ټول ګډونه یا نړیوالې روغتیایي پاملرنې
ټول ګډونه روغتیایي پاملرنې (او دغه راز ټول ګډونه روغتیایي پوښښ، د ټول ګډونه پوښښ یا نړیوالې پاملرنې په نامه هم یادېږي) د روغتیايي پاملرنې اړوند یو سیسټم دی، چې په دې سیسټم کې د یو هېواد یا یوې ځانګړې سیمې ټول هستوګن روغتیایي پاملرنو ته لاسرسی لري. په عمومي توګه دا روغتیايی پاملرنې د ټولو کسانو یا هغو لپاره چمتو شوي چې مالي توان نه لري، توڅو چې له روغتیايي خدماتو نه برخمن شي یا په بله معنا چې روغتیايي خدمات ترلاسه کړي، چې موخه ترې د ښو روغتیايي پایلو ترلاسه کول دي. [۱]
ټول ګډونه روغتیایي پاملرنې د ټولو مواردو او د ټولو خلکو تر پوښښ لاندې راوستلو په معنا نه دی، بلکې یوازې په دې معنا ده، چې ټول خلک د اړتیا وړ وخت او ځای کې له هر ډول مالي ستونزو پرته روغتیایي پاملرنو ته لاسرسی ولري. د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو یو شمېر سیسټمونه د دولت په وسیله تأمینېږي، حال دا چې یو شمېر نور بیا پر دې باور دي، چې ټول ښاریان ځانګړې او خصوصي روغتیایي بیمې اخلي. ټول ګډونه روغتیایی پاملرنې د درېیو مهمو اړخونو پر بنسټ ټاکل کېدای شي: دا چې څوک او کوم خلک تر پوښښ لاندې دي، کوم خدمتونه تر پوښښ لاندې دي او درېیم هم دا چې په څومره کچه لګښتونه باید تر پوښښ لاندې راوستل شي. د روغتیا نړیوال سازمان دا پاملرنې د داسې یو وضعیت په توګه تعریفوي، چې دې کې ښاریان کولای شي د مالي ستونزو له زغملو پرته مناسبه اندازه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري. مارګریټ چان د هغه وخت د روغتیا نړیوال سازمان WHO عمومي رییس، ټول ګډونه روغتیايي پوښښ د «د یوازیني خورا ځواکمن مفهوم په توګه، چې عمومي روغتیا وړاندې کوي» تشریح کړ، «ځکه چې په یوشان او پراخه توګه خدمتونه وړاندې کوي». د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو له موخو نه یوه هم د یو ساتونکي سیسټم رامنځته کول دي، چې د خلکو لپاره برابر فرصتونه چمتو کوي، ترڅو د تر ټولو لوړې کچې روغتیا او سلامتۍ نه برخمن اوسي. منتقدین په دې باور دي او داسې وایي، چې ټول ګډونه روغتیایي پاملرنې د دې لامل کېږي، چې د خلکو لپاره د اوږده انتظار لامل شي او دغه راز روغتیايي پاملرنې هم په خراب کیفیت سره وړاندې شي.[۲][۳][۴][۵]
د تلپاتې پراختیا د موخو د یوې برخې په توګه د ملګرو ملتونو اړوند سازمان غړو هېوادونو توافق کړی، چې تر ۲۰۳۰ ز کاله پورې د نړۍ په کچه د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو په نړیوال پوښښ باندې کار وکړي. [۶]
تاریخ
[سمول]په المان کې د ملي روغتیا د بیمې سیسټم پر لور لومړی حرکت په ۱۸۸۳ ز کال کې د ناروغۍ اړوند بیمې په قانون سره پیل شو. صنعتي کاري مشران تر ټولو مخکې دې ته اړ شول، چې د خپلو کم مزد لرونکو کاریګرانو لپاره د زیان او ناروغۍ اړوند بیمې ورکړي، چې دا سیسټم د کاري مشرانو او کاریګرو په وسیله د «د ناروغانو د مالي صندوق» له خوا تأمین او اداره کېده، چې د کارګرانو د حق الزحمې له کسراتو او دغه راز کاري مشرانو له سهم نه به تمویل کېده. د ټولنیزې روغتیا اړوند دا ډول بیمه په معاصرې دورې کې د ټول ګډونه پاملرنو لومړنۍ بڼه وه، چې د لومړي وزیر پروس اتو فون بېسمارک په ویاړ د بېسمارک موډل په نامه ونومول شوه او نورو هېوادونو هم ډېر ژر له دې تګلارې نه هرکلی او پیروي وکړه. په بریټانیا کې د ۱۹۱۱ ز کال د ملي بیمې قانون د لومړنیو روغتیایي پاملرنو (خو د تخصصي یا روغتوني پاملرنو په برخه کې نه) په برخه کې د بېوزلو لپاره داسې یو پوښښ وړاندې کړ، چې شاوخوا د نفوس یو پر درېیمه برخه یې تر پوښښ لاندې راوسته. د روسیې سترواکۍ هم په ۱۹۱۲ ز کال کې دې ته ورته یو سیسټم رامنځته کړ، چې تر هغې وروسته نور صنعتي هېوادونو هم داسې وکړل. په ۱۹۳۰ ز لسیزه کې تقریباً ټولې غربي او مرکزي اروپا کې دې ته ورته او مشابه سیسټمونو شتون درلود. په ۱۹۲۷ ز کال کې جاپان د کارکوونکو روغتیایي بیمه معرفي او په ۱۹۳۵ او ۱۹۴۹ ز کلونو کې یې وده ورکړه. په ۱۹۱۷ ز کال کې د روسیې له انقلاب نه وروسته شوروي اتحاد په ۱۹۲۰ ز کال کې د روغتیایي پاملرنو یو عمومي او متمرکزه سیسټم رامنځته کړ. په دې توګه دا سیسټم په رښتیا هم ټول ګډونه نه و، ځکه چې د لرې پرتو سیمو کلیوال اوسېدونکي یې تر پوښښ لاندې نه وو. [۷][۸][۹]
په نیوزیلند کې د ټول ګډونې روغتیایي پاملرنې سیستم په یو لړ مرحلو کې له ۱۹۳۹ ز کال نه تر ۱۹۴۱ ز کاله پورې رامنځته شو. ۱۹۴۶ ز کال کې په اسټرالیا د کوئینزلند ایالت د ټول ګډونه وړیا روغتون یو سیسټم معرفي کړ. [۱۰][۱۱]
له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته په ټولې نړۍ کې د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو سیسټمونه پیل شو. بریټانیا د ۱۹۴۸ ز کال د جولای میاشتې په ۵مه نېټه د خپلې ملي روغتیا اړوند ټول ګډونه خدمتونه پیل کړل. وروسته بیا ټول ګډونه روغتیایي پاملرنې په شمالي هېوادونو یعنې سویډن (۱۹۵۵ ز)، ایسلند (۱۹۵۶ ز)، ناروې (۱۹۵۶ ز)، ډنمارک (۱۹۶۱ ز) او فنلاند (۱۹۶۴ ز) کې معرفي شوې. په ۱۹۶۱ ز کال کې ټول ګډونه روغتیایي بیمه په جاپان او کاناډا کې د یو لړ پړاوونو له لارې معرفي شوه، چې په ۱۹۶۲ ز کال کې د ساسکاچوان ولایت نه پیل او وروسته بیا له ۱۹۶۸ ز کال نه تر ۱۹۷۲ کاله پورې یې د کاناډا تر نورو برخو پورې ورسېد. په ۱۹۵۲ ز کال کې د مصر له انقلاب نه وروسته په مصر کې د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو اړوند سیسټم معرفي شو، دغه راز د شرقي بلاک اړوند هېوادونو کې هم د ټول ګډونه د روغتیایي پاملرنو خدمتونو متمرکزه سیسټمونه پیل شوو. په ۱۹۶۹ ز کال کې شوروي اتحاد د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو خدمتونه خپلو کلیوالو اوسېدونکو ته هم ورسول. کویټ او بحرین په ترتیب سره په ۱۹۵۰ او ۱۹۵۷ ز کال (له خپلواکۍ نه مخکې) کې د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو خدمتونو سیسټمونه یې خپلو خلکو ته معرفي کړل. ایټالیا د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو خدمتونه (Servizio Sanitario Nazionale) په ۱۹۷۸ ز کال کې معرفي کړل، دغه راز په استرالیا کې ټول ګډونه روغتیایي بیمه په ۱۹۷۵ ز کال کې له مېډیبېنک Medibank سره ترسره کړه، چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د Medicare د ټول ګډونه روغتیايي پاملرنې د اوسني سیسټم تر پوښښ لاندې دی. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
له ۱۹۷۰ ز لسیزې نه تر ۲۰۰۰ ز لسیزې پورې د غربي اروپا هېوادونو د ټول ګډونه پوښښ وړاندې کول پیل کړه، چې ډېری یې د روغتیایي بیمې د مخکنیو پروګرامونو پر بنسټ د ټولو وګړو د پوښښ لاندې راوستلو لپاره جوړې شوې وې. د بېلګې په توګه په ۱۹۲۸ ز کال کې فرانسې د خپلې روغتیایي بیمې سیسټم پر بنسټ، چې د جمعیت لویه برخه یې تر پوښښ لاندې راوستله او د وروستیو قوانینو پر بنسټ یې ۱٪ پاتې شوی جمعیت هم چې بیمه شوی نه وو، هغه یې هم په ۲۰۰۰ ز کال کې تر پوښښ لاندې راوستل. همدارنګه د روغتیایي پاملرنې د تمویلوونکي واحد سیسټمونه په ۱۹۷۲ ز کال کې په فنلند، په ۱۹۷۹ ز پرتګال، په ۱۹۸۰ ز قبرس، ۱۹۸۶ ز هسپانیا او ۱۹۹۰ ز کال په هېوادونو کې معرفي شوو. په ۱۹۹۴ ز کال کې سویس د بیمې د یو حکم پر بنسټ د روغتیایي پاملرنې یو ټول ګډونه سیسټم معرفي کړ. سربېره پر دې د روغتیا ټول ګډونه پوښښ په یو شمېر اسیایي هېوادونو لکه جنوبي کوریا (۱۹۸۹ ز)، تایوان (۱۹۹۵ ز)، سنګاپور (۱۹۹۳ ز)، اسرائیل (۱۹۹۵ ز) کال او تایلنډ کې (۲۰۰۱ ز) کال کې معرفي شو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته روسیې د پخوانۍ شوروي جمهوریتونو او د شرقي بلاک هېوادونو په څېر چې اوسمهال خپلواک شوي دي، د خپل ټول ګډونه روغتیايي پاملرنې سیسټم خوندي او اصلاح کړ.[۲۱]
له ۱۹۹۰ ز لسیزې نه وروسته د لاتیني امریکا، کارائیب سمندر، افریقا او د اسیا – اوقیانوسیې ډېری هېوادونو او همدارنګه د مخ پر ودې هېوادونو په ګډون یو شمېر اقدامات ترسره کړل، ترڅو خپل نفوس د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي، لکه د چین هېواد چې په نړۍ کې د تر ټولو ستر او لوی ټول ګډونه روغتیایي پاملرنې سیسټم درلودونکی هېواد دی او دغه راز د برازیل SUS چې د نفوس تر۸۰ سلنه برخه یې تر خپل پوښښ لاندې راوستې ده. د هندوستان هېواد هم د روغتیایي پاملرنې یو غیر متمرکزه ټول ګډونه سیسټم معرفي کړی، چې د مالیه ورکوونکو په بودیجې سره تمویل کېده او تر ډېره د ناروغیو، د مړینو او خوار ځواکي د کچې په کمولو کې یې مرسته وکړه. په ۲۰۱۲ ز کال یوې مطالعې له همدغو هېوادونو نه ترلاسه شوي پرمختګونه یې پر ۹ هېوادونو باندې په تمرکز سره وڅېړل چې دا هېوادونه: غنا، روانډا، نایجیریا، مالي، کینیا، اندونیزیا، فیلیپین او ویتنام په کې شامل وو.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
اوسمهال، ډېری صنعتي او ډېری مخ پر ودې هېوادونه په عمومي بودیجې سره د روغتیايي خدمتونو ځینې ډولونه د ټول ګډونه پوښښ په موخه ترسره کوي. د طبابت ملي اکاډمۍ او نورو په وینا د امریکا متحده ایالات یوازینی شتمن او صنعتي هېواد دی، چې ټول ګډونه روغتیایي خدمتونه نه وړاندې کوي. د دولت په وسیله د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو یوازینۍ بڼې Medicare (د ډېرو عمر لرونکو ناروغانو او یو شمېر بېوزلو) لپاره او دغه راز Medicaid د (لږ عاید لرونکو) لپاره، د نظامي روغتیايي خدمتونو سیسټم (فعال نظامي پرسونل، ذخیرې، متقاعد او د تکفل یا انحصار اړوند وګړو لپاره) او هندي روغتیایي خدمات (د بومي امریکایي قبایلو پيژندل شوي غړي، چې د فدرال په وسیله په رسمیت پیژندل شوي دي) دي. [۲۸][۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Insuring America's Health: Principles and Recommendations Archived 2007-08-18 at the Wayback Machine., Institute of Medicine at the National Academies of Science, 2004-01-14, accessed 2007-10-22
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).