يوناني-بودايي دين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

يوناني بودايي دين، د هيلينستي کلتور او بودايي دين تر منځ يو کلتوري يوځای والی دی، کوم چې د څلورمې مخزېږديزې او پنځمې زېږديزې پېړۍ تر منځ په ګندهارا کې جوړ شو، کومه سيمه چې اوس د پاکستان په شمال لوېديځه او ځينې برخې يې د افغانستان په شمال ختيځ کې موقعيت لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

دا د ستر سکندر له زمانې څخه د هند په نيمه لويه وچه کې د يوناني بريدونو په مټ پيل شويو تعاملاتو د يوې اوږدې لړۍ کلتوري پايله وه. د سکندر له مړينې څو کاله وروسته، د چندرګپت موريه د واکمنۍ پر مهال، د هغه د جنرال «Seleucus» د سترواکۍ په ختيځه څنډه کې له موري سترواکۍ سره جګړه وشوه. موريايي سترواک اشوکا بودايي دين ومانه او دا مذهبي فلسفه يې په خپله ټوله واکمنۍ کې خپره کړه، څه ډول چې د اشوک په فرمانونو کې ثبت شوي دي. دا يوناني-باختري پاچايۍ ته خپره شوه، کومه چې خپله له سلوکي سترواکۍ څخه جلا شوې وه. د هغې په حدودو کې، د مجسمه جوړولو سره د يونانيانو مينې د بودا لومړۍ مجسمه جوړه کړه، او نوي دود ته یې لاره پرانيسته.

د موريايي سترواکۍ له سقوط وروسته، په يوناني-باختري پاچايۍ، هندو-يوناني پاچايۍ او کوشاني سترواکۍ کې د يوناني-بودايي دين غوړېدو دوام پيدا کړ. مهايان بودايي دين په هندوستان کې د ګنګا له اوارو سيمو څخه ګندهارا او بيا منځنۍ اسيا ته په موري پړاو کې خپور شو، چېرته چې په منځنۍ اسيا کې دا د بودايي دين تر ټولو مروجه څانګه وګرځېده. وروسته مهايان بودايي دين د کوشان د واکمنۍ پر مهال د کنشکا سترواک په دوران کې د ورېښمو لارې په مټ هان واکمنې کورنې ته لار پيدا کړه. د بودايي دين د باورونو په تفصيل کې راغلي چې د «Varanasi» راهب «Majjhantika» ته اشوکا سترواک په دې سيمه کې د بودايي دين د خپرولو مسئوليت سپارلی و.  [۸][۹][۱۰]

تاريخي لنډيز[سمول]

منځنۍ اسيا ته د هلنستي يونان ورپېژندل کېدل د ستر دارا او د هغه د فارسي هخامنشي سترواکۍ له خوا د دې سيمې له نيولو وروسته پيل شول. هغه او د هغه ځای ناستو د اناتوليې ټاپووزمه هم ونيوله، چېرته چې هغه مهال ډېر يوناني قومونه اباد وو. کله چې هغوی بغاوت وکړ، نو ډيری يونانيان د نسل پر بنسټ، د فارسي سترواکۍ وروستي پای، منځنۍ اسيايي ولايتونو ته په لېږل کېدو تصفيه کېدل. کله چې په 334مخزېږديز کې ستر سکندر د هخامنشي سترواکۍ او منځنۍ اسيا نورې سيمې ونيولې، نو له ډېرو يونانيانو سره مخ شو، کوم چې د خپلې سترواکۍ په ختيځو سيمو کې له مخکې څخه اباد وو. نوموړی له دې وروسته پنجاب (د پنځو سيندونو ځمکه) ته ولاړ. کله چې سکندر د (هايډاسپس) په جګړه کې (پورس) ته ماتې ورکړه او هغه يې د خپل والي په توګه وټاکه، سکندر د سند او جهلم له سيندونو پورې وت. د سکندر پوځ بغاوت وکړ او کله چې له ناندا سترواکۍ سره مخ شو؛ نو د بياس سيند په اوږدو کې يې شاتګ وکړ، په دې ډول يې ونه شول کولای ټول پنجاب ونيسي.

د فارسي سترواکۍ د ځای بدلون له امله د سکندر د سترواکۍ په لېرې ختيځ کې يوناني کلتور جوړ شو. نوموړي د امو سيند او باختر د سيمو تر خپل واک لاندې ځمکو کې ګڼ ښارونه جوړ کړل، او يوناني کلي نور هم تر خيبر درې، ګندهارا (ټيکسلا وګورئ)، او پنجاب ته وغزېدل. د 323 مخزېږديز د جون په لسمه نېټه د سکندر له مړينې وروسته، Diadochi يا «ځای ناستو» خپلې پاچايۍ جوړې کړې. جنرال «Seleucus» په اناتوليه او منځنۍ اسيا کې سلوکي سترواکي جوړه او تر هندوستان پورې يې وغزوله.

د چندرګپت موريه له خوا جوړه شوې موريايي سترواکي، تر ټولو دمخه نندا سترواکي ونيوله. چندرګپت له هغې وروسته سلوکي سترواکۍ ته د سلوکي-موريايي جګړې پر مهال ماتې ورکړه. د دې په پايله کې مقدونيايي واليان په موريايي سترواکۍ کې د سند درې او ګندهارا ته داخل شول. سربېره پر دې، د واده يو اتحاد پلی کړای شو، کوم چې د «Seleucus» لور چندرګپت ته د مېرمنې په توګه ورکولو سره د سفارتي اړيکو سره مرسته وکړه. دې شخړې سربېره پر دې له موريايي سترواکۍ څخه سلوکي سترواکۍ ته د پنځه سوه جنګي پيلانو لېږد رامنځ ته کړ، اټکل دا دی چې دا د ضايع شويو انسانانو او رسېدلو زيانونو تاوان و.[۱۱]

موريايي سترواک اشوکا تر ټولو لويه هندوستاني سترواکي جوړه کړه. د کلينګا له ويجاړونکي جګړې وروسته، اشوکا بودايي دين ومانه. د پراختيا د تګلارې په پرېښودلو سره اشوکا د بشري اصلاحاتو پلې کولو پيل وکړ. لکه چې د اشوکا په فرمانونو کې ويل شوي دي، سترواک «درما» د بودايي دين په توګه په خپله ټوله سترواکۍ کې خپور کړ. اشوکا ادعا کوي چې په خپل قلمرو کې يې د يوناني وګړو په ګډون ډېر بودايي دين ته اړولي دي:

دلته د يونانيانو، کمبوجيانو، ناباکانو، ناباپمکتانو، بوجانو، پتنيکانو، اندرانو او پاليدانو تر منځ د پاچا په واکمنۍ کې، هر چېرته خلک په درما کې د خدای د محبوب په لارښوونو عمل کوي.[۱۲]

د شونګا سترواکۍ په مټ د موريانو زوال او له واکه لېرې کول، او په سلوکي سترواکۍ کې د باختر بغاوت د يوناني-باختري پاچايۍ (250–125 مخزېږديز) د جوړېدو لامل وګرځېدل. د دوی شمال لور ته، له يوناني-باختريانو وروسته د هندو-يوناني پاچايۍ جلا والی (180 مخزېږديز – 10ز) منځ ته راغی. ان تر دې چې کله څو پېړۍ وروسته، لومړی دا هلنستي (یوناني ګرځېدلې) شوې سيمې يوژي او بيا هندو-ساتيانو او کوشاني سترواکۍ (له لومړۍ تر درېيمې پېړۍ) ونيولې، بيا هم بودايي دين دلته مخ پر وده و.

د پېړيو لپاره بودايي دين په هندوستان کې يو مرکزي دين و، تر هغه وخته چې د پنځمې پېړۍ په شا او خوا کې هندو مذهب بيا نه و راژندی شوی، په داسې حال کې چې د بنګال په څېر پاتې پياوړي مرکزونه يې هغه مهال پای ته ورسېدل، کله چې مسلمانانو پر هندوستان بريد وکړ.

کلتوري تعامل[سمول]

په منځنۍ اسيا او شمالي هندوستان کې د يونانيانو شتون نه يوازې د هنري، بلکې په مذهبي ډګر کې هم د تعامل لپاره فرصتونه برابر کړل.

ستر سکندر په باختر او هندوستان کې (331-325مخزېږديز)[سمول]

کله چې سکندر باختر او ګندهارا ونيول، شونې ده چې دا سیمې له مخکې څخه د سراماني اغېز لاندې وې، او احتمالاً د بودايي او جين تر اغېز لاندې. په پالي اصولو کې د خوندي شوې يوې افسانې تر مخې، په باختر کې د «کامساباګو» څخه دوه وروڼه سوداګر چې «تاپاسو» او «باليکا» نومېدل، له ګوتم بودا سره وکتل او د هغه زده کونکي شول. افسانه کې راغلي چې دوی بېرته خپل کور ته ستانه شول او د بودا لارښونې يې خپرې کړې. په 326 مخزېږديز کې، سکندر د هندوستان شمالي سيمې ونيولې. د ټکسلا پاچا «امبي» چې د «ټاکسيليس» په نوم پېژندل کېدو، خپل ښار سکندر ته وسپاره، کوم چې د بودايانو يو نوميالی مرکز و. سکندر په326  مخزېږديز کې په پنجاب کې د «پاورواس» د پاچا «پوروس» پر ضد يوه حماسي جګړه وکړه، چې د «هايداسپيس» جنګ و.[۱۳]

موريايي سترواکې (322-183مخزېږديز)[سمول]

موريايي سترواکۍ د سلوسي-موريايي جګړې پر مهال، وروسته سلوکي سترواکۍ ته ماتې ورکړه. د دې په پايله کې د سند درې او ګندهارا ته د واليان موريايي سترواکۍ ته ولېږدېدل، کوم چې د هخامنشي، مقدونيايي او سلوکيايي برخه وې. په هر حال، په سلوکي سترواکۍ کې له يوناني-ايراني ګاونډيانو سره اړيکې وساتل شوې. سترواک «Seleucus I Nicator» يو مهم تړون وکړ چې د سولې د تړون يوه برخه وه، او د تاريخپوه «Megasthenes» په څېر ګڼ مهم يونانيان په موريايي دربار کې واوسېدل.[۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Yasuda, Shin; Raj, Razaq; Griffin, Kevin (2018-11-05). Religious Tourism in Asia: Tradition and Change Through Case Studies and Narratives (په انګلیسي ژبه کي). CABI. د کتاب پاڼې 129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78639-234-3. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۲. During the Kushan period, Gandhara became one of the two major strongholds of Mahayana Buddhism (another was India's Mathura). It was also where Greco-Buddhist art prospered, which integrated the Greco-Roman art and the local art into a new artistic genre known as Greco-Buddhist syncretism. The first Buddha effigy was believed to have been created in Gandhara. During the Kushan period, Buddhism started to spread to central Asia from where it further expanded to China and other east Asian countries. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mahajan, V. D. (2019). Ancient India (په انګلیسي ژبه کي). S. Chand Publishing. د کتاب پاڼې 302. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-93-5283-724-3. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Higham, Charles (2014-05-14). Encyclopedia of Ancient Asian Civilizations (په انګلیسي ژبه کي). Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 116. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-0996-1. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bhaskar, V. S. (2009). Faith & Philosophy of Buddhism (په انګلیسي ژبه کي). Gyan Publishing House. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7835-722-5. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ray, Himanshu Prabha (2017-12-01). Buddhism and Gandhara: An Archaeology of Museum Collections (په انګلیسي ژبه کي). Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-25274-4. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. Gandhara is a name central to Buddhist heritage and iconography. It is the ancient name of a region in present-day Pakistan, bounded on the west by the Hindu Kush mountain range and to the north by the foothills of the Himalayas. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Richard, Salomon (2018-04-17). Buddhist Literature of Ancient Gandhara: An Introduction with Selected Translations (په انګلیسي ژبه کي). Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61429-185-5. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. In what is now northern Pakistan, the civilizations in the region called Gandhara became increasingly important centers for the development of Buddhism الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Behrendt, Kurt (2007). The Art of Gandhara in the Metropolitan Museum of Art. Metropolitan Museum of Art. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781588392244. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Willemen, C (2013). "XUANZANG ABOUT AVALOKITEŚVARA, JIBIN, AND MADHYĀNTIKA". Annals of the Bhandarkar Oriental Research Institute. 94: 111–123. JSTOR 26493958. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Kumāra, Braja Bihārī (2007). India and Central Asia: Classical to Contemporary Periods (په انګلیسي ژبه کي). Concept Publishing Company. د کتاب پاڼې 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8069-457-8. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hirakawa, Akira (1993). A History of Indian Buddhism: From Śākyamuni to Early Mahāyāna (په انګلیسي ژبه کي). Motilal Banarsidass Publ. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-208-0955-0. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Draper, Gerald (1995). "The Contribution of the Emperor Asoka Maurya to the Development of the Humanitarian Ideal in Warfare". International Review of the Red Cross. 35 (305): 192–206. doi:10.1017/S0020860400090604. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Rock Edict Nb13 (S. Dhammika)
  13. Foltz, Religions of the Silk Road, p. 43
  14. "The whole region from Phrygia to the Indus was subject to Seleucus. He crossed the Indus and waged war with Sandrocottus [Chandragupta], king of the Indians, who dwelt on the banks of that stream until they came to an understanding with each other and contracted a marriage relationship. Some of these exploits were performed before the death of Antigonus and some afterward." Appian History of Rome, The Syrian Wars 55 Archived 2015-10-20 at the Wayback Machine.