ټکی او ليک نښې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ:صاف بی له تورو نه ځيني ټکی او نښې شته چه د ليک په لوستلو کښي دخل لری او يو جمله يا کلمه له اشتباه او ا بهام څخه ژغوری يعنی د دغو نښو او ټکو په ليکلو سړی پوهيږي چه په کوم ټکی بايد سړې ودريږی او کومه جمله يا کلمه په بلی پوری وتړي . د تعجب ، پوښتنی ، خطاب او نور و کفياتو څر گندو نه په همد غونښو او ټکو کيږي چه په ليکلو کښی ډير اهميت لری او دلته يې په مختصر ډول ښيو.

  1. (،) دانښه د هغو کلماتو تر منځ ليکی چه يوه په بلي عطف وې لکه.زما په باغ کښي مڼې،ناك، زردالو او ښفتالو شته . همدا رنگ يوه وړه يا نيمگړې جمله له بلی نه په همدغه نښه بيليږې لکه. څه دې راکړه ، بيرته مې در کړه، دي نښې ته فاصله ( بيلوونې ) وايی.
  2. (؛) دا نښه له فاصلې نه زياته وقفه را ولې او د داسی جملو په أخر کښې وی ؛ زه له چا سره بد نه کوم؛ بدی مې نه ده خوښه؛ نيکی می خوښه ده ؛ دا نښه وقفه (دروونی ) بولي.
  1. (.) دا نښه د يوې کاملې جملې په أخر کښی ږدې او د خبری د تمامښت علامه ده لکه زمونږ هيواد يير غرونه لری. شپانه په غرو کښې او قصابان په ښارونو کښۍ دی .
  1. ( : ) دانښه د هغی جملې يا کلمې په أخر کښی وي چه شرح او تفصيل بې ورپسې وی. لکه زړه می غواړی  : يوښه دوست پيدا کړم ، يوه ښه کتابخانه و لرم او د ښه نامه خاوند شم .
  1. (-) دا نښه څو ځايه او په دې ډول استعماليږی. اول د معتر ضه جملو د ښودلو د پاره لکه هغه ورځ - خدای دې بيانه راولی - په ماباندی څومره و غمېده چه ته رانه خوابدی شوی.

دوهم چيرته چه په کوم داستان يا مقاله کښی د دو وتنو سوال و جواب وی ، نو د هغوي نومونه نه اخستل کيږی او د غه علامه د يوه او بل د نامه کار ور کوی لکه ::

احمد و ويل : محموده - چېرته ځي؟ محمود : لغمان ته ځم څه کوی ؟

د خپل کور ته ځم او هلته مي مور غواړي

دريم : پخ همد غسې ځای کښې ليکل کيږی لکه چه دلته وروسته اول ، دوهم ، دريم ، نه وليکل شو .

  1. ( ؟ ) دا نښه د سوال او پوښتني علامه ده د هرې جملي په أخر کښی چه دغه نښه وي هغه جمله دا ستاهام معنی لری لکه دی باغ ته ځی ؟ زين الله سبق وا يی ؟ که دغه علامه د دغو جملو په أخر کښي چه دغه نښه نه وی معلوميږی چه د ليکونکي مقصد اخبار دی او که پوښتنه ..........
  1. ( ! ) دانښه د خطاب ، تعجب، تحسين او افسوس د پاره ده لکه په دي ﻻندې جملو کښې .

ښاغلو ! ملگرو ! عزيزانو ! پاڅيږ  ! د وطن خدمت وکړئ ! اوه څومره ! ښکلی دی.

افرين ! د خدای رحمت شه ! د پښتنو په مړانه.

دا نښه کله د جملي په أخره کښي وی او زياتره همدغه ډول استعماليږی چه په پورته چملو کښې يې وينئ.

  1. ( ) د دغسی د وه لينده ئيزو کر ښو تر منځ هغه تو ضيح يا معترضه جمله ليکی چه ډير زيات اهميت نه لری او حذفول يې جملې ته څه زيان نه رسوی لکه ... د رحمان با با اشعار ( چه ستا خوښ دی ) د ساده انشأ ډيره ښه نمونه ده. خاص نومونه ، اعد اد او خارجي کلمات هم په دغو کرښو کښي ليکی لکه زما ملگری ( احمد ) راغی، ستا ورور له ما نه (10 ) کتابه وړی دی .
  1. [ ] دانښه هلته په کاريږي چه په يوه معترضه جمله کښې بله معترضه جمله يا کلمه راشي نو دغه د واړه جملي داسې ليکي . که رښتيا و وايم [خدای ج مي دې غاړه نه نيسې ] دا سړی ډير بد سړی دي ..
  1. (( )) کله چه يو عبارت له کوم کتابه رانقلوی يا کومه مقوله را وړی نو په دغو کرښو کښي يې ليکی لکه..........زمونږ ﻻرښونکي ويلی دي (( د وطن مينه د ايمان جز دی ))
  1. (....) څو ټکي څنگ ايښودل د خبرو د قطع کولو او د ځينو کلمو دنه ليکلو علامه ده لکه.......... زما په کتابخانه کښی د دغو علومو کتابونه شته . صرف ،منطق، فقه...... زما ځاي ته څوتنه راغلل چه نومونه يې دادی زلمی،اباسين، سمسور، صبا، ......
  1. (***) چيرته چه ديوی مقالي يوه برخه تمامه شي او بله برخه شروع کيږی نو د دواړو بر خو تر منځ دغه نښه يعنی ستوري ليکي چه يوه برخه له بلی نه بيله شي .