ټرانسکرپشن (بیولوجي)
RNA ته د DNA د یوې برخې کاپي کولو بهیر ته ټرانسکرپشن ویل کېږي. داسې ویل کېږي چې RNA مالیکولونو ته د DNA ټرانسکرپ شوې برخې چې کولای شي پروټینونو کوډ کړي، پیغامرسوونکې RNA (mRNA) تولیدوي. RNA مالیکولونو ته د DNA نورې کاپي شوې برخې د غیر-کوډ کوونکو RNAګانو (ncRNAs) په نامه یادېږي. په منځنۍ توګه، په یوه ځانګړي نسج کې د حجرو په څوګونو ډولونو کې، د mRNA مقدار د ncRNA د مقدار پرتله له لس برابره هم زیات دی (که څه هم د حجرو په ځینو ځانګړو ډولونو کې کېدای شي د ncRNAګانو شمېر له mRNAګانو څخه زیات وي). په حجرو کې د mRNA ټولیز غورهوالی معتبر دی، که څه هم له ۲ سلنې څخه لږ د انسان جېنوم mRNA ته ټرانسکرپ کېدلای شي، په داسې حال کې چې کېدای شي د تيلرونکو لږ تر لږه ۸۰ سلنه جېنومي DNA په فعاله توګه ټرانسکرپ شي (د حجرو په یو یا څو ډولونو کې) او ګومان کېږي د دغې ۸۰ سلنې له جملې څخه ډېري یې ncRNAګانې دي.[۱][۲]
DNA او RNA دواړه نوکلیک اسیدونه دي، چې د نوکلوتیدونو د قاعده جوړې، د مکمِله ژبې په توګه کاروي. د ټرانسکرپشن پر مهال، د DNA لړۍ د یوې RNA پولیمیرایز لهخوا لوستل کېږي، چې د «اصلي ټرانسکرپت» په نامه د RNA یوه مکمِله، غیرموازي څانګه رامنځته کوي.
ټرانسکرپشن په لاندې ټولیزو پړاوونو کې ترسره کېږي:
- د RNA پولیمیرایز، د ټرانسکرپشن له یوه یا څو عمومي فکټورونو سره یوځای، پروموترې DNA سره وصل کېږي.
- د RNA پولیمیرایز د ټرانسکرپشن یو حباب رامنځته کوي، چې د DNA مارپېچ دوه څانګې سره جلا کوي. دا د مکمِله DNA د نوکلوتیدونو ترمنځ د هایدروجني اړیکې په پرې کولو سره ترسره کېږي.
- د RNA پولمیرایز د RNA نوکلوتیدونه اضافه کوي (چې د یوې DNA څانګې د نوکلوتیدونو مکمِل دي).
- د فاسفېت قند د RNA استقامت، د RNA پولیمیرایز په مرسته، د یوې RNA څانګې جوړولو لپاره رامنځته کېږي.
- د RNA–DNA د مارپېچ هایدروجني اړیکې شلېږي او د RNA نوې ترکیب شوې څانګه ازادوي.
- که چېرې حجره یوه هسته ولري، کېدای شي RNA لا زیاته پروسس شي. پهدې پروسس کې کېدای شي پوليادینالېشن، خولۍ کېښودنه او اتصال شامل وي.
- RNA کېدای شي په هسته کې پاتې شي او یا د هستوي منفذونو د کمپلکس لهلارې سایتوپلازم ته ننوځي.
که چېرې د DNA غځونه د RNA داسې یو مالیکول ته ټرانسکرپ شي چې یو پروټین کوډ کوي، نوموړې RNA ته پیغامرسوونکې RNA (mRNA) ویل کېږي؛ mRNA په خپل وار سره د ټرانسلېشن لهلارې د پروټین سنتیز لپاره د یوې نمونې په توګه عمل کوي. د DNA نورې غځونې کېدای شي د انزایمي RNA مالیکولونو (ریبوزیمونه)، کوچنۍ ذروي RNA (snRNA)، کوچنۍ هسته لرونکې RNA (snoRNA)، لېږدوونکې RNA (tRNA) او مایکروRNA په څېر کوچنیو غیر-کوډ کوونکو RNAګانو او همدا راز د ریبوزومي RNA (rRNA) او اوږدې غیر-کوډ کوونکې RNA (lncRNA) په څېر لویو غیر-کوډ کوونکو RNAګانو ته ټرانسکرپ شي. په ټوله کې، RNA د پروټینونو په سنتیز کولو، تنظیم او پروسس کولو کې مرستندوی واقع کېږي؛ نو لهدې امله د یوې حجرې دننه بنسټیزه وظیفوي ونډه لري.[۳]
په ویروسپوهنه کې، د ټرانسکرپشن ګړنه کېدای شي د یوه RNA مالیکول، د mRNA سنتیز د نومولو لپاره وکارول شي (یعنې، د RNA تکرار سره معادله ګړنه). د بېلګې په توګه، د یوې منفي حس لرونکې یوڅانګیزې RNA (ssRNA–) د ویروس جېنوم کېدای شي د یوې مثبت حس لرونکي یوڅانګیزې RNA (ssRNA+) لپاره یوه الګو وي. دا پهدې معنی ده چې په مثبت حس لرونکې څانګه کې د ویروسي تکثیر لپاره اړین ویروسي پروټینونو د ټرانزلېشن په موخه د لړۍ معلومات خوندي دي. دغه پروسه د یوه ویروسي تکرار (کاپياخېستنې) لهلارې ګړندۍ کېږي.[۴]
په RNA کې له ټرانسکرپشن وروسته بدلونونو کې د RNA پولیمرایز ونډه[سمول]
د RNA پولیمرایز، په RNA کې له ټرانسکرپشن وروسته بدلونونو په څېر په ټولو پړاوونو کې ستره ونډه لري. څرنګه چې په شکل کې ښودل شوې ده CTD (یا C Terminal Domain) هغه غځېدنه ده چې خپله بڼه بدلوي؛ دغه غځېدنه به د اتصال، پوښولو او پوليادینال کولو لپاره وکارول شي.[۵]
سرچينې[سمول]
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Single-cell analysis of long non-coding RNAs in the developing human neocortex"]. Genome Biol 17: 67. April 2016. doi:10.1186/s13059-016-0932-1. PMID 27081004.
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Coding or Noncoding, the Converging Concepts of RNAs"]. Front Genet 10: 496. 2019. doi:10.3389/fgene.2019.00496. PMID 31178900.
- ↑ Eldra P. Solomon, Linda R. Berg, Diana W. Martin. Biology, 8th Edition, International Student Edition. Thomson Brooks/Cole. کينډۍ:ISBN
- ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Tentative identification of RNA-dependent RNA polymerases of dsRNA viruses and their relationship to positive strand RNA viral polymerases"]. FEBS Letters 252 (1–2): 42–6. July 1989. doi:10.1016/0014-5793(89)80886-5. PMID 2759231.
- ↑ Cramer, P.; Armache, K.-J.; Baumli, S.; Benkert, S.; Brueckner, F.; Buchen, C.; Damsma, G.E.; Dengl, S. et al. (June 2008). "Structure of Eukaryotic RNA Polymerases". Annual Review of Biophysics 37 (1): 337–352. doi:10.1146/annurev.biophys.37.032807.130008. ISSN 1936-122X. PMID 18573085. http://dx.doi.org/10.1146/annurev.biophys.37.032807.130008.