ویډیو ایډیټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ویډیو ایډیټ Video Edit : هغه فلمونه یا ویډیوګاني چي موږ د کېمرې په مرسته ترلاسه کړي وي،د ایډیټ یا اصلاح په مرسته موږ کولای سو په ویډیو کي تغیرات راولو او هغه څه چي مو نه وي خوښ له ویډیو څخه لیري کولای سو او د خپلي خوښۍ سره سم ویډیو یا فلم جوړولای سو. نو هر هغه څه چي د ټلوېزیون پر پرده وینئ لکه،ثبت خبرونه،خپروني،پروګرامونه،ډرامې،فلمونه او داسي نور لومړی د ویډیو ایډیټر له خوا ایډیټ او وروسته نشرته سپارل کیږي.