ټريپانوسوما

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
ټريپانوسوما
ټرېپانوسوما کروزي, crithidia.
ساينسي ډلبندۍ
شپول: Eukaryota
(unranked) Excavata
Phylum: Euglenozoa
ټولگی: Kinetoplastea
Order: Trypanosomatida
Genus: Trypanosoma

ټريپانوسوما د ټريپانوسومونو يو ډول دی، دا يوتوکميز يا مونوفايلېټيک[۱] ډلې يوسلولي پرازيتي پروټوزوه دی. دا نوم د يوناني ژبې وييکو trypaô (زړه تنگی) او soma (بدن) نه اشتقاق شوی، په کومه توگه چې دا ژوندی خوځېږي، پخپله دا څرگندوي چې دا نوم ولې ورته ورکړل شوی. د ژواکپوهنې له مخې بېلابېل داسې کک توکمونه يا مايکرواورگانيزمونه دي چې انسانان اغېزمن کوي، او ډېری يې انسانان په ډول ډول ناروغيو اخته کوي، يو د دغو نه د ټريپانوسومياسېز ناروغي يا د خوب ناروغي ده. دا ناروغۍ اکثراً د بې شمزيو ژونديو نه انسانانو ته ورځي د بېلگې په توگه د يوې غوماشې د چيچلو سره همدا کک توکمونه د انسانانو بدن ته لار پېدا کوي چې بلاخره په يوه يا بل ډول ناروغي بدلېږي.

د ټريپانوسوما د کک توکمونه (مايکرواورگانيزم) د ژوند څرخ ډېر پېچلی دی چې پدې کې بېلابېل مورفولوژيکي يا جوسه-پېژنديک پړاوونه شامل دي، په ځانگړې توگه هغه توکمونه چې د بې شمزيو نه نورو ته لېږدول کېږي. دوی په بې شمزيو کوربنو کې د ډېرو بېلابېلو بڼه جوړونکو پړاونو نه تېرېږي، خو په شمزۍ لرونکو کې کوربنو کې دغه سلولونه يوه ځانگړې بڼه ځانته جوړوي چې د ټريپوماسټيگوټ په نامه يادېږي، په ټريپوماسټيگوټي بڼه کې ددغه ژوندي فلاجېلوم د شا له لورې نه د مخ و لورې ته غځېدلی دی او په همدې دا فلاجېلوم يو څپورې پردې پورې تړلی دی.

د ټريپانوسوما په کورنۍ کې دا لانديني توکمونه شامل دي:


سرچينې

  1. Hamilton, PB (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Trypanosomes are monophyletic: evidence from genes for glyceraldehyde phosphate dehydrogenase and small subunit ribosomal RNA."]. Int J Parasitol 34 (12): 1393–1404. PMID 15542100. 
  2. World Health Organization. (2005). "A new form of human trypanosomiasis in India. Description of the first human case in the world caused by ټرېپانوسوما ايوانسي". Wkly Epidemiol Rec 80 (7): 62–3. PMID 15771199. http://www.ncbi.nlm.nih.gov/entrez/query.fcgi?cmd=Retrieve&db=pubmed&dopt=Abstract&list_uids=15771199&query_hl=2. 
  3. Joshi PP, Chaudhari A, Shegokar VR, et al. (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Treatment and follow-up of the first case of human trypanosomiasis caused by ټرېپانوسوما ايوانسي in India"]. Trans R Soc Trop Med Hyg 100 (10): 989–91. doi:10.1016/j.trstmh.2005.11.003. 
Report on Trypanosomes, Thomas, (London, 1905)
Tropical diseases, Sir Patrick Manson, (fifth edition, London, 1914)
Tropical Medicine and Hygiene, C. W. Daniels, (New York, 1914)
The Trypanosomiases, Edited by Ian Maudlin, Peter H Holmes, Michael A Miles (CAB International, 2004, ISBN 0-85199-475-X)