Jump to content

وېلیم وېلز براون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وېلیم وېلز براون
وېلیم وېلز براون
وېلیم وېلز براون

د شخص مالومات
پيدايښت ۶ نومبر ۱۸۱۴[۱]
مړینه
تابعیت فرانسه

د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

نسل
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
وېلیم وېلز براون
وېلیم وېلز براون

وېلیم وېلز براون چې شاوخوا په ۱۸۱۴ ز کال کې زېږېدلی او د ۱۸۸۴ ز کال د نوامبر په ۶ مړ شوی، په متحده ایالاتو کې د تور پوستو د مرییتوب اصولو د له منځه وړلو پلوی، ویناوال، ناول لیکونکی، ډرامه لیکونکی او تاریخ پوه و. براون، مانټ اسټرلېنګ ښار ته څېرمه د کېنتاکي په کانتي مونتګومري کې په غلامۍ کې نړۍ ته راغی او په ۱۸۳۴ ز کال کې د ۱۹ کلنۍ په عمر اوهایو ته وتښتېد. هغه د ماساچوسېت په بوستون کې مېشت شو، هلته یې د تور پوستو د غلامۍ اصولو د له منځه وړلو موخو لپاره کار وکړ او تکړه لیکوال شو. په داسې حال کې چې د غلامۍ د له منځه وړلو لپاره يې کار کاوه له ګڼو نورو مواردو لکه: اعتدال، د ښځو لپاره د رایې ورکولو حق، سوله غوښتنې، د زندان سمونه او د تنباکو ضد غورځنګ څخه یې هم ملاتړ وکړ. د هغه د کوټل (Clotel ) ناول چې په ۱۸۵۳کال کې خپور شوی او د افریقايي - امریکایي له خوا لیکل شوی لومړی ناول ګڼل کېږي لومړی په لندن او انګلستان کې خپور شو چېرې چې هغه وخت هغه مېشت و او وروسته په متحده ایالاتو کې بیا خپور شو.  [۲]

براون د سفرلیکنې، افسانې او ډرامې لیکنې په ګډون په بېلابېلو ادبي ژانرونو کې مخکښ و. په ۱۸۵۸ ز کال کې هغه لومړنی افریقايي-امریکايی ډرامه لیکونکی ناشر شو او تر ډېره یې دا اثر د ویناوالي پر مدار لوست. په ۱۸۵۸ کال کې يې تر کورنۍ جګړې وروسته هغه څه خپاره کړل چې په انقلابي جګړه کې د افریقايي امریکایانو لومړی تاريخ ګڼل کېږي. هغه لومړنی لیکوال و چې د کېنتاکي د نامتو لیکوالانو تالار ته چې په ۲۰۱۳ کې رامنځته شوی وروپېژندل شو. د کېنتاکي په لېګزینګټون (Lexington) کې یې یو دولتي ښوونځی په نوم ونومول شو.  [۳]

هغه مهال چې په متحده ایالتونو کې د تښتېدلي غلام قانون تصویب شو، براون په انګلستان کې تدریس کاوه. دا چې د هغه تدارکاتو د هغه د نیولو او بېرته غلام کېدو خطر زیاتاوه، هغه څو کلونه له هېواده بهر ژوند وکړ. هغه ټولې اروپا ته سفر وکړ. په ۱۸۵۴ ز کال کې وروسته له دې چې د هغه ازادي د یوې بریتانوي جوړې له خوا واخیستل شوه، هغه له خپلو دوه لوڼو سره متحده ایالاتو ته راستون شو، چېرې چې هغه بیاځلې د غلامۍ اصولو د له منځه وړلو لپاره په شمال کې د ویناوالو له ډلې یو ځای شو. براون چې د فرېډ رېک ډاګلاس معاصر و، د کارېزماتیک ویناوال د ویناوو تر اغېز لاندې راغی او دوی دواړو په څرګند ډول له یو بل سره مخالفت کاوه.[۴]

په غلامۍ کې ژوند

[سمول]

وېلیم چې د پلار له پلوه د مې‌فلاور د مسافر سټیفن هاپکېنز له کرړې څخه و، په ۱۸۱۴ ز کال کې (یا د  ۱۸۱۵ ز کال د مارچ په ۱۵) لېګینټون ته څېرمه په کېنتاکي کې چېرې چې د هغه مور الېزابېت (هغه د اصلي امریکايي تور پوستو له اجدادو څخه وه) یوه کنیزه/غلامه وه، په غلامۍ کې نړۍ ته راغی. هغه د ډاکتر جان يانګ له خوا ساتل کېده او اووه زامن یې درلودل چې هر یو له بېلابېلو پلرونو څخه و. (د وېلیم سربېره د هغې زامن سلومان، ليانډر، بېنجامین، جوزوف، مېلفورډ او الېزابېت وو.) وېلم له ګډ/مختلط نژاد څخه و. پلار یې جورج ډبلیو هيګنز (George W. Higgins) یو سپين پوستی کروندګر او د هغه د بادار ډاکتر یانګ د تره زوی و. هيګنز وېلیم په رسمي ډول خپل زوی وباله او له يانګ سره یې ژمنه وکړه چې هغه به نه پلوري. خو یانګ زوی او مور دواړه وپلورل. په پای کې وېلیم له شل کلنۍ څخه مخکې څو څو ځله وپلورل شو.    [۵]

د هغه ورور جوزوف د څېړنکو رون اېل. جکسون جونیر او لي سپېنسر وايټ له خوا د جو په نوم د الامو (Alamo) قومندان وېليام بي.ټراوېس (William B. Travis) د غلام په توګه پېژندل شوی. جو د جګړې د څو ژغورل شویو کسانو له ډلې څخه یو و.  [۶]

وېلیم د خپلې ځوانۍ ډېره برخه په سېنټ لویز (په متحده ایالاتو کې یو بندر) کې تېره کړه. د هغه بادار هغه د میسوري په سیند کې د بخار پر بېړیو او وروسته د غلامانو د سوداګرۍ او د بخار بېړیو په لویه لار کې په کار وګماره. د هغه کار هغه ته اجازه ورکړه تر څو ډېر نوي ځایونه وګوري. په ۱۸۳۳ ز کال کې هغه او مور یې د مي سي سي پي سمندر له لارې وتښتېدل مګر په اېلینویز (Illinois) کې بېرته ونیول شول. په ۱۸۳۴ ز کال کې براون د تېښتې لپاره خپله دویمه هڅه په بریالیتوب سره وکړه او د بخار له یوې بېړۍ څخه هغه مهال چې د اوهایو د ازاد ایالت په سینسیناټي کې لنګرځای/وچې ته شوه بهر شو.  

په ازادۍ کې هغه د وېلیم براون نوم خپل کړ. یو کوېکر/ Quaker (د ملګرو مذهبي ټولنه/ د عیسویانو یوه ډله) ملګري یې د خوړو، کالیو او څه اندازه پیسو په برابرلو له تښتېدو وروسته ورسره مرسته وکړه. هغه لیکل او لوستل زده کړل او په لېوالتیا سره یې د زدکړو په لټه د خپلو محرومیتونو د جبران لپاره ډېره مطالعه وکړه. د دې وخت په شاوخوا کې هغه د اېلېجا پرېش لويجای (Elijah Parish Lovejoy) له خوا وګمارل شو او د هغه د چاپ په دفتر کې د غلامۍ اوصولو د له منځه وړلو د پلوي په توګه مشهور شو او کار یې وکړ.   [۷][۸]

واده او کورنی ژوند

[سمول]

براون د خپلې ازادۍ په لومړي کال په شل کلنۍ کې له الیزابېث شونر سره واده وکړ. هغوی د کلاریسا او جوزوفین په نوم دوه لوڼې لرلې چې تر ځوانۍ پورې ژوندۍ پاتې شوې. وېلیم او الیزابېث وروسته له یو بل څخه جلا شول. الیزابېث په ۱۸۵۱ ز کال کې په متحده ایالاتو کې مړه شوه. [۹][۱۰]

براون تر ۱۸۴۹ ز کال پورې له خپلو لوڼو سره په انګلستان کې و او د غلامۍ اصولو د له منځه وړلو په پلوۍ يې ویناوالي کړه. وروسته له دې چې په ۱۸۵۴ ز کال کې د هغه ازادي د یوې بریتانوۍ جوړې له خوا واخیستل شوه، براون له خپلو لوڼو سره متحده ایالاتو ته راستون شو او په بوستون کې مېشت شو. د ۱۸۶۰ ز کال د اپرېل په ۱۲ کله چې براون ۴۴ کلن و بیاځلي يې له ۲۵ کلنې اننا الیزابیت سره واده وکړ. [۱۱][۱۲]

په ۱۸۵۶ ز کال کې د ولز لور جوزوفین براون د یو امریکايي غلام ژوند لیک خپور کړ، چې د هغه د ژوند پر تازه حال یې رڼا اچولې وه، چې په سوکه ډول یې د خپل پلار د ۱۸۴۷ ز کال له ژوند لیک څخه کار اخیستی و. هغې دا چې د غلام په توګه هغه څه ځورونې زغملې وې او په اروپا کې يې د مېشت کېدو اړوند نور نوي جزئیات ورزیات کړي وو.    [۱۳]

نیویارک ته تلل

[سمول]

براون له ۱۸۳۶ څخه تر ۱۸۴۵ پورې د نیویارک په بوفالو کې خپل کور جوړ کړ چېرې چې هغه د ايرې (Erie) په جهیل کې د بخار د بېړۍ د کارکوونکي په توګه کار کاوه. هغه له ډېرو تښتېدلو غلامانو سره  په بېړۍ کې د پټولو له لارې مرسته وکړه تر څو دوی بوفالو یا ډیټروېټ، میشیګان، یا له جهیل څخه د تېرېدو په بهیر کې کاناډا ته ورسوي او خپله ازادي ترلاسه کړي. هغه وروسته لیکلي چې د ۱۸۴۲ ز کال له مې میاشتې څخه تر ډېسمبر پورې د اووه میاشتو په بهیر کې يې له ۶۹ تښتېدلو سره مرسته کړې وه چې کاناډا ته ورسېږي. براون په بوفالو کې د غلامۍ ضد څو ټولنو او د تورپوستو د کنوانسیون له غورځنګ سره د یوځای کېدلو له لارې د غلامۍ اوصولو د له منځه وړلو په غورځنګ کې فعال شو. د غلامۍ ضد ټولنو کې د براون کار تر ډېره په ټولنو کې عامه ویناوالي وه چې زیاتره یې له موسقۍ څخه د خپل فعالیت د یوې برخې په توګه کار اخیست. براون په خپلو ویناوو کې موسیقي کاروله او په ۱۸۴۰ لسیزه کې د غلامۍ ضد غورځنګ کې د موسیقۍ پر رول ټینګار کاوه. هغه «د یو مسافرتي لرلید له پلوه د غلامۍ له موضوع سره سفر وکړ» کله چې براون په بوفالو کې ژوند کاوه د اعتدال یوه ټولنه یې هم رامنځته کړه چې په چټکۍ سره یې ۵۰۰ غړي پيدا کړل. هغه مهال یوازې ۷۰۰ تور پوستو په بوفالو کې ژوند کاوه. [۱۴][۱۵][۱۶]

هغه کلونه چې په اروپا کې و

[سمول]

براون په ۱۸۴۹ ز کال کې له خپلو کوچنیو لوڼو سره له متحده ایالاتو څخه لاړ تر څو د بریتانیا په ټاپوګانو کې د غلامۍ پر ضد ویناوالي وکړي. هغه غوښتل دوی هغه زده‌کړې تر لاسه کړې چې هغه ورڅخه بې برخې شوي و. هغه هم‌هغه کال په پاریس کې د سولې نړیوال کانګرېس ته د امریکا د استازي په توګه سفر کړی و. په ۱۸۵۰ ز کال کې  په متحده ایالاتو کې د تښتېدلي غلام قانون تصویب ته په پام، چې د تښتېدلو غلامانو بېرته نیول او سزا ورکول په کلک ډول زیات شول هغه پرېکړه وکړه تر ۱۸۵۴ ز کال پورې په انګلستان کې پاتې شي. په هغه کال کې د نوموړي ازادي بریتانوي ملګرو واخیسته. هغه په متحده ایالاتو کې د خورا څرګند عام شخصیت او تښتېدلي غلام په توګه د نیولو او بیاځلي غلام کېدلو له ګواښ سره مخ و. بادارانو ته د غلامانو د بېرته راستنولو لپاره  غلام‌نیوونکو لوړې جایزې ترلاسه کولې او د نوي قانون پلي کول ان د ازادو ایالتونو او د هغو د وکړو له خوا لازمي وو. که څه هم ډېری یې پر وړاندې مقاومت وکړ.[۱۷][۱۸][۱۹]

سرچینې

[سمول]
  1. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7234157 — subject named as: William Wells Brown — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Farrison, W. Edward (1949-01-01). "William Wells Brown, Social Reformer". The Journal of Negro Education. 18 (1): 29–39. doi:10.2307/2966437. JSTOR 2966437.
  3. "Kentucky's First Writer « The Big Idea". jasonfmcdaniel.com. خوندي شوی له the original on 2017-10-17. بياځلي په 2022-02-01.
  4. The Works of William Wells Brown: Using His 'Strong, Manly Voiceکينډۍ:', Eds. Paula Garrett and Hollis Robbins, Oxford University Press, 2006, xvii-xxxvi.
  5. T. N. R. Rogers, "Introduction", William Wells Brown, Clotel or The President's Daughter. Mineola/New York: Dover Publications Inc., 2004.
  6. Ron L. Jackson Jr. and Lee Spencer White, "Joe: The Slave Who Became an Alamo Legend". University of Oklahoma Press, 2015.
  7. Brown, William W. Three Years In Europe: Places I Have Seen And People I Have Met, London, 1852.
  8. Simmons, William J., and Henry McNeal Turner. Men of Mark: Eminent, Progressive and Rising. GM Rewell & Company, 1887. pp447-450
  9. See confession letter published in The National Era, reprinted in The Works of William Wells Brown Archived 2011-05-22 at the Wayback Machine.
  10. Williamson, Jenn (2004). "Josephine Brown". Documenting the American South. بياځلي په 19 April 2014.
  11. See confession letter published in The National Era, reprinted in The Works of William Wells Brown Archived 2011-05-22 at the Wayback Machine.
  12. Farrison, William Edward. William Wells Brown: Author and Reformer (Chicago: University of Illinois Press, 1969), p. 290.
  13. Williamson, Jenn (2004). "Josephine Brown". Documenting the American South. بياځلي په 19 April 2014.
  14. Brown, William Wells. "Narrative of William W. Brown", in Slave Narratives, William Andrews and Henry Louis Gates, eds (Literary Classics of United States Inc, 2000), 374–423.
  15. Farrison, William E. "William Wells Brown in Buffalo", Journal of Negro History, v.XXXIX, no. 4, October 1954.
  16. Lucas (February 17 & 24, 2020), Julian. "The Fugitive Cure". The New Yorker: 40–47.{{cite journal}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  17. See confession letter published in The National Era, reprinted in The Works of William Wells Brown Archived 2011-05-22 at the Wayback Machine.
  18. Garret & Robbins, xxiv.
  19. Greenspan (2008), William Wells Brown.