی خپل ډیر وخت شعر ته وقف کړ. په ۱۹۲۳ کال کی د هغه لومړی شعری ټولگه « د شفق کتاب » چاپ شو، یو کال وروسته یی بله شعری مجموعه په نامه د "د مینی شل شعرونه او یوه ناومیده سندره" له چاپه راووته. دواړه اثرونه په ډیرو نورو ژبو باندی وژباړل شوی. او په نړی کی په میلیونو دغه کاپی وپلورل شوی، او نرودا یی د شهرت گدی ته ورساوه.

نروداپه جاوا کی یوی دنگی هالندی انجلی سره چی ماریاکا انتونیتا انگینار واگیلزنگ نومیده او په بانک کی یی کارو کاوه آشنا شو، چی بیا وروسته دا د ده لومړنی ښځه پاتی شوه. همدلته وو چی نرودا د دیپلوماتیکو خدمتونو ترڅنگ په لوړه کچه شعرونه مطالعه او تجربه کړل. نرودا ډیر مشهور آثار دادی: د بی پایه انسان لټون، د خاورو استوگنه، هسپانیا زما په زړه کی، خشم او خواری، ټولیز غږ، انگور او باد، د مینی سل شعرونه، د ایسیلانگرا یادښتونه، د پوښتونو کتاب، یادونه او په لسگونو نور.

د هسپانیا کورنی جنگ

شیلی ته له راتگ وروسته، نرودا ته په بونس آیرس او د هسپانیا په بارسیلونا کی ډیر نور ډیپلوماتک پوستونه ورپه غاړه شول. ورسته یی د گابریل مایسترال ځای ونیو. او د شاعرانو یو کړۍ یی رامنځته کړه او نورو نامتو شاعرانو سره لکه رفایل آلبرتی، فیدریکو گارشیا لورکا او نورو ....ښه ملگری شو. وروسته یی بیا بله ښځه وکړه. د خپل لنډ عمر په ترڅ کی ناروغه شو او تر ډیره یی د سرطان ناروغی له ځان سره وگرځوله.

کله چی هسپانیه په کورنیو جنگونو کی ډوبه شوه نو نرودا یی هم د لومړی ځل لپاره سیاست ته را وکاږه. د همدغه کورنیو جگړو تجروبو نرودا له انزوا لری کړ او په شعرونو کی یی ټولنیزی ژمنی او همکاری را څرگندی شوی.

سناتور

د مارچ د میاشتی په څلورمه ۱۹۴۵ زیږدیز کال وو، د هغه وخت د کمونست گوند لخوا نرودا د سناتور په سمت وټاکل شو. او بیا یی په رسمی توگه دوه میاشتی وروسته د دغه گوند غړیتوب ترلاسه کړ.

په ۱۹۴۷ کی یی د ولسمشر – ویده لا- په ضد یوه اعتراضیه وینا وکړه، چې بیا وروسته اړ شو څو له شیلی څخه په پټه وتښتی. دا بیانیه د "زه تا محکوموم" په نامه یاده شوی ده.

تبعید

د ولسمشر ویده لا ځواب د نرودا بندی کوول وو، نو له همدی کبله نرودا په پټه ژوند پیل کړ، دی او د ده میرمن په پټه د خپلو ملاتړو په کورنو کی سرگردانه شول. او بیا همداسی په پټه اروپا ته ولاړ او هلته یی دری کاله ژوند وکړ.

بیرته شیلی ته

په ۱۹۵۲ زیږدیز کال کی د ولسمشر ویده لا د استبدادی حکومت پښی د اداری فساد له امله سستی شوی وی او د شیلی سوسیال گوند ښاغلی سلوادور آلندی د ۱۹۵۲ زیږدیز کال د ټاکنو لپاره نومولی وو او سلوادور د نرودا له ملاتړ څخه ډیر خوشاله وو، ځکه چی نرودا د کین لاسو مخکښه ادبی څیره وه ، او د هغه په ټاکنیزکمپاین یی ډیر ژور تاثیر درلوده.

په همدغه وخت کی ده چی نرودا د ادب لوړو ته رسیدلی دی او د هغه اثار د دنیا په ډیرو ژوندیو ژبو ژباړل شوی وو، او همدا وخت دی چی نرودا په سیاسی ډگر کی هم ډیر شهرت ته ورسید. او په همدغه وخت کی نرودا امریکا د ویتنام په خونړی جنگ کی محکومه کړه. هماغه وو چی امریکایانو هم دی د یو کمونست په آدرس باندی خپل موخه وگرځاوه ، او د ده او دده په څیر کمونستانو په ضد یی یو اپوزیوسیون د امریکا په ملاتړ رامنځته کړ او غوښتل یی چی د نرودا شهرت ورو ورو له منځه یوسی.

وروستی کلونه

په ۱۹۷۰ کی نرودا ځان ولسمشری ته د شیلی په ټولټا کنو کی ونوماوه. ولی ډیر ژر یی خپله نوماندی د سلوادور آلندی په ملاتړ پریښوده ، سلوادور په همدغه کال کی ولسمشری ته وټاکل شو، چی د شیلی په تاریخ کی لومړی دموکراتیک ټاکل شوی ولسمشر دی. سلوادور بیا نرودا د فرانسی د سفیر په توگه وټاکه، خو نرودا دوه نیم کاله وروسته شیلی ته راستون شو او ویل یی چی روغتیایی ستونزی ورته پیدا شوی دی.

کله چی په شیلیا کی په ۱۹۷۳ زیږدیز کی کودتا وشوه او اگوستی پینوشی ولسمشر شو ورسره سم په نرودا د سرطان مرض ولگیده، او بیا دولس کاله پس د زړه د دریدو له امه په ایسیلانگرا کی ومړ. نرودا ډیره نامتو څیره وه، نو ځکه د هغه مړینی په شیلیا کی خلک د ماتم کوربه کړل ، په نړی او خلکو کی یی ډیر زیات انعکاس وکړ. پینوشی د هغه د جنازی مراسم په شیلی کی منع کړل، ولی شیلیایانو د هغه خبره ونه منله او سرکونو ته یی ودانگل، په همدی ډول لومړی ولسیز لاریون د شیلیایی پوځی دیکتاتوریزم په ضد بنسټ پیدا کړ.

د نرودا شعر

نرودا یو هراړخیز شاعر دی، دا خطاب کیدای شی د نړی له نورو ډیرو شاعرانو څخه په نرودا ښه مصداق ولری. نرودا داسی له مینی ډک شعر وایی چی توري د هغه د مستي تاب نشی راوړای، او داسی د خپل ټاټوبی دردونه برسیره کوي چی هره کلمه یی د تیري کونکي په مخ سپیړه ده. کله داسی ساده شعر وایی چی له ساده څیزونو شعر رامنځته کوي، او کله داسی فلسفی او حکیمانه شعر وایی چې نړی کی یی ساری نه شته.

د نرودا د شعر ژبه ډیره ساده او صمیمی ده او خپله ژبه د پیچلو ابهامو ترمنځ نه ورکوي، او د هغه انځور جوړونه هم ډیره عینی ده، نرودا هم لکه د نورو سترو شاعرانو په څیر چې د ویلو لپاره یو څه لری، خپل شعر په اوهامو کی نه پیڅی نه هم معما کی ور دننه کیږی، د دی لپاره چی لوستونکی هغه ته اهمیت لری او هغه ته درناوی کوی.

هغه د خپلو خلکو په منځ کی ژوند وکړ او د خپلو خلکو لپاره یی شعر ووایه او د هر شاعر غوښتنه له دی پرته هیڅ نه وي.

سرچينې