Jump to content

ټليفوني سکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د جنسي خدماتو اعلانونه په ټليفون خونه کې ځړول شوي، دا کار د انټرنیټ له راتګ څخه مخکې په انګلستان او ځينې نورو هېوادونو کې عام وو

تلیفوني سکس د ټلیفون له لارې د دوه يا ډېرو کسانو ترمېنځ خبرې اترې دي چې موخه يې جنسي هڅونه ده. د شلمې پېړۍ په وروستيو کې په عامه او پټه توګه ټليفوني خونې جوړې شوې چې موخه يې د ټليفون له لارې سکسي خبرې وکړي او په جنسي برخه کې خوند واخلي. د بېلګې په توګه؛ يو کس به د شهوت سړولو لپاره د ټليفون خونې ته لاړ او هلته به د يوې جنسي کارکوونکي سره پرليکه شو او هغې به د ده د شهوت سړولو لپاره سکسي خبرې کولې په بدل کې به يې پيسې يا انلاين کريډيټ اخيسته.

د ټليفوني سکس پرمهال دواړه لوري له خيالونو څخه کار اخلي، د يوبل سره سکسي خبرې کوي په دې حالت کې ښايي نارينه موټ ووهي يا ښځه هم په ورته شکل خپل په واژن کې ګوتې ووهي چې ارضا شي. د يوويشتمې پېړۍ په رانږدې کېدو او د اينټرنيټ په راتګ سره دا کار تر ډېره اينټرنټ ته کډه شو. اوسمهال دا ډول کړنې په اينټرنټي توګه ترسره کېږي خو په ځينو توپيرونو سره، د بېلګې په توګه په ويډيو کې د يوبل ليدل.

اړونده ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]