ټولنیز ډاروینیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

ټولنیز ډاروینیزم په ټوله نړۍ کې بېلابېلو ټولنیزو کړنو ته اشاره کوي او په ۱۸۷۰ یمه لسیزه کې په لوېدیځه اروپا او شمالي امریکا کې د پوهانو له خوا تعریف شوی چې د طبیعي ټاکنو او د نسل پایښت (survival of the fittest)  بیولوژیکي مفکورې یې په ټولنپوهنې، اقتصاد او سیاست کې پلي کړې. ټولنیز ډاروینیزم باور لري چې قوي کسان ویني چې شتمني او ځواک یې ډېرېږي په داسې حال کې چې کمزوري ویني چې شتمني او ځواک يې کمېږي. د ټولنیز داروین پلوو د نظریاتو بېلا بېل مکتبونه د خلکو په اړه چې کومې ډلې قوي او کومې ډلې کمزورې دي، توپیر لري او همدارنګه د کره میکانیزمونو پر بنسټ چې ځواک ته انعام او کمزوری ته جزا ورکوي، هم توپیر کېږي. داسې ډیر نظرونه د پانګوالۍ په ازاد بازار کې (laissez-faire capitalism) د اشخاصو ترمنځ پر سیالۍ ټینګار کوي، په داسې حال کې چې نور د ملي یا نژادي ډلو ترمنځ پرمبارزه ټینګار کوي او د ملتپالنې، زورواکۍ، د نژاد اصلاح، نژاد پالنې، امپریالیزم او یا فاشیزم څخه ملاتړ کوي. د ټولنیز ډاروینیزم ایدیولوژي د ارمنیا نسل وژنې په ګډون د نسل وژنې عاملین هڅولي. [۱][۲][۳][۴]

ټولنیز ډاروینیزم د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په ظاهره د یوعملي مفهوم په توګه یې محبوبیت کم شو او د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې په پراخه کچه یې نوم بد شو. یو څه د نازیزم (Nazism) سره د تړاو او یو څه د ساینسي اجماع (ګډ نظر) د ودې له امله چې دا په علمي ډول بې بنسټه ؤ. وروستی فرضیې چې د ټولنیز ډاروینیزم په توګه طبقه بندي شوې په عمومي ډول د دوی د مخالفینو له خوا د نیوکې لاندې نیول شوې؛ ځکه د دوی پلویانو نه غوښتل چې داسې نښې و پېژندل شي. پیدايښت باورلرونکي دغه باور لري چې ټولنیز ډاروینیزم چې خورا د رقابت لپاره د  انعام ورکولو او طرح شویو پالیسیو ته لار هواروي د "ډاروینیزم" (په بیولوژي کې د طبیعي ټاکنې تیوري) منطقي پایله ده. بیولوژي پوهانو او تاریخ پوهانو ویلي چې دا د طبیعت خوښېدنې یا د طبیعت پلوۍ appeal to nature) ) یو ناسم استدلال دی ځکه چې د طبیعي ټاکنې تیوري یوازې د بیولوژیکي پېښې د توضیح په توګه ټاکل شوې او باید ونه ښودل شي چې دغه پېښه ښه ده یا دا چې باید په انساني ټولنه کې د اخلاقي لارښود په توګه وکارول شي. په داسې حال کې چې ډېری پوهان د داروین تیوري د مشهورولو او د ټولنیز ډاروینیزم شکلونو ترمنځ ځینې تاریخي اړیکې په ګوته کوي دوی دغه باور لري چې ټولنیز ډاروینیزم د بیولوژیکي تکامل د اصولو لازمه پایله نه ده. ټولنیز ډاروینیزم عموماً د کاذبې پوهې (pseudoscience)  په توګه منل شوی او د تجربوي معلوماتو یا حقیقت پر بنسټ نه دی.   [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

پوهان په دې بحث کوي چې تر کومه حده د ډاروین بېلابېلې ټولنیزې نظریې د انساني ټولنیزو او اقتصادي مسلو په اړه د چارلس ډاروین خپل نظر منعکس کوي. د هغه لیکنې داسې عبارتونه لري چې کیدای شي د یرغلیز وګړپالنې مخالفت کوي. په داسې حال کې چې نورعبارتونه هغه رواجوي. د داروین لومړني تکاملي نظرونه او د غلامۍ سره د هغه مخالفت د ډېرو ادعاوو سره ضد وو چې ټولنیز داروین باورلرونکي په پای کې د کمزوري او ښکېلاکي بومیانو د ذهني وړتیاوو په اړه راپورته کولې. په ۱۸۵۹ کال کې د نسلونو په اصل کې د کتاب له خپرولو وروسته، کله چې منظمې ټولنې رامنځته شوې د جان لوببک په مشرۍ د داروین پیروانو یوه برخه استدلال کړه چې طبیعي ټاکنې په انسانانو نور د پام وړ اغیزه نه لري خو، ځینې پوهان استدلال کوي چې د داروین نظر ورو ورو بدل شو او د نورو تیوري پوهانو لکه هربرت سپینسر نظرونه په کې شامل شول. داروین په ۱۸۵۹ کال کې مخکې له دې چې خپله لومړۍ فرضیه خپره کړي، سپنسر د ټولنې په اړه خپل لامارکیان (Lamarckian)  تکاملي نظرونه خپاره کړل او سپنسر او داروین دواړو د اخلاقي ارزښتونو په اړه خپلو مفکورو ته وده ورکړه. سپنسر د خپل لامارکیان باور پربنسټ د ازاد بازار له پانګوالۍ څخه ملاتړ وکړ چې د پایښت لپاره مبارزه یې  ځان پرمختګ ته وده ورکوي او په میراث پاتې کېدای شي. په المان کې یو مهم پلوی ارنسټ هیکل وچې د ډاروین فکر او د هغه شخصي تفسیر یې مشهور کړ او دا یې د نوي عقیدې، مونسټ غورځنګ سره د مرستې لپاره هم کارولی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د اصطلاح ریښه[سمول]

د ډاروینیزم اصطلاح د توماس هینري هکسلي له خوا د ۱۸۱۶ زکال مارچ میاشت کې د نسلونو په اصل کې د هغه په بیا کتنو کې وکارل شوه او تر ۱۸۷۹ یمې لسیزې پورې د تکامل یا پراختیا د یو لړ مفهومونو د تشریح کولو لپاره وکارول شوه پرته له دې چې د چارلس داروین د طبیعي ټاکنې تیوري ته کومه ځانګړې ژمنتیا ولري.   [۲۰][۲۱]

د "ټولنیز ډاروینیزم" عبارت په لومړي ځل په ۱۸۷۷ ز کال کې په ایرلند کې د ځمکې  مالکیت تاریخ په اړه د جوزف فشر په مقاله کې څرګند شو چې د شاهي تاریخي ټولنې په معاملاتو(Transactions of the Royal Historical Society)  کې خپره شوه. فشر په دې اړه تبصره کوله چې څنګه د څارویو د پور اخیستلو سیسټم چې د "اجارې" په نوم یادیږي دا غلط فکر رامنځته کړ چې لومړنیو ایرلینډیانو د مخه د ځمکې مالکیت ته پراختیا ورکړې، وضاحت ورکولو.   [۲۲]

دغو ترتیبونو په هغه څه اغیزه وکړه چې موږ یې د "اجارې" د کلیمې په معنی پیژنو، په دې معنې چې یو سړی فارم لري خو هغه کې یوازې څاروي ساتي، چې موږ هغه ته ملکیت یا منقوله دارایي وایو.

دې موضوع ته یو څه ځای ورکول اړین بریښي، څرنګه چې تکړه لیکوال سیر هنري ماین په خپل عصري تفسیر کې د "اجارې" کلیمه منلې او یوه تیوري یې رامنځته کړې چې له مخې یې ایرلنډي مشر په فیودالي حاکم باندې بدل شو. زه د ټولنیز ډاروینیزم د دې تیوري تضمین کولو لپاره د برون په قوانینو کې هېڅ نشم موندلی او باور لرم چې نوره څېړنه به وښیې چې کاین سیرات او کیین ایګیلین یوازې هغه څه پورې اړه لري چې موږ یې اوس منقوله شتمني بولو او په هېڅ ډول هغه څه باندې اغیز نه کوي چې موږ یې اوس مطلق مالکیت یا د ځمکې ملکیت بولو.  

— جوزف فشر[۲۳]    

له دې حقیقت سره چې ټولنیز ډاروینیزم د چارلس داروین نوم لري نن له نورو سره هم تړلی دی، په ځانګړي توګه هربرت سپینسر، توماس مالتوس او د نژاد اصلاح بنسټ ایښودونکی فرانسیس ګالتون  په حقیقت کې سپنسر تر ۱۹۳۰ لسیزې پورې، د هغه له مړینې ډېر وروسته د ټولنیز ډاروینیست په توګه نه و تشریح شوی. د ټولنیز ډاروینیزم اصطلاح لومړی ځل په 1880 کې په اروپا کې راڅرګنده شوه او ژورنالیست ایمیلی ګوتیر په 1877 کې په برلین کې د روغتیا کنفرانس ته اشاره وکړه. چې د ۱۹۰۰ کال شاوخوا د ټولنپوهانو له خوا کارول کېده چې ځینې یې د مفکورې مخالف ؤ. امریکایي تاریخ لیکونکي ریچارد هوفستادتر په ۱۹۹۴ کال کې په متحده ایالاتو کې دغه اصطلاح مشهوره کړه. نوموړي هغه د فاشیزم پر وړاندې د ایدیولوژیکې جګړې په هڅو کې د ارتجاعي عقیدې ښودلو لپاره وکاروله چې سیالي جګړې، نژاد پالنې او افراطي هېواد پالنې (chauvinism) ته یې وده ورکړه. هوفستادتر وروسته ( هغه څه چې هغه لیدلي) د جمعي مالکیت د طرفدارانو په نظرونو د داروین پلویانو او نورو تکاملي افکارو نفوذ درک کړ چې د داروین پلوه جمعي ملکیت د اصطلاح رامنځ ته کولو لپاره بس وو. د هافستادتر د کارونو څخه مخکې په انګریزي اکاډمیکو ژورنالونو کې د "ټولنیز دارونیزم" اصطلاح کارول  په حقیقت کې خورا کم وو. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

نن پوهېږو د پام وړ شواهد شته چې د "ټولنیز ډاروینیزم" بشپړ مفهوم په حقیقت کې د ریچارد هوفستادتر له خوا اختراع شو. ایریک فونر د ۱۹۹۰ کال په لومړیو کې د هوفستادتر کتاب د نوې نسخې په په معرفي کولو کې د هغه څه په اړه ډېر څه ردوي. فونر لیکي، "هوفستادتر د ټولنیز ډاروینیزم اصطلاح نه وه اختراع کړې، خو په  ۱۸۶۰ یمه لسیزه کې په اروپا کې رامنځته شوه او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له اتلانتیک څخه تیریږي. خو مخکې له دې چې نوموړی ولیکي، هغه یوازې په کمو مواردو کې کارول کېده، نوموړي د نولسمې پېړۍ وروستیو د نظرونو د ټولګې لپاره چې د ټولنیزو افکارو د قاموس یوه پېژندل شوې برخه وه،  د  یوې معیارې لنډې کلمې په توګه را منځ ته کړه.      

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Williams, Raymond (2000). "Social Darwinism". In John Offer (المحرر). Herbert Spencer: Critical Assessment. London; New York: Routledge. د کتاب پاڼي 186–199. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415181846. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gregory Claeys (2000). The "Survival of the Fittest" and the Origins of Social Darwinism. Journal of the History of Ideas 61 (2):223–240.
  3. Bowler 2003, pp. 298–299
  4. Leonard, Thomas C. (2009) Origins of the Myth of Social Darwinism: The Ambiguous Legacy of Richard Hofstadter's Social Darwinism in American Thought Journal of Economic Behavior & Organization 71, p.37–51
  5. "Social Darwinism". History.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bannister, Robert C. (2000). "Social Darwinism". Microsoft Encarta Online Encyclopedia 2000.  
  7. Hodgson 2004, pp. 428–430
  8. Paul, Diane B. in Gregory Radick (5 March 2009). The Cambridge Companion to Darwin. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 219–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-71184-5. Like many foes of Darwinism, past and present, the American populist and creationist William Jennings Bryan thought a straight line ran from Darwin's theory ('a dogma of darkness and death') to beliefs that it is right for the strong to crowd out the weak الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sailer, Steve (30 October 2002). "Q&A: Steven Pinker of 'Blank Slate'". UPI. مؤرشف من الأصل في ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Schoijet, Mauricio (1 August 2009). "On Pseudoscience". Critique 37 (3): 425–439. doi:10.1080/03017600902989856. https://doi.org/10.1080/03017600902989856. 
  11. "Science and pseudoscience in postmodern societies, Željko Pavić via University of Osijek". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Dennis, Rutledge M. (1995). "Social Darwinism, Scientific Racism, and the Metaphysics of Race". TJNE 64 (3): 243–252. doi:10.2307/2967206. http://www.jstor.org/stable/2967206. 
  13. Still, Arthur; Dryden, Windy (21 May 2004). "The Social Psychology of "Pseudoscience": A Brief History". Journal for the Theory of Social Behaviour 34 (3): 265–290. doi:10.1111/j.0021-8308.2004.00248.x. https://onlinelibrary.wiley.com/doi/abs/10.1111/j.0021-8308.2004.00248.x. 
  14. Bowler 2003, pp. 300–01
  15. Adrian Desmond and, James Richard Moore (2009). Darwin's Sacred Cause: How a Hatred of Slavery Shaped Darwin's Views on Human Evolution. New York: Houghton Mifflin Harcourt. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Eddy, Matthew Daniel (2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Politics of Cognition: Liberalism and the Evolutionary Origins of Victorian Education"]. British Journal for the History of Science 50 (4): 677–699. doi:10.1017/S0007087417000863. PMID 29019300. 
  17. Claeys, Gregory (2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The 'Survival of the Fittest' and the Origins of Social Darwinism"]. Journal of the History of Ideas 61 (2): 223–40. doi:10.1353/jhi.2000.0014. 
  18. Spencer, Herbert (1852). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "4"A Theory of Population, Deduced from the General Law of Human Fertility"]. Westminster Review 57: 468–501. 
  19. Bowler 2003, pp. 301–02
  20. Huxley, T.H. (April 1860). "ART. VIII. – Darwin on the origin of Species". Westminster Review. د کتاب پاڼي 541–70. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۰۸. What if the orbit of Darwinism should be a little too circular? الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bowler 2003, p. 179
  22. Fisher, Joseph (1877). "The History of Landholding in Ireland". Transactions of the Royal Historical Society V: 228–326. doi:10.2307/3677953. https://zenodo.org/record/1449753. , as quoted in the Oxford English Dictionary
  23. Fisher 1877, pp. 249–50
  24. Hodgson
  25. Ward, Lester F (1907). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Social Darwinism"]. American Journal of Sociology 12 (5): 709–10. doi:10.1086/211544. 
  26. Fisher, Joseph (1877). "The History of Landholding in Ireland". Transactions of the Royal Historical Society V: 228–326. doi:10.2307/3677953. https://zenodo.org/record/1449753. , as quoted in the Oxford English Dictionary
  27. Hodgson 2004, pp. 445–46
  28. Leonard, Thomas C. (2009) Origins of the Myth of Social Darwinism: The Ambiguous Legacy of Richard Hofstadter's Social Darwinism in American Thought Journal of Economic Behavior & Organization 71, p.37–51