ټروپوسفیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټروپوسفیر د ځمکې د اتموسفیر لومړی او ټیټ پوړ دی، د سياروي اتموسفير د ټولې کتلې پنځه اويا سلنه او د اوبو د بخار او په هوا کې د خپرو کلکو بڅرکو نهه نوي سلنه کتله په تراپوسفير کې ده، دا هغه ځای دی چې د هوا ډېری پېښې په کې منځ ته راځي. په استوايي سيمو کې د ځمکې له سطحې نه د ټراپوسفیر منځنی لوړوالی اتلس کیلومتره (۱۱ میله؛ ۵۹۰۰۰ فوټه)دی، په منځنيو عرض البلدونو کې اولس کیلو متره ( ۱۱میله، ۵۶۰۰۰ فوټه) دی او په ژمي کې د قطبي سیمو په لوړو عرض البلدونو کې شپږ کیلومتره (۳.۷ میله، ۲۰۰۰۰ فوټه) وي، په دې توګه له ځمکې نه د ټروپوسفیر منځنۍ لوړوالی ۱۳ کیلومتره (۸.۱ میله، ۳۴۰۰۰ فوټه) دی.[۱]

د ټروپوسفیر اصطلاح له یوناني ويو ټرپوس (تاویدونکې) او سفیرا (کره) نه اخیستل شوی ،چې دا په ګوته کوي، چې تاوېدونکې اختلالات د هوا پوړونه يو له بل سره ګډوډوي او په دې توګه د ټروپوسفیر د جوړښت او ښکارندې ټاکنه کوي. د سیاروي سطحې په وړاندې د ټروپوسفیر څرخېدونکي سولېدل د هوا جریان اغېزمن کوي او په دې توګه د سیارې د حدودو پوړ (پي بي ال) جوړوي، چې له سلګونو مترو نه تر دوو کیلومترو (۱.۲ میله، ۶۶۰۰ فوټه) پورې لوړوالی لري. د (پی بي ال) اندازه، د عرض البلد، د ځمکې بڼې او د ورځې د هغه وخت سره سم توپیر مومي، کله چې هوا اندازه کولای شي. د ټروپوسفیر په سر کې «ټراپوپاوز» دی، کوم چې د اتموسفیر فعاله پوله ده، چې ټروپوسفیر له سټراټوسفیر نه جلا کوي. په دې توګه، ځکه چې «ټراپوپاوز» د بدلون پوړ دی چې په کې د هوا تودوخه د لوړوالي سره زیاتېږي، د ټراپوسفیر تودوخه ثابته پاتې کېږي. په دې پوړ کې تر ټولو زيات غليظ نايتروجن لري.[۲]

د ټروپوسفير جوړښت[سمول]

رغېدل[سمول]

د ځمکې د سیارې په اتموسفیر کې، د وچې هوا حجم اته اويا اعشاريه صفر اته سلنه نایتروجن، شل اعشاريه پنخه نوي سلنه اکسیجن، صفر اعشاريه درې نوي سلنه ارګون، صفر اعشاريه څلور سلنه کاربن ډای اکسایډ، ټریس ګازونه او د اوبو د بخارونو بېلا بېلې اندازې شته. د اتموسفیر د اوبو بخار سرچینې، د سیارې په سطحه د اوبو (بحرونه، سمندرونه، جهيلونه او سیندونه) دي، د کوم د بخار د بهير په مټ چې ټروپوسفير لمديږي، همدا بيا د هوا د ښکارندو په رامنځ ته کېدو اغېزه لري، د اوبو د بخاراتو لویه برخه د ځمکې سطحې ته نږدې په اتموسفیر کې ده.

په ټراپوپاوز کې د پرتو بدلون ورکوونکو پوړونو په مټ په لوړه ارتفاع کې د ټروپوسفیر د تودوخې درجه کمېږي، ټراپوپاوز د اتموسفیر پوله ده، چې ټروپوسفیر له سټراټوسفیر نه جلا کوي. په لوړو ارتفاعاتو او د هوا ښکته تودوخې په پايله کې د خړوبولو د بخار فشار، په پورته تراتوپوسفير کې د اتموسفير د اوبو د بخار اندازه کموي.

فشار[سمول]

د هوا تر ټولو فشار (د اتموسفیر وزن) د بحر په سطحه کې دی او په لوړه ارتفاع کې کمېږي ،ځکه چې اتموسفیر په هایدروسټاټیک توازن (مايعاتو توازن) کې دی، چیرې چې د هوا فشار د سیارې په سطحه له یوې ټاکلې نقطې نه پورته د هوا له وزن سره مساوي دی. د هوا د کموالي او لوړوالي ترمنځ اړیکه د مایع کثافت (ګڼوالي - ډبلوالي) سره د لاندې هایدروستیټیک مساواتو په مټ برابرېدای شي:

چېرې

  • معياري جاذره « gn » وي.
  • کثافت « ρ» وي.
  • لوړوالی « z» وي.
  • فشار « P» وي.
  • د ګاز ثبات « R » وي
  • د تودوخې د بدلون (سوچه) حرارت « T» وي.
  • مولر کتله « m» وي.[۳]

د تودوخې درجه[سمول]

د ځمکې د سیارې سطحه د پټې تودوخې، ګرمونکو وړانګو او محسوسې تودوخې له لارې ټروپوسفیر ګرموي. د تروپوسفیر د ګاز پوړونه په جغرافیایی قطبونو کې کم او په استوایی قطب کې ډېر کثافت لري، چیرې چې د استوایی ټروپوسفیر منځنی لوړوالی ديارلس کیلومتره دی، نږدې صفر اعشاريه اووه کیلومتره د جغرافیایی قطبونو د قطبي ټروپوسفیر د شپږ اعشاريه صفرکیلومترو منځني لوړوالي نه ډېر دی، له همدې امله، اضافي تودوخه او د ټروپوسفیر عمودی پراخوالی په استوایی عرض البلدونو کې منځ ته راځي. په منځنيو عرض البلدونو کې، د تودوخې درجه د سمندر په سطحه د منځنۍ تودوخې له پنځلس  سانتیګراد درجو (۵۹ فارنهایټ) درجو نه نږدې منفي پنځه پنځوس سانتی ګراد ( -۶۷ فارنهایټ) درجو ته په ټراپوپاز کې کمېږي. د استوا په خطر کې، د تروپوسفيري تودوخې درجه، د سمندر په سطحه په منځنۍ درجه شل سانتي ګراد (۶۸ فارنهايت) نه نږدې منفي اويا سانتي ګراد نه منفي پنځه اويا سانتيګراد (له -۹۴ نه نيولې تر -۱۰۳ فارنهايت) پورې کمېږي. په جغرافيايي قطبونو، ارکتيک او انټارکتيک سيمو کې، د تودوخې درجه د سمندر په سطحه د منځنۍ تودوخې درجه له صفر سانتيګراد (۳۲ فارنهايت) نه په تراپوپواز کې تر نږدې منفي پنځه څلويښت سانتيګراد (-۴۹ فارنهايت) پورې کمېږي. [۴]

لوړوالی

د تروپوسفیر د تودوخې درجه د لوړوالي په زیاتوالي سره کمېږي او د هوا د تودوخې د کمېدو کچه د چاپیریال د ضایع کېدو کچې سره اندازه کېږي، کوم چې د سیاروي سطحې د تودوخې او د ټراپوپاز د تودوخې ترمنځ شمېریز توپیر دی، چې د لوړوالي په واسطه وېشل کېږي. په فعال ډول، د (ELR) برابرښت داسې انګیري، چې د سیارې اتموسفیر جامد دی او د هوا د پوړونو ګډون په کې نه شته، نه د عمودی اتموسفیري حرکت په مټ او نه د بادونو له خوا چې کولی شي، ګډوډۍ رامنځته کړي.

د تودوخې توپیر له سیاروي سطحې نهترلاسه کېږي، چې د لمر ډېره انرژي جذبوي، کوم چې بیا بهر ته خپرېږي او د ټراپوسفیر (د ځمکې د اتموسفیر لومړی پوړ) ګرموي، په داسې حال کې چې د سطحې د تودوخې پورته اتموسفیر ته خپرېدل، د هغه اتموسفیر د پوړ د یخ کېدلو لامل کېږي. د (ELR) معادله دا هم انګیري چې، اتموسفیر جامد دی، مګر ګرمه هوا په څپڅپو راځي، پراخېږي او لوړېږي. د وچ اډیابیټیک د ضایع کیدو کچه د وچې هوا د پراخېدو اغېزې په ګوته کوي، ځکه چې دا په اتموسفیر کې راپورته کېږي او د لوند اډیابیټیک ضایع کېدو کچه (WALR) کې د چاپيرياليز ضايع کېدو د کچې پر بنسټ، د اوبو د بخار د ګاز نه په اوبلن حالت بدلیدو اغېزې شاملې دي.

انقباظ او انبساط

د هوا یوه برخه په لوړه ارتفاع کې د ټیټ اتموسفیر فشار له امله راپورته کېږي او پراخېږي. د هوا برخه یا ټوټه پراخیدل د شاوخوا هوا په مقابل کې بهر ته فشار ورکوي او انرژي (د کار په توګه) د هوا له ټوټې نه اتموسفیر ته لېږيدوي. د تودوخې له لارې د هوا برخې ته د انرژۍ لېږيد له چاپیریال سره د انرژۍ کراره او بې اغېزې تبادله ده ، کوم چې د اډیابټیک پروسه ده (د تودوخې له لارې د انرژۍ لېږيد نه دی). لکه څنګه چې د هوا ډیریدونکې برخه انرژي له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې دا په شاوخوا اتموسفیرعمل کوي، هیڅ حرارتي انرژي له اتموسفیر نه د هوا برخې ته نه لېږيدول کېږي، ترڅو د تودوخې ضایع کېدل جبران کړي. د هوا برخه انرژی له لاسه ورکوي، ځکه چې دا زيات لوړوالی ته رسېږي، کوم چې د هوا د تودوخې د کمښت په توګه څرګندېږي. په ورته ډول، د بیرته راګرځیدو پروسه، د هوا په سړه ټوټه کې پېښېږي، چې يو له بل سره نښلي (يو بل کې کېمنډل کېږي) او د سیارې په سطحه ډوبېږي. [۵]

سرچینې[سمول]

  1. "Troposphere". Concise Encyclopedia of Science & Technology. McGraw-Hill. 1984. It [the troposphere] contains about four-fifths of the mass of the whole atmosphere. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Danielson, Levin, and Abrams (2003). Meteorology. McGraw Hill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  3. Landau and Lifshitz, Fluid Mechanics, Pergamon, 1979
  4. Lydolph, Paul E. (1985). The Climate of the Earth. Rowman and Littlefield Publishers Inc. د کتاب پاڼې 12. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Danielson, Levin, and Abrams (2003). Meteorology. McGraw Hill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)