ټېډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ټېډ پېژند نښه

'ټېډ TED (تخنیک ، وختتېری ، بڼه او ډول )(Technology , Entertainment, Design ) د درېو انگرېزي تورو څخه لنډون دی يوه نړېواله خپلواکه، پوهنیزه امريکايي ټولنه ده چې کانفرانسونه په مختلفو هېوادونو کې جوړوي او د کنفرانس رښتې يې د سپلنگ فونډېشن په نوم اورگان پورې اړه لري چې هغوی هم په خپلواکه توگه د ”آندونو پکار دی چې خپاره شي” تر سرلیک لاندې مالوماتي او پوهنیزوغونډو تابياکوي . ټېډ ټولنه په کال ۱۹۸۴م زېږديز کې يووار غونډه وکړه او بيا ورپسې په کال ۱۹۹۰م زېږديز کې د کلنۍ غونډې بهیر په بڼه يې سمباله کړه چې کېلفورنيا په مونټيري ښار گوټي کې ترسره شوه . د ټِډ لومړنیو غونډو فوکس يا موخې د تخنیک او ډيزاين لپاره ځانگړې کېدلې ، د ټِډ د موخې سرچینه يا آند يې د ورېښمو د غره لارې سیمو څخه رامنځته شوې وې . د ټِډ ټولنې عمومي کالنۍ غونډې په امریکا کې د لانگ بيچ په نوم سیمې کې ترسره کېږي او د ټولنې د دوهم سرلیک ټِډ اکټيف (TED Active) غونډې د پالم سپرنگ تر نوم سیمې کې جوړېږي . دواړه غونډې به د لانگ بیچ او پالم سپرنگ څخه د کاناډا لوی ښار وانکوور ته او وېسټلر ته په ۲۰۱۴م زېږديز کې وردرومي . د ټېډ تولنې غونډې په سوهېلي امریکا يي سیمو کې خپرې دي او همدارنگه اروپا او آسيا ته يې هم لارې ورغځولې دي . د ټېډ لخوا غونډې په عمومي هراړخیزو پرمختللو سکالوگانو باندې ولاړې وي ، لکه ټولنیزې څېړنې ، عملي ساينس يا عملي پوهنیز گامونه او کولتوري نوښتونه و همدا سکالوگانې د ویناوالو لخوا د ژوندیو يا تېرو کیسو په اورولو بيانېږي . ويناوالو ته شاوخوا ۱۸ دقې ورکول کېږي چې خپلې تجربې لیدونکو او اورېدونکو ته وړاندې کړي . په دغو ويناوالو کې ځینې ډېرې پېژندل شوې تولنیزې ، سیاسي څېرې د يادولو وړ دي لکه په تېرو غونډو کې د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلنټن ، انسان پېژندونکې او آرڅېړونکې مفکرې جېن گوډوېل ، ځوان ټولنیز شخص د کاناډا نوميالی ژورنالیسټ مالکولم گلاډوېل ، امريکنی چاپېريال پوه او تېر ولسمشر الگور ، د انگلستان تېر لومړی وزير گورډن براؤن ، د ځناورو د ساپوهنې ماهر او پېژندونکی رچارډ ډاؤکنز ، د سولگريزو پوستکاليو او وینډوز کاريال لومړنی طراح او پنځگر بلگېټس ، د انگلستان نوميالی ټولنیز فعال او سندرغاړی بونو د افغانستان او نړۍ پېژندل شوی وټپوهاند او سياستوال اشرف غني احمدز ی او داسې نورو برخې درلودې . د ټېډ ټولنې اوسینی نندارښود (Curator) يو انگرېز پخوانی سولگرپوه او ژورنالیسټ او مهالنۍ پازوال دی چې کرس انډرسن نومېږي . د ۲۰۰۶م زېږديز کال جون مياشتې راپدېخوا د ټِډ ټولنې غونډې په انټرنټ او نورو انځوريزو څانگو کې په وړيا توگه د څو يادونو په لړ کې لیدلو ته چمتو شوې . دغه يادونې داسې دي : د خپرونو د آندونه او رښته وال د سوداگريزو خبرتياو لپاره ندي ، هېڅ يوه نوښتیزه ځانگړنه پرته د ټېډ ټولنې لخوا بل چا څخه ندي . د ۲۰۱۴م زېږديز کال پورې ۱۶۰۰ خپرونې د انټرنټ په لیکه پرتې دي .

مخينه

پېښلیک

کرس اڼدرسن (د سپلنگ فاونډېشن يا بنسټ)

نړېوال ټېډ

ټېډ ستاينیزه

ټېډ ټکی کام (TED.com)

سرچینې

باندنۍ تړنې

References

External links


www.ted.com