ټیکو براهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ټیکو براهي (زوکړه: د ۱۵۴۶ زکال د ډسمبر ۱۴مه – مړینه: د ۱۶۰۱ زکال د اکټوبر ۲۴مه) ډنمارکي ستور پوه و چې د خپلو بې مخینې کره او جامعو نجومي مشاهداتو له امله شهرت لري. نوموړی د خپل ژوندانه پر مهال د ستور پوه، نجومي او کیمیاګر په توګه پېژندل کېده  چې د تلسکوپ له اختراع وړاندې وروستۍ مخکښ ستور پوه و.

په ۱۵۷۲ زکال کې د ټیکو پام یوه داسې بشپړ نوي ستوري ته شو چې له نورو ټولو ستورو یا سیارو څخه ځلانده و. نوموړی چې د دغه ستوري له لیدو څخه چې نه باید یې په دغه ځای کې موقعیت لرلای حیران شوی و، راتلونکي ۱۵ کلونه (۱۵۷۶- ۱۵۹۱ زکال) یې د ستور پوهنې په برخه کې د اندازه کولو د کره وسایلو جوړولو ته ځانګړي کړل. پاچا دویم فریدریک ټیکو ته په هون ټاپو کې ځمکه ورکړه او هغه ته یې د اورانینبورګ (Uraniborg) په نامه د عیسوي اروپا د لویې رصد خانې د جوړولو لپاره پیسې ورکړې. له دې وروسته نوموړي په پټه سره په سټیرنبورګ (Stjerneborg) رصد خانه کې کار وکړ او هلته یې دې ته پام شو چې په اورانینبورګ کې د هغه له خوا جوړ شوي امکانات په کافي کچه ثابت نه دي. د هغه بې مخینې څېړنیز پروګرام لامل وګرځېد ستور پوهنه په لومړني معاصر علم واوړي او همدارنګه یې علمي انقلاب رامنځته کړ. [۱]

ټیکو چې د څو اشرافي کورنیو وارث و، غوره روزل شوی و. هغه هڅه وکړه چې هغه څه چې ده د کوپرنیک هلیو مرکزي هندسي لاسته راوړنې بللې د بطلیموسي سیسټم له فلسفي لاسته راوړونو سره ترکیب کړي په دې سره یې ټایکونیک سیسټم (Tychonic system) رامنځته کړ چې د کایناتو اړوند د هغه له خوا وړاندې شوی موډل و؛ په دغه موډل کې لمر د ځمکې په چاپېر څرخېد او نورې سیارې بیا د لمر په چاپېر څرخېدلې. نوموړي د نویو ستورو (De nova stella؛ ۱۵۷۳ زکال) په نامه اثر کې وړاندې شوی هغه ارسطويي باور رد کړ چې ګویا سیاروي قلمرو هېڅکله تغیر نه کوي. د هغه اندازه ګیریو څرګنده کړه چې د ستوریزو چاودنو له امله رامنځته کېدونکي نوي ستوري (stellae novae؛ اوس مهال سوپر نوا) له سپوږمۍ وړاندې حرکت کوي او هغه وکولای شو وښيي چې لکۍ لرونکي ستوري، هماغه ډول چې وړاندې یې ګمان کېده، اتومسفیري ښکارندې نه دي.

په ۱۵۹۷ زکال کې ټیکو د نوي پاچا څلورم کریسټین له خوا اړ کړای شو ډنمارک پرېږدي. هغه پراګ ته وبلل شو او د سترواکۍ رسمي نجومي وټاکل شو؛ همدا و چې په بناټکي نادییزرو سیمه کې یې یوه رصد خانه جوړه کړه. په ۱۶۰۱ زکال کې د هغه له مړینې وړاندې یوهانس کپلر د یوه کال لپاره له ده سره کار وکړ او د هغه له معلوماتو څخه یې د سیاروي حرکت اړوند د خپلو دریو قوانینو په پراختیا کې ګټنه وکړه.

ژوند[سمول]

لومړني کلونه[سمول]

ټیکو د ۱۵۴۶ زکال د ډسمبر په ۱۴مه په خپله اجدادي سیمه کنوټسټروپ (په ډنمارکي: Knudstrup borg؛ په سویډني: Knutstorps borg) کې وزېږید چې د ډنمارکي سکونا ایالت د سوالاو ښار شمال ته په ۸ کیلومترۍ (۵ مایلي) فاصله کې یې موقعیت درلود. هغه له خپلو ۱۲ خویندو او وروڼو څخه مشر و چې د سټین براهي او سوفیا براهي په ګډون له دغو څخه اتو یې تر لویوالي ژوند وکړ. د هغه غبرګلونی ورور د تعمید له غسل وړاندې ومړ. ټیکو وروسته بیا د خپل مړه غبرګولني ورور لپاره په لاتیني یوه قصیده ولیکه چې په ۱۵۷۲ زکال کې د هغه د لومړني خپاره شوي اثر په توګه چاپ شوه. هغه ډبر لیک چې په اصل کې کونټسټروپ کورنۍ ته اړوند دی او اوس مهال مهال د کلیسا دروازې ته څېرمه د نښان په توګه لګول شوی ښيي چې د ټایکو په ګډون د هغه د کورنۍ ټول غړي نارینه و. [۲]

هغه مهال چې ټایکون دوه کلن و د هغه د تره یورګن ټایګزن براهي او د هغه د ښځې اینګر اوکس (د دغه قلمرو د خوانسالار پیډر اوکس خور وه) له خوا چې ماشوم یې نه درلود په زوی ګلوۍ ونیول شو او هغه یې له ځان سره یووړ څو لوی یې کړي. دا نه ده څرګنده چې ولې اوټه براهي له خپل ورور سره دغې هوکړې ته ورسېد، په دې سره ټیکو د دغې کورنۍ یوازنۍ ماشوم و چې د خپل مور او پلار له خوا په کنوټسټروپ کې را لوی نه شو. پر ځای یې نوموړی د لانګلنډ ټاپو په ټسټروپ او ټرانکیر برخو کې د یورګان براهي په کورونو کې را لوی شو چې وروسته بیا اودنسه ته نږدې نسبېهوډ (Næsbyhoved) ماڼۍ او له هغې وروسته په فالسټر ټاپو کې نیکوبینګ ماڼۍ ته ولاړ. ټیکو وروسته ولیکل چې یورګن براهي «زه را لوی کړم او په ساوختمندانه بڼه یې تر اتلس کلنۍ پورې زما اړتیاوې پوره کړې؛ هغه تل له ماسره د خپل زوی په څېر چلن کاوه او زه یې خپل وارث وټاکلم». [۳][۴]

ټیکو له ۶ کلنۍ څخه تر ۱۲ کلنۍ پورې په ډېر احتمال په نیکوبینګ کې لاتین ښوونځي ته ولاړ. د ۱۲ کلنۍ په عمر یې د ۱۵۵۹ زکال د اپرېل په ۱۹مه په کوپنهاګن پوهنتون کې زده کړې پیل کړې. هلته یې د خپل تره په غوښتنه د حقوقو په برخه کې په زده کړو پیل وکړ، خو په نورو څانګو کې یې هم زده کړې وکړې او له ستورپوهنې سره یې لیوالتیا ومونده. په پوهنتون کې د ارسطو نظریاتو د علمي نظریاتو اصلي برخه جوړوله او ټیکو په ډېر احتمال سره د ارسطویي فزیک او ستورپوهنې په برخه کې بشپړې زده کړې وکړې. هغه د ۱۵۶۰ زکال د اګست په ۲۱ مه د لمر کسوف تجربه کړ او په شدیده توګه د دغه واقعیت تر اغېز لاندې راغی؛ په داسې حال کې چې د هماغه مهال د شته معلوماتو د وړاندوینې پر بنسټ د یوې ورځې په توپیر رامنځته شو. د هغه دې ته پام شو چې کره مشاهدات لامل کېدای شي د هغو د کره مهال په موندلو کې مرسته وکړي. له همدې امله نوموړي د یوهانس ډي ساکروبوسکو د اثر ډي سپیرا مونډي (De sphaera mundi)، د پتروس آپیانوس د Cosmographia seu descriptio totius orbis په نامه کتاب او د رګیو منتانوس له خوا د De triangulis omnimodis په نامه د لیکل شوي کتاب په ګډون پریمانه نجومي جدولونه او د ستورپوهنې اړوند کتابونه وپېرل. [۵]

سرچينې[سمول]

  1. Wootton, David (2015). The invention of science : a new history of the scientific revolution (چاپ First U.S.). New York, NY. OCLC 883146361. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-175952-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. Håkansson 2006، مم. 39–40.
  3. Wittendorff 1994، م. 68.
  4. Hoskin 1997، م. 98.
  5. Håkansson 2006، م. 40.