ټرانس هومانیزم (ټرانس بشرپالنه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټرانس بشرپالنه یو فلسفي او فکري خوځښت دی چې د انساني وضعیت له ودې څخه د هغو پېچلو ټکنالوجیو له پرمختیا او په پراخه توګه د لاسرسۍ وړ کولو څخه ملاتړ کوي چې کولی شي په‌ لوړه کچه د عمر اوږدوالی او شناخت ته زیاتوالی وروبښي.[۱][۲]

ټرانس هومانیسټي متفکران د نويو راپورته کېدونکو ټکنالوجیو ګټې او زیانونه مطالعه کوي چې کولی شي د انساني بنسټیزو محدودیتونو باندې برلاسي شي او همدارنګه د داسې ټکنالوجیو څخه د ګټې اخیستنې اخلاق بررسي کوي. ځینې ټرانس بشرپالان په دې باور دي چې انسانان کېدای شي بالآخره په داسې موجوداتو ځان بدل کړي چې له اوسنیو شرایطو ډېرې پورته وړتیاوې ولري چې له انسانه وروسته موجوداتو لپاره به وړ لېبل وي.[۳]

د ټرانس بشرپالانو د څېړنو بله موضوع دا ده چې څنګه کولی شو بشریت له شته ګواښونو لکه اټومي جګړې یا د فضایي اسټرویډ ټکر څخه وساتو.[۴]

جولیان هاکسلي یو بیولوژیسټ وو چې په ۱۹۵۷م کال کې یې په یوې اغېزناکې مقاله کې د ټرانس هومانیزم اصطلاح دود کړه. د «ټرانس هومانیزم» اصطلاح معاصره معنا د راتلونکي پېژندنې یو له لومړیو ښوونکو له لوري وړاندوینه شوې وه، یو کس چې خپل نوم یې په FM-2030 بدل کړ. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې، هغه «د انسان نوي مفهومونه» په نوي ښوونځي کې تدریس کړل، کله چې یې د خلکو په پېژندلو پیل وکړ چې ټکنالوژۍ، د ژوند سبکونه او له انسانه وروسته «انتقالي» نړیوال لیدلوري د «ټرانس هومانیزم» په توګه مني. دا ادعا ګانې د بریټانوي فیلسوف ماکس مور لپاره فکري زمینې رامنځته کوي ترڅو په ۱۹۹۰م کال کې د ټرانس بشرپالنې اصول د راتلونکي پېژندونکې یوې فلسفې په توګه بیان کړي او په کالیفورنیا کې یو فکري ښوونځی تنظیم کړي چې له هغه وخته اوس په نړیوال ټرانس بشرپاله خوځښت بدل شوی دی.[۵]

د بشریت بدل شوي راتلونکي په هکله د ټرانس بشرپالنې لیدلوری چې د تخیلي علمي اصلي کارونو څخه اغېزمن شوی، ډېری پلویان او مخالفان یې د لیدلورو له پراخې لړۍ لکه فلسفه او دین څخه ځان ته جلب کړي دي.

په ۲۰۱۷م کال کې، د پن ایالتي پوهنتون نشراتو، د فیلسوف سټیفان لورنز سورګنر او ټولنه پېژندونکي جیمز هوګز په همکارۍ، له انسانه وروسته مطالعو مجله د لومړنۍ پوهنتوني مجلې په توګه چې په ښکاره ډول له انسانه وروسته موضوع ته ځانګړې شوې وه، د انسان څخه وروسته او ټرانس بشرپالنې مفهومونو د ښکارولو په موخه او همدارنګه د دې دواړو د پرتله کولو په موخه خپره کړه.[۶]

تاریخ[سمول]

د ټرانس هومانیزم مختاړي[سمول]

د نیک بوسټروم په وینا، ماورایي انګیزې لږ تر لږه د ګیلګمش په حماسه کې د ابدي‌توب لپاره هڅې له وخته او همدارنګه د ځوانۍ سرچینې، د ژوند الکسیر او د زړښت او مرګ څخه د ساتنې نورو هڅو تاریخي لټونونو کې بیان شوې دي.[۷]

دانته په خپل الهي کمیډي کې د trasumanar ویی د «له انساني طبیعته لا لوړ، له انساني طبیعته تېرېدنه» په معنا د paradiso په لومړني canto کې رامنځته کړ.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د ټرانس هومانیزم نظریو یو له لومړنیو مختاړو، د رنې ډیسکارټس اثر د میټوډ په هکله خبرې اترې دي. ډیسکارټس په دې خبرو اترو کې، د طبابت یوه نوې بڼه تصور کړه چې کولی شي هم فزیکي ابدي‌توب او هم لا پیاوړي ذهنونه رامنځته کړي.[۱۲]

ویلیام ګاډوین په خپل کتاب سیاسي عدالت (۱۷۹۳) په لومړنۍ نسخه کې د «ځمکې ابدي‌توب» د امکان (هغه څه چې اوس د فزیکي ابدي‌توب په نوم یادېږي) په هکله استدلالونه وړاندې کړل. ګاډوین د سنټ لئون په نوم خپل ګوټیک ناول کې د ژوند تمدید او ابدي‌توب موضوع ګانې وڅېړلې، چې په ۱۷۹۹م کال کې د کتاب له خپرېدو سره سم هغه نامتو (او بدنام) شو، خو اوس په ډېره کچه هېر شوی دی. کېدای شي سنټ لئون د خپلې لور فرانکشټاین ناول لپاره الهام بښونکی اوسي.

دا بحث شتون لري چې آیا موږ کولی شو د فریډریش نیچه فلسفه پر ټرانس بشرپالنې د یوې اغیزې په توګه ومنو که نه، سربېره پر دې چې هغې فلسفې د «Übermensch» (ستر انسان یا فوق العاده انسان) صفت کړی، ځکه چې هغه د ځان پر واقعي کولو ټینګار کوي نه په ټکنالوجیکي بدلون. د ماکس مورې او سټیفان لورنز سورګنر فلسفې په ژور ډول د نیچه تفکر تر اغېزې لاندې راغلي دي. په مقابل کې، د ټرانس بشرپالنې اعلامیه «... (څه په مصنوعي عقل، څه په انسان، څه له انسانه وروسته یا غیر انساني حیواناتو کې) د ټولو احساساتو له هوساینې څخه ملاتړ کوي».[۱۳][۱۴]

د نولسمې پېړۍ د وروستیو څخه د شلمې پېړۍ تر لومړیو خوځښت چې د روسي کاسمیزم په توګه پېژندل کېږي، همدارنګه داسې نظرونه له خپل ځان سره لري چې وروسته‌ په ځانګړې توګه د لومړني پروټاګونیسټ روسي فیلسوف، ان اف فیوډوروف، لخوا د ټرانس هومانیزم خوځښت په محور بدلې شوې.[۱۵]

لومړني ټرانس هومانیسټي فکرونه[سمول]

د ټرانس بشرپالنې بنسټیز نظرونه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۳م کال کې د برټیانوي جینټیک پوه جي بي اس هالډان لخوا، د هغه په مقاله Daedalus: سایسن او راتلونکي، کې مطرح شول، چې وړاندوینه یې کوله چې د انسان په بیولوژي کې د پرمختللو علومو کارونې څخه به ډېرې لویې ګټې لاس ته راشي – او هر پرمختګ چې به رامنځته کېږي خلکو ته به د کفر یا انحراف «ناشایسته او غیرطبیعي» په توګه ښکاري. په ځانګړې توګه، هغه د یوجنیک، ایکټوجنیزس (په مصنوعي چاپېریال کې د ژوند رامنځته کول او ساتل) او د انسان ځانګړتیاوو لکه روغتیا او هوښیاري د ودې لپاره د جنیټیک کارونې وده ورکولو ته علاقه درلودله.

د هغه مقاله د علمي او عمومي علاقې لامل شوه. جي ډي برنال، په کمبریج کې یو کریسټالوګراف، په ۱۹۲۹م کال کې نړۍ، غوښه او شیطان کتاب ولیکه، چې په هغه کې یې د بیونیک ایمپلنټونو او پېژندګلوي ودې له لارې د انسان په بدن او هوښ کې د فضا د استعمار او بنسټیزو بدلونونو په لیدلوري رڼا وغورځوله. دا نظریې له هغه وخته راهیسې د ټرانس بشرپالنې مضمونونو په توګه عامې دي.[۱۶][۱۷]

بیولوجیسټ جولیان هاکسلي په عموم ډول په ۱۹۵۷م کال کې د یوې اغېزناکې مقالې لپاره د دې اصطلاح له کارونې وروسته، د ټرانس بشرپالنې بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي. خو خپله دا اصطلاح د کاناډایي فیلسوف ډبلیو ډي لایټهال د ۱۹۴۰م کال له مخکېنۍ مقالې څخه اخیستل شوې ده. هاکسلي ټرانس بشرپالنه له دې عباراتو سره توصیفوي:

تراوسه د بشر ژوند په ټوله کې، هماغه ډول چې هابز توصیف کړی دی، «ناوړه، وحشي او لنډ» پاتې دی؛ د انسانانو لوی اکثریت (که پخوا په ځواني کې نه وي مړه شوي) په بدبختۍ اخته شوي دي... موږ په موجه ډول کولی شو دا باور ولرو چې د امکان لپاره لارې شته دي، او د خپل وجود شته اوسني محدودیتونو او ناوړه خپګانونو باندې کولی شو په ښه توګه غالب شو... د بشر بڼه، که وغواړي، کولی شي چې له ځانه مخته لاړ شي – نه یوازې په وېشلي ډول، چې یو کس دلته وي، او بل کس هلته په بل ډول، بلکه په ټوله کې د انسانیت په توګه.[۱۸]

د هاکسلي تعریف له هغه تعریف چې په معمول ډول د ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې کارول کېږي، سره ډېر کم توپیر لري. د دې متفکرانو لخوا وړاندې شوې نظریې د ۱۹۶۰مې لسیزې په عملي تخیلي داستانونو کې وڅېړل شوې، په ځانګړې توګه د آرټور سي کلارک په ۲۰۰۱ کې: د فضا یوه اوډیسي، چې په هغه کې یو اجنبي مصنوعي اثر خپل بې ساری ځواک خپلو صاحبانو ته ورکوي.[۱۸] جاپاني میټابولیسټ معمارانو په ۱۹۶۰م کال کې یو مانیفسټ جوړ کړ چې د طراحۍ او ټکنالوجۍ له لارې «زموږ د ټولنې فعال میټابولیک ودې هڅونې» لپاره یې ځینې موخې جوړې کړې. د دې مانیفسټ په موادو او انسان په برخه کې، نوبورو کاوازو سپارښتنه کوي چې:[۱۹]

له څو لسیزو وروسته، د اړیکو ټکنالوجۍ له چټکې ودې سره، هرڅوک به په خپل غوږ کې د «مغزي امواجو ترلاسه کوونکی» ولري چې په مستقیم او دقیق ډول به هغه څه چې نور د هغه په هکله فکر کوي او برعکس یې ورته ولېږدوي. هغه څه چې زه فکر کوم د ټولو کسانو لپاره به اشنا وي. نور به فردي شعور شتون ونه لري، یوازې د ټول بشریت اراده به شتون ولري.[۲۰]

سرچينې [سمول]

  1. Mercer, Calvin; Throten, Tracy J., المحررون (2015). Religion and Transhumanism: The Unknown Future of Human Enhancement. Praeger. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4408-3325-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bostrom, Nick (2005). "A history of transhumanist thought" (PDF). Journal of Evolution and Technology. 14 (1): 1–25. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "We May Look Crazy to Them, But They Look Like Zombies to Us: Transhumanism as a Political Challenge". د اصلي آرشيف څخه پر November 6, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په June 20, 2020 باندې). Looking Forward to the End of Humanity.
  5. Google Ngram Viewer. د لاسرسي‌نېټه April 25, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Journal of Posthuman Studies: Philosophy, Technology, Media". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bostrom, Nick (2005). "A history of transhumanist thought" (PDF). Journal of Evolution and Technology. 14 (1): 1–25. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Harrison, Peter; Wolyniak, Joseph (2015). "The History of 'Transhumanism'". Notes and Queries. 62 (3): 465–467. doi:10.1093/notesj/gjv080. ISSN 0029-3970. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Trasumanar (neologism)". danteworlds.laits.utexas.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Paradiso 1 – Digital Dante". digitaldante.columbia.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "BioEdge: Was Dante a transhumanist?". BioEdge. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Renée Mirkes. Transhumanist Medicine: Can We Direct Its Power to the Service of Human Dignity? The Linacre Quarterly, March 29, 2019
  13. "Godwin, William (1756–1836) – Introduction". Gothic Literature. enotes.com. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اگسټ ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Bostrom, Nick (2005). "A history of transhumanist thought" (PDF). Journal of Evolution and Technology. 14 (1): 1–25. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Art works by Russian cosmism painter XX – XXI ct. Catalogue of exhibition 2013 | Soviet Era Museum". sovieteramuseum.com (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Clarke, Arthur C. (2000). Greetings, Carbon-Based Bipeds. St Martin's Griffin, New York. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bostrom, Nick (2005). "A history of transhumanist thought" (PDF). Journal of Evolution and Technology. 14 (1): 1–25. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Hutton, Christopher. "Google's Glass Castle: The Rise and Fear of a Transhuman Future". PopMatters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lin (2010), p. 24
  20. Lin, Zhongjie (2010). Kenzo Tange and the Metabolist Movement: Urban Utopias of Modern Japan. Routledge. د کتاب پاڼي 35–36. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135281984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)