ټوليا ډی اراګونا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ټوليا ډی اراګونا
(اطالوی: Tullia d’Aragona د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټوليا ډی اراګونا
ټوليا ډی اراګونا

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵۱۰[۱]
روم   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه فبروري 1556 (45–46 کاله)[۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روم [۳][۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ایټالیایي ژبه [۲][۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ټوليا ډی اراګونا (۱۵۰۱/۱۵۰۵ – د ۱۵۵۶ مارچ يا اپريل) يوه ايټالوۍ شاعره، لیکواله او فيلسوفه وه. د ۱۵۰۱ او ۱۵۰۵ کلونو تر منځ په يو وخت کې زېږېدلې ده. روم ته تر رسېدو مخکې ټوليا د ويانس، فيرارا، سينا او فلورانس تر منځ سفرونه وکړل. د خپل ژوند په اوږدو کې د يوې غوره ښځينه ليکوالې، شاعرې، فيلسوفې او د خپل وخت د يوې جلبونکې په توګه يې درناوی کېدو. ټوليا چې په ډېرو نارينه فيلسوفانو يې اغېز درلود، د هغې کار د ښځو حيثيت (په ادب کې) راپورته کړ، تر څو د نارینه وو سره په برابر حالت کې وي. د هغې شهرت او برياوو هغه د رنسانس پړاو تر ټولو مشهوره درباري شاعره وګرځوله. د خپلې ځيرکتيا، ادبي وړتياوو او ټولنيز وقار په مرسته، هغې د پیاوړو نارينه وو او مشهورو شاعرانو ساعت ورتېر کړ. [۶]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

توليا د ۱۵۰۱ او ۱۵۰۵ کلونو تر منځ يو وخت کې په روم کې زېږېدلې وه، د مور نوم يې «ګوليا کمپانا» (پخوا يې نوم ګوليا پينډاګليا و)، څوک چې د «فيرارا» د اوسېدونکي «اورينو پينډاګليا» په نوم د يو ناڅرګند پلار لور وه. نه ده روښانه چې په همدې نوم د هغې مورنی نېکه د فيراري د اوسېدونکې همدې اصيلې کورنۍ يو طبيعي يا شرعي غړی و که نه. مور يې چې د «ګوليا فيريريس» په نوم هم پېژندل کېده د خپل وخت د تر ټولو مشهورې ښايسته ښځې په توګه ستاينه کېده. د روم په سينټ اګوسټينو کليسا کې په يو قبر د هغې د مور وروستی نوم د «کامپانا» په توګه تايدوي. په دې اړه ځینې اختلافات شته چې د ټوليا پلار څوک دی. په «ساینا» کې يو سند د هغې د پلار نوم د ناپلس اوسېدونکی «کوسټانزو پالميري ډي ارګونا» ښودلی دی، ټوليا او د هغې پلويان ادعا کوي چې په حقيقت کې د هغې پلار کاردينال «لوويجي داراګونا» و، څوک چې د ناپليس د پاچا «فرډينانډو ډي ارګونا» نامشروع لمسی و. په داسې حال کې چې دا تاييد نه ده. په دې اړه چې د هغې واقعي پلار څوک و، ځينې اټکلونه دوه اندونه وړاندې کوي، يو دا چې له «کوستانزو پالميري ډي راګونا» سره د «ګوليا» واده يواځې يو پوښ و چې د کاردینا «لويجي ډي اراګونا» له خوا تر سره شوی و، تر څو د هغوی اړيکې پټې کړي او هغه سره مرسته وکړي چې له مداخلې پرته له هغې سره ليده کاته وکړي. دويم دا چې ډيری څېړوونکي اټکل کوي دا د کورنۍ د مخ ساتلو يوه لاره وه. کاردينال د توليا لپاره په بشري علومو کې کلاسيکې زده کړې برابرې کړې؛ کشره ټوليا د ماشومې اعجوبې په توګه ثابته شوې، ان چې هغې د خپلې مور ميلمانه هم حيران کړل. له دې امله چې د ټوليا مور د هغې له پلار سره واده نه و کړی، د ټوليا پر ژوند د يوې فاحشې مور کره د نامشروع زېږون له امله د پېغور داغ لګېدلی و. د خپل اصلي پلار کاردينال «لويجي داراګونا» د اند پر مخ وړلو لپاره، توليا د خپل ماشومتوب لومړۍ برخه په روم کې تېره کړه، خو هغه مهال چې کاردینال د اروپا په شمال کې د خپل مشهور سفر په روانېدو شو، هغه او مور يې سينا ته ولاړې. په سینا کې د هغې مور له «افريقينو اورلانديني» سره واده وکړ چې د شريفې اورلناډيني له کورنۍ څخه و. په ۱۵۲۴ز کال کې روم ته بېرته د توليا د ستنيدو روايتونه شته، کله چې هغه د «فيليپ ورډيلوټ» په واسطه په «مادريګال» کې تلپاتې کړای شوه. له شک پرته چې هغه د ۱۵۲۶ز کال تر جون مياشت پورې په روم کې د يو «فلورنټي» بانکدار «فيليپو سټروزي» په ملګرتيا کې وه، لکه چې هغه «فرانکو ويټوري» ته په خپل يو لیک کې ادعا کړې. دوی ډېر کلونه يو ځای تېر کړل، په ايټاليا کې يې سفرونه کول، تر هغه وخته يو ځای و کله چې په ۱۵۳۸ز کال کې هغه د ځانوژنې له امله مړ شو. [۷]

په روم کې تېر کړي کلونه[سمول]

په اتلس کلنۍ کې د يوې معشوقې په توګه نړۍ ته داخله شوه، ټوليا يوه بريالۍ ليکواله او پوهانده شوه. ډېر ځله به هغه له شاعرانو سره ليدل کېده، لکه «سپيروني سپيروني». په ۱۵۱۹ز کال کې د کاردينال له مړينې وروسته، ټوليا په سینيا کې اوه کاله تېر کړل او په ۱۵۲۶ز کال کې روم ته ستنه شوه. په لاس کې شته شواهد د دې څرګندونه کوي چې ډېره ګرځنده وه او په ۱۵۲۹ز کال کې په «بولوګنا» کې مېشته شوه، چېرته چې پاپ کليمينټ اوم او د سپيڅلي روم سترواک چارلس پنځم په ۱۵۲۷ز کال کې د روم له تالا کولو وروسته په مذاکراتو بوخت وو.

په ۱۵۳۱ز کال کې، هغه له «فيليپو سټروزي» سره په اړيکه کې ښکېله شوه، څوک چې د «فلورانټين» يو وتلی بانکدار و او څوک چې د لنډې مودې لپاره د ايټاليې د تر ټولو ښکلې معشوقې «کاميلا پيسانا» سره په معاشقه مشهور و. سټروزي په ډي اراګونا دومره زيات مين شو چې له هغې سره يې دولتي رازونه شريک کړل او بايد فلورانس يې ياد وساتي. په نورو عاشقانو کې يې «اميلو اورسيني» شامل و، چا چې د ټوليا د ټولنې شپږ ساتونکي جوړ کړل او هغوی د هغې وياړ وساته.

په ۱۵۳۵ز کال کې، په روم کې «پيني لوپ ډي ارګونا» وزېږېده. پوهان په دې کې اختلاف لري چې ايا «پيني لوپ ډي ارګونا» د ټوليا لور وه (دا مهال ټوليا پنځه ويشت کلنه وه)، يا يې د خور لور وه لکه چې د هغې کورنۍ دا ادعا کوي.

د ژوند وروستي کلونه[سمول]

د ۱۵۳۰ز کال د متونو تر مخې ټوليا په «وينيس» کې وه، خو دا يقيني نه ده چې نوموړې په حقيقت کې کله دلته وه. د فيليپو سټروزي په يو ليک کې داسې ويل شوي چې هغه د ۱۵۳۲ز کال په پسرلي کې دلته وه. ټوليا « Sperone Speroni's Dialogo d'amore » کې له «بيرنارډو ټاسو» سره يو ځای راڅرګنده شوې، کوم څه چې په «وينس» کې منځ ته راغلي وو. د اټکل تر مخې «سپيروني» په ۱۵۲۸ز کال کې د دې مکالمو ليکل پيل کړي وو، خو هغه په دې کې ټوليا د يو کردار په توګه پکې نه وه شاملې کړې، تر دې چې وروسته او په دقيق ډول د ۱۵۳۶ز کال په جون مياشت کې، هغه مهال پکې شامله شوه، کله چې «اريټينو» يادنه وکړه چې دا کار د يو مخطوطه کې سپيروني ته په يو لیک کې د خپرېدو په حال کې و.[۸]

په ۱۵۳۵ز کال کې ټوليا بېرته روم ته راغلې وه او د همدې کال د مارچ په لسمه نېټه «پينيلوپ ډي ارګونا» وزېږېده. پوهان په دې يوه خوله نه دي چې «پيني لوپ» د ټوليا او که د هغې د خور لور وه. په داسې حال کې چې د دواړو خوېندو تر منځ د عمر واټن له پنځه ويشت کلونو څخه کم نه و، دا خبره تايدېدای نه شي، ځکه چې دا غېر عادي ده. د ټوليا د کورنۍ ادعاوې دا بحث تایدوي چې «پيني لوپ» د ټولیا د خور لور وه. له دې سره سره هغه بېرته روم ته ولاړه، کوم چې «فرانسيسکو ډي پازي» ته د ټوليا په يو لیک کې روښانه شوې ده، څوک چې د «فيليپو» د مشر زوی «فيرو سټروزي» يو ملګری و.

په ۱۵۳۷ز کال کې، «ايزابيلا ډي ايسټي» ته د «سټمبيليني» ليک کې ويل شوي چې ټوليا په «فيرارا» کې اوسېده. په څرګند ډول هغه فيرارا ته د «فيليپو سټروزي» ليدلو ته تللې وه، په دې ځای کې يې د سمونپال «برنارډو اوچينو» د تبليغ په اړه واورېدل، چاته چې هغه په ازادې ادارې په اړوند په خپل يو شعر کې اشاره وکړه. تصادفاً «ويټوريا کولونا» هم شا او خوا په دې وخت کې په «فيرارا» کې وه، خو داسې نه ښکاري چې دوی دواړو دې سره ليدلي يا يو له بل سره مخ شوي وي. فيرارا د هنرونو او کلتور مرکز و او ډي اراګونا د سندرو ويلو او د تېزې ژبې د ساعت تېرې لپاره خپل هنر په بشپړ ډول وکارولو. د ايټاليې دوه ادبي څېرې، «ګيرولامو موظيو» او «ايرکول بينټيووګليو» دواړه په هغې مينان شول. موزيو هغې ته پنځه تاوده لنډ شعرونه وليکل چې د هغې نوم پکې د «تاليا» په توګه ياد شوی دی، په داسې حال کې چې «بينټيوګليو» ډېر مخکې ولاړ په داسې ډول چې د «پو» سيند په هره ونه يې د هغې نوم حک کړ. کله چې څلور کاله وروسته هغه له «فيرارا» څخه ولاړه، د معلوماتو تر مخې له يو څخه زياتو کسانو د هغې په ياد کې د ځانوژنې هڅه کړې وه. نوموړې د ۱۵۴۳ او ۱۵۴۵ کلونو تر منځ يو وخت کې سينا ته تللې وه.[۹]

سرچينې[سمول]

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13320431w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13320431w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp01302285 — د نشر نېټه: ۱۹ مې ۲۰۲۱ — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  4. SBN author ID: https://opac.sbn.it/nome/SBLV260572 — د نشر نېټه: ۱۹ مې ۲۰۲۱ — سرليک: OPAC SBN
  5. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/219614051
  6. Hairston, Julia (November 2018). "Biography: Aragona, Tullia d'". www.lib.uchicago.edu. University of Chicago Library. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hairston, Julia (November 2018). "Biography: Aragona, Tullia d'". www.lib.uchicago.edu. University of Chicago Library. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Definition of INTERLOCUTOR". www.merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Aragona, Tullia D' Preface. Dialogue on the Infinity of Love. Trans. Rinaldina Russell and Bruce Merry. Chicago: U o