ټولنيزه بيالوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټولنيزه بيالوژي، د بیالوژی یوه څانګه ده چې موخه یی د تکامل په نظر کې نيولو سره د ټولنیز چلند ازمويل او څرګندول دي. دا د ارواپوهنې، ایتولوژي، انترپولوژي، تکامل، ژوپوهنې، لرغونپوهنې او د نفوس جنیټیکونو په څېر مضامينو څخه راوتلی علم دی. د انساني ټولنې په مطالعې سره، ټولنيزه بيالوژي د تکاملي انتروپولوژي (بشرپېژندنه)، د انسان د چلند ایکولوژي، تکاملي ارواپوهنې او ټولنپوهنې سره نژدې يووالی لري.[۱][۲][۳]

ټولنيزه بيالوژي د ټولنیزو چلندونو، لکه د يو ځای کېدو نمونې، سيمه ييزې جګړې، په شريکه ښکار کول او د ټولنیزو خځنده ګانو حشراتو د راټولېدو ټولنه تر څېړنې لاندې نيسي. دا استدلال وړاندې کوي، لکه څنګه چې د غوراوي فشار د دې لامل وګرځېد چې څارويو په تدریجی توګه د طبیعی چاپیریال سره د متقابل عمل ګټورې لارې جوړې کړې، همدا چاره د جنیټیکي تکامل د ګټور ټولنیز چلند لامل هم وګرځېده.[۴]

په داسې حال کې چې د «ټولنيزې بيالوژي» اصطلاح له ۱۹۴۰ز څخه مخکې منځ ته راغلې، په ۱۹۷۵ز کال کې د «ټولنيژه بيالوژي: نوی ترکيب» په نوم د «اي او ویلسن» کتاب تر خپرېدو پورې دا مفهوم په پراخه کچه نه و پېژندل شوی. دا نوی ډګر ډېر ژر د اختلافاتو موضوع وګرځېده. د «ریچارډ لیونټین» او «سټیفن جای ګولډ» په مشرۍ نيوکه کوونکو، استدلال وکړ چې جین د انسانانو په چلند کی ونډه درلودلې، خو د تيري کونکي طبيعيت په څېر ځانګړتياوې د ټولنیز چاپیریال په مټ تشریح کېدای شی، نه د بیالوژي په واسطه. ټولنيزو بيالوژي پوهانو د پالنې او طبیعت ترمنځ پیچلی اړیکی ته په اشاره کولو سره جواب ورکړ.

تعريف (پېژندنه)[سمول]

«اي او ویلسن» د ټولنيزې بيالوژي تعریف داسې کوي «ټولنیز جوړښت ته د نفوسو د بیالوژۍ او تکاملي نظریې غځول». [۵]

ټولنيزه بيالوژي په دې اصل ولاړه ده چې ځینې رويې (ټولنیزې او فردي) لږ تر لږه تر يو بريده (په جزوي ډول) ميراثي دي او له طبيعي غوراوي څخه اغېزمن کېدای شي. له دې اند سره پيل کېږي چی چلند د وخت په تیریدو سره وده کړي، کټ مټ په هغه طريقه، په کومه چې فکر کیږي فزیکی ځانګړتیاوې هم تکامل ته رسېږي. وړاندوینه کوي چې ژوي به په هغو طریقو عمل وکړي، کوم چې ثابته شوې د وخت په تېرېدو سره په تکاملي ډول بريالۍ طريقې دي. د نورو تر څنګ  دا د تکاملي روغتيا لپاره د مناسبې پېچلې ټولنيزې پروسې د جوړېدو لامل ګرځېدای شي. [۶]

دا علمي څانګه هڅه کوي چې چلند د طبیعی غوراوي د محصول په توګه تشریح کړي. په همدې بنسټ چلند ته په نفوس کې د یو چا د جین د ساتلو د یوې هڅې په سترګه کتل کېږي. د ټولنيزې بيالوژي په دليل ويلو کې ميراث هغه اند دی چې ګوندې ټاکلي جينونه يا د جيونونو ټولګې (ترکيبونه)، کوم چې په ځانګړو سلوکي ځانګړتياوو اغېز کوی، شونې ده چې له يو نسل څخه بل نسل ته په مېراث ولېږدول شي. [۷]

د بېلګې په ډول، نوي واکمن زمري د ویاړ پر بنسټ هغه بچيان وژني چې دوی يې پلاران نه دي. دغه چلند تر لاسه کېدونکی دی، ځکه چې د بچيانو وژل د هغوی د خپل زوزات لپاره سیالي له منځه وړي او د روزونکو ښځينه زمريو د ژر ګرمېدو لامل ګرځي (د بيا بچي زېږولو لپاره)، په دې توګه د هغه نورو زياتو جینونو ته اجازه ورکوي چې په راتلونکي نفوس کې داخل شي. ټولنيز بيالوژي پوهان د بچي وژنې دې فطری چلند ته په دې نظر ګوري چې په برياليتوب سره د بيا توليدونکي نارينه زمريو د جينونو له لارې ورته مېراث کې راغلی، به داسې حال کې چې د نه وژلو چلند شونې ده له منځه تللی وي،په دې دليل چې دا زمريان به په بيا توليد کې کم بریالي وو.  [۸]

تاريخ[سمول]

د بیالوژي د فیلسوف «ډانیال ډینیټ» د وړانديز تر مخې سیاسي فیلسوف «توماس هابس» لومړی ټولنيز بيالوژي پوه و، استدلال کوي چې د «ليواتان» په نوم د هغه د ۱۶۵۱ز کال په کتاب «هابس» په انسانی ټولنه کې د اخلاقو سرچینه د اخلاقی ټولنيزې بيالوژيکي لرليد څخه تشريح کړې ده.[۹]

د ژويو د چلند جنیات پوه «جان پاول سکاټ» په ۱۹۴۸ز کې د جنیات او ټولنیز چلند په اړه کانفرانس کې د ټولنيزې بيالوژي ټکی منځ ته راوړ، په کوم کنفرانس کې چې د ژويو د چلند په څیړنه کې د سيمې او لابراتوار مطالعې پر ګډ پرمختګ ټينګار وکړ. د «جان پاول سکاټ» منظمو هڅو سره، په ۱۹۵۶ز کې د امریکا د ایکولوژیکي ټولنې «د ژويو د چلند او ټولنيزې بيالوژي برخه» جوړه شوه، چې په ۱۹۸۵ز کال کې د امریکا د ژوپوهنې د ټولنې د څارويو د چلند څانګه وګرځېده. په ۱۹۵۶ کې «اي او ویلسن» د هغه د دوکتورا مرحلې د شاګرد «سټارټ ای الټمن» په مرسته، چا چې د ۱۹۴۸ز کانفرانس کې برخه اخیستونکو سره نږدې اړیکه درلوده، د دې راپورته کیدونکې ټولنيزې بيالوژۍ سره سره په اړیکه کې شو. «الټمن» د احصایې په کارولو سره د «ریسس ميکاکس» (یو ډول شادي دی) د ټولنیز چلند مطالعه کولو لپاره د ټولنیزې بیالوژي خپله څانګه جوړه کړه او په ۱۹۶۵ز کې د «یرکس» سیمه يیز لومړني څیړنیز مرکز کې د "ټولنیزې بیالوژي پوه" په توګه وګمارل شو. د «ویلسن» ټولنيزه بيالوژي د «جان پاول سکاټ» یا «الټمنز» څخه توپیر لري، په داسې حال کې چې هغه د ټولنیز چلند ریاضياتي نمونو ته اشاره کړې چې د «ډبلیو. ډي. هامیلټون، رابرټ ټریورس، جان مینارډ سمیت» او «جورج آر پرایس» له خوا لوړ حد ته د جینیاتي وړتیا په رسولو تمرکز لري. د «سکاټ، الټمن» او «ویلسن» درې ټولنيزې بيالوژيګانې سره شريکې دي چې طبيعيت پاله څېړنو ته د زويو د ټولنيزو رويو په اړوند د څېړنې په مرکز کې ځای ورکړل شي او د راپورته کېدونکو څېړنيزو طريقو سره په يووالي کولو سره، په داسې حال کې چې «په سیمه کې بيالوژي» د ساينس د «نويو» طريقو (لابراتوار مطالعې، رياضياتي بيالوژي، ماليکولي بيالوژي) له خوا په داسې ډول له ګواښ سره مخ وه چې ګوندې د پخوانۍ زمانې له بڼې څخه به وبلل شي.[۱۰][۱۱]

په ۱۹۷۵ز کال کې يو مهال تخصصي اصطلاح «ټولنيزه بيالوژي» په پراخه توګه وپېژندل شوه، دا هغه مهال و کله چې «ولسن» خپل کتاب «ټولنيزه بيالوژي: نوی ترکیب» خپور کړ او یو سخت مخالفت راپورته کړ. له هغه وخته ټولنيزه بيالوژي د «ولسن» له لید سره اړیکه لري. دې کتاب د ټولنیز چلندونو تر شا د تکامل ميخانيکونو تشریح کولو هڅه پیل او مخکښه وګرځوله، لکه د نورو خېر غوښتنه، تیری او تغذیه، دا څېړنې په عمده ډول په میږیانو (د ولسن خپل څیړنیز تخصص) او نور «هایمینوپټیرا» (هغه خځنده چې وزرونه لري لکه موچۍ) وې، خو په ځينو نورو ژويو هم تر سره شوې. په هر حال، پر چلند د تکامل اغېز د بیالوژي پوهانو او فیلسوفانو لپاره د تکامل له کشف وروسته ډیر ژر د علاقې وړ وګرځېد. د «پیټر کروپټیکن» «دوه اړخیزه مرسته: د تکامل یو عامل»، چې د ۱۸۹۰ز لسیزې په لومړیو کې لیکل شوی، یو مشهوره بېلګه ده. د کتاب وروستی څپرکی د انساني چلند ټولنیز بیالوژیکي توضیحاتو ته ځانګړی شوی، او «ولسن» وروسته د «د انسان د طبيعيت په اړه» به نوم د «پلیټزر» جایزې ګټونکی کتاب وليکه، کوم کتاب چې په ځانګړي ډول د انسان چلند په اړوند بحث کوي.[۱۲]

«اډوارډ ایچ هیګن» د «تکاملي ارواپوهنې لاسي کتاب» کې لیکلي چې ټولنيزه بيالوژي پر انسانانو د عملي کېدو په اړوند د عامو مخالفتونو سره سره، «د شلمې پیړۍ یو له ساینسي بریالیتوبونو څخه ده». «ټولنیزه بیولوژي اوس په حقیقت کې د بیولوژي د ټولو څانګو د اصلي څیړنې او نصاب برخه ده او دا د نږدې ټولو څانګو د بيالوژي پوهانو د کار بنسټ دی» د غیر انساني ژونديو موجوداتو ټولنیزې بیولوژیکي څیړنې د نړۍ په غوره ساینسي ژورنالونو، لکه «طبیعت» او «ساینس» کې په ډرامايي ډول او په دوامداره توګه وده کړې. د عامو مخالفنونو حخه د خوديتوب په موخه په عام ډول د «سلوکي» (د رويې او چلند اړوند) اصطلاح د ټولنيزې بيالوژي د اصطلاح د بديل په توګه کارول کېږي. [۱۳]

تيوري[سمول]

ټولنيز بيالوژي پوهان په دې باور دي چې د انسان چلند، همدارنګه د غیر انساني ژويو چلند، تر يو بريده د طبیعي غوراوي د پایلو په توګه تشریح کیدای شي. دوی وايي چې په بشپړ ډول پر چلند د پوهېدو لپاره، چلند بايد د تکاملي افکارو په نظر کې نيولو سره تحليل شي.

سرچينې[سمول]

  1. Wilson, Edward O. (2000-03-24), "The Social Insects", Sociobiology, Harvard University Press, د کتاب پاڼي 397–437, doi:10.2307/j.ctvjnrttd.22, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-74416-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Nielsen, François (1994). "Sociobiology and Sociology" (in en). Annual Review of Sociology 20 (1): 267–303. doi:10.1146/annurev.so.20.080194.001411. ISSN 0360-0572. https://www.annualreviews.org/doi/10.1146/annurev.so.20.080194.001411. 
  3. de Sousa, Ronald (1990-01-01). "The sociology of sociobiology". International Studies in the Philosophy of Science 4 (3): 271–283. doi:10.1080/02698599008573367. ISSN 0269-8595. https://doi.org/10.1080/02698599008573367. 
  4. Freedman, Daniel G. (January 1985). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sociobiology and the human dimension"]. Ethology and Sociobiology 6 (2): 121–122. doi:10.1016/0162-3095(85)90006-8. ISSN 0162-3095. 
  5. Wilson, E. O. (1978). On Human Nature. Harvard. د کتاب پاڼې x. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674016385. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mohammed, Sulma I.; Alfarouk, Khalid O.; Elhassan, Ahmed M.; Hamad, Kamal; Ibrahim, Muntaser E. (2019). "Sociobiological Transition and Cancer". The Genetics of African Populations in Health and Disease (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب پاڼي 217–232. doi:10.1017/9781139680295.010. S2CID 214321882. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139680295. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wilson, David Sloan; Wilson, Edward O. (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Rethinking The Theoretical Foundation of Sociobiology"]. The Quarterly Review of Biology 82 (4): 327–348. doi:10.1086/522809. PMID 18217526. 
  8. Packer, Craig; Pusey, Anne E. (1983). "Adaptations of Female Lions to Infanticide by Incoming Males". Am. Nat. 121 (5): 716–728. doi:10.1086/284097. https://www.cbs.umn.edu/sites/cbs.umn.edu/files/public/downloads/Adaptations_of_female_lions_to_infanticide.pdf. 
  9. Dennett, Daniel (1995). Darwin's Dangerous Idea. Simon and Schuster. د کتاب پاڼي 453–454. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0140167344. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The Life of J.P. Scott". Bowling Green State University. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dobzhansky, Theodosius (September 1966). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Are Naturalists Old-Fashioned?"]. The American Naturalist 100 (915): 541–550. doi:10.1086/282448. 
  12. کينډۍ:Cite magazine
  13. The Handbook of Evolutionary Psychology, edited by David M. Buss, John Wiley & Sons, 2005. Chapter 5 by Edward H. Hagen