وېنډل فیلیپس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وېنډل فیلیپس
وېنډل فیلیپس
وېنډل فیلیپس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ نومبر ۱۸۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 2 فبروري 1884 (73 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۸]
ليکوال[۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
وېنډل فیلیپس
وېنډل فیلیپس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وېنډل فیلیپس ( د ۱۸۱۱ کال د نومبر ۲۹ – د ۱۸۸۴ کال د فبروري ۲ ) د غلامۍ ضد یو امریکایی، د سور پوستانو مدافع، ویناوال او وکیل و. 

د تور پوستي څارنوال، جورج لویس رفین په وینا، زیاتره تور پوستو فیلیپس داسې "یو سپین پوستی امریکایی ګڼه چې په بشپړ ډول ړوند رنګ او د توکمیز تعصب څخه پاک ؤ". د بل تور پوستي څارنوال، آرچیبالډ ګریمک په وینا، ، د غلامۍ ضد د یوه مشر په توګه هغه د ویلیام لویډ ګاریسون او چارلز سمنر څخه مخکې دی. له ۱۸۵۰ کال څخه تر ۱۸۶۵ کال پورې په امریکا کې د غلامۍ په له منځه وړلو کې "وتلی شخصیت" ؤ.   [۱۱][۱۲]

لومړنی ژوند او تعلیم  [سمول]

فیلیپس د ۱۸۱۱ کال د نومبر په ۲۹ د ماساچوسټ په بوسټون کې د سارا ویلي او جان فیلیپس په کورنۍ کې زیږېدلی، جان فیلیپس یو بډایه وکیل، سیاستوال، سخي کس او د بوسټون لومړی ښاروال ؤ. د پادري جورج فیلیپس چې په ۱۶۳۰ کال کې یې د انګلستان څخه د مساچوسټ واټرټاون ته ګډه وکړه، له اولادې څخه ؤ. د هغه ټول نیکونه له انګلستان څخه شمالي امریکا ته کډه شوي او ټول د ۱۶۳۰ او ۱۶۵۰ کلونو ترمنځ ماساچوسټ ته ورسېدل.   [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

فیلیپس په بوسټون لاتین مکتب کې زده کړې کړې او په ۱۸۳۱ کال کې د هاروارډ کالج څخه فارغ شو. هغه د هاروارډ د حقوقو مکتب ته لاړ چې له هغه څخه هغه په 1833 کې فارغ شو. په ۱۸۳۴ کال کې، فیلیپس د ماساچوسټ ایالت وکالت ته ومنل شو او په همدې کال کې یې په بوسټون کې د حقوقو دفتر پرانیست. د هغه د وینا مهارت پروفیسور اډوارډ ټي. چانینګ ؤ، اډوارډ د صنایع څخه ډګ ویناوالو لکه ډانیل وبسټر منتقد ؤ. چانینګ د ساده خبرو په ارزښت ټینګار وکړ، یوه فلسفه چې فیلیپس ډېر پام ورته کاوه.   [۱۷][۱۸]

د ان تېري ګرین سره واده  [سمول]

په ۱۸۳۶ کال کې، فیلیپس د غلامۍ ضد موخې څخه یې ملاټر کاوه، دې وخت کې د ان ګرین آشنا شو. د هغې دا نظر ؤ چې دا موخه نه یوازې ملاتړ ته بلکې بشپړې ژمنتیا ته هم اړتیا لري. فیلیپس او ګرین هغه کال کوژده شول او ګرین وېنډل خپل "غوره درې ربع" په توګه اعلان کړ. وېنډل ۴۶ کاله وروسته مړ شو او دوی هېڅ کله واده ونه کړ.   [۱۹]

د غلامۍ سره مخالفت [سمول]

د ۱۸۳۵ کال د اکتوبر په ۲۱ د بوسټون د غلامۍ ضد ښځینه ټولنې اعلان وکړ چې د غلامۍ مخالف برېتانوی جورج تامپسون به وینا وکړي. غلامۍ پلوه ځواکونو د اتباعو لپاره شاوخوا ۵۰۰ اخطارونه د ۱۰۰ ډالر انعام سره خپاره کړل چې لومړی به یې په هغه باندې تاوتریخوالی لاس کېږدي. تامپسون په وروستۍ شېبه کې ویتا فسخه کړه او د لېبرېټر (The Liberator) د غلامۍ ضد ورځپاڼې مدیر او خپرونکی، ویلیام لویډ ګاریسون ژر تر ژره په پروګرام کې شامل شو ترڅو د هغه پر ځای وینا وکړي. بې له محاکمې د مجازاتو یوه ډله جوړه شوه، ګاریسون یې اړ کړ چې د تالار شاته وتښتي او په نجارۍ کې پټ شي. ډلې ډېر ژر هغه وموند، د هغه په غاړه کې یې زندۍ (حلقه) واچوله چې هغه په ځمکه کش یوسي. د ښاروال په ګډون څو پیاوړو کسانو مو مداخله وکړه او هغه یې د بوسټون ترټولو خوندي ځای، د لیورټ سړک محبس ته یوړل. فیلیپس چې د نږدې محکمې سړک څخه لیدل، د بې محاکمې مجازات کولو د هڅې شاهد ؤ.  [۲۰]

وروسته له هغه چې فیلیپس په ۱۸۳۶ کال کې د ګاریسون له خوا د غلامۍ ضد موخې ته واوښت، د وکالت یې بند کړ ترڅو ځان غورځنګ ته ایثار کړي. فیلیپس د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې سره یوځای شو او زیاتره وختونه یې په غونډو کې ویناوې کولې. د فیلیپس د وینا وړتیاو ډېر د پام وړ وې چې همدې لپاره د "غلامۍ له منځه وړلو زرین غږ" په نوم یادېد. د فیلیپس د غلامۍ مخالف د ډېرو ملګرو په څېر چې د آزاد تولید غورځنګ ته یې درناوی کاوه، هغه د ګني او د پنبې څخه د جوړې شوو جامو پیرود وغنده، ځکه چې دواړه د غلامانو په کار سره تولید کېدل. هغه د بوسټون د څارنې کمېټې غړی ؤ، هغه سازمان چې د غلام نیوونکو د مخنیوي لپاره یې د تښتېدولو غلامانو سره مرسته کوله.   [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د فیلیپس ادعا وه چې توکمیزه بې عدالتي د ټولنې د ټولو بدیو سرچینه ده. فیلیپس د ګاریسون په څېرد غلامۍ زغملو له کبله اساسي قانون وغنده. د غلامۍ مخالف، لیسانډر سپونر سره یې مخالفت درلود او باوري ؤ چې غلامي د اساسي قانون یوه برخه ده او په عمومي ډول د سپونر د دا نظر سره یې چې هر قاضي کولی شي غلامي غیرقانوني اعلام کړي، مخالفت وکړ.   [۲۶]

هغه په ۱۸۴۵ کال کې د "د غلام ساتونکو سره یووالی ته نه " تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې استدلال وکړ چې که هېواد غلام ایالتونو ته د جلا کېدو اجازه ورکړي، هېواد به ښه وضعیت کې وي او د دوی په ګناه کې به شریک نه وي:  

د پنځوسو کلونو تجربه .... موږ ته ښيي چې د غلامانو شمېر دری برابره شوی – غلام ساتونکي دفترونه انحصار کوي او د دولت سیاست تحمیلوي - دلته او بل ځای د غلامۍ ملاتړ لپاره د ملت ځواک او نفوذ غلط استعمالوي - د آزادو ایالتونو حقونه تر پښو لاندې کوي او د هېواد محکمې ځان ته وسیله ګرځوي . دې ناورین اتحاد ته دوام ورکول لېونتوب دی. د پنځوسو کلونو آزمایښت یوازې دا ثابتوي چې د آزادو او غلامو ایالتونو لپاره ناشونې ده چې په هر ډول شرایطو کې سره متحد شي، پرته له دې چې ټول په ګناه کې شریک شي او د غلامۍ ګناه مسؤلیت ولري. ولې تجربه اوږده وکړو؟ پرېږدئ هر صادق کس د امریکا غلامۍ ضد ټولنې د اعتراض چیغه کې برخه واخلي. (په روچامس کې نقل شوې، د غلامۍ مخالفان کتاب، ۱۹۶ مخ) 

د ۱۸۳۷ کال د ډسمبر په ۸ د بوسټون په فانیویل هال کې د فیلیپس مشري او وینا د غلامۍ ضد غورځنګ کې د هغه غوره والی ثابت کړ. بوسټونیان په فانویل هال کې راټول شول ترڅو د نومبر په ۷ د الینوس په التون کې د هغه د غلامۍ ضد ورځپاڼې د دفتر څخه بهر د یو پارېدلې ډلې له لوري د الیجا پي. لاوجوی د وژنې په هلکه بحث وکړي. لاوجوی د غلامۍ پلوه یاغیانو څخه د ځان او د خپل مطبوعاتو په دفاع کې مړ شو، دوی د هغه د مطبوعاتو د ساتو ګودام ته اور واچاوه او په لاوجوی یې په داسې حال کې ډزې وکړې چې بهر ته د یوې زینې د چپه کولو لپاره چې پارېدلي ډلې له خوا کارول کېده، راووت. د هغه مړینې د غلامۍ مخالفانو او د غلامي موافقانو ترمنځ ملي لانجه رامنځته کړه.  [۲۷]

د ماساچوسټ لوی څارنوال، جیمز ټي. آسټین په فانیویل هال کې د غلامۍ پلوه پارېدلې ډلې څخه دفاع وکړه، د دوی کړنې یې د ۱۷۷۶ کال هېوادپالو سره چې د انګریزانو په وړاندې وجنګېدل، پرتله کړې او اعلان یې وکړ چې لاوجوی "د احمقانو په مرګ مړ شو!"   [۲۸]

فیلیپس چې کلک بیزاره شوی ؤ، ژر یې رد کړ، د لاوجوی کړنې يې د وطنپالو په شان د آزادۍ دفاع په توګه وستایلې. ګاریسون د فیلیپس د فصاحت او ټینګ اعتقاد څخه الهام واخیست او د هغه سره ملګرتیا ته ننوت چې د ۱۸۴۰ کال لسیزې د غلامۍ ضد غورځنګ پیل يې تعریف کړ.  

اروپا ته سفر  [سمول]

دا ښځه او مېړه په ۱۸۳۹ کال کې د دوو کلونو لپاره بهر ته لاړل. دوی اوړی په لویه برېتانیه کې او پاتې هر کال  په اصلي خاوره اروپا کې تېراوه. دوی مهمې اړیکې جوړې کړې او ان لیکلي چې دوی د الیزابیت پیس سره لیدنه وکړه او په ځانګړي ډول د غلامۍ ضد کویکر، ریچارډ ډي. ویب تر اغیږې لاندې راغلي وو. په ۱۸۴۰ کې لندن ته لاړل ترڅو د لندن په اکسټر هال کې د غلامۍ ضد نړیوال کنوانسیون کې د نورو امریکایي استازو سره یو ځای شي. د فیلیپس نوې میرمن د ښځینه استازو له شمېر څخه وه، چې په استازو کې لوکرتیا ماټ، ماري ګریو، سارا پوګ، ابي کیمبر، الیزابیت نیل او ایملي وینسلو شاملې وې. استازي د دې لپاره چې د ښځینه استازو څخه تمه نه کېده او دوی ته په کنوانسیون کې هرکلی ونه شو، حیران شول.  

فیلیپس ته چې خپلې میرمنې لارښوونه کړې وه چې "دوه زړه" نه شي، ننوت چې د قضیې غوښتنه وکړي. د سوزان بي. انتوني او الیزابیت کیډي سټانټون د ښځو د حقونو د غورځنګ د تاریخ له مخې، فیلیپس د کنوانسیون په پرانیستلو په وخت کې خبرې وکړې، تنظیم کونکو ته یې د غیر ضروري شخړې د رامنځته کولو له وجهې پوچ وویل:  

کله چې دا غږ امریکا ته ورسېد، موږ ولیدل چې د هر ملت او د هرې خاورې د غلامانو ملګرو ته بلنه وه. ماساچوسټ د څو کلونو را په دې خوا د غلامۍ ضد ټولنو مشورتي هیئت کې د نارینه وو سره برابر څوکۍ ته د مېرمنو د منلو په اصل عمل کړی دی .... موږ دلته ستاسو د بلنې له کبله ولاړ یو او زموږ په دود پوهیدل لکه څنګه چې باید فرض شي چې تاسو پوهېږی، موږ حق درلود چې د "غلام ملګري"  داسې تعبیر کړو ترڅو ښځې او نارینه هم پکې شامل شي.  [۲۹]

د فیلیپس او نورو هڅې یوازې تر یوه حده بریالی وې. ښځې د ننه پرېښودل شوې خو اړ وې جلا کینې او د خبرو اجازه یې نه درلوده. سټانټون، انتوني او نورو دا پېښه د ښځو د حقونو د غورځنګ د پیل نقطې په توګه پام نیولې ده.[۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11617661X  — د نشر نېټه: ۲ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12067696w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Wendell-Phillips — subject named as: Wendell Phillips — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66h4g1m — subject named as: Wendell Phillips — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/807 — subject named as: Wendell Phillips — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Wendell Phillips — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Phillips, Wendell (29 November 1811–02 February 1884), orator, abolitionist, and women's rights and labor advocate — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1500548
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=phillipsw — subject named as: Wendell Phillips
  8. پیوستون : 11617661X  — د نشر نېټه: ۲۹ مارچ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  9. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12067696w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. Ruffin, George L (1884). "Introductory remarks". A eulogy on Wendell Phillips : Delivered in Tremont Temple, Boston, April 9, 1884. Together with the proceedings incident thereto, letters, etc. Boston. د کتاب پاڼې 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Grimké, Archibald (1884). A eulogy on Wendell Phillips : Delivered in Tremont Temple, Boston, April 9, 1884. Together with the proceedings incident thereto, letters, etc. Boston. د کتاب پاڼې 35. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "A Famous Career," Reading [PA] Times, February 4, 1884, p. 1.
  14. The Life and Times of Wendell Phillips By George Lowell Austin pp. 17–27
  15. The "Old Northwest" Genealogical Quarterly, Volume 13 pp. 133–134
  16. "Wendell Phillips Dead: The Last Hours of One of the Apostles of Abolition". The New York Times. February 3, 1884. p. 1.
  17. "A Famous Career," Reading [PA] Times, February 4, 1884, p. 1.
  18. "Wendell Phillips Dead: The Last Hours of One of the Apostles of Abolition". The New York Times. February 3, 1884. p. 1.
  19. Garrison, Francis Jackson (1886). Ann Phillips, wife of Wendell Phillips, a memorial sketch. Boston. د لاسرسي‌نېټه August 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Wendell Phillips Dead: The Last Hours of One of the Apostles of Abolition". The New York Times. February 3, 1884. p. 1.
  21. Stewart, James Brewer (1998). Wendell Phillips: Liberty's Hero (په انګلیسي ژبه کي). LSU Press. د کتاب پاڼې Back Cover. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8071-4139-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Aiséirithe, A. J.; Yacovone, Donald (2016). Wendell Phillips, Social Justice, and the Power of the Past (په انګلیسي ژبه کي). LSU Press. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8071-6405-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Chatriot, Alain; Chessel, Marie-Emmanuelle (2017). The Expert Consumer: Associations and Professionals in Consumer Society (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-88994-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hyman, Louis; Tohill, Joseph (2017). Shopping for Change: Consumer Activism and the Possibilities of Purchasing Power (په انګلیسي ژبه کي). Cornell University Press. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5017-1263-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Bearse, Austin (1880). Reminiscences of Fugitive-Slave Law Days in Boston. Boston: Warren Richardson. د کتاب پاڼې 6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Free access
  26. Phillips, Wendell (1847). Review of Spooner's Essay on the Unconstitutionality of Slavery. Boston. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Phillips, Wendell (1890). The Freedom Speech of Wendell Phillips. Faneuil Hall, December 8, 1837. With descriptive letters from eye witnesses. Boston: Wendell Phillips Hall Association. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Darling, Arthur (1924). Political Changes in Massachusetts, 1824–48. New Haven, Conn.: Yale University Press. د کتاب پاڼې 248. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Stanton, Cady, Gage, Blatch and Harper; History of Woman's Suffrage, Vol. 1 (1848–1861)
  30. Garrison, Francis Jackson (1886). Ann Phillips, wife of Wendell Phillips, a memorial sketch. Boston. د لاسرسي‌نېټه August 3, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)