ټاکنو کمېسیون د احتمالي کاندیدانو لومړنی نوملړ اعلانوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دافغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي ولسي جرګې ته د احتمالي کاندیدانو لومړنی نوملړ اعلانوي. دغه نوملړ باید پرون اعلان شوی وای، خو چارواکي وايي د اسنادو رسېدو کې ځنډ راغلی و. کمېسیون چارواکو اړوند غونډې ته د مدني ټولنې استازي او د افغانستان ټاکنو څارونکي هم وربللي وو. بل لور ته پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ټاکنو قانون له مخې د ولسې جرګې د احتمالي نوماندانو د اسنادو د ارزونې ټولې غونډې باید علني تر سره شوي وای. په افغانستان کې د ازادو ټاکنو او روڼتیا د څار بنسټ اجرائیوي مشر حبیب الرحمن ننګ وایې، د ټاکنو کمېسیون ولسې جرګې ته د احتمالي نوماندانو د اسنادو ارزونې وروستۍ غونډې هم سمبولیکه بڼه درلوده. د ټاکنو کمېسیون د شمېرو له مخې، د ولسې جرګې ټاکنو لپاره ۲۴۷۱ کسانو ځانونه کاندید کړي، چې ۳۳ سلنه یې ښځې دي او د ولسوالیو شوراګانو ته ۳۷۳۱ کسان کاندید دي چې يواځې ۲۷۱ یې ښځې دي.