ټولنیزه ډلبندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټولنیزه ډلبندي، د ټولنیزو اقتصادي فکتورونو، لکه: پانګې، عاید، زده کړو، نژاد، قومیت، جنسیت، دندې او یا له هغو څخه د ترلاسه کېدوني ځواک (ټولنیز او سیاسي) له امله د ټولنې د وګړو وېش ته نغوته کوي. په دې توګه دغه ډلبندي په ټولنیز ګروپ، ډلې، جغرافیايي سیمې او یا ځانګړي ټولنیز واحد کې د وګړو د نسبي ټولنیز ځایګي په معنا ده.[۱][۲][۳]

په معاصرو لوېدیځو ټولنو کې ټولنیزه ډلبندي، په عمومي ډول د درېیو ټولنیزو ډلو له مخې تعریف کېږي: لوړه طبقه، منځنۍ طبقه او ښکتنۍ طبقه، چې په وار سره هره یوه دغه طبقه په درېیو فرعي پورتنۍ، منځنۍ او ښکتنۍ برخو وېشل کېږي. په دې سربېره یوه ټولنیزه ډله کېدلای شي، د خپلوۍ، طایفې، قبیلې، نژاد او یا هم ټولو څلورو له مخې جوړه شي.[۴]

په ټولنیزو طبقو د خلکو وېش، تر ډېره په مرکزه محوره پېچلو ټولنو، څو مرکزي او یا هم فیوډالي ټولنو کې رامنځته کېږي، دغه چې د اشرافو او کروندګرو طبقو ترمنځ د ټولنیزو – اقتصادي اړیکو پر بنسټ دي. د ټولنیز وېش، د جوړښتونو ټاکل د وګړو ترمنځ له نابرابرۍ سرچینه اخلي. په ټولیز ډول، هر څومره چې د یوې ټولنې ټولنیزه پېچلتیا زیاته وي، هماغومره په کې د ټولنیزو توپیرونو پربنسټ ټولنیزې طبقې هم زیاتې وي.[۵][۶]

لنډه کتنه[سمول]

تعریف او کارونه[سمول]

«ټولنیزه ډلبندي» په ټولنپوهنه کې کارېدونکې هغه اصطلاح ده، چې په ټولنیز ګروپ، طبقې، جغرافیايي سیمي او یا هم ټولنیز واحد کې د وګړو نسبي ټولنیز ځایګي تشرېح کوي. دا له لاتیني stratum (د موازي او افقي طبقو جمع) څخه اخیستل شوی چې د یو شمېر فکتورونو، لکه: پانګې، عاید، ټولنیز حالت، دندې او ځواک پر بنسټ د یوې مشخصې ټولنې د وګړو ټولنیزو اقتصادي ډلو ته اړوندېږي. په معاصره لوېدیځو ټولنو کې ټولنې، د دغو درېیو لویو ټولنیزو ډلو له مخې ډلبندي کېږي: لوړه طبقه، منځنۍ طبقه او ښکتنۍ طبقه. هره یوه، دغه طبقه بیا په کوچنیو فرعي ډلو، (لکه: «لوړه منځنۍ») وېشل کېږي. [۴]

څلور اساسي اصول[سمول]

د ټولنیزې ډلبندي اړوند څلور اساسي اصول مطرح شوي. لومړی، ټولنیزه ډل بندي د یوې ټولنې د ملکیت په توګه تعریف کېږي، نه د هغې ټولنې د وګړو. دویمه، ټولنیزه ډلبندي له یوه نسل څخه تر بل نسل پورې بیاځلي تولید کېږي. درېیمه - ټولنیزه ډلبندي نړیواله ده (په هره ټولنه کې شته ده) خو توپیر لري (د مهال او مکان له مخې توپیر لري). څلورم، په ټولنیزه ډلبندي کې نه یوازې د کمیت له مخې نابرابري شاملېږي، بلکې د ټولنیز موقعیت اړوند کیفي باورونه او لیدلوري هم په کې شاملېږي.[۷]

پېچلتیا[سمول]

په داسې حال کې چې ټولنیز وېش یوازې پېچلو ټولنو ته محدود نه دي، خو ټولې پیچلې ټولنې د ډلبندۍ ځانګړنې له ځانه ښيي. په هره پېچلې ټولنه کې، ټول با ارزښته توکي په نا برابره توګه وېشل کېږي، چېرې چې مخکښ وګړي او کورنۍ له عاید، ځواک او نورو ارزښتناکو ټولنیزو سرچینو څخه نامتناسبه ونډه ترلاسه کوي. د «ډلبندۍ سیسټم» اصطلاح، ځینې مهال هغو پیېچلو ټولنیزو اړیکو او ټولنیزو جوړښتونو ته کارول کېږي، چې له امله یې دغه لیدل شوې نابرابرۍ رامنځته کېږي. د دغه ډول سیسټمونو کلیدي عناصر دا دي: (الف) ټولنیز- بنسټیز بهیرونه، چې با ارزښته او مطلوب توکي تعریف کوي، (ب) د تخصیص قوانین چې توکي او منابع په بېلابېلو موقعیتونو کې د کار د وېش (لکه: ډاکټر، کروندګر، د کور مېرمن) له مخې وېشي، (ج) ټولنیز خوځښت چې وګړي له یو لړ ځایګیو سره نښلوي، چې په پایله کې د ارزښتمنو منابعو پر سر د نابرابر کنټرول لامل ګرځي.[۸]

ټولنیز تحرک[سمول]

ټولنیز تحرک، د ټولنیزې ډلبندۍ یا د هغو د طبقو ترمنځ د وګړو، ټولنیزو ډلو یا طبقاتو تحرک دی. دغه تحرک کېدلای شي، د نسلونو او یا هم نسل ترمنځ وي. دغه ډول تحرک ځینې مهال د ټولنیزې ډل بندۍ د بېلابېلو سیسټمونو د ډلبندۍ په موخه کارول کېږي. د پرانیستې ډلبندۍ سیسټمونه، هغه دي چې معمولا د وګړو په ترلاسه شوي حالت باندې په ارزښت ټاکلو سره د وګړو ترمنځ د تحرک شونتیا(امکان) رامنځته کوي. هغه ټولنې چې د نسلونو ترمنځ د تحرک تر ټولو لوړې کچې لري، د ډلبندۍ د تر ټولو پرانیستو او انعطاف منونکو سیسټمونو په توګه په پام کې نیول کېږي. هغه ډله سیسټمونه چې په کې لږ تحرک شتون لري او یا یې هم هېڅ نه لري، ان د نسلونو ترمنځ د تړلې ډلبندۍ د سیسټم په توګه په پام کې نیول کوي. د بېلګې په توګه: په کاسټ سیسټمونو، د ټولنیز حالت ټول اړخونه له یوبل سره تړلي دي، په دې ډول چې د یو کس ټولنیز ځایګی د هغه له زېږون څخه د هغه د ټول ژوند په اوږدو کې پر خپل ځای پاتې کېږي.[۸][۹]

کارل مارکس[سمول]

د مارکسیستي نظریې له مخې معاصر تولید له دوه اصلي اقتصادي برخو جوړېږي: بنسټ (base) او اصلي جوړښت (superstructure). بنسټ د تولید اصلي اړیکي رانغاړي: د کار ورکوونکي او کارګر کاري شرایط، د کار تخنیکي وېش او د مالکیت اړیکې. د مارکس د نظریې له مخې ټولنیزه طبقه، د تولید له وسایلو سره د یوه کس د اړیکو له مخې ټاکل کېږي. په هره طبقاتي ټولنه کې لږ تر لږه دوه طبقې شته دي: د تولید د وسایلو خاوندان او هغه کسان چې خپل کار د تولید د وسایلو په خاوندانو پلوري. مارکس ځینې مهال دې ته اشاره کوي، چې ښیي واکمنې ډلې خپله د کاري طبقې خاوندان دي، ځکه دوی یوازې کاري ځواک (د مزد په مقابل کې کار) لري چې د خپلې بقا او پایښت په موخه یې واکمنو ته وړاندې کوي.

دغه اړیکې په بنسټیز ډول د یوې ټولنې باورونه او فلسفې رامنځته کوي، هم اضافي طبقات کېدلای شي، د اصلي جوړښت برخه جوړه کړي. د واکمنې طبقې د ایدیالوژي له مخې: د تاریخ په ډېره موده کې ځمکې لرونکو اشرافو، نه یوازې د سیاسي او غیرسیاسي بنسټونو له لارې، بلکې د هنر او کلتور د عناصرو له مخې غلط پوهاوی ورکول ترویج کړي. کله چې اشرافیت سقوط کوي، بورژوازي په کپیټلیسټي سیسټم کې د تولید د وسایلو واک ترلاسه کوي. مارکس وړاندوینه کړې چې په پای کې به سرمایه داري د خپل منځي اختلافونو له مخې خپل ځایګی انقلابي پوهاوي، برابرې، ټولنیزې پراختیا او تر ډېره کمونیستي ټولنو ته پرېږدي.[۱۰]

مارکس،  دوه نورې طبقې هم تشرېح کړي، کوچنۍ بورژوازي او لومپن پرولتاریا. کوچنۍ برژوازي د کوچنیو سوداګریزو ډلو په څېر دي چې هېڅکله په کافي کچه ګټه نه ترلاسه کوي، څو د بورژوازي برخه وګرځي او یا هم د هغوی حالت وګواښوي. لومپن پرولتاریا ښکتنۍ طبقه ده، هغه چې ډېر لږ او یا هم هېڅ ټولنیز ځایګی نه لری. په دغه ډله کې فاحشې، خیرټولوونکي،  بې کوره او یا هم د یوې ټولنې نه لمس کېدوني غړي شاملېږي. هېڅ یو له دغو فرعي طبقو څخه، د مارکس په دوو لویو طبقو زیات اغېز نه لري، خو په دې کې له پوهېدلو سره مرسته کوي، چې مارکس د طبقاتو ترمنځ توپیرونه موندلي دي.[۱۱][۱۲][۱۳]

نړیواله ډلبندي[سمول]

د نن ورځې نړۍ او د ټولنیزو بدلونونو چټکټیا د کارل مارکس، ماکس وبر او ان د سي. ورایت میلز له مهاله څخه ډېر توپیر لري. د نړیوال کېدو ځواک د چټک نړیوال یووالي لامل کېږي، چې د نړیوالو لیدونو، تولیداتو، نظریاتو او نورو کلتوري اړخونو له تبادلې سرچینه اخلي. د ټرانسپورت او مخابراتو د زیربنا په برخه کې پرمختګونه له دې ډلې د ټلګراف او د هغو د معاصر ډول یا انټرنټ رامنځته کېدل، د نړیوال کېدو مهم فکتورونه دي ،چې د اقتصادي او کلتوري چارو متقابلې اړیکې رامنځته کوي.[۱۴][۱۵][۱۶]

سرچینې[سمول]

  1. "What Is Social Stratification?". د لاسرسي‌نېټه March 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "6.S: Social Stratification (Summary)". 13 December 2016. د لاسرسي‌نېټه March 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "What Is Social Stratification, and Why Does It Matter?". د لاسرسي‌نېټه March 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Saunders, Peter (1990). Social Class and Stratification. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-04125-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Toye, David L. (May 2004). "The Emergence of Complex Societies: A Comparative Approach". World History Connected. 11 (2). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Grusky, David B. (2011). "Theories of Stratification and Inequality". The Concise Encyclopedia of Sociology. Ed. Ritzer, George and J. Michael Ryan. Wiley-Blackwell.. 622–624. DOI:10.1002/9781405165518. ISBN 9781405124331. 
  7. Grusky, David B. (2011). "Theories of Stratification and Inequality". The Concise Encyclopedia of Sociology. Ed. Ritzer, George and J. Michael Ryan. Wiley-Blackwell.. 622–624. DOI:10.1002/9781405165518. ISBN 9781405124331. 
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ "Social Stratification". The Encyclopedia of Sociology. (1992). Macmillan Publishing Company.. 1955–70. 
  9. Grusky, David B. (2011). "Theories of Stratification and Inequality". The Concise Encyclopedia of Sociology. Ed. Ritzer, George and J. Michael Ryan. Wiley-Blackwell.. 622–624. DOI:10.1002/9781405165518. ISBN 9781405124331. 
  10. Doob, Christopher. Social Inequality and Social Stratification in US Society (1st ed.), Pearson Education, 2012, کينډۍ:ISBN
  11. Harris, Marvin (1967). The Rise of Anthropological Theory: A History of Theories of Culture. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7591-0133-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ingold, Tim (2006) "On the social relations of the hunter-gatherer band," in Richard B. Lee and Richard H. Daly (eds.), The Cambridge Encyclopedia of Hunters and Gatherers, p. 400. New York: Cambridge University Press. کينډۍ:ISBN
  13. Davis, Kingsley; Moore, Wilbert E. (1945-04-01). "Some Principles of Stratification". American Sociological Review. 10 (2): 242–249. doi:10.2307/2085643. JSTOR 2085643. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Al-Rodhan, R.F. Nayef and Gérard Stoudmann. (2006). Definitions of Globalization: A Comprehensive Overview and a Proposed Definition. Archived 2012-11-19 at the Wayback Machine.
  15. Albrow, Martin and Elizabeth King (eds.) (1990). Globalization, Knowledge and Society London: Sage. کينډۍ:ISBN p. 8.
  16. Stever, H. Guyford (1972). "Science, Systems, and Society". Journal of Cybernetics. 2 (3): 1–3. doi:10.1080/01969727208542909. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)