يان ژيژکا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یان ژیژکا
یان ژیژکا
د مخالفینو د ځواکونو ټوپک

یان ژیژکا (په چیکی کې:Jan Žižka z Trocnova a Kalicha) (زېږېدنه:۱۳۶۰ مړینه:۱۴۲۴ ) د چېک یو مشهور پوځی سالار او زمیندار وو چی د یان هوس تر وفات وروسته د مذهبی انقلاب لارښود شو.

ژوند

یان ژیژکا په ۱۳۶۰ کال کې د چېک د شاهی هېواد په سهیل کې د ټروڅنوف په ښار کې زېږېدلی ؤ. کله چی یان ژیژکا ماشوم وو نو د یوې پښې (یو تصادف) په سبب یی سترگه له لاسه ورکړی. هغه د ۱۴۰۱ کال څخه د پوانډ د پاچا په خدمت کې وو. يان ژيژکا په ۱۴۱۴ کال کې پراگ ته راستون شو او په پراگ کې د پاچا واتسلاف ۴ نوکر شو. په دی وخت په پراگ کې یان هوس وعظ کاوه او یان ژیژکا د یان هوس خطبې سره دېړه مینه لرله. د یان هوس تر وژنې وروسته د مذهبی انقلاب لارښود شو. یان ژیژکا د غریبو د خلکو په مرسته لوی پوځ جوړ کړ او په ۱۴۱۹ کال کې د هغه پوځ د پراگ څخه پلزن ته ولاړ او د نکمیږ حصار ته نژدې دپلزن ښار ته نژدې یی لوی کاتولیکی پوځ ته ماته ورکړه. يان ژیژکا له دغه بری څخه استقاده وکړه او د کاتولیک درې کلاوی یی هم ویجاړې کړې. یان ژیژکا د چېک د هېواد په سهیل کې لوی پوځی اډه جوړه کړه چی د ټابور (لښگرگاه) په نوم یادېده. د ټابور ښار د مخالفینو مرکز شو او غریب خلک د چېک د هېواد د بیلو بیلو سیمو څخه ټابور ته ورتلل او د مخالفینو د ځواکونو سره یوځای کېدل. هر څوک چې به ټابور ته ورتلل نو خپل مال یی کششیانو ته ورکاوه او د مقدس عسکر به شو. کشیشانو ټول مال په عادلانه ډول تقسیماوه. د مخالفینو عسکرانو د ټابور په ښار کې د کرهڼو د وسایلو څخه وسلې جوړولی.

د سوډومېږ جگړه

په ۱۴۲۰ کال کې د پلزن تر جگړې وروسته یان ژیژکا د عسکرانو سره ټابور ته ولاړ مگر چېکی پاچا واتسلاف څلورم نوی اردو راټول کړ. دغه نوی کاتولیکی اردو د یان ژیژکا د پوځ تعقیبول پېل کړل. یان ژیژکا یوازې ۴۰۰ عسکران درلودل او په اردو کې ماشومان، ښځې او کششیان ول او کاتولیکی اردو تقریبًا ۲۰۰۰ عسکران لرل. د مخالفینو ځواکونه د سوډومېږ کلی ته ورسېدل په دی سیمو کې یوه جبه او جهیل پروت دی. د مخالفینو جنگیالان د جبې او جهیل په منځ کې جنکی واگونونه جوړ کړل. کله چې کاتولیکی شوالیې د سوډومېږ کلی ته ورسېدل نو د مخالفینو پر جنگیالانو یی برید وکړ مگر زره پوښ لرونکی شوالیې نسوای کولای په جبې کې حرکت وکړي. د مخالفینو چنگیالانو شوالیې په جپلو لاس جوړکړو ابتدایی وسلو په مرسته ووژل. په دی جگړې کې ۲۰۰۰ شوالیې ووژل شول.

د ویټکوف جگړه

په ۱۴۲۰ کال کې پاپ صلیبی جگړه علان کړه او لوی اردو یی جوړ کړ. پاپ غوښتل د پراگ پلازمېنه ونیسی او د مخالفینو پوځ ته ماته ورکړي. د صلیبی اردو قوماندان زیکموند لوکسنبورگ شو. کله چې د پاپ خبر ژیژکا ته ورسېده نو د مخالفینو پوځ یی ټول کړ او پراگ ته ولاړ. کله چې یان ژیژکا پراگ ته ورسېده نو د ویټکوف پر غړه یی حصار جوړ کړ. تر څو ورځونو وروسته صلیبی اردو پراگ ته نژدې ورسېد. صلیبی عسکرانو غوښتل پراگ محاصره کړي. مگر د ژیژکا عسکرانو پر صلیبی عسکرانو د غشو او تېږو په مرسته برید وکړل. تقریبًا ۱۰۰۰ صلیبی عسکرو ووژل شول. صلیبی اردو نسوای کولای پراک محاصره وکړي او مجبور شول چې د چېک د هېواد څخه تښته وکړي. په ۱۴۲۱ کال کې یان ژیژکا د رابی کلا ونیول مگر په دی جگړې کې یی دویمه سترگه له لاسه ورکړه او ړند شو.

د کوټنا هورا جگړه

په ۱۴۲۱ کال کې پاپ نوی صلیبی اردو د چېک پاچایی ته ولېږل د صلیبی ځواکونو قوماندانان زیکمونډ لوکسنبورگ او فیلیپو سکولاری ول. په دی جگړې کې صلیبی اردو د یان ژیژکا پوځ محاصره وکړه مگر ترڅو ورځی وروسته یان ژیژکا محاصره ماته وکړه او صلیبی اردو د یان ژیژکا لخوا ماته وخورله. او صلیبی اردو مجبور شو چې د چېک پاچایی څخه بیا تښته وکړي.

د مالېشوف جگړه

دغه جگړه په ۱۴۲۴ کال کې د مالېشوف پر کلا نژدې پېل شوه او د یان ژیژکا وروستی جگړه وه. په دی جگړې کې د پراگ کاتولیکی اردو د یان ژیژکا د جنگیالانو لخوا ماته وخورله. کاتولیکی اردو د یان ژیژکا پر پوځ برید وکړ. مگر یان ژیژکا په مالېشوف شاتگ وکړ او پر غونډۍ باندی یی مرکز جوړ کړ. کله چی کاتولیکی اردو غونډۍ ته ورسېد نو مخالفینو جنگیالانو د کاتولیک پر لرونکییانو د تېږو او توپونو په مرسته برید وکړل. په دی جگړې کی ۱۲۰۰ کاتولیکی عسکران ووژل شول.

د یان ژیژکا وفات

یان ژیژکا په ۱۴۲۴ کال کې د پږیبیسلاف په شار کې مړ شو. یان ژیژکا عظیم پوځی سالار ؤ او اردو یی هېڅ وخت ماته و نه خورله.

انځورتون

سرچینې