وېکټوریا ووډهل
وېکټوریا کلافین ووډهل Victoria Claflin Woodhull ، وروسته بیا وېکټوریا ووډهل مارټین Victoria Woodhull Martin (۱۸۳۸-۱۹۲۷) د ښځو د رايې حق خوځښټ امریکایي مشره وه چې د ۱۸۷۲ز کال په ټاکنو کې د امریکا ولسمشرۍ ته نومانده وه. په داسې حال کې چې ډېری تاریخپوهان او مولفین وايي چې ووډهل لومړنۍ ښځه وه چې ولسمشرۍ ته نومانده شوه. خو ځینې يې بیا ريښتینې نومانده نه بولي ځکه وايي چې هغه مهال هغه ډېره ځوانه وه او د اساسي قانون له خوا ټاکل شوي د ۳۵ کلنۍ عمر ته رسېدلې نه وه (د ۱۸۷۳ ز کال په سپټمبر میاشت کې ووډهل ۳۵ کلنه کېده د مارچ د پرانیستې مراسمو څخه اووه میاشتې وروسته). سره له دې هم د معاصرو ورځپاڼو له خوا د هغه مهال د ټاکنو پوښښ ښيي چې عمر کومه ستره مسله نه وه او دا ځکه چې لږ شمېر خلکو نوماندۍ ته جدي پام کولو.
د ښځو د حقونو او کار شرایطو د سمون د یوې فعالې په توګه، ووډهل همدا شان د "ازادې مینې" لپاره غږ پورته کړی وو او ویل يې چې ښځه باید د ټولنیز بندیز یا حکومتي لاسوهنې پرته د واده، طلاق او ماشوم راوړلو ازادي ولري. ډېری وختونونو به هغې داسې ویل: "دوی د سمون دغه مخ په بره جریان شاته نه شي بېولای. نړۍ پرمخ ځي."[۱][۲]
ووډهل دوه ځله له صفر څخه سل ته پورته شوه؛ لومړی ځل يې بخت هم مهال یاري ورسره وکړه چې په لارو کوڅو کې د اهنربايي شفاورکوونکې په توګه وپېژندل شوه چې په ۱۸۷۰ کال کې له معنويت پاله خوځښت سره یوځای شي. د دې د مقالو د لیکوال د هویت پر سر جنجال دی (په دې موضوعاتو د دې ډېری ویناوې د ووډهل، د ملاتړ ويې او د هغې د دویم مېړه ډګروال جېمز بلډ ګډه هڅه ده). ووډهل له خپلې خور ټينیسسی کلفلېن سره یوځای لومړنۍ ښځه وه چې په وال سټریټ کې یې د دلالۍ شرکت پرانیست او دا يې دویم غوره بخت شو. دوی د هغو لومړنیو ښځو په ډله کې دي چې په امریکا کې یې ورځپاڼه جوړه کړه. دوی د ووډهل او کلفلېن اوونیزه (Woodhull & Claflin's Weekly) جوړه کړه چې په ۱۸۷۰ز کال کې يې په خپرونو پیل وکړ. [۳][۴][۵]
ووډهل د ۱۸۷۰کال کې په لومړیو کې له هغه مهال راهیسې په سیاست کې فعاله وه چې د امریکا ولسمشرۍ ته يې د لومړنۍ ښځېنه نوماندې په توګه ځان نوماند کړ. ووډهل د مساوي حقونو ګوند (the Equal Rights Party) د ۱۸۷۲ز کال نومانده وه چې د ښځو د رایې حق او مساوي حقونو ملاتړ يې کاوه؛ د هغې سیال (له شخصي معلوماتو بهر) د غلامۍ د له منځه وړلو خوځښت مشر فریدریک ډګلاس Frederick Dougla و. د ووډهل فعالیتونه له ټاکنو څو ورځې وړاندې وروسته له هغه ودرول شول چې دا د فحشا په تور ونیول شوه. د ووډهل مقالې د نوموتي وزیر هنري وارډ بیچر او الیزابیت ریچارډ ټلیټون تر منځ د زنا د اتهام کیسه په ډېرو جزییاتو را اخیستې وه چې هغه مهال دومره جزییات مناسب نه ګڼل کېدل. خو دغو کارونو د دې نوماندۍ ته عاطفي پوښښ ور ډېر کړ. [۶]
ماشومتوب، ځواني او زده کړه
[سمول]ویکټوریا کالیفرنیا کلافین د کورنۍ له لسو اولادونو اوومه وه (شپږ يې ځوانی ته رسېدلی وو) چې د اوهایو ایالت د لېکېنګ کاونټي سیمې په هومر کلیوالي سرحدي ښارګوټي کې وزیږېده. د هغې مور، روخانا "روخي" همل کلافلین نومېده چې له نه واده شویو والدینو زېږېدلې وه او لوست یې نه وو کړی. هغه د اتریشي صوفي فرانز مېسمېر مریده او د نوي معنویت پال خوځښت مینه واله شوه. د هغې پلار ریوبین "بَک" بکمن کلافلین یو دوکه باز مدافع وکیل او د مار د غوړیو پلورونکی و. هغه په ماساچوسټ کې د ميشتې یو بېوزلې سکاټلندي الا صله امریکايي کلافلین کورنۍ غړی او د ماساچوسټ د والي ویلیام کلافلین لرې تربور ؤ. [۷][۸] [۹][۱۰][۱۱]
بیوګرافي لیکوونکی تیوډور ټیلټون وايي چې ووډهل به يې پلار وهله ډبوله. بیوګرافي لیکوونکې باربارا ګولډسمېت ادعا کوي چې کله ووډهل ځوانه وه، پلار به يې وږې ساتله او جنسي ځورونه به يې ورکوله. هغې د ټیوډور ټیلټون په بیوګرافۍ کې له محارمو سره زنا په دې توګه بیانوي: "خو مور او پلار یې چې نه یې غوښتل د خپلې لور له غمه خلاص شي کوم چې په ځوانه ځوانۍ کې د زړې ښځې په څېر ښکاریده، له دې ناڅاپي وړاندیز څخه خوشاله وو". بیوګرافي لیکوونکې میرا مک فیرسون د ګولډسمېټ دا ادعا نه مني او وايي چې "ویکي ډېری مهال نغوته کړې چې هغه به په جنسي توګه ځوروله" او د ګولډسمېت خبره بیا دا ده چې "هو وروسته، ویکي ښايي وايي چې بک "له خپل وخت وړاندې نجلی توب ترې اخیستی دی". مک فیرسون لیکي: "نه یوازې وېکټوریا دغه خبره نه کوي، نه هم 'ډېری مهال' دا کار کېده او نه هم دغه کار له محارمو سره د زنا په اړه و".[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
ووډهال په معنویت پالنه باور درلود دا د شکسپیر د مکبېث "د پېري بانکو" ته ګوته نیسي ځکه دا هغې ته پر یوه غوره ژوند باور ورکوي. هغه وايي چې په ۱۸۶۸م کال کې دموستین لارښوونو ور زده کړه چې د ازادې مینې د اندونو د ملاتړ لپاره کوم سمبولونه وکاروي.[۱۷]
د عمر په ډېرېدو ویکټوریا نوره هم له خپلې خور ټینیسي سیلیسټي کلافلین (چې ټیني يې بلله) نږدې شوه. نوموړې اووه کاله ترې کشره وه او د خپلې کورنۍ وروستۍ ماشومه وه. کله چې لویې شوې، دوی یو له بل سره په نیویارک ښار کې د ونډو د دلالۍ د شرکت او د ورځپاڼې بنسټ کېښود.
ووډهل په یوولس کلنۍ کې یواځې درې کاله رسمي زده کړې کړې وې، خو ښوونکو يې ویل چې دا ډېره لایقه ده. هغه مجبوره شوه چې ښوونځی او کور وروسته له هغې د کورنۍ سره یو ځای پرېږدي چې پلار يې لومړی ژرنده بیمه کړه او بیا يې وسوځوله. کله يې چې غوښتل د خسارې د جبران بیمه ترلاسه کړي، د هغه له خوا په قصدي توګه اور لګول او جعل کارۍ رابرسېره شول او د ښار د ساتونکو د یوې ډلې له خوا وشړل شو. دوی ته د ښارد اوسېدونکو له خوا پیسې راټولې شوې څو له اوهایو ایالت څخه ووځي.
ودونه
[سمول]لومړی واده او کورنۍ
[سمول]کله چې ویکټوریا ۱۴ کلنه وه، د نیویارک ایالت د راچسټر له یوه ۲۸ کلن ډاکټر کانینګ ووډهال سره يې ولیدل. کورنۍ يې هغه ته مشوره ورکړه چې دغه نجلۍ له یوې مزمنې ناروغۍ روغه کړي. ووډهال په اوهایو کې درملنه ورته پیل کړه په داسې حال کې چې هغه مهال په دې ایالت کې د رسمي طبي زده کړو او جواز اړتیا نه وه. ځینې روایتونه وايي چې دغه ډاکټر د واده کولو په موخه ویکټوریا اختطاف کړه. ووډهال ویلي وو چې د ۱۸۴۹ څخه ۱۸۵۱ ز کال پورې د نیویارک ښار د ښاروال وراره کالیب سمیت ووډهال دی، خو په حقیقت کې یې یو لرې تربور کېده. [۱۸][۱۹]
دوی د ۱۸۵۳ ز کال په نوامبر میاشت کې واده وکړ او د دوی د واده په تصدیق پاڼه کې يې نېټه د ۱۸۵۳ ز کال د نومبر میاشتې ۲۳مه ثبت شوې ده او ځای يې هم کلیوېلنډ ښودل شوی دی. هغه مهال ویکټوریا ۱۵ کاله او دوه میاشتې عمر درلود. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
ویکټوریا ژر متوجه شوه چې نوی مېړه یې شرابي او زن پرست دی. هغې به ډېری مهال له کوره بهر کار کولو څو له کورنۍ سره مرسته وکړي. دې او کنینګ دوه اولادونه (بایرون او زولو (چې وروسته يې زولا هم ورته ویل)) درلودل. بایرون په ۱۸۵۴ ز کال کې ذهنی معلولیت سره وزېږېد. ویکټوریا په دې باور وه چې لامل يې د مېړه شرابي توب دی. بله کیسه بیا وايي چې د زوی د معلولیت لامل يې له کړکۍ څخه راغورځېدل و. د ماشومانو له زېږون وروسته، ویکټوریا له خپل مېړه طلاق واخیست خو د هغه تخلص يې ځان سره وساته. [۲۴][۲۵][۵]
دویم واده
[سمول]د ۱۸۶۶ ز کال شاو خوا ووډهال له ډګروال جېمز هاروي بلډ سره واده وکړ. دا د ډګروال جېمز هم دویم واده وو. هغه د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال په متحد پوځ کې خدمت کړی او د میسوري ایالت د سنټ لوییس د ښار مفتش ټاکل شوی ؤ. [۲۶]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Kemp, Bill (November 15, 2016). "'Free love' advocate Victoria Woodhull excited Bloomington". The Pantagraph. بياځلي په April 13, 2016.
- ↑ "The Woman Who Ran for President — in 1872". The Attic. بياځلي په 9 July 2018.
- ↑ "Before Hillary eyed presidency, there was Ohio's 'Mrs. Satan'.. Toronto Star, October 22, 2016. page IN4. by Rick Hampson of USA Today.
- ↑ Johnson 1956، مم. 86, 87.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Johnson 1956، مم. 46-7.
- ↑ For an account of the arrest, see "The Claflin Family: Arrest of Victoria Woodhull, Tennie C. Claflin and Col. Blood--They are Charged with Publishing an Obscene Newspaper," New York Times {New York, N.Y], November 3, 1872: 1.
- ↑ Johnson 1956, p. 45
- ↑ "Move Over, Hillary! Victoria Woodhull Was the First Woman to Run for U.S. President". Vogue (in انګليسي). بياځلي په 2019-09-12.
- ↑ 1850 federal census, Licking, Ohio; Series M432, Roll 703, Page 437; father listed as Buckman, brothers incorrectly transcribed as Hubern (Hubert) and Malven (Melvin).
- ↑ Wight, Charles Henry, Genealogy of the Claflin Family, 1661–1898. New York: Press of William Green. 1903. passim (use index)
- ↑ Goldsmith 1998، p.20 (Alfred A. Knopf edition - ISBN 0-394-55536-8).
- ↑ MacPherson 2014، م. 346.
- ↑ Goldsmith 1998، م. 457.
- ↑ Tilton 1871، م. 14.
- ↑ Goldsmith 1998، مم. 51–2.
- ↑ Tilton 1871، م. 4.
- ↑ Goldsmith 1998.
- ↑ Prioleau, Elizabeth. Seductress: Women Who Ravished the World and Their Lost Art of Love. Penguin, 2004, page 222
- ↑ Coates, H.T. Woodhull Genealogy: The Woodhull Family in England and America, 1904 pages 159,211.
- ↑ ""Ohio, County Marriages, 1789–2013, index and images, FamilySearch "Marriage records 1849–1854 vol 5 > image 273 of 334; county courthouses, Ohio". familysearch.org. بياځلي په June 9, 2015.
- ↑ Johnson 1956, p. 46.
- ↑ Underhill 1996، م. 24.
- ↑ Gabriel 1998، p. 12.
- ↑ "Woodhull, Zula Maude". Who's Who. 59: 1930. 1907.
- ↑ Noll, Steven and Trent, James. Mental Retardation in America: A Historical Reader. NYU, 2004, pp. 73–75
- ↑ Johnson 1956, p. 47.