وېټامين ډي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويټامين ډي زموږ د بدن د بقا له پاره ډير مهم دی. دا د مدافعې قوه پياوړي کوي او له هډوکو او عضلاتو سره مرسته کوي. ډير انسانان خپلو فزيکي اړتياو ته سمه پاملرنه نه کوي او په ناخبره توگه د ويټامين ډي له کمښت سره مخامخ کيږي.

د انسان بدن عمدتاً د لمر د وړانگو په مرسته وټيامين ډي توليدوي. بې له لمره زموږ بدن په کافي اندازه ويټامين ډي نه شي جوړولای. يو څه ويټامين ډي د صحي خوراک يعني د کب د غوړو، مرخيړيو او يا لبنياتو له لاري ترلاسه کيدلای شي.

دا چې لمر د ويټامين ډي د ترلاسه کولو تر ټولو ستره سرچينه ده، نو د ځمکې د نيمې شمالي کرې وگړي په ژمي کې د دغه ويټامين له کمښت سره مخامخ کيږي. د کارپوهانو په حواله د افغانستان د مرکزي ولايتونو اوسيدونکي هم د هيواد د نورو سيمو په پرتله د ويټامين ډي له کمښت سره مخامخ دي او د ژمې په رارسيدو سره یې ناروغۍ زياتيږي.

کمښت[سمول]

د ويټامين ډي تر حد ډير کمښت د هډوکو د زيانمنيدو سبب کيږي، د مثال په توگه د هډوکود رژيدو(Osteoporosis) او کږيدو(Rickets) خطر زياتيږي. همدا راز د انسان د بدن مدافع سسټم کمروزي کيږي او په دې توگه اغيزمن کسان د ميکروبي ناروغيو ښکار کيدلای شي.

پر دې سربيره د ويټامين ډي پر کمښت دا شک هم کيږي چې دا شکر، د وينې د جريان ناروغيو او حتی د سرطان د رامنځته کيدو خطر هم زیاتوي. همد راز د عضلاتو د يوې ډيري خطرناکې ناجوړتيا «Multiple sclerosis» او ويټامين ډي د کمښت ترمنځ د تړاو په اړه هم په پراخي څيړنې رواني دي.

ځينو څيړنو ښوولې ده چې د عضلاتو د دغه ذکر شوې ناروغۍ مريض ته د ويټامين ډي زيات مقدار ورکول د دغه او نورو دغه شان ناروغيو سرعت راکموي او حتی کولای شي قسماً یې ورغوي. 

د مونشن د هيلمهولت د مرکز داکتره بابره توراند په دې اړه وايي: «د ويټامين ډي د کمښت تشخيص د وينې د معايني له لاري کيږي. په دې معاينه کې په ځيگر کې له ويټامين ډي څخه د جوړ شوي هايدرو اوکسي ويټامين ډي د ۲۵ ډول غلظت اندازه کيږي.»

دغه ساينس پوهه د هغه تازه څيړني مشري کوي چې په دې وروستيو کې خپره شوې او ښيي چې د آلمان تر۵۰ سلنه زيات د پاخه عمر کسان د ويټامين ډي له کمښت سره مخامخ دي. که څه هم چې د هر عمر کسان د دې ويټامين له کمښت سره مخامخ کيدلای شي، خو زاړه کسان تر ډيره اغیزمن دي.

توراند وايي: «د بدن پوست د سن په زياتيدو سره د لمر د وړانگو څخه د ويټامين ډي د جوړولو وړتيا له لاسه ورکوي. له همدې کبله تر۶۵ کلنې ورووسته د دې خطر زیاتيږي چې سړی د ويټامين ډي له کمښت سره مخامخ شي.»

ويټامين ډي په بدن کې د کلسيم جذب او استعمال کنترولوي چې زموږ د هډوکو يو ډير مهم عنصر دی. توراند په دې اړه وايي: «خو بل پلوه همدا کلسيم دي چې د ويټامين ډي په زيات مقدار کې جوړول خطرناکه کولای شي. په دوامداره توگه د ويټامين ډي زيات مقدار د دې سبب کيږي چې بدن زيات کلسيم جذب کړي. دا په اصطلاح  Hypercalcemia يا د کلسيم زيات مقدار ځيني وخت د پښتورگو ډبرو سبب کيږي او همدا راز د زړه د حملو خطر زیاتوي.» له همدې کبله نوموړې د ويټامين ډي تر کارولو دمخه له يوه ډاکتر سره پر مشوره ټينگار کوي.

سرچينه[سمول]

https://m.dw.com/ps/%D9%88%D9%84%D9%8A-%D9%88%D9%8A%D9%BC%D8%A7%D9%85%D9%8A%D9%86-%DA%89%D9%8A-%D8%B2%D9%85%D9%88%DA%96-%D8%AF-%D8%A8%D8%AF%D9%86-%D9%84%D9%87-%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D9%85%D9%87%D9%85-%D8%AF%DB%8C/a-41856858