ټولنیزه ستونزه څه شی ده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا ټولنیزه ستونزه څه شی ده ؟

لیکوال : نورالحق ن. څلی

په ټولنې کې د داسې یوه وضعیت منځته راتګ ته ټولنیزه ستونزه وایي چې د ټولنې پر ډېرو خلکو باندې اغیزه کوي . په بله وینا د ټولنې هغه حالت ته وایي چې لږ تر لږه د ټولنې یوه برخه یې زړه ناغوښتې ( نامطلوب ) وبولي .

د ټولنیزو ستونزو لاملونه په هغو فکتورونو پورې تړلي دي چې د ټولنې له کنترول څخه وتلي دي ، نو ځکه په دې اړه ګډوډتیا را پیدا کېږي چې څه ښه او څه بد ، یا څه سم او یا څه ناسم دي . د یادولو وړ ده چې یوناڅاپه ستر سیاسي او ټولنیز بدلون ؛ د ټولنې په ارزښتونو ، د ژوند په بڼې ، قوانینو ، دودونو او دستورونو کې یو ناڅاپه د بدلون راتګ ټولنیزې ستونزې زېږوي .