ټوليز اضطراب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټوليزاضطراب يا عمومي اضطراب (په انگرېزي: Generalized Anxiety disorder) اروايي اختلال ده او پرې اخته کس هيڅ نه پوهېږي چې ولې وېرېږي. دغه ناروغي ځکه د ټولیزې او عمومي ناروغۍ په نامه يادېږي چې په هر موقیعیت کې يې د ظهور چانس شته وي. هيلگارد او اتکينسون په دې عقيده دي چې د دغې ناروغۍ اکثره عوامل دروني وي او بېروني عوامل يې ډېر کم پېژندل شوي.