ټیټان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټایټن (Titan) زحل زموږ د لمریز غونډال (شمسي نظام) شپږمه سیاره ده او ۶۲ پېژندل شوي سپوږمیانې لري. په دې کې ۵۳ یې تصدیق شوي او پر ۹ سپوږمیانو لا څېړنې روانې دي. ټایټن (Titan) د زحل تر ټولو لویه سپوږمۍ ده. تر عطارد لا یو لږ څه لویه ده؛ او د مشتري تر سپوږمۍ گانیمیډ (Ganymede) وروسته د درست لمریز غونډال (شمسي نظام) دوهمه لویه سپوږمۍ ده. یانې، گانیميډ په قطر کې یوازې ۱۱۲ کیلو مټره تر دې لویه ده. د ټایټن په څېړلو کې ساینسپوهان ډېره لېوالتیا لري--- هغه په دې خاطر چې دا سپوږمۍ له ډېرو رازونو ډکه ده. د بېلگې په توگه: ټایټن تر ځمکې وروسته په درست لمریز غونډال (شمسي نظام) کې یوازینی توکی دی چې پر خپل مخ بهېدونکي مایعات لري. له همدې کبله یې ځمکډوله (earth-like) سپوږمۍ بولي. د ټایټن مخ یو ډول خوپ (غبار) پوښلی چې پنډ او طلایي رنگ لري. همدا لامل دی چې ډېر لږ لروینونه (ټلسکوپونه) او کامرې توانېدلي چې د خوپ لاندې د ټایټن مخ (سطحه) وويني. ټایټن ډېره یخه سیاره ده--- هغه په دې خاطر چې دا له لمر څخه ډېره لیرې ده. یانې، که له ځمکې څخه لمر دومره مالوم شي لکه یو خټکی، نو له ټایټن څخه به دومره مالومېږي لکه د خټکي یو زوڼی. په ټایټن کې تودوښه منفي ۱۷۸ درجو ته رسېږي. یانې، په دومره زیات یخ کې د اوبو کنگل (یخی) هم د ډبرې په شان کلک وي--- او د ټایټن پر مخ ډبرې د اوبو له کنگل (یخي) څخه جوړې شوي دي. ټایټن له ۱،۲ ملیون کیلو مټره واټن څخه پر زحل را څرخي--- په داسې حال کې چې زموږ سپوږمۍ له ځمکې څخه ۳۸۴۴۰۰ کیلو مټره واټن لري. ټایټن په ۱۶ ځمکنیو ورځو کې یوه پلا پر زحل را څرخي--- په داسې حال کې چې زموږ سپوږمۍ په ۲۷ ورځو، ۷ ساعتونو او ۴۳ دقیقو کې یوه پلا پر ځمکې را څرخي--- چې دې ته سپوږمیزه میاشت هم وايي. ټایټن ډېر پنډ اټموسفیر لري. د ځمکې په پرتله، د ټایټن اټموسفیر ډېر پنډ او راښکونځواک (جاذبه) یې ډېر لږ دی. یانې، که یو څوک هلته ورشي او پر خپلو لاسونو مصنوعي وزران وتړي، نو الوتلای شي. خو تاسې هيڅکله هم ټایټن ته د تللو هڅه مه کوئ --- ستاسې د اوسېدا لپاره وړ ځای نه دی.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]